08/03/2026
خوستمېشتو ولسونو!
په ډېر ویاړ سره خبر درکوو، چې ډاکټر اشرف عبدالـي (MD, PhD) د امریکا د ویسکانسن پوهنتون د طب او عامې روغتیا پوهنځي د عصبي جراحۍ له څانګې
(University of Wisconsin School of Medicine and Public Health – Department of Neurological Surgery)
څخه د Skull Base او Cerebrovascular جراحۍ څېړنیز فلوشیپ او د Microsurgical Bypass پرمختللی څلور مياشتنی تخصصي پروګرام په بریالیتوب سره بشپړ کړ، چې په یاد علمي او تخصصي پروګرام کې د عصبي جراحۍ پرمختللي مایکروسکوپي تخنیکونه او د Skull Base او Cerebrovascular جراحۍ اړوند نوې طریقې شاملې وې.
په دې موده کې نیوروسرجن ډاکټر اشرف عبدالي د نړۍ له وتلي او نامتو عصبي جراح پروفیسور ډاکټر مصطفی باسکایا (Dr. Mustafa K. Baskaya) تر علمي لارښوونې لاندې فعالیت کړی او د عصبي جراحۍ په عصري میتودونو کې یې مهمې تجربې ترلاسه کړې دي.
درنو ناروغانو او ناروغ لرونکو ته وریادو، چې د عصبي جراحۍ متخصص ډاکټر اشرف عبدالي دغه نړۍوال علمي پروګرام بشپړ کړی او بېرته راستون شوی دی، څو د خپلو هېوادوالو د معياري تداوۍ او دقیق تشخیص له لارې د دوی غوره خدمت وکړي.
هغه ناروغان او ناروغ لرونکي، چې د ملا تیر، Skull Base او د دماغو د رګونو اړوند عصبي ناروغیو ستونزې لري، کولای شي د معاینې او مشورې لپاره عبدالي طبي کمپلېکس ته مراجعه وکړي.
د اړیکې شمېره: 0770298484
پته: ۱۲۰۰ فامیلۍ پاس سرک، د احمد شاه ابدالي پوهنتون ترڅنګ، خوست – افغانستان.
#خوست