30/10/2025
عامه پیغام (Public Service Message)
په ګرمو او باراني موسمونو کې د مارانو له خوا د چیچلو پېښې ډېرېږي
په دې موسم کې د مارانو څخه ځان ساتنه او د اړینو معلوماتو لرل ډېر مهم دي.
په دې پیغام کې به موږ د مارانو د چیچلو په اړه عامې پوښتنې، نښې، او د احتیاطي تدابیرو یادونه وکړو.
لطفاً دا معلومات خپلو عزیزانو او ملګرو سره شریکه کړئ تر څو دا ګټور پیغام ډېر خلکو ته ورسېږي.
جزاکم الله خیراً
---
د مار چیچلو سره تړلې یوه لویه ستونزه "ویره" ده
نو تر ټولو مهم کار دا دی چې ناروغ ته ډاډ ورکړئ او ذهن یې ارام وساتئ.
---
مهم حقیقتونه
1. ټول ماران زهري نه دي.
2. زهري ماران هم هر ځل زهر نه اچوي.
3. که زهر وشي هم، نو ضرور نه ده چې ټول بدن ته داخل شي.
دا خبرې حتماً مار چيچلي کس ته ووایئ، تر څو ویریږي نه او ذهن یې آرام شي.
---
په افغانستان کې موندل کېدونکي زهري ماران
کوبرا
کریټ
وایپر
---
د زهري او غیر زهري مار د چیچلو پېژندنه
زهري مار: دوه واضح غاښونه نښان
غیر زهري مار: څو وړوکي نښانونه د نیم دایرې په بڼه
---
د زهري مار د چیچلو نښې
د چیچلو ځای کې دوه نښانونه
پړسوب یا سوروالی
د سترګو خلاصولو کې مشکل
د ساه اخیستلو ستونزه
د بدن پر برخو نیلي داغونه
دا نښې اکثره په ۳۰ دقیقو نه تر ۱ ساعت پورې ښکاره کېږي.
---
درملنه
د افغانستان زیاتره دولتی روغتونونه، کې حصوصن صحت عامه کی د مار د زهر ضد انجکشن (Antivenom) موجود وي.
دا "پولیوېلینټ" وي، یعنې د ډېرو عامو زهري مارانو ضد اثر لري.
---
ابتدایي طبي مرسته (فرسټ ایډ)
1. د زخم څخه لږ پورته نرمه پټه وتړئ (ډېر کلکه نه، یوه ګوته باید ترې تېر شي).
2. د مار چیچل شوی غړی بیحرکته وساتئ، تر څو زهر خپور نه شي.
3. زخم په پاکو اوبو ووینځئ.
4. زخم مه چاکوئ.
5. زخم مه چوڅئ – دا یوه فلمي خبره ده، حقیقت نه لري.
6. زخم ته یخ مه ږدئ.
---
تر ټولو مهمه خبره
ژر تر ژره مریض نږدې روغتون ته ورسوئ، تر څو په وخت سره درمل ورکړل شي.
په کورني درملو یا ټوټکو باندې وخت مه ضایع کوئ – دا د ناروغ ژوند ته خطر جوړولی شي.
---
الله تعالی دې موږ له هر ډول ازمېښت او مصیبت څخه وساتي. آمین.
د خپلو ماشومانو او کورنۍ د روغتیا لپاره زموږ نور معلوماتي پوسټونه هم وګورئ.