M.Salim Zwak

M.Salim Zwak ما ته تر هر څه انسانیت او مسلک مهم دی!!

د کاجو حیرانونکي ګټې!ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکاجو په وچو میوو کې یو داسې میوه ده چې روعتیایی ګټې، یې د پ...
12/10/2025

د کاجو حیرانونکي ګټې!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کاجو په وچو میوو کې یو داسې میوه ده چې روعتیایی ګټې، یې د پام وړ دي، کاجو په ویټامنونو، منرالونو او انټي اکسیډنټ خواصو په درلودو سره روعتیا ته ډیره ګټه لري، کاجو په وزن کمولو او د زړه روعتیا ته ښه ثابت شوی.

د کاجو په خوارک سره کولیسترولو کمیدل، دکوزڼ یا فالج له خطرناکې حملې څخه بچ کیدل راځي، په نړۍ کې خلک کاجو په مختلفو ډولونو سره خوري، ځیني په شیدو کې ګډوي،ځیني ترې حلوا جوړوي او په جنوبي اسیا هیوادنو کې ترې خواږه مټهایی جوړیږي.

کاجو چې په انټي اکسیډنټ خواصو لرونکي کولیسترول کموي چې له امله یی د زړه حملې مخنوی کیږي، یوه څیړنه چې دکاجو په اړه شوي ده وایي، چې کاجو دلوړ فشار په کمولو کې مرسته کوي،له دي علاوه کاجو د منرالونو

ویټامنونو، پوتاشیم او فولک اسید لرونکی ده چې دا ټول زړه سالم ساتي، کاجو په وزن کمولو کې هم مرسته کوي، که څوک غواړي چې وزن یی کم شي نو کاجو دی هره ورځ. دخوارک برخه وګرځوي، چې په کم وخت کې به یی وزن کمیدل شروع شي تاسو ته معلومه ده چې د هډوکي کلکوالی کلسیم پورې اړه لري نو کاجو هم د کلسیم او مګنیشم ښه سرچینه ده.
Salim Zwak

#ژوندون #روغتیا #ژوند #سیب #پښتون #کاجو

هره ورځ دوه هګۍ خوړل د حافظې او تمرکز لپاره ډېر ګټور دي !!په هګیو کې یو مهم مواد شته چې "کولین" نومېږي، او دا ماده د مغز...
27/09/2025

هره ورځ دوه هګۍ خوړل د حافظې او تمرکز لپاره ډېر ګټور دي !!
په هګیو کې یو مهم مواد شته چې "کولین" نومېږي، او دا ماده د مغز د ښه کار، حافظې او ذهني وړتیا لپاره اړینه ده.
نو که غواړئ هوښیار ذهن او قوي حافظه ولرئ، هګۍ مه هېروئ!
Salim Zwak

#روغتیا #ژوند #سیب #ژوندون Zwakله_مېرمنې #روغتیا #ژوند #پښتون #پښتو #خوست #افغانستان #افغان #پښتون #پښتو انسانيت
Salim Zwak Z

🍎 سیب (مڼه) د حمل پر مهال غوره میوه!حامله مېرمنې، پوه شئ چې سیب یوازې خوندور نه دی، بلکې ستاسو او ستاسو ماشوم لپاره ډېر ...
26/09/2025

🍎 سیب (مڼه) د حمل پر مهال غوره میوه!

حامله مېرمنې، پوه شئ چې سیب یوازې خوندور نه دی، بلکې ستاسو او ستاسو ماشوم لپاره ډېر ګټور دی!

✅ د مڼی ګټې په حمل کې:
1.قبض کموي: د فایبر غني، هاضمه ښه کوي او قبض له منځه وړي.
2. وینه جوړوي: اوسپنه لري، د وینې د کمښت مخنیوی کوي.
3.زړه بدوالی کموي: په سهار کې د سیب خوړل د nausea احساس کموي.
4.د ماشوم د تنفسي سیسټم ساتنه: د asthma او نورو تنفسي ستونزو په مخنیوي کې مرسته کوي.
5. معافیت پیاوړی کوي: ویټامین C لري، ستاسو دفاعي سیستم پیاوړی کوي.
6. انرژي ورکوي: طبیعي شکر لري، ژر انرژي درکوي.
7.شکر تنظیموي: د gestational diabetes کنټرولولو کې مرسته کوي (په اعتدال سره).

