Saba Dental Beauty Center - سبا د غاښو د ښکلا مرکز

Saba Dental Beauty Center - سبا د غاښو د ښکلا مرکز سبا د غاښو د ښکلا مرکز په لوی کندهار کي یو له سابقه داره د غاښو له کلنیکونو څخه شمېرل کیږي !

ولې ځینې خلک د غاښونو له پاکولو وروسته د غاښونو خوځښت احساسوي؟  🦷ولې ځينې خلک دغاښونو له پاکولو  (Scaling) وروسته احساس ...
06/01/2026

ولې ځینې خلک د غاښونو له پاکولو وروسته د غاښونو خوځښت احساسوي؟ 🦷
ولې ځينې خلک دغاښونو له پاکولو (Scaling) وروسته احساس کوي چې غاښونه یې لږ خوځنده یا نرم شويدي. دا احساس ښايي ناڅاپي او د اندېښنې وړ ښکاره شي، خو دا مانا نه لري چې غاښونو ته زیان رسېدلی وي. په حقیقت کې، دا احساس اکثره هغه پخوانۍ ستونزې څرګندوي چې د کلکو شوو رسوباتو اوجراثیمو دکلکوالی له امله وي.
دغه کلک رسوبات د دروغجن ملاتړ په څېر عمل کوي؛ یعنې غاښونه په خپل ځان کې نیسي، خو په همدې وخت کې بکتریاوې په پټه توګه د غاښونونسج او وریو ته زیان رسوي، کله چې د پاکولو پر مهال دا رسوبات لرې شي، نو اصلي کمزورۍ څرګنده کېږي. دا څرګندېدل په اصل کې د غاښونو رغېدو پر لور یو مثبت ګام دی، ځکه چې د غاښونو غوښه د دښه کېدو فرصت ترلاسه او پړسوب له مينځه ځي
مسلکي سکیلنګ یا پاکونه خوندي ده، د غاښونو مینا (Enamel) ته زیان نه رسوي، او د خولې اوږدمهاله روغتیا ساتلو کې مهم رول لري. د پاکولو وروسته که د غاښونو لږ خوځښت موجود وي، هغه عموماً لنډمهاله وي. منظم معاینات د غاښونو د او وریو د ناروغیو او تخریب څخه مخنیوي کوي او ستاسو دطبیعي غاښونه ښکلا او صحت ساتي.
مسلکي پاکونه یا (Scaling) کیداي شی ستاسو غاښونه له جدي ستونزو وساتې
موږ په مسلکي تو ګه ستاسو روغتیا ته ژمن یو.
ســــــــــبا دغاښوونو دښــــکلا او تــداوي مـرکــــــــــز.
دتماس او وټس اف: 0708183391 / 0766741000 / 0744904808
ادرس: کندهار دولایت مقام مخامخ لودين درملتون دوهم منزل.

دعقل غاښ (Impact tooth) دعقل غاښ ډیروخت دخروج په مرحله کی په ناسمه زاویه یا لوری ته حرکت کوی او یا هم په بشپړ ډول نه راڅ...
04/01/2026

دعقل غاښ (Impact tooth)
دعقل غاښ ډیروخت دخروج په مرحله کی په ناسمه زاویه یا لوری ته حرکت کوی او یا هم په بشپړ ډول نه راڅرګند کيږی که څه هم په لومړی کې درد نه لری خو دهغه دناسمی موقیعت کولای شی چي بند پاتي شي او دخطر سره مخ شي، ددوامداره فشار او بند پاتې غاښ او ورسره په څنګ ګی دویم مولر د کاریس یا هم ریښې ته زیان ورسوي چي داکار بیا دغاښونو او وریو ترمنځ دغذائی موادو دپاتې کیدو له امله دلثي ناروغي لپاره زمینه برابره کړی.

بندپاتې دعقل غاښ او همدارنګه دلثی په نسج کي پړسوب دانتان لامل کیداي شی خو په نادرو حالاتو کي د بندپاتي غاښ له امله کولاي شی دریښي Pericoronitis چي په تدریجي توګه دګاونډي غاښ دریښی Resorption یا له منځه تګ رامنځته کړي او ایستلو ته يي اړتیا پیداشي.

