24/12/2025
ډاکټر مه ښکنځئ، ډاکټر ته بدي ردي او سپک الفاظ مه کاروئ، همدوۍ دي چي د ټولني د سالمي بقا لپاره یي شپه او ورځ په ځان یوه کړې او دې خدمت ته یي اوږه ورکړې، دا مه هېروئ چي ډاکټر کېدل او ډاکټر جوړېدل د هر چا د وس کار نه ده ، د ګوتو په شمار له دې سپېڅلي مسلک سره برابرېږي، هو ډاکټر کېدل نیم عمر سختي او خواري غواړي، ۶ کاله محصلي (پوهنتون) سخت درس،درانهٔ فشارونه(روحي،اجتماعي،ټولنیز،اقتصادي) همدا شان د درس بوج د استاد او پوهنتون تحقیر او تعذیر ، بیا یو کال یا ۱۶ میاشتي ستاژ دوره ، بیا د اګزیټ امتحان چي د هر محصل لپاره چېلنجي پروسه ده طی کول، له هغه وروسته تخصص ته ځان اماده کول،تخصص ته ځان بریالی کول بیا ۴ کاله د تخصص او ټریني سخترینه دوره په نشت امکاناتو او په نشت عاید سره هغه سرته رسول ، له هغه وروسته د تخصص سند تر لاسه کول یعني په عموم کي دا ټولي سختي په ځان تېرول او تر متخصصص ډګري پوري ځان رسول دا موده(۱۱-۱۲) کاله زموږ د بعضي نا اهله هیواد والو له لوري په یوې ښکنځل او سپکي خبري سره له منځه وړي، هو ډاکټر د سپینې جامې ځمکنۍ پرښته ده چی تل یې د انسانیت خدمت ته اوږه ورکړې،خپل درد،خفګان،خوشحالي،مراسم او داسي هر څه یي د خپل مسلک او خلکو قرباني کړي ترڅو تاسو او ستاوسو کورنۍ سالم ژوند ولري.
لطفاً ډاکټر ته احترام ولرئ .
.
کافی