Naderi Medical Complex نادري روغتون

Naderi Medical Complex  نادري روغتون نادري روغتون د مسلکي روغتیا پالانو په ذریعه اداره کیږي، چي د ځینو بهرنیو روغتونو سره اړیکه لري.

نادري روغتون مختلفي تخصصي څانګي لري، چي د هري څانګي روغتیايي خدمات د مربوطه متخصصو ډاکټرانو په وسیله وړاندي کیږي.

🚨نادري معالجوي روغتون!Ramadan Mubarak!خبرتیا!د کندهار د نادری روغتون له لوري قدرمنو هیوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چي د رو...
18/02/2026

🚨
نادري معالجوي روغتون!
Ramadan Mubarak!

خبرتیا!

د کندهار د نادری روغتون له لوري قدرمنو هیوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چي د روژې مبارکي میاشتي په مناسبت به په دغه روغتون کي ټول جراحي عملیات د تکړه او مسلکي ډاکټرانو له لوري په بشپړه توګه وړیا ترسره کېږي.

هغه ناروغان چي د جراحي عملیاتو اړتیا لري، کولای سي د روژې په مبارکه میاشت کي نادری روغتون ته مراجعه وکړي او له دې اسانتیا څخه ګټه واخلي.
الله تعالی دي ټولو مریضانو ته بشپړه شفا ورپه برخه کړي.

نوټ:
۱: نوموړی خدمات يوازي د روژی په مبارکی مياشتي کي وړيا دي.
📩 nmc.kdr@gmail.com
📞 +93700282826
📍 ډنډ چوک محبس عمومي سرک کندهار.

*NMC- Naderi Medical complex**𝑫𝒂𝒕𝒆:    2026/ 01/ 4**● د بست عنوان:*☆ اداري مدير*● د روغتون نوم:*نادري معالجوي روغتون*● م...
03/01/2026

*NMC- Naderi Medical complex*
*𝑫𝒂𝒕𝒆: 2026/ 01/ 4*
*● د بست عنوان:*
☆ اداري مدير

*● د روغتون نوم:*
نادري معالجوي روغتون

*● معاش:*
د روغتون د معاشاتو د لایحی مطابق

*● ڪارې تجربه او د ګمارني شرایط:*
○ د دندی اړوند پنځه کلنه تجربه باید ولری.

*● د دندي ځای:*
ډنډ چوک دمحبس عمومی سړک کندهار افغانستان

*● اړیڪه:*

0700282826/0700282825
*● توضیحات:*
پر شرایطو برابر کسان دی خپله CV او تعلیمي اسناد لاندی واتس اپ شمیری 0700282825 ته د ولیژی او یا د نادري معالجوی روغتون اداري مدیریت ته تسلیم کړي.

د نادري معالجوي روغتون مشرتابه پلاوی او کارکوونکي په کنړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله د زلزله ...
01/09/2025

د نادري معالجوي روغتون مشرتابه پلاوی او کارکوونکي په کنړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله د زلزله ځپلو هېوادوالو سره په دې لویه غمیزه کې ځان شریک بولي، ټپیانو ته د بشپړې او عاجلې روغتیا، شهیدانو ته فردوس جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر دعا کوي.

Naderi Medical Complex نادري روغتون

نادري معالجوی روغتون:نادري معالجوی روغتون د خپلو هیوادوالو لپاره هره پنجشنبه سهار د 8 بجو څخه بیا د ماپښین تر 2 بجو پوري...
19/08/2025

نادري معالجوی روغتون:
نادري معالجوی روغتون د خپلو هیوادوالو لپاره هره پنجشنبه سهار د 8 بجو څخه بیا د ماپښین تر 2 بجو پوري دغه خدمات په 100 فیصده تخفيف یعني بیله پیسو اجرا کوی.
لکه: ولادتونه ، د ډاکټرانو فیس، ټلویزیوني معاینات، او د عاجلی څانکي خدمات.
اوترڅنګ یی په ټول جراحی عملیاتو کښی 40% تخفیف کوي
ادرس: ډنډ چوک کندهار افغانستان
تماس شمیره: 0700282826
0700282825
زموږ لومړیتوب ستاسو روغتیا ده.
نادري معالجوی روغتون

