ایوبي الشفاء روغتون

ایوبي الشفاء روغتون A healthy life starts here.

ایوبي الشفاء روغتون د کیفیت او خدمت بې ساري نمونه! د مرکز کابل څخه د روغتیا د ارزونې محترم ټیم زموږ له روغتون څخه رسمي ا...
01/12/2025

ایوبي الشفاء روغتون د کیفیت او خدمت بې ساري نمونه!

د مرکز کابل څخه د روغتیا د ارزونې محترم ټیم زموږ له روغتون څخه رسمي او تفصیلي لیدنه وکړه.
د دوی د دقیقې، مسلکي او بې پرې ارزونې له مخې، ایوبي الشفاء روغتون یو ځل بیا په هغو درملیزو مرکزونو کې وشمیرل شو، چې په حقيقي ډول معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د ارزونې ټیم د روغتون ټولو برخو؛ کلینیکي خدماتو، مدیریت، پاکوالي، د کارکوونکو مسلکي چلند، او د ټیم همغږۍ په اړه خورا مثبت نظر څرګند کړ او د روغتون د ټولو برخو ستاينه يې وکړه.

موږ وياړو؛ ځکه دا د هغو نه ستړې کېدونکو هڅو پايله او نتیجه ده چې زموږ ټیم يې هره ورځ د خلکو د هوساینې لپاره ترسره کوي.

موږ د مرکز کابل د ارزونې له محترم ټيم ژوره مننه کوو، چې زموږ د خدماتو هره برخه یې په دقت وارزوله او زمونږ د روغتيايي ټیم کار، شفاف مدیریت او د خدمت کیفیت یې په غوره او مثبت ډول وستایه. دوی زموږ هڅې تایید کړې او موږ ته یې د لا ښه خدمت او پرمختګ الهام راکړ.

ایوبي الشفاء روغتون ژمن دی چې د خلکو باور خوندي وساتي، د درملنې معیارونه لوړ کړي او تل د کیفیت، پاکوالي او مسلکي خدمت په برخه کې مخکښ پاتې شي.

ایوبي الشفاء چېرته چې خدمت، صداقت او کیفیت سره یوځای کېږي.

پته: خوست ښار، بلند منزلو لېن شهید مطیع الله لېسې ته مخامخ، یا نوي عزیزي بانک شاته کوڅه
Contact: 0776104040 / 0706104040
Email: ayubialshifa.hospital1400@gmail.com

د ايوبي الشفاء روغتون اداره، ټولو ډاکټر صيبانو ته د افغانستان طبي شورا ازموينه (Exit Exam) کې د بريالي کيدو په مناسبت مب...
20/11/2025

د ايوبي الشفاء روغتون اداره، ټولو ډاکټر صيبانو ته د افغانستان طبي شورا ازموينه (Exit Exam) کې د بريالي کيدو په مناسبت مبارکۍ وايي!

د نوې هيلې پيل – په ایوبي الشفاء روغتون کې! د روغتيايي خدمتونو د لا پياوړتيا په موخه، د ایوبي الشفاء روغتون د دريو نويو ...
27/10/2025

د نوې هيلې پيل – په ایوبي الشفاء روغتون کې!

د روغتيايي خدمتونو د لا پياوړتيا په موخه، د ایوبي الشفاء روغتون د دريو نويو څانګو د جوړېدو او د نورو برخو د بيا سمبالښت چارې نږدې بشپړې شوې دي. دا بدلون د روغتيايي خدمتونو د پياوړتيا او د مراجعینو د لا ښه خدمت په لور يو مهم ګام دی.

ایوبي الشفاء روغتون تل هڅه کوي چې خپلو مراجعينو ته نه يوازې غوره درملنه؛ بلکې د باور، پاملرنې او ارامۍ فضا هم رامنځته کړي. د نويو څانګو له فعالېدو سره به اوس د درملنې بهير لا منظم، چټک او اغېزمن شي او زموږ خلک به د تخصصي خدمتونو له زياتو اسانتياوو برخمن شي.