� یادونه: تر ټولو ښه دا ده چې سیب یل مڼه له پوستکي سره وخوړل شي، خو پاک او صحي وي.

خپل ورځنی خوراک کې سیب یا مڼه شامل کړئ او د حمل دا ګټورې میوې له فوایدو برخمن شئ!
Salim Zwak

#حمل #صحت #سیب



#ژوندون #روغتیا #ژوند #پښتون
#الامارات #پښتو

د انسان وجود ته د آم روغتیایي ګټي:①- د سترګو د لیدلو وړتیا سالمه ساتي.②- پوست ځوان او ښکلی ساتي دارنګه د انسان پرمخ د زو...
14/09/2025

د انسان وجود ته د آم روغتیایي ګټي:

①- د سترګو د لیدلو وړتیا سالمه ساتي.
②- پوست ځوان او ښکلی ساتي دارنګه د انسان پر
مخ د زوړوالي د کرښو پیدا کیدل ځنډوي.
③- په وینه کي د بد کولسټرول اندازه کموي.
④- د انسان جنسي وړتیا پیاوړې کوي.
⑤- کافي اندازه خوراک یې د شکري ناروغۍ خطر کموي.
⑥- د سر ویښتان قوي ساتي.
آم د بېلابیلو ویټامنو او منرالونو غني منبع ده.

Salim Zwak
#ژوند #پښتو #پښتون #روغتیا #ژوندون

 #اوبه نه یوازې د بدن لپاره ګټورې دي، بلکې د ارواپوهنې له نظره د ذهن او روح لپاره هم ځانګړی ارزښت لري. کله چې انسان کافي...
12/09/2025

#اوبه نه یوازې د بدن لپاره ګټورې دي، بلکې د ارواپوهنې له نظره د ذهن او روح لپاره هم ځانګړی ارزښت لري. کله چې انسان کافي اوبه وڅښي، ذهن ته سکون ورکوي، د فشار هورمون کموي او د تمرکز کچه لوړوي. اوبه د دماغ لویه برخه جوړوي، نو د اوبو کمښت حافظه او مزاج زیانمنوي. همدارنګه د باران، سیند یا سمندر غږ د اضطراب په کمولو او ذهني آرامۍ کې مرسته کوي. اوبه بدن ته تازه والی ورکوي، ستړیا له منځه وړي او مثبتې انرژۍ زیاتوي. حتی د اوبو څنډې ته تګ او د هغې منظرې لیدل د خلاقیت او الهام سرچینه ګرځي.
Salim Zwak
#ژوند
#ژوندون #روغتیا #ژوند #پښتون #پښتو #خوست #افغانستان #

سبزي/پالک🥗🍽️شنه سبزي د ویټامن C لپاره غوره سرچینه ګڼل کیږي، سبزي د هډوکو ترمنځ د خالیګا راوستلو څخه ساتي، ګڼ شمېر څیړنې ...
11/09/2025

سبزي/پالک🥗🍽️
شنه سبزي د ویټامن C لپاره غوره سرچینه ګڼل کیږي، سبزي د هډوکو ترمنځ د خالیګا راوستلو څخه ساتي، ګڼ شمېر څیړنې ښيي چې سبزي د هډوکو یو بل سره په نښلولو او پياوړولو کې غوره رول لوبوي.
لایڪ او نشرولوو په هیله🫀
Salim Zwak
#ژوندون #روغتیا #ژوند #پښتون #پښتو #خوست #الامارات #افغانستان #افغان