*NMC- Naderi Medical complex**𝑫𝒂𝒕𝒆:    2025 / 08 / 19**● د بست عنوان:*☆ اداري مدير*● د روغتون نوم:*نادري معالجوي روغتون*...
19/08/2025

*NMC- Naderi Medical complex*
*𝑫𝒂𝒕𝒆: 2025 / 08 / 19*
*● د بست عنوان:*
☆ اداري مدير

*● د روغتون نوم:*
نادري معالجوي روغتون

*● معاش:*
د روغتون د معاشاتو د لایحی مطابق

*● ڪارې تجربه او د ګمارني شرایط:*
○ د دندی اړوند پنځه کلنه تجربه باید ولری.

*● د دندي ځای:*
ډنډ چوک دمحبس عمومی سړک کندهار افغانستان

*● اړیڪه:*

0700282826/0700282825
*● توضیحات:*
پر شرایطو برابر کسان دی خپله CV او تعلیمي اسناد د نادري معالجوی روغتون اداري مدیریت ته تسلیم کړي.

په افغانستان کې د کاجو د ونې د کرلو او پالنې ساینسي لارښود !د کاجو ونه (Anacardium occidentale) د نړۍ له اقتصادي ارزښت ل...
18/08/2025

په افغانستان کې د کاجو د ونې د کرلو او پالنې ساینسي لارښود !

د کاجو ونه (Anacardium occidentale) د نړۍ له اقتصادي ارزښت لرونکو ونو څخه ده چې مغزي مېوه یې لوړ صادراتي ارزښت لري. دا ونه د ګرمو سیمو اصلي نبات دی او ځانګړي اقلیمي شرایطو ته اړتیا لري.

د کاجو د ودې لپاره مناسب شرایط په افغانستان کې:

1. هوا: منځنۍ کلنۍ تودوخه 24–28°C، د ژمي معتدل او له اوږده یخ وهلو پرته.

2. مناسبې سیمې: د افغانستان جنوبي او جنوبي ختیځ ولایتونه لکه کندهار، هلمند، نیمروز، ننګرهار، لغمان، خوست.

3. ورښت: په کال کې 1000–1500 ملي‌متر یا منظم تکمیلي اوبه‌لګونه.

4. خاوره: سپکه، شګلنه یا شګلنه-رسی، ښه اوبه ایستنه او pH د منځنۍ کچې (نږدې بې طرفه).

د نیالګیو برابرولو لارې:

د تازه تخم له لارې: تخم باید سمدستي له مېوې جلا کېدو وروسته وکرل شي، ځکه د ټوکیدو وړتیا یې ژر له منځه ځي.

پیوند: د ښه کیفیت او محصول لپاره د تجارتي ډولونو پیوند شوې نیالګي ډېر ګټور دي.

د کرلو مرحلې:

1. د ځمکې تیارول: ژور شخم او د خرابېدلي عضوي سرو اضافه کول.

2. د کرلو واټن: 8×8 متره یا 10×10 متره د رقم او شرایطو پورې اړه لري.

3. کرل: تخم یا نیالګي په 60×60 سانتي متره کندې کې د حاصلخیزې خاورې سره کېنول.

4. اوبه‌لګونه: په لومړیو کلونو کې منظم، وروسته له ټینګیدو نه د وچکالۍ زغم لري.

5. سرې ورکول: هر کال د عضوي سرې او متوازن NPK سره.

6. شاخه برۍ: د وچو او اضافي څانګو لرې کول د تاج د جوړښت لپاره.

آفتونه او ناروغۍ:

شته، مېوه خوړونکی چینجی، سپږۍ، د بلايټ ناروغي او د انترکنوز فنجي.

د مدغم مدیریت (IPM) کارول او د اړتیا په وخت کې د قانوني آفت وژونکو استعمال.

اقتصادي ګټې:

د لوړ صادراتي ارزښت لرونکی محصول.

له 25 کلونو څخه زیات اقتصادي عمر.

له ټینګیدو وروسته د وچکالۍ نسبي زغم.

ساینسي یادونه: کاجو په یخو سیمو یا د اوږده یخ وهلو په شرایطو کې نه شي کرل کېدی. د ځای سم انتخاب او د مناسب ډول کارول د بریالي کر لپاره مهم کلید دی. همدارنګه، سپارښتنه کیږي چې په نوو سیمو کې لومړی د ازمایښتي کرنې په توګه وکرل شي، تر څو د اقلیم او خاورې مطابقت په عملي ډول وڅېړل شی. کاپی.
Naderi Medical Complex نادري روغتون

Naderi Curative Hospital!نادري معالجوي روغتون !نادري روغتون د نوی نوښت سره یو ځل بیا،د وریښتانو کرل یا Hair Transplant  ...
24/07/2025

Naderi Curative Hospital!
نادري معالجوي روغتون !

نادري روغتون د نوی نوښت سره یو ځل بیا،
د وریښتانو کرل یا Hair Transplant

د وریښتانو لیږد، د وریښتانو بیرته راګرځولو توان لري، له همدې امله یوه ځوانه بڼه رامینځته کوي او په ځان باور زیاتوي.
د وریښتانو کرل زموږ سره تجربه کړی.

داکتر وزیراحمد نصرت نادري معالجوي روغتون
ادرس : ډنډچوک محبس عمومی سرک کندهار افغانستان
تماس شمیری: 0093700282826 / 0093700282825

انیمیا (کم خونې) او درملنه ئې: د سالمې وینې د تولید لپاره:• هضمي سیستم قوي کړئ.• صحي خوراک او څښاک مراعت کړئ.او لاندې غذ...
08/07/2025

انیمیا (کم خونې) او درملنه ئې:

د سالمې وینې د تولید لپاره:

• هضمي سیستم قوي کړئ.
• صحي خوراک او څښاک مراعت کړئ.

او لاندې غذاوې استعمال کړئ:
شات، هګۍ، انګور، پسه غوښه، کاهو، کشمش، آب جوښي، مغزي مواد، د سیب او د زردکو جوس.

همدارنګه په زړو کسانو کې د دوامدارې کم خونی لپاره ضروري داخلي معاینات وکړئ، د اوسپنې درمل وکاروئ او پلی تګ يا سپک ورزش وکړئ.

ستاسو د ښه تداوی لپاره غوره انتخاب:
نادري معالجوي روغتون
ډنډ چوک، محبس عمومي سړک، کندهار
0700282825 / 0700282826
واټس اپ:0700282826

Naderi Curative Hospital!د معدې زخم – یوه خطرناکه خو د تدوای وړ ناروغي!که د نس سوځېدنه، درد، پړسوب، یا استفراق لری؟ دا ښ...
24/06/2025

Naderi Curative Hospital!

د معدې زخم – یوه خطرناکه خو د تدوای وړ ناروغي!

که د نس سوځېدنه، درد، پړسوب، یا استفراق لری؟ دا ښايي د معدې د زخم نښې وي!
د معدې زخم اکثر د H. pylori بکتریا، د درد ضد دواګانو زیات استعمال، ذهني فشار او ناسمو خوړو له امله رامنځته کېږي.

که پر وخت ئې درملنه و نه‌ سي، جدي ستونزې لکه د معدې سوری کيدل، وینه بهېدنه، یا حتی سرطان هم پېښېدلی سي.
نادري معالجوي روغتون ستاسو د دغو ستونزو د تداوی لپاره بشپړ چمتووالی لري!

زموږ ځانګړي خدمتونه:
داخله متخصص ډاکټران او د معدې تخصصي مشورې
لابراتواري معاينات، سونوګرافي، ایکسری
تجربه‌لرونکي متخصصین
۲۴ ساعته عاجله څانګه

ستاسو روغتیا زموږ مسؤليت دی! د معدې هر ډول ستونزو لپاره، نن زموږ روغتون ته مراجعه وکړئ او مسلکي درملنه تر لاسه کړئ.

پته: ډنډ چوک محبس عمومی سرک کندهار
اړيکه: 0700282826
وختونه: هره ورځ، د سهار ۸:۰۰ څخه تر ماښام ۸:۰۰ پوري.

Naderi Curative Hospital!ټونسیل یا Tonsilټونسیل د لمفاوی انساجو یوه برخه ده چې د ستونی په دواړه بغلو کی  یا هم د غاړي په...
22/06/2025

Naderi Curative Hospital!
ټونسیل یا Tonsil

ټونسیل د لمفاوی انساجو یوه برخه ده چې د ستونی په دواړه بغلو کی یا هم د غاړي په دواړو طرفونو کې موقعیت لري، ټونسیل دانسان په بدن کې محافظتي رول لري او یو شخص د انتاناتو څخه ساتي، مګر کله چې دا عضوه له انتاناتو سره مخ شي، د ټونسیلیت یا tonsillitis په نوم یادیږي.

د ټونسیل التهاب کیدای شي حاد(شدید) یا مزمن وي، سربیره پردې، ټونسیلیت په هر عمر کې واقع کیدی شي، مګر دا د شپږ کلنۍ څخه مخکې په ماشومانو کې ډیر عام دی، ځانګړي نښي لکه د ستوني درد، تبه، او ستوني پړسوب ټونسیل (ټونسیلیت) دي.

د علت له نظره، که د ټونسیل التهاب د زکام، یخنۍ او تودوخې له نښو او نښانو سره پیل شي، د عامو ویروسونو لاملونو ته باید زیاته پاملرنه وشي، او په ورته وخت کې د سټرپټوکوکل باکتریا هم شتون ولري. د tonsillitis په عام لاملونو کې ذکر شوي.

د هغو خلکو نښې او نښاني چې د ټونسیل التهاب لري له اوو څخه تر لسو ورځو پورې دوام کوي.

نښې او علایم :: Sign & Symptoms

د ټونسیل نښې او علایم د التهاب د شدت له مخې توپیر لري، نو ویلای شو چې پټي، معتدل او شدیدې نښې او نښانې لري.

یوځل بیا ، یو شمیر نښې او نښانې چې په شدت سره پیښیږي لاندې ذکر شوي:

د ستوني درد، تبه، لړزېدل، د خولې بد بوی، سر درد، د غاړې درد، په ژولو کې مشکل، د ټونسلز سور والي او پړسوب، د نرم تالو سوروالی، د ژبې سوروالی، د ټونسیل په سر د ژیړ او سپینو داغونو شتون.

د هغو خلکو نښې او نښاني چې د ټونسلز اوږدمهاله سوزش لري د ستوني دایمي خارښت او د غاړې په دواړو خواو کې د لمف نوډونو په لویولو کې مشکل شامل دي.

دا باید په یاد ولرئ چې کله یو څوک د ټونسیلیت سره مخ شي، تبه يی له نهه دېرشو درجو څخه پورته شي، د عضلاتو سختوالی د غاړې درد او د ستوني سخت درد سره مخ شي، هغه باید سمدستي د ډاکټر سره مشوره وکړي ترڅو د نورو پیچلتیاوو مخه ونیسي.

تشخیص :: Diagnosis

د دې ډول ناروغانو تشخیص په اسانۍ سره د ډاکټر لخوا ترسره کیږي، منظمه تاریخچه، د ټانسیل فزیکي معاینات ترسره کول، او د انتاناتو د ډول مشخص کولو لپاره، د ستوني له انتاني ساحی څخه چرک یا سوب اخیستل او د کلچر معاینات لپاره لابراتوار ته لیږدول. دا د درملنې په پروتوکول کې شامل دی.

درملنه :: Treatment
د ټنسل نورمال التهاب ځانګړي درملنې ته اړتیا نلري. بلکه ګرم مایعات او ویتامین سی یی ښه درملنه ده.

که د ټونسیل التهاب شدید وي، دا د انټي بیوټیک درملنې ته اړتیا لري

لیکونکي: ډاکتر محمد رفیق (جلال) د غوږ، پزه ، ستونی (E,N,T) ماهر

یادونه:ستاسو د یادي ناروغي د علاج لپاره بهترین آدرس نادري معالجوي روغتون دي!!!