دا لاسته راوړنې د ایوبي الشفاء روغتون د ژمنتيا، اخلاص او پرمختګ څرګند دليل دی.

‎پته: خوست ښار، بلند منزلو لېن شهید مطیع الله لېسې ته مخامخ، یا نوي عزیزي بانک شاته کوڅه
Contact: 0776104040 / 0706104040
Email: ayubialshifa.hospital1400@gmail.com

الحمدلله د ايوبي الشفاء روغتون په همدې ودانۍ کې د پراختیا چارې په شدت روانې دي. ډېر ژر به؛ دا مرکز د خلکو د هوساينې او ر...
05/10/2025

الحمدلله د ايوبي الشفاء روغتون په همدې ودانۍ کې د پراختیا چارې په شدت روانې دي. ډېر ژر به؛ دا مرکز د خلکو د هوساينې او روغتيا لپاره د معیاري او عصري روغتیایي مرکز په توګه په نورو دريو څانګو:
اورتوپېدي (د هډوکو او بندونو تخصصي درملنه او جراحي)
يورولوژي (د پښتورګو، مثانې او ادراري سیستم تخصصي درملنه او جراحي)
او ستوماتولوژي (د غاښونو، خولې او ژامو تخصصي څانګو)
کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

زموږ هدف یوازې درملنه نه؛ بلکې د روغ ژوند د رامنځته کولو لپاره د هر اړخیزو اسانتیاوو برابرول دي.

پته: خوست ښار، بلند منزلو لېن شهید مطیع الله لېسې ته مخامخ، یا نوي عزیزي بانک شاته کوڅه
Contact: 0776104040 / 0706104040
Email: ayubialshifa.hospital1400@gmail.com

د ايوبي الشفاء روغتون ستره لاسته راوړنه؛ ډېر ژر به ۳۰ بستریز روغتون ته ارتقا وکړي! د خلکو د لا ښه خدمت او د عصري طب د اړ...
25/09/2025

د ايوبي الشفاء روغتون ستره لاسته راوړنه؛ ډېر ژر به ۳۰ بستریز روغتون ته ارتقا وکړي!

د خلکو د لا ښه خدمت او د عصري طب د اړتیاوو پوره کولو په موخه به، ايوبي الشفاء روغتون ډېر ژر د ۳۰ بستريز لرونکي معیاري روغتون په توګه خپلو ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کړي.

دغه ارتقا یوازې د بسترونو زیاتوالی نه دی؛ بلکې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ لاندې مهمې څانګې هم ورزیاتېږي:
اورتوپېدي (د هډوکو او بندونو تخصصي درملنه او جراحي)
يورولوژي (د پښتورګو، مثانې او ادراري سیستم تخصصي درملنه او جراحي)
او ستوماتولوژي (د غاښونو، خولې او ژامو تخصصي څانګه)
دا پرمختګ د دې معنا لري چې، زموږ خلک به له دې وروسته په خپل کور دننه، د لوړ معیار لرونکي روغتیایي خدمتونو برخمن شي، پرته له دې چې نورو ښارونو ته سفر وکړي.

دا لوی وياړ دې، موږ او ټولو خوست مېشتو ته مبارک وي.

‎ #ایوبي‌الشفاء‌روغتون
‎پته: خوست ښار، بلند منزلو لېن شهید مطیع الله لېسې ته مخامخ، یا نوي عزیزي بانک شاته کوڅه
Contact: 0776104040 / 0706104040
Email: ayubialshifa.hospital1400@gmail.com

د نېک انسانانو کارونه د تاريخ په زرينو پاڼو کې ثبتېږي! د ايوبي الشفاء روغتون مؤسس، ملي پانګوال الحاج اسمعيل شاه ايوبي يو...
18/09/2025

د نېک انسانانو کارونه د تاريخ په زرينو پاڼو کې ثبتېږي!

د ايوبي الشفاء روغتون مؤسس، ملي پانګوال الحاج اسمعيل شاه ايوبي يو ځل بيا وښودله چې د خدمت او انسانيت درشل د ده لپاره تر هر څه لوړ ارزښت لري. هغه په داسې حال کې چې زموږ د کونړ زلزله ځپلي هېوادوال له سختو کړاوونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي
په ډېر شفقت، يو ميليون افغانۍ نغدي مرسته وکړه.

دا ګام نه يوازې د مادي مرستې ارزښت لري، بلکې د معنوي ملاتړ او ورورولۍ ښکاره نښه هم ده.
په داسې حالاتو کې چې خلک د درد او غم په لمبو کې سوځي، د ايوبي صيب دا نېک اقدام د اميد څراغ روښانوي او خلکو ته د يووالي، مينې او خواخوږۍ درس ورکوي.

الحاج اسمعيل شاه ايوبي تل هڅه کړې چې د خپل ولس د روغتيا، سوکالۍ او ښه ژوند لپاره کار وکړي؛ د ايوبي الشفاء روغتون جوړول او پرله پسې د انسانيت په لاره کې خدمت کول، ښيي چې هغه نه يوازې يو بريالی پانګوال دی، بلکې د ولس يو ريښتینی خدمتګار هم دی.

موږ د داسې کسانو په شتون وياړو چې خپل مال او هستي د خدای د رضا او د خلکو د ښادۍ لپاره مصرفوي. د ده دا عمل د خير، سخاوت، او ايمان ژوندۍ بېلګه ده، او زموږ ټولنه ورته ډېر اړتيا لري.

د ايوبي الشفاء روغتون مشرتابه او ټول کارکوونکي د نوموړي د دې نېک اقدام ستاينه کوي او دا کار د ټولو شتمنو او ملي پانګوالو لپاره د يوې ښې بېلګې په توګه ګڼي.

الحاج اسمعيل شاه ايوبي ته په ژوند کې د لا زياتو برياوو او توفيقونو دعا کوو. الله دې، د ده نېک کارونه قبول کړي او د ولس په ګټه يې نور هم بريالی او پرتمين کړې!.

13/09/2025

ايوبي الشفاء روغتون د خپلو زړورو طبي او اداري همکارانو په مټ د روغتيا په ډګر کې د ولس د هيلې څراغ روښان ساتلی دی. زموږ هر ډاکټر، نرس، تخنيکي او اداري غړی د مينې، صداقت او خدمت ژوندی انځور دی!

د دوی د هڅو او زيار په برکت نن ايوبي الشفاء روغتون د خلکو د باور، مينې او درناوي ځای ګرځېدلی دی.

نن مو درته د ايوبي الشفاء روغتون د طبي او اداري کارکوونکو په وياړ يوه لنډه ويډيو تياره کړې ده، چې پکې د دوی تصويرونه، نومونه او هم اړونده دندې او مسؤليتونه ذکر شوي دي.

آدرس: خوست ښار، بلند منزلو لېن شهید مطیع الله لېسې ته مخامخ، یا نوي عزیزي بانک شاته کوڅه
د اړيکو شمېرې: 0776104040 / 0706104040

ايوبي الشفاء روغتون!                 د خدمت، اخلاص او مسلکي درملنې ډاډمنه پناه ده، چیرې چې هر څوک د خپلې کورنۍ غوندې ارز...
11/09/2025

ايوبي الشفاء روغتون!
د خدمت، اخلاص او مسلکي درملنې ډاډمنه پناه ده، چیرې چې هر څوک د خپلې کورنۍ غوندې ارزښت لري.
ايوبي الشفاء روغتون 24 ساعته ستاسو په خدمت کې!

ډاکټر نورالحق هڅاند
د عمومي داخله ناروغیو معالج

ستاسو روغتيا زموږ وياړ!               ايوبي الشفاء روغتون د دردونو د لرې کولو، د زړونو د تسکین او د انسان د ژوند د ساتلو...
08/09/2025

ستاسو روغتيا زموږ وياړ!

ايوبي الشفاء روغتون د دردونو د لرې کولو، د زړونو د تسکین او د انسان د ژوند د ساتلو په نوم خدمت کوي.

زموږ د جراحي ټيم، بريالی هڅه! يوه 18 کلنه ښځينه ناروغه چې د څو ورځو راهيسې د ګېډې له شديدو دردونو کړېده، ايوبي الشفاء رو...
01/09/2025

زموږ د جراحي ټيم، بريالی هڅه!

يوه 18 کلنه ښځينه ناروغه چې د څو ورځو راهيسې د ګېډې له شديدو دردونو کړېده، ايوبي الشفاء روغتون ته يې د حاد بطن «Acute abdomen» په لوحه مراجعه کړې وه چې، له لومړنیو طبي مرستو وروسته ورته د ناروغۍ د تشخيص په خاطر فزيکي او لابراتواري معاينات ترسره شول، چې تشخيص يې د کولمو بندښت «Bowel obstruction» کيښودل شو.
وروسته ناروغ عمليات خانې «OT» ته انتقال او کله چې يې بطن خلاص شو نو معلومه شوه چې د ناروغ کولمې په مکمل ډول بندې «Small intestine multiple ascaridiasis» دي، نو په پايله کې ناروغ ته Enterotomy اجرا شوه.
او ترڅنګ يې د Segmoid colon with long meso په تشخيص سره ناروغ ته Mesoplication هم اجرا شو.
بلاخره ناروغ په روغتون کې د څو ورځو بستر وروسته په ښه او روغ وضعيت کې کور ته رخصت شو.

ډاکټر عبدالله ځدراڼ
د عمومي جراحۍ متخصص

ايوبي الشفاء روغتون!               چيرې چې علمي مهارت، نوې ټکنالوژي او د ناروغ غوره خدمت سره يوځای کېږي، څو تاسو ته د ښه...
27/08/2025

ايوبي الشفاء روغتون!
چيرې چې علمي مهارت، نوې ټکنالوژي او د ناروغ غوره خدمت سره يوځای کېږي، څو تاسو ته د ښه صحت او هوسا ژوند ډاډ درکړي.

ايوبي الشفاء روغتون د خپلو مسلکي او باتجربه ډاکټرانو پر مټ 24 ساعته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي!

انجنير نقيب شاه ايوبي
د ايوبي الشفاء روغتون رئیس

#ایوبي‌الشفاء‌روغتون
‎پته: خوست ښار، بلند منزلو لېن شهید مطیع الله لېسې ته مخامخ، یا نوي عزیزي بانک شاته کوڅه
Contact: 0776104040 / 0706104040
Email: ayubialshifa.hospital1400@gmail.com

ستاسو روغتيا، زموږ لومړيتوب!زموږ لپاره ستاسو روغتيا نه یوازې یوه دنده ده، بلکې یو مقدس مسؤلیت دی.ايوبي الشفاء روغتون ستا...
21/08/2025

ستاسو روغتيا، زموږ لومړيتوب!

زموږ لپاره ستاسو روغتيا نه یوازې یوه دنده ده، بلکې یو مقدس مسؤلیت دی.
ايوبي الشفاء روغتون ستاسو لپاره د هيلې او شفا دروازه پرانيزي.

ډاکټر محمد اکبر ځاځی
د عمومي داخله ناروغیو متخصص

#ایوبي‌الشفاء‌روغتون
‎پته: خوست ښار، بلند منزلو لېن شهید مطیع الله لېسې ته مخامخ، یا نوي عزیزي بانک شاته کوڅه
Contact: 0776104040 / 0706104040
Email: ayubialshifa.hospital1400@gmail.com

Address

Khost

Telephone

+93776104040

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ایوبي الشفاء روغتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category