څنګه ارامه خوب ولرو🤦🏻‍♂️؟ميلاټونين Melatonin هارمون چې د خوب په راتللو کې عمده او مرکزي رول لوبوي، د اتاق په رڼا کې،  د ...
10/09/2025

څنګه ارامه خوب ولرو🤦🏻‍♂️؟
ميلاټونين Melatonin هارمون چې د خوب په راتللو کې عمده او مرکزي رول لوبوي، د اتاق په رڼا کې، د برېښنا په ډېرې رڼايي کې،د موبايل سکرين له تېزې روښنايي سره يې ترشح کېدل مختل او کمېږي، نو که غواړئ چې ښه خوب وکړئ د ويده کېدو د اتاق رڼا مو کمه (زيرو ګروپ) ته راټيټه او يا بنده کړئ. ددې هورمون ترشح د عمر په زياتوالي سره کمېږي، نو ډير سپين ږيري او زاړه خلک (سهاروختي) راپاڅېدلی وي✅🩺
✍️
Salim Zwak
#ژوندون #ژوند #روغتیا #الامارات #پښتون #پښتو #افغانستان #افغان #ژوندی #خوست

په طب کې دغه بیمارې ته  Wart یا Verruca ویل کېږي. دا د Human Papilloma Virus (HPV) له امله رامنځته کېږي.د پیدا کېدو دلیل...
31/08/2025

په طب کې دغه بیمارې ته Wart یا Verruca ویل کېږي. دا د Human Papilloma Virus (HPV) له امله رامنځته کېږي.

د پیدا کېدو دلیل
ویروس (HPV) د پوستکي د وړو کټونو یا زخمونو له لارې ننوځي.
ډېر وخت د ککړو ځایونو سره د تماس (لکه عامه تشناب، حمام، یا د بل چا د تولیې/بوټ کارول) له امله خپرېږي.
د بدن د معافیت کمزوري کېدل هم د دې د پیدا کېدو لامل کېږي.

آیا میخکي خپله له منځه ځي؟
په ډېری کسانو کې میخکي د ۶ میاشتو څخه تر ۲ کلونو پورې خپله ورک شي (کله چې معافیت قوي شي).
خو ځینې وخت کلونه هم پاتې کېږي او درملنې ته اړتیا پیدا کوي.

څومره خطرناکه ده؟
عموماً خطرناکه نه ده، سرطان نه جوړوي.
خو ځینې وخت خپرېږي، ښکلا خرابوي، درد کوي (په پښو یا د نوکونو څنګ ته)

څه وکړو چې پیدا نشي؟
شخصي شیان (تولیه، قینچي، بوټان) مه شریکوه.
په عامه تشنابونو او حمامونو کې بې له څپلکو مه ګرځه.
لاسونه تل پاک وساته، خو ډېر وچ مه کړه.
د بدن معافیت قوي وساته (ښه خواړه، ورزش، خوب).

د درملنې لارې
د درملتون دواګانې: لکه Salicylic Acid محلول/کریموې چې ورو ورو میخکي له منځه وړي.

د ډاکټر لارې؟؟؟
Cryotherapy (د مایع نایتروجن یخ وهلو سره سوځول)
Laser therapy
Electrocautery (سوځول په برېښنا)
کورني لارې: ځینې وخت د مڼې سرکه، د لہسن ټوټه یا Tape occlusion therapy مرسته کوي، خو ساینسي ثبوت یې کم دی.

څه ونه کړو چې خراب نشي؟
میخکي مه ټوټه کوه او مه یې پرې کړه (ویروس خپرېږي).
د نورو سره تولیه یا لاس توکي مه شریکوه.
د معافیت کمزورتیا (ستړیا، بې‌خوبۍ، خراب خوراک) ته پام وکړه.

نو، میخکي خطرناکه نه ده، خو ښکلا او راحت خرابوي. که ډېرې زیاتې شي یا ډېر وخت پاتې شي، د ډاکټر (Skin Specialist) سره مشوره ضروري ده.
Salim Zwak

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when M.Salim Zwak posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram