22/02/2022
عزيز امان شرکت | Aziz Aman LTD
روغتیايي معلومات
هغه خواړه چي پښتورګي پاکوي:
پښتورګي په بدن کي د فلټر په توګه کار کوي چي وینه له زهرجنو او ضايعاتو څخه تصفيه کوي او مثانې ته يې استوي تر څو د تشو بولو له لاري خارجي سي.
پښتورګي د لوبیا دانې شکل لري چي د ملا تیر يې کیڼ او ښی اړخ ته پراته دي.
هغه څيزونه چي پښتورګي يا ګرده له منځه وړي، د ډير وخت لپاره د تشو بولو ساتل،
ګازي څښاک، اوبه کمي څښل او پر يوه ځای زيات کښيناستل دي.
د پښتورګو روغتيا ته پيښېدونکي خطرونه د ځينو لاملونو له کبله رامنځته کيږي،
چي د ويني فشار لوړوالی، شکر او د عمر زياتوالی يې اصلي عوامل دي.
د دې سربېره د مالګي او پروټينو زيات استعمال هم په پښتورګو فشار راولي او له خطر سره يې مخ کوي.
خو خوشبختانه تاسو کولای سئ چي د پښتورګو روغتيا ته په پاملرني سره دغه خطرونه کم کړئ او دا د ځينو خوړو له لاري ممکن دي کوم چي په لاندي ډول دي:
هوږه یا اوږده:
هوږه يوازي زړه ته نه بلکي د پښتورګو روغتيا لپاره هم غوره خواړه دي،
دا په خوراک کي د اضافي مالګي اندازه کموي.
پياز:
پياز يو شمېر ويټامينونه، منرالونه او د پښتورګو لپاره ګټور د اکسيد ضد مادې لري.
کورکمن:
کورکمن د التهاب او اکسيدونو څخه ډک خواړه دي،
دغه راز په پراخه کچه مګنيسيم او وسپنه هم لري.
مڼه یا سېب:
د التهاب پر وړاندي مبارزې لپاره مڼه غوره خواړه دي،
دا په پراخه کچه ويټامن سي لري او د اکسيدونو ضد دي.
ادرک:
ادرک له زنک، وسپنې، فاسفورس او ميګنيسم څخه ډک خواړه دي، دا نباتي انټي بيوټيک لري چي د ناروغيو سره مبارزه کوي او د ټپونو او سکريچونو يا خراش درملنه کوي کوم چي حجرو ته زيان رسوي.
--------------------------------------------------------------------------
د اړيکي شمېره: 0700363866
ویبـپاڼـــه: www.citropharm.com
برېښناليک پته: azizamanpvtltd@gmail.com
آدرس: نوي سروري مارکېټ، شاه زمان واټ، کندهار، افغانستان