پر وخت تشخیص ډیر مهم دي. منظم دغاښونو معاینات دعقل غاښ پروخت ایستل یا په دقت سره څارنه ممکن کوی چي دا کار نږدې غاښونه ساتي او دخولي اوږدمهال روغتیا خوندي کوي. مخکي او پروخت پاملرنه دپټو زیانونو مخه نیولای شی او دسم ژولو، مناسبې تغذيې او عمومي روغتیا په ساتلو کې مرسته کوي
منظمه معاینه کولاي شي ستاسو غاښونه له جدي ستونزو وساتې
ســــــــــبا دغاښوونو دښــــکلا او تــداوي مـرکــــــــــز.
دتماس او وټس اف: 0708183391 / 0766741000 / 0744904808
ادرس: کندهار دولایت مقام مخامخ لودين درملتون دوهم منزل

د ماشومانو د غاښونو سوري کېدل دبوتل  یاچوشک له امله (Baby Bottle Caries)د ماشومانو د بوتل یا چوشک له امله د غاښونو سوري ...
03/01/2026

د ماشومانو د غاښونو سوري کېدل دبوتل یاچوشک له امله (Baby Bottle Caries)
د ماشومانو د بوتل یا چوشک له امله د غاښونو سوري کېدل د ماشومتوب په لومړیو کلونو کې د غاښونو یوه ډېره عامه ستونزه بلل سوی. دا ستونزه هغه وخت رامنځته کېږي چې ماشوم د شیدو، جوس یا خوږو څښاکونو ډک بوتل یا چوشک سره ویده شي. په دغو مایعاتو کې موجود بوره د شپې له خوا د ماشوم پر غاښونو پاتې کېږي او د باکتریاوو لپاره د تغذیې زمینه برابروي. دغه باکتریاوې د ماشومانو د غاښونو نری اوحساس طبقه یا
اینامل (Enamel) تخریبوي.

ځکه چې د ماشومانو غاښونه ډېر نازک او حساس وي، نو سوري کېدل يی په چټکۍ سره پرمختګ کوي.چې د غاښونو ژر خرابېدل نه یوازې د درد او انتان (عفونت) سبب ګرځي، بلکې د ماشوم د ژاولو وړتیا، د خبرو وده، د ژامې د سمې ودې او د دایمي غاښونو د سمې قطار بندۍ پر بهیر هم ناوړه اغېز کوي. زیاتره وخت مخکیني غاښونه لومړی زیان ویني او کېدای شي رنګ بدل کړي، مات شي یا کمزوري شي.

مخنیوی او وقایه
د دې ستونزې مخنیوی ساده او اغېزمن دی. والدین باید ماشوم ته د خوب پر مهال د خوږو مایعاتو بوتل ورنه کړي، د ماشوم لثې (ورۍ) او غاښونه هره ورځ پاک کړي، او ماشوم ته د امکان ترحده ژر د ګیلاس کارول ور زده کړی، همدارنګه، د یو کلنۍ عمرنه ورورسته د غاښونو منظم معاینه ترسره سی ترڅوستونزې په وخت تشخیص او درملنه وشي، چې دا کار د ماشوم د ښکلي موسکا او د اوږدمهاله خولې او غاښونو د روغتیا ساتنه کوي.

سبا دغاښونو دښکلا اوتداوی مرکز ستاسو دماشومانو سالمي روغتیا ته ژمن دی.

ادرس عیدګاه دروازه لودین درملتون دوهم منزل
شمیرې 0708183391+0766741000

دجمعی مبارکه شپه ده، پر ستر لارښود حضرت محمد ص درود مه هیروی
01/01/2026

دجمعی مبارکه شپه ده، پر ستر لارښود حضرت محمد ص درود مه هیروی

څه ته وائي:(Bruxism) بروکسېزم  کله چي دخوب پرمهال خپل غاښونه په خپل غاښونه په زوره سره ووهو یا ئي وچېچو چي دې حالت ته  ب...
30/12/2025

څه ته وائي:(Bruxism) بروکسېزم
کله چي دخوب پرمهال خپل غاښونه په خپل غاښونه په زوره سره ووهو یا ئي وچېچو چي دې حالت ته بروکسېزم وائي، کیداي داچېچنه د۱۰۰نه تر۱۵۰ کیلوګرامه فشار پر ژامه واچوي چي دافشار دعادي زوولو په پرتله څو چنده زیات دي او دا سخت فشار کیداي شي لاندې ستونزي رامنځته کړي.
• د غاښونو سائېدنه یا سولېدنه.
• د غاښونو ماتېدل.
• د ژامې دمفصلونو درد.
• سر درد.
• په غوږونو کې زنګ وهل.
• د مخ د عضلو ستړیا.
• او ان د بدن د توازن ګډوډکیدل.

🧠 ولې بروکسېزم رامنځته کېږي؟
د دې لاملونه بېلابېل دي او اکثره وخت ځو فکتورونه یو ځای رول لري:
• ذهني فشار او رواني تنش .
• د غاښونو یا ژامې ناسم تماس یا موقعیت.
• د خوب پر مهال تنفسي ستونزې ( خرراټی یا د ساه بندېدل).
• ورځني عادتونه لکه (د قهوې ډېر استعمال، الکول او تنباکو)
• ځینې درمل یا (عصبي عوامل)
• ماشومان هم کېدای شي د فشار یا تنفسي ستونزو له امله د
شپې غاښونه وموښي

🔍 څنګه یې تشخیص کړو؟
د بروکسېزم عامې نښې دا دي:
• د غاښونو سائېدنه (سولېدنه)یا حساس کېدل.
• د دخوب څخه دپاڅېدو پر مهال د ژامې د عضلو ستړیا یا درد.
• د ژامې په مفصل کې ټک ټګ غږ کول.
• د ترمیمونو (فلنګونو) بیا بیا ماتېدل.
• د ژوولو پر مهال ناراحتي.

🛡️ څنګه له زیان څخه مخنیوی وکړو؟
وختي اقدام کولی شي د غاښونو له خرابېدو او د ژامې له دردونوڅخه مخنیوي وکړي:
• د شپې لپاره د خولې ځانګړی محافظ (Nightguard) استعمالو.
• د ارامولو تمرینونو له لارې د سټرس کمول.
• که اړتیا وي، د ژامې یا غاښونو ناسم تنظیم اصلاح کول.
• د چلندیزو تمرینونو زده کړه تر څو د ورځې پر مهال د غاښونو له ټینګولو مخنیوی وشي.
• په ځینو مواردو کې د ژامې د عضلو د ارامولو درملنه

• ســــــــــبا دغاښوونو دښــــکلا او تــداوي مـرکــــــــــز.@
دتماس او وټس اف: 0708183391 / 0766741000 / 0744904808
• ادرس: کندهار دولایت مقام مخامخ لودين درملتون دوهم منزل.

28/12/2025

بیړه وکړی دتخفیف څخه ګټه ترلاسه کړی.
🦷 کډکم کراون یاپوښونو سره د غاښ ښکلا او قوت بېرته
راولئ! 🦷

ایا غاښ مو مات، کمزوری یا یی رنګ تغیر شوی؟
کډکم کراون ستاسو د غاښ لپاره تر ټولو غوره حل دی.
✅ د مات او کمزوري غاښ پیاوړتیا
✅ طبیعي بڼه او ښکلی رنګ
✅ د ژولو بشپړ توان
✅ د روټ کنال وروسته دغاښ خوندي ساتنه

📞 همدا اوس کولاي شی،خپل موسکا بېرته ښکلې کړئ!
سبا دغاښونو دښکلا او تداوی مرکز
وتس اف او تماس : 0766741000 / 0708183391
ادرس: کندهار دولایت مقام مخامخ لودین درملتون دوهم منزل.

نن دجمعی مبارکه شپه ده داسلام په سپیځلي لارښود نبي کریم (ص)درود ووایاست
25/12/2025

نن دجمعی مبارکه شپه ده داسلام په سپیځلي لارښود نبي کریم (ص)درود ووایاست

غاښونه د ژامې د هډوکو او د مخ د بڼې په ساتنه کې مهم رول لري.د غاښونو له لاسه ورکول د ژامې د تحلیل (هډوکي کمېدو)، د مخ د ...
23/12/2025

غاښونه د ژامې د هډوکو او د مخ د بڼې په ساتنه کې مهم رول
لري.
د غاښونو له لاسه ورکول د ژامې د تحلیل (هډوکي کمېدو)، د مخ د کیناستو او د څهرې د زړوالي سبب کیږي .
د غاښونو له لاسه ورکول دوخت په تيريدو سره په ژامو اودمخ په جوړښت کي تغیرات ترسترګو کیږي
او څهره زړه ښکاري.،
له همدي امله دضایع شویو غاښونو (بدیل ) په وخت سره تثبیت کول د دې بدلونونو مخه نیولې شي
سبا دغاښونو دښکلا اوتداوی مرکز
شمیری:0708183391+0766741000
ادرس: کندهار دولایت مقام مخامخ لودین درملتون دوهم منزل

🦷 ستاسو د غاښونو ښکلا او روغتیا زموږ مسوولیت دی! 🦷که یو غاښ له لاسه ورکړئ او پر وخت یې درملنه ونه کړی، مقابل غاښ کولی شي...
21/12/2025

🦷 ستاسو د غاښونو ښکلا او روغتیا زموږ مسوولیت دی! 🦷

که یو غاښ له لاسه ورکړئ او پر وخت یې درملنه ونه کړی، مقابل غاښ کولی شي چي زیاته وده وکړي او د ژولو، درد او د غاښونو د خرابيدو ستونزې رامنځته کړی.

👉 د دې ستونزو د مخنیوي لپاره:
✔️ د له لاسه تللو غاښونو پر وخت بدیل
✔️په منظم ډول د غاښونو معاینه
✔️ مسلکي او باوري درملنه

📍 پته: کندهار دولایت مقام مخامخ لودین درملتون دوهم منزل
📞 0708183391+9766741000

✨ Dr.Rahmatullah mutaqi
ستاسو موسکا، زموږ ویاړ 😊

👶💋 ایا ماشوم په خوله ښکلول بې‌ضرره دي؟ډېری خلک فکر کوي چې د ماشوم ښکلول کومه ستونزه نه لري،خو د لویانو په لاړو کې داسې م...
20/12/2025

👶💋 ایا ماشوم په خوله ښکلول بې‌ضرره دي؟

ډېری خلک فکر کوي چې د ماشوم ښکلول کومه ستونزه نه لري،
خو د لویانو په لاړو کې داسې میکروبونه شتون لري چې د غاښونو د خرابېدو سبب ګرځي 🦷🦠
دا میکروبونه په ډېرې اسانۍ سره د ماشوم خولې ته داخل کیږی

⚠️ که دا تماس په کم عمر کې وشي،
نو د ماشوم د غاښونو د خرابېدو خطر حتی د لومړنیو یا شیری غاښونو له راختلو مخکې زیاتېږي
ماشوم دا میکروبونه له لیري نه، بلکې د نږدې تماس له لارې
اخلي.

💙 مینه کول منع نه دي،
خو غوره ده چې ماشوم په خوله ښکل نشي.

🏥 سبا د غاښونو د ښکلا او تداوي مرکز
ستاسو د ماشوم د سالم موسکا ساتونکی
تماس;0708183391 ـ0766741000
ادرس: کندهار دولایت مقام مخامخ لودین درملتون دوهم منزل

زموږ د خدمتونو د غوره فرصت څخه ګټه واخلئد هېوادوالو د اقتصادي وضعیت ته په کتو، د غاښونو درملنې او پاملرنې خدماتو کې ځانګ...
29/09/2025

زموږ د خدمتونو د غوره فرصت څخه ګټه واخلئ

د هېوادوالو د اقتصادي وضعیت ته په کتو، د غاښونو درملنې او پاملرنې خدماتو کې ځانګړی ۵۰٪ سلنه تخفیف ✨

🦷 زموږ خدمات:

• د غاښونو پاکول او سپینول
• د غاښونو درملنه او ډکول
• د له منځه تللو غاښونو لپاره امپلانت
• د غاښونو سمون او برابرول (ارتودانسي)
• د ماشومانو د غاښونو ځانګړې پاملرنه
• او نور مسلکي خدمات

😃 زموږ موخه دا ده چي هر څوک د روغو غاښونو او ښکلي مسکا له نعمت څخه برخمن سي.

Healthy Smile, Half the Price!

Dr. Rahmatullah Khan "Mutaqi" DT_KDR
Dr. Farzad "Karim" DMD_KBL
📞 0708183391 - 0708333326

#

Address

Kandahar
S$333326

Opening Hours

Monday 09:00 - 20:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 12:00
Saturday 08:30 - 20:00
Sunday 08:30 - 20:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Saba Dental Beauty Center - سبا د غاښو د ښکلا مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram