Dr Qadim Arian

Dr Qadim Arian Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Qadim Arian, Doctor, khost Afghanisten, Khost.

هغه ورونو او خويندو ته چى مسينجر دا لارى څخه يي دا ويښتانو تويدلو باره کى پوښتنه کړى وهد وېښتانو د تویېدو سببونه! د سر و...
15/12/2020

هغه ورونو او خويندو ته چى مسينجر دا لارى څخه يي دا ويښتانو تويدلو باره کى پوښتنه کړى وه
د وېښتانو د تویېدو سببونه!

د سر وېښتان لۀ فولیکولونو/پیاز څخه د پوستکي پۀ منځنۍ طبقه کې جوړېږي. پۀ نارمل ډول په پوستکي کې له ۵ تر ۱۰ سلنې دغه لولیکولونه د استراحت په حالت کې وي، پاتې ۹۰ تر ۹۵ سلنه یې د فعالیت په حالت کې دي.
د هر وېښته ریښه/پیاز په عادي ډول له دوو تر دریو میاشتو پورې د استراحت په حالت کې وي، چې پۀ دې حالت کې وېښتان تویېږي او د استراحت تر دورې وروسته بېرته فعالېږي.
د هر وېښته ژوند له دریو تر پنځو کلونو پورې وي، البته پکې تغیر او تبدیل هم راتللی شي، چې دغه تغیرات یې هم له دوو تر دریو اونیو وخت نیسي او وېښتان د فعالیت له مرحلې د استراحت مرحلې ته ځي.
د استراحت او فعالیت د دغه دوران تر منځ ستاسو یو شمېر وېښتان تویېږي، اما دې تویېدو ته نارمل/عادي تویېدل وایي. په عادي ډول پۀ دې حالت کې د ورځې له ۵۰ تر ۱۰۰ پورې وېښتان تویېږي، خو د وېنځلو پر مهال یې شمېر زیاتېږي.
اوس به تاسو پوه شوي یاست چې د وېښتانو د توئېدو مرحله او ډول څنګه دی، خو شاید د ځینو کسانو تر دې زیات توی شي او همدلته ده چې بیا موضوع تر اندېښنو رسېږي.
نن به دا هم درسره شریکه کړم چې د وېښتانو تویېدل شاید نور عوامل هم ولري چې په لاندې ډول دي او له مخې یې ورته حل لاره ولټوئ:
دا مطلب(د پوستکي درملنه)پاڼه کې چمتو شوی.
ـ ارثي خواص:
ـ د وینې کموالی او په وجود کې د اوسپنې کمی هم ستاسو د وېښتانو د تویېدو باعث ګرځي.
ـ د ځینو درملو خوړل چې حساسیت ورسره پیدا کېږي.
ـ له حده زیات د وېښتانو کشول او یا یې په غلطه ږمنځ شانه کول.
ـ له حده زیات د سر د پوستکی غوړوالی او یا د وېښتانو زیات غوړول.
ـ سټرس او رواني ناروغۍ.
ـ په ځینو خاصو موسمونو کې د وېښتانو زیات تویېدل.
ـ تر ولادت درې میاشتې وروسته د وېښتانو تویېدل.
ـ وېښتانو ته نۀ پاملرنه او په ټوله کې د روغتیایي اصولو نه مراعتول.
ـ د وېښتانو د تویېدو د مخنیوي ځینې درمل هم د دې باعث ګرځي چې په لومړیو کې وېښتان توی کړي.

 ۱:  کوچنۍ کولمې یو پېچلی اوږد ټیوب دي چي په لویانو کېږي تقریبا ۲۲ فُټه اوږدوالی او ۲.۵ سانتي متره قطر لري. کوچنۍ کولمې ...
15/12/2020



۱: کوچنۍ کولمې یو پېچلی اوږد ټیوب دي چي په لویانو کېږي تقریبا ۲۲ فُټه اوږدوالی او ۲.۵ سانتي متره قطر لري.
کوچنۍ کولمې د نس په تش ځای کي تر معدې لاندي موقعیت لري. چي د انزایمونو په مرسته د غذايي موادو غټي ټوټې په کوچنیو مالیکولونو باندي تبدیلوي او د هضم او جذب وړ ګرځي په دغه عملیه کي چي څو ساعته دوام کوي، نه یوازي د خوړو هضم کوونکي انزایمونه د معدې له دیوال څخه ترشح کېږي، بلکي د ځیګر ترشحات او د پانکراس انزایمونه د صفراوي مشترک کانال له لاري اثنا عشر ته تویېږي. ځیګر د صفرا په نامه یو شین رنګه مایع جوړوي چي له اوبو، آیونونو، شحمي تیزابونو او صفراوي مالګي څخه جوړه سوې ده،صفراوي مایع شحمیات حلوي او د لایپيز انزانم په واسطه يې د تجزيې زمینه برابروي.

د کوچنۍ کولمو د دېوال داخلي پوښ بخملي شکله ګونجي لري چي د کولمو د جذب کچه او د هضم سوو خوړو د جذب وړتیا زیاتوي.
د لویو ګونجو پر مخ ګوتو ته ورته کونجي وجود لري چې د ويلي په نامه یادیږي. دغه ګونجي د کولمو د جذب کچه ۶۰۰ واره زیاتوي.
د هضم سوو خوړو مالیکولونه د ویلايي حجراتو په واسطه جذب او وېښته ډوله رګونو یا شعریه عروق ته داخليږي او د ویني له لاري د بدن ټولو حجراتو لېږدول کېږي.

۲: غټې کولمې (Large intestine)
کوچنۍ کولمې د غټو کولمو سره د سیکم په ساحه کي مُښلي، نا هضم سوي غذايي توکي له کوچنیو کولمو څخه غټو کولمو ته ننوزي، لوي کولمې یو متر اوږدوالی لري.
هغه توکي چي لویو کولمو ته ننوزي له اوبو، ناهضم سوو خوړو، لکه غوړو، پروټینونو،الیافو او نباتی سلولوز څخه عبارت دي.
په غټو کولمو کي هضم صورت نه نیسي، خو اوبه او ځیني ویټامینونه جذبوي.
یو زیات شمېر بکټریاوی په نا جذب سوو غذايي موادو کي ژوند کوي. دغه بکټریا د بدن مهم ویټامینونه جوړوي.
غټي کولمې تولید سوي ویټامینونه، د سوډیم او پوتاشیم آیونونه او ۹۰٪ اوبه د داخلي محتویاتو څخه جذب او اضافي توکي د ۱۲ تر ۲۴ ساعتو پوري له بدن څخه باسي.

حافظه (memory)حافظه یوه عملیه ده چې لاسته رغلي معلومات د زده کړې له لارې ذخیره او بیرته وړاندی کولوته چمتو کوي، چې داعمل...
15/12/2020

حافظه (memory)
حافظه یوه عملیه ده چې لاسته رغلي معلومات د زده کړې له لارې ذخیره او بیرته وړاندی کولوته چمتو کوي، چې داعملیه په درې برخو ویشل شوې : ۱- فوری ۲- لنډ مهاله ۳- اوږد مهاله.
۱ – فورې حافظه ، دهغو تجربو د دوهم ځلی وړاندی کول په څو ثانیو کې چې زمونږ لید یې له چاپیریال څخه اخلی او مونږ په دی پوهوی چې چیرته قرار لرو .
۲ – لنډ مهالې حافظه ، یعنی په څو ثانیو یا دقیقو کې داخیستل شوو معلوماتو د بیرته وړاند ی کولو وړتیا.
۳ – اوږدمهالې حافظه ، داخیستل شوو معلوماتو د بیرته وړاندی کولو وړتیا د څو میاشتو یا کلونو لپاره .
دیادولو وړ ده چې په اوږد مهاله حافظه کې معلومات هغه وخت ځای په ځای کیږي کله چې د لنډمهالې حافظې معلومات تکرار او یا هم له یوه اړخه د شخص د پاملرنې وړ وګرځي .

شپږ (۶) خواړه، چې د معدې تیزابیت ختمويد معدې تیزابیت یو له هغه ستونزو څخه ده، چې ګڼ خلک ترې وخت ناوخت زوریږي. د معدې د ت...
19/10/2020

شپږ (۶) خواړه، چې د معدې تیزابیت ختموي

د معدې تیزابیت یو له هغه ستونزو څخه ده، چې ګڼ خلک ترې وخت ناوخت زوریږي. د معدې د تیزابیت لاملونه ډیر دی. بیې وخته خوراک، له حد نه ډير خوړل، او د غذا ډول يې له اساسي علتونو څخه ګڼل کیږي.

خو پوښتنه داده، چې کوم خواړه کولای شي، د معدې تیزابیت کم او یا هم ختم کړي؟!

۱ـ شومړه:

شومړه، چې ځینې خلک يې لسي او تروې هم بولي، د معدې تیزابیت ختمولای شي. یو ګیلاس شومړه له ډوډۍ خوړولو ورسته وڅښئ او د معدې تیزابیت تر ډيره راکم کړئ.

۲ـ زیره:

زیره د هاضمي سیستم پیاوړی کوي او د غذا په هضم کې هم پوره مرسته کوي.

۳ـ د نعناع پاڼې:

د نعناع (ویلني) پاڼې په هضم کې مرسته کوي او د معدې تیزابیت ختموي. له خوراک څه وروسته د نعناع یوه دوه پاڼې وژوئ او د معدې تیزابیت مو تداوي کړئ.

۴ـ ادرک:

ادرک هم د معدې د تیزابیت سره مبارزه کوي. د هاضمي سیستم قوي کوي او د خوړو په هضم کې مرسته کوي.

۵ـ لاچي:

لاچې هم د خولې بوې ښه کوي، هم د معدې تیزابیت له مینځه وړي. لږ لاچي په اوبو کې جوش کړئ او بیا يې وڅښئ.

۶ـ د مڼې جوس:

د مڼې جوس هم د معدې تیزابیت ختمولای شي.

ځینې نور خواړه هم ممکن اووسي، چې د معدې تیزابیت راکم کړي، خو پورته ذکر شوي، تر ټولو غوره ثابت شوي دي.

د هډوکو او بندونو درددعامه پوهاوی په موخه پوست شیر کری مننه. زموږ په هیواد کی ډیری هغه کسان چی عمرونه یی له ۵۰ کلونو لوړ...
19/10/2020

د هډوکو او بندونو درد
دعامه پوهاوی په موخه پوست شیر کری مننه.
زموږ په هیواد کی ډیری هغه کسان چی عمرونه یی له ۵۰ کلونو لوړ وی پدی ناروِغی اخته کیږی دا دردونه ګڼ شمیر لاملونه لری چی تر ټولو مهم لامل یی د هډوکو تخریبی ناروغی یا اوستیو ارترایټیس ده چی د نا رینه وو په پرتله ښځې ډيرې پرې اخته کیږي او عموماٌ هغه بندونه چې زیات وزن تحمل کوي لکه د ورانه او ځنګون بند زیانمنوي، دا ناروغی دوه ډولونه لري!
۱: ا بتدايي ډول چې لامل یې څرګند نه دی.
۲: ثانوي ډول چې د نورو لاملونو له کبله لکه په مفصل باندې ضربه، د بندونو مکروبي یا ګزکي کیدل، وینه لږې یا کمخوني، د شکر ناروغي، د محیطي اعصابو ناروغی، د کارتیکو ستیراید درملو ډیره کارونه، روماتیزم، نقرص، د بندونو بیځایه کیدل، په بندونو باندی په دوامدار ډول د ډیر وزن راتګ، چاقوالی د وینې سرطان او داسی نور ډیر لاملونه لری.
کلینیکی څرګندوني
درد:درد به په ځانګړي ډول د زنګون او ورانه په بند کې د سهار مهال ډیر شدید وي له ګرځیدو سره به نوره هم ډیریږي له استراحت سره به کمیږي لومړی به وقفوي وصف ولري خو وروسته به مزمن شکل غوره کړي.
سهارنۍ شخوالی:
د سهار لخوا دې ناروغانو ته له بستره پاڅیدل ډیر ستونزمن وي او نږدې تر نیم ساعته د بندونو دا شخوالی دوام کوي او وروسته ورو ورو کمیږي.
د وظیفی کموالی :
په دې ناروغي کې مفصل ناتوانه کیږي او حرکات یې کمیږي چې عمده علت یې درد او شخوالی دی.
پړسوب:
په اخته بندونو کې به کلک هډوکی پړسوب ولیدل شی او کله کله پړسیدلی مفصل له اوبو ډک وي.
اضافی اوازونه :
د حرکت پواسطه په مفصل کې اضافی اوازونه اوریدل کیدای شي په ځانګړی ډول د لمانځه د ادا په مهال یا هم د نورو ورځنیو حرکاتو په وخت ناروغ د خپل مفصل د خاص اواز او کرپاری څخه شکایت کوی
عضلی کمزوری او ویلی کیدل:د مفصل شا وخوا عضلات کمیږي او د بند هډوکینه برخه لویه ښکاري.
سوشکل: په ځانګړي ډول د زنګون مفصل ډیری وخت دباندې او یا دننه خوا ته کوږوالی پیدا کوي او یا قاتیږي چې ناروغ بیا نشي کولای هسکه غاړه وګرځي نو ځکه دا ناروغان په ټیټه ملا اویا په عامه اصطلاح په نیم قامت ګرځي.
تشخیص
دغه ناروغی همیشه په کلینیکي ډول تشخیص کیدلی شی یعنی ډيرو پيچلو معایناتو او مداخلو ته اړتیا نلری همدا شان د ډاکټرانو لخوا د دې نارغۍ پیژندنه ډیره ستونزمنه نه ده. کولای شي چې د ایکسرې او کلینیکي نښو نښانو

د طب له نظره د کوم ګروپ وینی لرونکي واده سره کولای شي? مسلکې علمي او اړینه لېکنه دلته ولولیMatching blood group for Marr...
18/10/2020

د طب له نظره د کوم ګروپ وینی لرونکي واده سره کولای شي?
مسلکې علمي او اړینه لېکنه دلته ولولی

Matching blood group for Marriage

د طب له نظره د واده کولو لپاره د وینی ګروپ کتل او په راتلونکی کی د ولادي سو شکل یا بی اولادی څخه د مخنیوی په خاطر نن درته د وینی ګروپونو په هکله چی کوم یو مناسب دي او د چا سره باید واده وشي وړاندی کوم

که نارینه
O+
وی
کولای سی
O, A, B and AB
سره واده وکړی

که نارینه
A وی
کولاسی
A and AB
سره واده وکړی

که نارینه B وی
کولای سی
B and AB
سره واده وکړی

که نارینه
AB
وی
کولای سی
یواځی
AB سره واده وکړی

که نارینه B
وی
د O او A
سره واده نسی کولای

که نارینه A وی
نسی کولای
O and B
سره واده وکړی

که نارینه AB وی
نسی کولای
O, B, A
سره واده وکړی

دا د  د پخؤلو چليو چاى جوش ته يو ليتر اوبه واچوئورپسي 100 ګرامه عناب فقط دوه يا دري ځايه کړي چاى جوش ته واچوئتقريبا يوه ...
18/10/2020

دا د
د پخؤلو چل
يو چاى جوش ته يو ليتر اوبه واچوئ
ورپسي
100 ګرامه عناب فقط دوه يا دري ځايه کړي چاى جوش ته واچوئ
تقريبا يوه مربا خورۍ چمچه د هيل يا لاچي پوډر ور واچؤئ
4 داني لؤنګو پوډر ور واچؤئ
يوه مربا خؤړلو چمچه سپېرکۍ ور واچؤئ
اوس دومره جوش ورکړئ چي تقريبا 400 ملي ليتر اوبه بخار شي وچي شي
اوس لږ برابر اندازه ښه شين چاى ور واچؤئ
فقط يوه چمچه اصلي ګبين ور واچؤئ معمولي نور جوش ورکړئ،
د دوو لؤنګو اندازه جوهر نعنا ور واچؤئ

اوس چاى تيار دى لکه چاى غوندي سوکه سوکه مسلسل 2 ګيلاسه روغ رنځور نر ښځه وخورئ، هلکان يو ګلاس، نا بالغ يو کوچنى ګلاس
يو دا درسره زده کړۍ نړۍ کي اول ښه عناب د افغانستان دي دوهم چين او جاپان، ورپسي ايران ترکيه دي
يوازي يوه ستونزه هغه دا چې زموږ خلک چې ميوه خامه تنکۍ وي ونو باندي سپري نکوي چي چينجن نشي

#ګټي
1-- کرونا رنځور وضيعت خرابيدو ته نه پريږدي او که همداسي د ورځي 4 يا 5 ځله وخوري نو په 3 ورځي کي به يي وينه انټي باډيز جوړ کړي، کرونا ته به شکست ورکړي

2-- د کرونا يا هر بل ويروس يا باکتريا په وجه تنفس تنګي د ساه بندي مشکلات، فوري ارام رنځور ته ورکؤي

3--په هر ډؤل انفلوانزا زکام کي ويروسي زکام کي بهترين درمل دي ډيره ژر ګټه کؤي

4-- دايمي يوبسا (قبض) لرونکى سهار ماښام استفاده کړي قبض مشکل به ئې ورک شي

5- هغه خلک چي د خوب ګوليو پرته خوب نلري يا يي خوب الويزانده وي له خوبه خؤند نشي اخيستى، هغوئ دي يو دوه مياشتي مسلسل وکارؤي خوب به يي برابر شي کټمټ د ماشومتوب خؤږ ظالم خوب به ولري

6- دايمي سر درد چي د ساينوزايټس يا نزلي په وجه وي خورا ډيره ګټه کؤي

7- لؤړ فشار ټيټؤي کوليسترول سؤځي، هر ډؤل شهمي يا غوړين ويروسونه لکه کرونا ګروپ ډير ضعيف کؤي

8-- د شکري ناروغ بايد حتماً سهار او ماښام دوه ګلاسه وخوري د طبعي انسولينو کار ورکؤي او شکر ټيټؤې

9-- د ايمونا (دفاع) څرخ غښتلى کؤي د هر ډؤل ويروس باکتريا په وړاندي مقاومت لس برابره زياتؤي

10- د سرطان سخت مخنيوى کؤي او تور زيړي په کنترول کي چابکه مرسته کؤي

11- تر تور چاى او شيدو چاى سل ځله ښه خؤند لري ښه بوى لري او هيڅ ضرر نلري ګټي ډيري لري

12- د ستماخي (معدي) د ناروغيو په کمؤلو کي مرسته کؤي

13- چاغښت لويه خيټه کمؤلو کي مرسته کؤي مګر انسان فربه کؤي يعني غؤښين او هډين يي غښتلى کؤي

14- رواني خوشحالي لري د غم ځور انديښني يه کمؤلو کي څرګنده اغېزمن دى او مغز ساړه ارام متمرکز ساتي

15- د مغزي او عصبي کار حؤصله زياتؤي لکه مطالعه څېړني تجربات او داسي نوري ذهني بوختياؤي

هر کال افغانستان کي په خرو خرو په اخر مني پخيږي دومره ډير وي تر توتانو ډير وي مګر زموږ دغرب او شرق تقليدي پلاستکي پوهان خلک نه پوهؤي چي دا واخلئ او حتماً يي کور کارؤي، نه تش په نوم د فريب غلا حکومت اړؤند وزارت زراعت هيڅ زرعي پوهاى خلکو ته ورکؤي ځکه وزارتونو کي خپله ټول داسي ماهرين دي چې فقط په ناموس لوټلؤ، ملت لؤټلؤ، رشؤت، غلا کي لس لس دوکتورؤي لري مګر په خدمت کي زموږ ديوه زحمت کښ افغان خره اهليت او وړتيا پکي نشته

توکي د پرېکړنپوهه له ژيؤي درملني (طبعي معالجوي) څخه

نوې ساينسي څيړنه: عسل د ځينو ناروغيو ښه درمل دي! شات ، ګبين يا عسل د روغتيا لپاره خورا ګټور خواړه دي. که څه هم ګبين يا ع...
18/10/2020

نوې ساينسي څيړنه:
عسل د ځينو ناروغيو ښه درمل دي!

شات ، ګبين يا عسل د روغتيا لپاره خورا ګټور خواړه دي.
که څه هم ګبين يا عسل طبيبان بغير له فکر کولو څخه هر ډول درملو ته څه ناڅه ورګډوي ځکه عسل کوم جانبي عوارض نه لري او نه يې هم تر اوسه په خوراک کې کوم جانبي عوارض کشف شوي.

د عسلو طبي ګټي په نوي طب کې هم ثابتي او ښودل شوي دي. د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ﷺ) به عسل او شيدې ډيري خوښولي. دا ځکه په هغو کې په پريمانه انذازه د انسان د روغيتا لپاره ګټي شتون لري.
او ډير ځله محمد(ﷺ) اصحابو کرامو ته د عسلو د خوړولو ويلي دي.

ساينس پوهانو څو څو ځله په عسلو څيړني کړي او هغه يې د انسان د روغيتا لپاره ډير ګټور خواړه بللي دي.

خو اوس تازه د اکسفورډ پوهنتون ساينس پوهانو په يوې نوي څيړنه کې ويلي چې شات د نورو ناروغيو د درملني تر څنګ د نزلي او زوکام لپاره تر ټولو ګټور درمل بلل شوي دي، دغه څيړونکي وايې چې ددغو ناروغيو په مقابل کې بل هيڅ داسي درمل نشته چې تر عسلو غوره وي.

د اکسفورډ د څيړونکو دغه څيړنه چې د (آيويډنس بيسډ ميډيسن) په نامه په آن لاين ويب سايټ کې خپره شوي او پکې ويل شوي چې شرقي نړۍ په تيره بيا په مسلمانو هيوادنو کې د عسلو ډير کارول ددې لامل شوي چې ډيرو ناروغيو څخه وژغورل شي.
دغو څيړونکو دا هم په ډاګه کړي د کرونا يا کويډ ۱۹ نه ثاتير
په ملسمانو کې د عسلو ډير کارول دي.

په دغه څيړنه کې وړاندي ويل شوي دي چې عسل د زوکام ، نزلي او ځينو نورو تنفسي ناروغي کې تر هر ډول انتي بايتيک درملو غوره دي. ځکه دوی وايې چې زر ګونه کلونه کيږي چې انسانان له عسلو څخه ګټه اخلي خو تر اوسه يې کوم ډول جانبي عوارض نه دي رامنځته کړي.

د اکسفورډ پوهنتون څيړونکو.تر دې مخکې هم ۱۴ ځله په عسلو باندي څيړنې کړي وي. خو اوسنۍ څيړنه یې چې عسل زوکام او نزلي ته ګټه رسوي کنه په ۱۷۶۱ خلکو تر سره کړي ده.
چې ددې څيړني له تر سره کيدا وروسته څيړونکي دې پايلي ته ورسيدل چې عسل د نورو تنفسي ناروغيو تر څنګ د زوکام او نزلي لپاره هم تر ټولو غوره درمل دي.

بايد وويل شې ۱۴ پيړۍ وړاندي د اسلام مبارک دين د عسلو ګټي بيان کړي او هغه يې د انسانانو.د روغتيا لپاره ګټور خواړه بللي وو.

خو اوس دا دی اوسني علم او ساينس هغه پايلي ته رسيږي چې ۱۴ پيړي مخکي حضرت محمد (ﷺ) بيان کړي وي...
نور

څو هغه میوې او سبزۍ چې د مني فصل کې یې د ښې روغتیا لپاره کارولی شئمنی د هر موسم په شان د نورو ځانګړنو ترڅنګ خپلې خاصې مې...
18/10/2020

څو هغه میوې او سبزۍ چې د مني فصل کې یې د ښې روغتیا لپاره کارولی شئ

منی د هر موسم په شان د نورو ځانګړنو ترڅنګ خپلې خاصې مېوې هم لري.

په دې موسم کې د ډېرو تولیدیدونکو او هم ګټورو مېوو په اړه په دې مطلب کې معلومات درکوو.

د دې مېوو خوړل ځکه ضرور دي،
چې له موسم سره برابره انرژي او نورې اړتیاوې مو پوره کوي.

مڼې

مڼې په ډېرو موسمونو کې پیدا کیږي، خو د مني مڼې بیا مختلف ډولونه او ځانګړی خوند لري.

دغه مېوه د فیبرونو او انتي اکسیدنونو له فوق العاده سرچینو څخه برخمنه ده.

په مڼو کې د کوئرستین په نوم یو ډول مواد شته، چې د حافظې په پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري.

دغه مواد د عقلي زوال د مخنیوي ترڅنګ د یو شمېر نورو ناروغیو پرضد هم ګټور تمامیږي.

مڼې د هغه خوراکي رژیم یوه برخه هم ګڼل کیږي، چې د زړه د ناروغیو او سرطان په مخنیوي کې مهم رول لري.

مڼه هر وخت؛ په ځانګړي ډول په مني کې د غذایي رژیم یوه حاشیوي برخه مه ګڼئ.

تاسې کولای شئ، دغه مېوه له څو نورو سره په ګډه میده او د سهارنۍ په توګه استفاده ترې وکړئ.

سره چغندر

سره چغندر، چې پخې شوې بڼې ته یې لبلبو وېل کیږي، په مني کې له ډېرو پیدا کیدونکو مېوو څخه ده.

دغه مېوه د وینې جریان په پیاوړتیا او د بدن غړو ته د اکسیجن په ښه رسولوکې ونډه لري.

سره چغندر په خاصه توګه ورزشکارانو ته زیاته ګټه رسوي.

د څېړنو له مخې د سرو چغندرو د یوه ګیلاس اوبو څښل تر دوه اونیو د وینې فشار کنټرولوي.

د چغندر پاڼې هم د خوړلو دي. تاسې کولای شئ له سرو چغندرو څخه په سلادو کې هم ګټه واخلئ.

د چغندرو پخلي ته که وخت نه لرئ، خام یې هم خوړی شئ.

ټولو نه ښه طریقه دا ده، چې دغه مېوه خاش – خاش او بیا پخه کړئ. د دې ترڅنګ لږ تف هم ورکولای شئ څو د چپسو په حیث ګټه ترې واخلئ.

کرم

په مني کې کرم هم زیات تولیدیږي او موندل کیږي. کرم له هغو سبزیجاتو څخه دی، چې د پخولو ترڅنګ د سلاد په توګه هم کارول کیږي.

کرم د سرطان ضد خواص هم لري، په دغه سبزي یا سلاد کې پریمانه فایبر موجود دی.

په کرم کې ویټامین سي هم شته. دا د سلاد تر څنګ خوټولی هم شئ.

کدو

کدو له هغو سبزیجاتو څخه دی، چې پریمانه بتا کاروتن، پرو او ویټامین لري.

کدو په سړه هوا کې ډېره ګټه کوي.که یې د زیتون له تېلو سره پاخه کړئ، لا ډېره ګټه لري.

اینځر

که اینځر نه ځورئ سهوه کوئ. دا مېوه له پوتاشیم، کلسیم، اوسپنې او فایبرونو څخه جوړه شوې ده.

له دغې مېوې څخه په سلاد کې هم ګټه اخیستی شئ.

سره املوک

سره املوک پرېمانه ویټامین ای لري. په مني کې پرېمانه پیدا کیږي او خوړل یې ضرور دي.

هغه ښځې چې د امیدواره کیدو په تمه دي، د دې مېوې خوړل دې نه هېروي.

سره املوک د منګیزیم یوه ښه سرچینه هم ده، چې په دې ډول استرس او اظطراب کموي.

انار

انار له جذابو او زړه راښکونکو مېوو څخه ده. دا مېوه تر بل هر وخت په مني کې ډېر پیدا کیږي.

انار د پوتاشیم یوه ښه سرچینه ده. دا مېوه نور ګټور مواد هم لري.

انار د زیاتوالي له کبله په مني کې ارزانه هم وي. د دانو د خوراک ترڅنګ یې له جوسه هم ګټه اخیستی شئ.

آيا مستې اِلتهاب له منځه وړلای شي؟د وسکونسن ماديسون پوهنتون کارپوهان په دې نظر دي چې د مستو خوړل د التهاب په درملنه کې م...
18/10/2020

آيا مستې اِلتهاب له منځه وړلای شي؟

د وسکونسن ماديسون پوهنتون کارپوهان په دې نظر دي
چې د مستو خوړل د التهاب په درملنه کې مرسته کولای شي. د دوی څيړنو ښوولې
چې د ورځې يوه پياله مستې خوړل په بدن کې التهاب ډير راټيټوي.
دوی وايي چې مستې د کولمو د ديوالونو قوت زياتوي او دا د دې سبب کيږي چې د باکترياو زهرجن مواد چې التهاب رامنځته کوي، د بدن نورو برخو کې ونه رسيږي. التهاب په ډيرو ناروغيو د مثال په توگه د بندونو درد، د پوست ناروغيو، شکرې او خوار مغزۍ کې ډير نقش لري.

مستې نه يوازې التهاب کموي، بلکې د هاضمې له سستم سره هم مرسته کوي او هډوکي او غاښونه قوي کوي.

د غاښونو پاکوالی یوازې د غاښونو په بورس نه شي کیدای؛ ځینې وخت اړتیا وي چې د غاښونو د سم صاف و سپینولو  لپاره ډاکټر ته ور...
18/10/2020

د غاښونو پاکوالی یوازې د غاښونو په بورس نه شي کیدای؛
ځینې وخت اړتیا وي چې د غاښونو د سم صاف و سپینولو لپاره ډاکټر ته ورشئ.

د غاښونو د ژېړوالي لپاره څو نوې او کامیابه طبيعي نسخه شته چې د ژېړو غاښونو لرونکي کولې شي د ژېړ غاښونو له اندېښنې خلاص شي.
د ژیړو غاښونو سپینولو ارزانه او اسانه لارې چارې:
۱: لېمو
۲: د وړو سوډا
لومړۍ طریقه:
داسې ده چې یو لېمو به په منځ کې پرې کړی او د وړو سوډا به یوه کاچوغه په یوه کاسه کې واچوو او د لېمو یو څو څاڅکې به په سوډا واچوو
د یوې دقیقې لپاره به یې پرېږدو سوډا به لږه کلکه شي، وروسته د سوډا له کلکېدو نه به سوډا راواخلو په غاښو به یې کېدو د لس دقیقو لپاره به سوډا په غاښو کې پریدو بیا به خوله وینځو.
دویمه طریقه: یې داسې ده چې کله مو سوډا کې لېمو واچول نو سوډا به د غاښونو په بورس د کریم په څېر واچوو غاښونه به پرې بورس کړو.
درېیمه طریقه:
د لیمو اوبه، او مالګه اسیدي خاصیت کړي
دغه خواړه سپینوونکي خاصیت لري.

یوه دانه کوچنی لیمو د اوبو په یو ګیلاس کی واچوی او یوه کاشوغه مالګه ورزیاته کړئ او ښه یی حل کړئ جوړ شوی محلول د لنډی مودی لپاره خوله کی ښه وخوځوی او دغه کار ته د اوبو د ګیلاس تر خلاصیدو ادامه ورکړی

د شيدو څښلو روغتيايي ګټېد جوسونو او انرجيانو (مشروباتو) پر ځای له شيدو استفاده وکړئ، خپله یې وڅښئ او ماشومانو ته یې هم و...
18/10/2020

د شيدو څښلو روغتيايي ګټې

د جوسونو او انرجيانو (مشروباتو) پر ځای له شيدو استفاده وکړئ، خپله یې وڅښئ او ماشومانو ته یې هم ورکړئ، سهار مو د شيدو په څښلو پيل کړئ.

شيدې پوره خواړه دي او په خپل ترکيب کې منرالونه، پروټينونه، ويټامینونه، شحم او انټي اکسيډانټ په کې په زیاته اندازه موجود دي، نو ځکه ورته پوره خواړه وایي، یعنې د بدن د ټول ضرورت وړ موادو پوره کېدو لپاره يا مکمل پروټین دي کوم چې ۹ اساسي امينو اسيدونه لري.

همدارنګه د تغذيې لپاره مهم او ارزښمند خواړه دي چې په کې لاندې مهم موادو وظيفوي ارزښت شته دى:

١-: کلشيم Calcium: زمونږ د بدن د روغتیا د هډوکو او د غاښونو د پياوړتيا لپاره مهم ارزښت لري، زمونږ په بدن کې کلشيم ۹۹% په هډوکو او غاښونو کې ذخیره کیږي او د osteoporosis په نوم ناروغۍ څخه مخنيوى کوي، کوم چې ويټامین D او کلشيمو کموالي څخه رامنځته کیږي.

٢-: پروټين Protein: د بدن د انرجي د پوره کېدو تر ټولو غوره منبع ده او د بدن د عضلاتو د پياوړتیا لپاره مهم دي. همدارنګه پروټین د بدن د حیاتي وظایفو لپاره مهم دي، د بدن د ودې او انکشاف او حجراتو د حفاظت، د بدن دفاعي سیستم تقويې لپاره مهم او ارزښت وړ مواد دي.

٣-: پوتاشيم Potassium: د ویني د فشار په تنظیم کې مهم رول لري.

٤-: پاسفوريس Phosphorus: د هډوکو غښتلتيا او ودې لپاره ګټور دي.

٥-: ويټامين D: د هډوکو د قوي کېدو او حفاظت لپاره مهم دي.

٦-: ويټامين Vitamin B12: د وینې د حجرو او د حسيت د فعاله ساتلو په برخه کې مهم رول لري.

٧-: ويټامين اې Vitamin A: د پوستکي او د سترګو د محفوظوالي او دید لپاره تر ټولو مهم دي.

٨-: ويټامين Riboflavin (B2): غذایي مواد پر انرجي بدلول

٩-: ويټامين Niacin: د شحمونو او قندونو هضم لپاره یا ميټابوليزم لپاره تر ټولو مهم دي.

د پورتنيو ذکر شوو موادو اندازه د فيصدۍ له نظره:

Calories: 146

Protein: 8 grams

Fat: 8 grams

Calcium: 28%

Vitamin D: 24% Riboflavin (B2): 26%

Vitamin B12: 18%

١٠-: شېدې د عضلاتو کمزوري کېدو مخنيوى کوي، کوم چې عمر زیاتېدو سره رامنځته کیږي.

١١-: شيدې د وزن زياتوالي مخه نیسي

Address

Khost Afghanisten
Khost
0093

Telephone

+93778211601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Qadim Arian posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category