Snow Pharma

Snow Pharma Official page of Snow Pharma
Committed to Quality, Trust, and Community Health! WHO | GMP | GLP | ISO & AFDA Certified

د سنوفارما د رسمي څانګو ادرسونه او شمیرې!د خپلو درملو د اسانه لاسرسي لپاره تاسو کولای سئ د سنوفارما رسمي څانګو ته مراجعه...
12/04/2026

د سنوفارما د رسمي څانګو ادرسونه او شمیرې!

د خپلو درملو د اسانه لاسرسي لپاره تاسو کولای سئ د سنوفارما رسمي څانګو ته مراجعه وکړئ.

د افغانستان په ټولو ولایتونو کي د سنوفارما د رسمي څانګو ادرسونه او شمیرې.

په لاندنۍ ویب پاڼه کي هم کولای سئ چي د سنوفارما ادرسونه، شمیرې او هر ډول معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړئ.

https://snowpharma.com.af/contact/

!
#سنوفارما #افغانستان #صحت #روغتیا #ټولنه #هیله #کیفیت #قیمت #مناسب #پلور #درملتون #خبرتیا #اطلاعیه #هڅه #کمښت #بازار #توان #وضاحت #خبر #درمل #ثابت #شمیره

!

خبرتیا!د سنوفارما د ټولو درملو قیمتونه ثابت دي!وروسته له دې چي په بازار کي د سنوفارما د درملو د قیمتونو د لوړولو په اړه ...
08/04/2026

خبرتیا!
د سنوفارما د ټولو درملو قیمتونه ثابت دي!

وروسته له دې چي په بازار کي د سنوفارما د درملو د قیمتونو د لوړولو په اړه بېلابېلي اوازې خپرې سوي دي، موږ د وضاحت لپاره لاندي موضوع له خپلو قدرمنو هیوادوالو سره شریکوو:

۱. د سـنوفارمـا ټـول درمل ثابـت او ټـاکل سـوی قیـمت لري، چي د قـطـۍ پر شا واضح لیکل سوي دي، په دې قیمت کي کمپنۍ د دواخانې ګټه په نظر کي نیولې ده.
۲. مهرباني وکړئ د درملو د اخیستلو پر وخت د قطۍ پر شا لیکل سوی قیمت حتماً وګورئ او د ټاکلي قیمت څخه یې په لوړ قیمت مه پیرئ.
۳. سنوفارما د خپل توان او کوښښ مطابق تل هڅه کوي چي په بازار کي د درملو د کمښت مخه ونیسي او نیولې ده.

!
#سنوفارما #افغانستان #صحت #روغتیا #ټولنه #هیله #کیفیت #قیمت #مناسب #پلور #درملتون #خبرتیا #اطلاعیه #هڅه #کمښت #بازار #توان #وضاحت #خبر #درمل #ثابت

!

نن د روغتیا نړیواله ورځ ده!روغتیا یوازي د ناروغۍ نشتوالی نه دی، بلکي د سالم ژوند، متوازن فکر او خوشحاله وجود نوم دی.راځئ...
07/04/2026

نن د روغتیا نړیواله ورځ ده!

روغتیا یوازي د ناروغۍ نشتوالی نه دی، بلکي د سالم ژوند، متوازن فکر او خوشحاله وجود نوم دی.

راځئ چي د خپل ځان او ټولني د ښه راتلونکي لپاره روغتیا ته لومړیتوب ورکړو.

ستاسو روغتیا زموږ لومړیتوب دی!
!

#سنوفارما #روغتیا #هیله #افغانستان #سالم #خوشحال #ژوند #ټولنه #راتلونکي #فکر #کیفیت #لومړیتوب #ناروغۍ #ورځ #صحت

نیکمرغه کوچني اختر مو مبارک!د سنوفارما مشرتابه او رهبرۍ ټیم ټولو مسلمانانو، په ځانګړي ډول درنو هیوادوالو ته د نېکمرغه کو...
20/03/2026

نیکمرغه کوچني اختر مو مبارک!
د سنوفارما مشرتابه او رهبرۍ ټیم ټولو مسلمانانو، په ځانګړي ډول درنو هیوادوالو ته د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت مبارکي وړاندې کوي.

الله تعالی دې زموږ او ستاسو ټول عبادات او صدقې په خپل دربار کې قبول او مقبول وګرځوي.

ستر څښتن تعالی دې دا مبارک اختر پر ټول اسلامي امت، په ځانګړي ډول پر افغانانو د سوکالۍ، ورورولۍ او تلپاتي خوښیو سبب وګرځوي.

په درنښت
د سنوفارما اداره

ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ

عید سعید فطر مبارک!

رهبری و تیم مدیریتی سنوفارما فرا رسیدن عید سعید فطر را به تمامی مسلمانان، به‌ ویژه مردم شریف افغانستان، صمیمانه تبریک عرض می‌ نماید.

از درگاه خداوند متعال آرزو داریم که عبادات و صدقات همه ما را در پیشگاه خویش قبول و مقبول گرداند.

همچنین، از خداوند بزرگ مسئلت داریم که این عید مبارک را برای تمامی امت اسلامی، به‌ ویژه مردم افغانستان، مایه‌ی سعادت، همدلی، برادری و خوشی‌های پایدار قرار دهد.

با احترام
اداره سنوفارما

#سنوفارما #افغانستان #روغتیا #عید #اختر #مبارک #صحت #خوشحالی #پیغام #تبریک #مردم #اسلامی #سعید #فطر #مسلمانان #هیله #قبول

19/03/2026
۱۲مه د مارچ، د پښتورګو نړیواله ورځ!پښتورګي زموږ د بدن له مهمو غړو څخه دي چي د ویني پاکولو، د اضافي موادو ایستلو او د بدن...
12/03/2026

۱۲مه د مارچ، د پښتورګو نړیواله ورځ!

پښتورګي زموږ د بدن له مهمو غړو څخه دي چي د ویني پاکولو، د اضافي موادو ایستلو او د بدن د توازن ساتلو مهمه دنده لري. د سالم ژوند لپاره د پښتورګو ساتنه ډېر ارزښت لري.
د کافي اوبو څښل، سالمه غذا، منظم ورزش او د غیر ضروري درملو څخه ډډه کول کولای سي د پښتورګو روغتیا وساتي.

سنوفارما د روغتیا د ساتني په لاره کي تل هڅه کوي چي د باکیفیته درملو او عامه پوهاوي له لاري د خلکو د ښه ژوند ملاتړ وکړي.
راځئ چي د خپلو پښتورګو ساتنه وکړو او د سالم ژوند لپاره یې ارزښت درک کړو.

!
#سنوفارما #روغتیا #افغانستان #درمل #کیفیت #باور #خدمت #ورځ #پښتورګي #ساتنه #ورزش #ملاتړ #دنده

روژه مو مبارک سه!رمضان مبارک!Ramadan Mubarak! ! #سنوفارما  #افغانستان  #روغتیا  #درملنه  #باور  #کیفیت  #پرهیز  #روژه  #...
18/02/2026

روژه مو مبارک سه!
رمضان مبارک!
Ramadan Mubarak!
!
#سنوفارما #افغانستان #روغتیا #درملنه #باور #کیفیت #پرهیز #روژه #رمضان #مغفرت #رحمت #برکت

د عامې روغتیا وزارت کاري ټیم کندهار ته د خپل رسمي کاري سفر پر مهال د سنوفارما تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه.په دې لیدنه ...
14/02/2026

د عامې روغتیا وزارت کاري ټیم کندهار ته د خپل رسمي کاري سفر پر مهال د سنوفارما تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کي د سنوفارما رهبرۍ لخوا پلاوي ته تود هرکلی وویل سو او د فابریکې د تولیدي بهیر، کیفیتي معیارونو او پرمختیايي پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې سول.
سنوفارما ژمنه ده چي د ملي او نړیوالو معیارونو په رڼا کي د باکیفیته درملو تولید ته دوام ورکړي او د هېواد د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا لپاره خپل مسؤلیت په بشپړ ډول ادا کړي.

!
#سنوفارما #افغانستان #داخلي #درمل #روغتیا #کیفیت #خدمت #معیار #استعمال #پلان #نړۍوال #لیدنه

!

09/02/2026

کیفیت، معیارها و گام های استوار به سوی خودکفایی!

!
#سنوفارما #صحت #افتخار #کیفیت #معیار #خودکفایی #سلامتی #بهداشتی #دارو #داروسازی #درمل #داخلي #وطن #پرمختګ #ویډیو #روغتیا

️ د سرطان ناروغي د رامنځته کېدو عوامل او د مخنیوي لاري چاري!سرطان ناڅاپي نه رامنځته کېږي بلکي ځیني ورځني عادتونه او چاپې...
04/02/2026

️ د سرطان ناروغي د رامنځته کېدو عوامل او د مخنیوي لاري چاري!

سرطان ناڅاپي نه رامنځته کېږي بلکي ځیني ورځني عادتونه او چاپېریالي عوامل یې خطر زیاتوي.

۱. سګریټ او تنباکو
۲. ناسالم خواړه
۳. ککړ چاپېریال او کیمیاوي مواد
۴. دوامداره فشار، ذهني ستړیا او د فزیکي فعالیتونو نه کول
۵. ډیر وزن

خو ښه خبر دا دی چي موږ یې مخنیوی کولی سو:

۱. سالم او متوازن خواړه وخورو
۲. منظم فزیکي فعالیت ولرو
۳. له سګریټو او نشه يي توکو ځان وساتو
۴. وخت پر وخت طبي معاینات وکړو
۵. وزن مناسب وساتو

مخنیوی تر درملنې غوره دی.
راځئ، د پوهاوي له لارې د خپل ځان او راتلونکي نسل ساتنه وکړو!

!
#سرطان #سنوفارما #معیاری #نړیوال #ناروغي #مخنیوی #درملنه #غوره #روغتیا #مسؤولیت
!

نن ۴ فبروري، د سرطان نړیواله ورځ🎗️سرطان یو واحد مخ نه لري، هر ناروغ خپله ځانګړې کیسه لري، خو زموږ هیله او مبارزه ګډه ده....
04/02/2026

نن ۴ فبروري، د سرطان نړیواله ورځ🎗️

سرطان یو واحد مخ نه لري، هر ناروغ خپله ځانګړې کیسه لري، خو زموږ هیله او مبارزه ګډه ده.
موږ که هر یو بېل یوو، خو د ژوند د ژغورلو لپاره یو موټی یو.

د پوهاوي زیاتول، پر وخت تشخیص او د معیاري درملني ملاتړ کولای سي زرګونه انسانان وژغوري.
راځئ چي د همدردۍ، علم او ګډ اقدام له لارې د سرطان پر وړاندې ودرېږو.
ځکه موږ متحد یو، که څه هم هر یو ځانګړی یو!

!

#سنوفارما #روغتیا #درمل #باور #پرمختګ #سرطان #ناروغي #درملنه #ساتنه #عامه #پوهاوی #نړیوال #افغانستان #ملاتړ #اقدام #معیاری
!

Address

M3 Road, Street 40, Aino Maina
Kandahar
3801

Opening Hours

Monday 08:00 - 18:00
Tuesday 08:00 - 18:00
Wednesday 08:00 - 18:00
Thursday 08:00 - 18:00
Saturday 08:00 - 18:00
Sunday 08:00 - 18:00

Telephone

0700616505

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Snow Pharma posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Snow Pharma:

Share