ادرس: ډنډ چوک محبس عمومي سړک کندهار افغانستان
Naderi Medical Complex نادري روغتون
د اړیکو شمیری:0700282825/0700282826
وټساپ شمیره:0700282825

⛔ د خوب نشتوالی پر عصاب او بدن څه منفي اغیزې لري؟🔹حافظه ته زیان رسوي🔹دا د خبرو اترو مهارتونه کمزوري کوي🔹دا فشار زیاتوي🔹د...
16/06/2025

⛔ د خوب نشتوالی پر عصاب او بدن څه منفي اغیزې لري؟

🔹حافظه ته زیان رسوي
🔹دا د خبرو اترو مهارتونه کمزوري کوي
🔹دا فشار زیاتوي
🔹دا د خواړو عادتونه ګډوډوي
🔹دا تاسو احساساتي کوي
🔹دا د تمرکز او فکر کولو وړتیا کموي
🔹️ د پېژندلو توان کمزوری کوي
🔹د سر درد او میګرن ناروغۍ زیاتوي
🔹️ د خپګان خطرونه راوړي.

د سالم بدن او سالم عصاب لرلو لپاره د شپې ۸ ساعته خوب کول مه هېروئ.

یادونه: ستاسو د یادي ناروغي د علاج لپاره بهترین آدرسن نادري معالجوي روغتون دي !!!

ادرس: ډنډ چوک محبس عمومي سړک کندهار افغانستان
د اړیکو شمیری:0700282825/070028282

ازاد معلومات!که تاسو په دې ورځو کې ټولنیزو رسنیو ته وګورئ، د اختر ډېر انځورونه په کې خپرېږي چې ښيي له غوښې پاخه بېلابېل ...
12/06/2025

ازاد معلومات!
که تاسو په دې ورځو کې ټولنیزو رسنیو ته وګورئ، د اختر ډېر انځورونه په کې خپرېږي چې ښيي له غوښې پاخه بېلابېل خواړه لکه سالندونه یا ‍ښورا، کباب شوې خوښه، بریاني په دسترخوانو اېښې او مېلمستیاوې پکې لیدل کېږي.

دلته یوه ستونزه هم شته هغه دا چې د قرباني ډېره غوښه ټوله شوې وي او خلک په دې فکر کې وي چې څنګه یې تر ډېره وخته وساتي؟ له همدې کبله په ټولنیزو رسنیو د قربانی غوښې د ساتلو بېلابېلې تجربې هم خپرېږي.

د دې هر څه ترڅنګ یوه پوښتنه بیا بیا پوښتل کېږي او هغه دا ده، چې څومره غوښه باید وخوړل شي چې روغتیا ته ګټوره تمامه شي او ایا د اوږدې مودې لپاره کنګل شوې غوښه د تازه غوښې په څېر د روغتیا لپاره ګټوره ده؟

د کارپوهانو په وینا، غوښه د اوسپنې او ویټامین بي ۱۲ په شمول د مهمو منرالونو ځانګړتیاوې لري او د انسان روغتیا لپاره مهم ده، خو د دې ټولو ترمنځ توازن ساتل خورا مهم دی.

د اختر په ورځ ډېره غوښه خوړل د چا لپاره ګټوره ده؟ او هغه خلک چې روغتیايي ستونزې لري باید په دې اختر کې له کومو نورو خوراکي توکو سره غوښه وخوري؟ او تر ټولو مهمه دا چې کنګل شوې غوښه کې د تغذیي موادو سالم ساتلو لپاره ساده لاره کومه ده؟

دا او دې ته ورته نورې ټولې پوښتنې مو په دې مطلب کې ځوابېدلی شي چې په لاندې لېنک کې یې لوستلی شئ:

https://bbc.in/4l0MJnH

Address

Dand Chawk
Kandahar
0700282826

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Naderi Medical Complex نادري روغتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Naderi Medical Complex نادري روغتون:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram