Peer Dental Clinic and Lab

Peer Dental Clinic and Lab خوست ښاردوا خانو لاين تیمورشاه مارکیټ دوکان ۴۹

16/12/2021

د درد ضد درمل NSAID
د درد ضد درمل یا انالجزیک دجملی څخه یومهم اوزیات کاریدونکی ګروپ درمل چی( Non steroidal anti inflamatory) غیرسترویدی دالتهاب ضد درمل . ورته ویل کیږی د دردضد اوتبي اوالتهاب كميدونكي تاثير لري دغه درمل که څه هم زیات کاریږی اوحتا خلګ یی په خپل سردډاکټر دمشوری پرته اخلی خویوشمیرخطرناکه ناروغیو دپیداکیدو سبب ګرځی
دغه ګروپ درمل په محیط کی د prostaglandine دجوړیدلو مخنیوی کوی اوپه دی مکانیزم سره د درد ضد اودالتهاب اوتبی کمیدونکی تاثیرلری. پروستاګلاندین هغه کیمیاوی مواد دی چی د درد اوالتهاب پروسه پرمخ وړی.
خوددی سره سره پروستاګلاندین یوشمیر نور مهم کارونه کوی چی په بندیدو سره یی یوشمیر ناروغی منځ ته راتلای شی
1 په معده کی پروستاګلاندین محافظوی پوښ جوړوی اوپه دی سره معده وتیزابوته ده ښکاره کیدوڅخه ساتی
2 دوینی درګونو دپراخیدلوسبب ګرځی چی په دی سره دوینی فشار په کانترول کی مرسته کوی
نوپه دی اساس د درد ضد درمل NSAID که څه هم د درد اوالتهاب ضدتاثیرلری خو دډیر وخت لپاره مصرفول یی دمعدی دزخم او دوینی لوړفشار دپیداکیدوسبب ګرځی
نو بایدکوشش وسی چی دغه درمل دزیات وخت لپاره ونه کارول سی خوکه چیری ضرورت وی لکه په روماتیزم کی نوباید دمعدی دتیزابو کمونکی دواوی لکه omeprazole و ورسره یوځای وکارول شي ترڅو دمعدی دزخم مخنیوی وسی
هغه مریضان چی دوینی لوړفشار ولری باید چی ددی درملو پرځای دنورو درملوڅخه د درد دکموالی لپاره کارواخلی لکه پرستامول ځکه دا درمل یی نورهم (د۵ څخه تر ۱۰ میلیمتر سیماب) دوینی فشارجګوی
همداراز هغه خلک چی دپښتورګو ناروغی لری باید یی په احتیاط سره کارکړی ځکه NSAID پښتورګوته دوینی جریان کموی اودناروغی دزیاتیدلوسبب کرځی
عمومى معلومات

بروفین او د NSAID کورنۍ ټول درمل که په نهره وخوړل شي اویا داوږدې مودې لپاره وخوړل شي نو د
معدې ۔۔۔۔۔۔۔۔ د ۔۔۔۔ زخم سبب ګرځي .

د ( non steroid anti inflammatory drugs ) NSAID يعنى غير سټيرايډي التهاب ضد درمل کوم چي ددي کورنۍ ټول درمل درد او التهاب لپاره کارول کيڔى .

داغه ګروپ کي لاندي درمل شامل دى ټول درد او التهاب لپاره کارول کيڔى
👇
👇

👉 piroxicam
👉 Diclofenac sodium
👉 Diclofenac Potassium
👉 Proglometacin
👉 Ibuprofen
👉 Nimesolide
👉 Naproxen Sodium
👉 Meloxicam
👉 Celicoxib
👉 Roficoxib
👉 Oxaprozin
👉 Tenoxicam
👉 Meclofenamic acid
👉 Indomethacin
👉 flubiprofen
👉 Sodium Hyaluronate
👉 Floctafenine
👉 Ketoprofen
👉 Loxorofen
👉 Aminoprofen
👉 Nabumetone
👉 Tiaprofenic acid
👉 Ketorolac Trometamol

داغه کورنۍ درمل د هر ډول درد او التهاب لپاره کارول کيڔى ديته غير سټيرايډى التهاب ضد درمل وايي مخفف يي NSAID يعنى non steroid anti inflammatory drugs وايي .

هغه غير نارکوټيک درمل چی د درد او تبی لپاره کارول کيږی

( Non Norcotic and Anti Pyretic Analgesics )

عمومآ انلجيزيکونه په کلاسيک ډول په دوو ګروپونو ويشل شوي دي نارکوټيک او غير نارکوټيک
1 __ نارکوټيک
چی د مرکزی عصبی سيستم له طريقه تاثير کوی او علاوه د درد د تاثير څخه په مرکزی عصبی سيستم لکه ګنګستوب , Confusion , Eupheria , کاذب راحت او اعتياد منځته راوړي .
2 ___ غير نارکوټيک نالجيزيک :

د محيطی طريقه تاثير کوی او درد له منځه وړی نو ځکه دغه دواګانې د درد او غيری ستروﺉيد درد ضد په نوم ياديږی .

غير نارکوټيک درمل په لاندي ډول دي 👇

1 ___ Paracetamol __ فرستامول
2 ___ Asprin __ اسپرين
3 ___ Mefenamic Acid __ميفيناميک اسيد
4 ___ Panadol فناډول ـــــ

1 ___ Paracetamol

اســــتــطـبــاب :
د غاښ درد , سر درد , عضلاتو درد , بندونو درد , ستونی درد اود بدن د نورو برخو د درد او تبی د کنټرول لپاره کارول کيږی .

دوز : لويان : يوه يا دوه 500mg ګولۍ هر شپږ ساعته وروسته
د 4_2 کلن ماشوم ته 160mg هر شپږ ساعته ورړسته
د 6_4 کلن ماشوم ته 240mg هر شپږ ساعته وروسته
د 9_6 کلن ماشوم ته 340ng هر څلور ساعته وروسته
د 11_9 کلن ماشوم ته 480mg هر څلور ساعته وروسته
لويان دی څلوريشت ساعتونو کې له 4gr ( 4000mg ) څخه زيات نه خوری . هغه ماشومان چی عمر يی له دوو کلونو کم وی د ډاګټر تر څارنی لاندی ورکړل شي .

جـــانبی عوارض :
استفراق , اسهال , د سينی سوځيدل , بی هوشی , کوما , د ليونيانو په شان حرکات , د مويه صفاحاتو کمښت , د وينی د سپينو کروياتو کمښت , انيميا , زيړی , د ژبی پړسوب اود وينی دشکری د اندازی کمښت ددي درمل په جانبی عواضو کی ليدل کيږی .
د حــــــــمــــــل پر مهال کارونه :
د حمل په مهال کارونه ماشوم ته کوم زيان نلری او ترټولو محفوظ درمل دی .
ضروری تدابير :
دا درمل دی له 7_5 ورځو زيات نه کارول کيږی د دي درمل له اوږد مهاله او لوړی اندازی کارونی څخه دی ډډه وشی .

2 ___ Aspirn __ اسپرين

په دی 300mg اسپرين شامل دی اود بدن د هری برخی د درد د کنټرول لپاره کارول کيږی .
دوز :
دا درمل دی 2_1 ګولۍ هرڅلور ساعته ورسته .
ماشومانو ته دی دا درمل نه توصيه کيږی .
له نورو درمـــــــلــــــــو سره شريک کارونه :
فمی انتی کواګولانټ , میتوتريکسيت , Frusemidec ,سپيرونوالکتون او انتی اسيد درملو سره دی يو ځای نه کارول کيږی .
جانبی عوارض :
زړه بدوالی , عسرت تنفس او Epigastric Discompart .
احتياط :
هغه کسان چې د پښتورکو پخواني ناروغی لری په احتياط سره دی وکاروی اسپرین د پښتورکو وظیفی کمزوری کوی کوم ناروغان چی عمليات کيږی يوه اونی مخکی دی د اسپرين کارونه بنده کړی .
3 ___ Mefenamic Acid

استطباب :
د بندونو درد , عضلاتو درد , د مياشتنی عدت په مهال درد د غاښ درد , Osteo Arthritis ( پړسوب ) اود بدن د نورو برخو د درد د کنټرول لپاره کارول کيږی .
دوز :
يوه 500mg ګولی ورځ کی دری ځلی وکارول شي.

06/12/2021

د غاښونو کریم اخیستلو پر مهال دغه نښې نظر کې ونیسئ!

د غاښونو کریمونو پر ډبي باندې یو ډوله رنګ نښه شوي وي چې د رنګ کوډ ورته وایي، او دا ځانګړی مطلب لري. ددې نښو په اړه ولولئ:

#توره نښه

په کوم ډبي چې توره نښه وي، دا څرګندوي چې دغه کریم یوازې له کیمیاوي موادو جوړ شوی دی.

#سره نښه

د سرې نښې کوډ څخه څرکندیږي چې دغه کریم له طبیعي او کیمیاوي موادو څخه ګډ جوړ شوی دی.

#بانجاني شین

د شین کوډ نښه داده چې دغه کریم له طبیعي موادو او درملو څخه ګډ جوړ شوی، دغه کریم په غاښونو کې د ناروغۍ درلودلو کسان استعمالولی شي.

توت پاڼی شین

د توت پاڼي شین نښه داده چې دغه کریم له پاکو طبیعي موادو څخه جوړ شوی، د ډاکټرانو په وینا دغه کریم د مسواک ښه بدیل بلل کیږي.

د غاښونو متخصصین وایي هر کله چې د غاښونو کریم اخیستلو اراده لرئ باید دغه رنګونه په نظر کې ونیسئ، ځکه چې په دې کې د ماشومانو لپاره له کیمیاوي موادو څخه ډک (تور نښی کریم) زیانمن ثابتیږي.

همدا ډول هغه کسان چې د غاښونو ناروغي لري باید بانجاني ډوله شین او یا توت پاڼی نښې لرونکی کریم استعمال کړي.
لایک وکړی چه وګورم څومره خلک زما پوسټونه کوري🙏🌺

ولې د شپې له خوا غاښونه بورس کړو؟ددې لپاره چې په خولو اوغاښونو کې مو د ورځې له خوا د خوړو څخه پاتې وړې ټوټې پاکي شي نو د...
06/07/2020

ولې د شپې له خوا غاښونه بورس کړو؟

ددې لپاره چې په خولو اوغاښونو کې مو د ورځې له خوا د خوړو څخه پاتې وړې ټوټې پاکي شي نو د شپې تر ویده کیدو مخکې د غاښونو بورس کول ضروري دي.

ددې لپاره چې هغه بکټریاوې مو خوله کې کمې شي چې د ورځې په بهیر کې د خوړو له کبله په خوله کې راټولې شوې دي. دا بکټریاوې که پاکې نه شي، خوله کې داسې تیزاب او اسیدونه جوړوي چې ستاسو د غاښونو لومړی پوښ زیانمنوي. همدارنګه ددې لپاره هم د شپې له خوا باید غاښونه بورس کړئ چې غاښونه مو فلورایډ واخلي چې د غاښونو او خولې روغتیا ته ضروري او ګټوره ماده ده.

د شپې له خوا د غاښونو بورس کول همدارنګه ستا د ورۍ سالمي ساتي او د غاښونو د توریدو، سوري کیدو او خرابیدو مخه نیسي. همدارنګه د شپې له خوا د غاښونو بورس کول ستاسو د ارام خوب سره هم ډیره مرسته کوي.

د غاښونو بورس کولو په اړه څو نور مهم ټکي

د ورځې دوه ځلې د غاښونو بورس کول ضروري دي.

غاښونه له ۲ دقیقو تر ۳ دقیقو بورس کړی نه دا چې د پنځه څلوېښت ثانیو تر شپیتو ثانیو وخت کې یې خلاص کړئ.

د غاښونو منځونه هم د ورځې یو ځل پاک کړئ. ددې لپاره په بازار کې مخصوص تار او یا ځانګړې واړه بورسونه چې د غاښونه منځ کې تیریدای شي ترلاسه کولی شئ.

هرو شپږو میاشتو کې یو ځل د غاښونه ډاکتر ته ورشئ.

په هرو درې میاشتو کې خپل د غاښونو بورس بدل کړئ.

د ورځې په جریان کې د هر ډول خوړو او ناشتې وروسته خپله خوله په پاکو کنګال کړئ.

ولې سهار غاښونه بورس کړو؟کله چې موږ ویده یوو په خوله کې د لاړو ترشح کمیږي، او خوله وچیږي. چې ورسره خوله کې د بکټریاوو فع...
02/07/2020

ولې سهار غاښونه بورس کړو؟

کله چې موږ ویده یوو په خوله کې د لاړو ترشح کمیږي، او خوله وچیږي. چې ورسره خوله کې د بکټریاوو فعالیت زیاتیږي. نو د غاښونو سهارني بورس کول مو خوله پاکه ساتي.

څیړنو ښودلې چې د شپې له خوا په خوله د بکټریاو اندازه د سهار په مقایسه زیاته وي. دا بکټریاوې زموږ پر غاښونو د شپې له خوا یوه پرده جوړوي او همدارنګه په خوله کې تیزابي بدلونونه د خولې بدبویي ایجادوي.

نو د سهار له خوا په سمه توګه د غاښونو بورس کولو سره هم دا مضرې بکټریاوې له منځه ځي او د خولې بدبويي ختمیږي.

پر دې سربیره د غاښونو کریم د فلورایډ په نوم داسې مواد لري چې د غاښونو په بورس کولو ستاسو غاښونو او د خولې عمومي روغتیا ته ګټه کوي.

۱: غاښونه په خوله کې د دروازې مثال لري که دروازه خرابه وي غل په اسانی سره کورته داخلیږي.۲: غاښونه دیوه قیمتي غمي مثال لر...
25/04/2020

۱: غاښونه په خوله کې د دروازې مثال لري که دروازه خرابه وي غل په اسانی سره کورته داخلیږي.

۲: غاښونه دیوه قیمتي غمي مثال لري که چیرته ده غمی مات اویا هم خپل رنګ د لاسه ورکړي نو په شخصیت بده اغیزه کوي.

۳: پاکه خوله او پاک غاښونه د ښه صحت ضمانت کوي.

۴: په ښایسته غاښونو باندې شخصیت لوړیږي.

۵: غاښونه داسې یو قیمتي څیز دی چې ساتنه یې د یوې خزانې په شان په کار ده.

۶: ته دغاښونو ساتنه کوه غاښونه ستا ساتنه کوي.

۷ : د کنډیري په ژولو سره مو غاښونه کلکیږي

۸: دلویانو لپاره دبرس استعمال ښه دی خو مسواک دبرس څخه ډیر ښه دی ځکه چې دغه یو سنت عمل دی اود اوریو ورزش هم ورسره کیږي

۹: دیخوڅیزونو څخه وروسته سمدستي ګرم څیز مه استعمالوه او د ګرم څیز وروسته یخ مه استعمالوه ځکه چې دغه عمل غاښوته زیان رسوي

۱۰ : دحمل پروخت یوه مور باید خپلو غاښوته زیاته توجه وکړي

۱۱: دغاښونو ترمنځ فاصله کې له لرګي وخلو ډډه وکړی د غاښونو تار څخه استفاده وکړی

۱۲: دسګریټ نصوارو داستعمال څخه ډډه وکړی ځکه چې غاښوته زیان رسوي.

۱۳: ماشومانو ته چوشک مه ورکوی دغاښو په منځ کې فاصله پیداکوي.

۱۴: دغاښونو برس موله ماشونو او خاورو لرې وساتی.

۱۵: دغاښونو د کتې لپاره په کال کې دوه ځلې هتمن ډاکټر ته مراجعه وکړی.

۱۶: د مڼې ګازرې او ناک خوړولو سره غاښونه پاکیږي

۱۷: په خپلو خوراکو کې د سبزۍ استعمال غاښونوته فیده رسوي.

۱۸: دزیاتې غوښې دخوړلوسره مو غاښونه متاثره کیږي

(د غاښونو ژیړوالی بیلابیل علتونه لري)                           د مثال په توګه دعمر زیاتیدا، سیګریټ، ارثي عوامل، د خوړو ...
05/03/2020

(د غاښونو ژیړوالی بیلابیل علتونه لري) د مثال په توګه دعمر زیاتیدا، سیګریټ، ارثي عوامل، د خوړو مصرف، په ماشومتوب کې د ځینیو درملو خوړل، ناسمه تغذیه، د نوشابې، قهوې او چاکلیټو ډیر خوراک .
دا هغه عوامل دي چې ممکنه ده غاښونه ژیړ شي یعنې رنګ واخلي، خو درې مهم عوامل شته چې دغاښونو په ژیړوالي کې مرسته کوي جنټیک په دې برخه کې اساسي رول لوبوي ځینې کسان په طبیعي توګه سپین اوځینې زیړ رنګ لري ، بل مهم عامل ناروغۍ دي او ځینې درمل هم ممکنه ده غاښونه ژیړ کړي نو که دا احتمال وینئ چې د غاښونو رنګ مو د د رملو له امله دی د غاښونو له ډاکټر سره مشوره وکړئ دغه راز سیګریټ هم غاښونه ژیړوي د نیکوټین د رنګ له منځه وړل کابو درې میاشتې وخت غواړي چې له منځه لاړ شي .
کله چې عمر زیاتیږي دغاښونو مینا نرۍ کیږي او په دې ډول دغاښونو رنګ ژیړیږي په ټول کې هغه شیان چې په کالیو کې داغ یا لکه پریږدي ممکنه ده په غا ښونو هم لکه پریږدي.
د غاښونو د سپینولو عامه او دوده لار د غاښونو د منګ لیرې کول دي چې دغاښونو ډاکټر ېې په خاصو وسایلو سره ترسره کوي او له مخصوصو جیلونو هم استفاده کوي البته په دې ډول هم یوازې څلور یا دولس درجې غاښونو سپينیداي شي .
دغه مخصوص جیل په خپله هم له ډاکټره ترسره کولاي او ترې استفاده کولاي شئ دغه جیل چې باید د غاښونو ډاکټر ېې برابر کړي د دو اونیو په مخه هره شپه څلورساعته په خپلو غاښونو ومښئ دغه جیل لس یا پنځلس په سلو کې پراکسایډ لري او اته درجې غاښونو سپینولی شي.
البته دغاښونو د منګ دلیرې کولو روده باید دډآکتر په مشوره ترسره شي ځکه ځینې وخت ممکنه ده اپوټه نتیجه ورکړي په دې معني چې که تاسو دمخې غاښونو پوښ کړي وي کله چې دغه ماده پرې موښئ نو دغه د رنګ توپير نور هم زیاتیږي .
البته د غاښونو دمنګ د لیرې کولو رودې هم جانبي عوارض لري چې دلته پرې خبرې نه کو غوره ده له ډاکټر سره پرې مشوره وکړئ .
دغه راز که یوځل منګ لیرې شي معني ېې دا نه ده چې ټول عمر به سپین وي بلکه د وخت په تیریدا سره بیرته ژیړیږي او حتي په یوه میاشت کې هم بیرته ژیړیداي شي خو که په خوړو کې احتیاط وشي ممکنه ده یو کال دوام وکړي کله چې قهوه وچاکلیټ او نور دغسې مواد خورئ چې زنګ پیدا کوي ډیر ژر غاښونه بیرته ووینځئ.
د غاښونو روغتیا او سلامتیا باید د هرڅه په سر کې وي لږ ترلږ ه په ورځ کې دوه ځله غاښونه ووینځئ، او د سپينولو خاص کریمونه وکاروئ .
په بازارونو کې داسې درمل هم شته چې په موقتي توګه غاښونه سپینوي خو ډاکټران ېې سپارښتنه نه کوي .
د غاښونو منګ نیول او زیړ کیدل دوه بیلابیلې مسلې دي چې اکثره خلک پرې اخته کیږي خصوصاً هغه کسان چې د غاښونو برش کولو ته چنداني پام نه کوي لومړی به دغاښونو د زړیدا پرعلتونو خبرې وکړو چې ولې غاښونه زیړیږي او څنګه ېې مخه نیویلی شو ؟
دغاښونو دزیړیدا لپاره ډیرعلتونه په ګوته شوي دي یوپکې ارثي عامل دی پردې سربیره دژوند ناسمې رودرې ،حفظ الصحې ته نه پام ، ځينې ناروغۍ اود سن زیاتیدل هم په دې برخه کې اغیزمن رول لري دغاښونو هغه برخه چې سپینه وي او بهرنۍ برخه ده مینا بلل کیږي چې یو کلکه اوسپینه رنګه ماده ده او ددې لپاره چې یو شي ښه په غاښ کړی شو او یو شی وژوو دغه مینا باید سالمه وي په طبیعي توګه مینا دومره کلکه وي چې حتي که سړی زوړ هم شي خو دخپلو غاښونو روغتیا او پاکۍ ته ېې پام کړی وي مینا خپل حالت له لاسه نه ورکوي که مینا په کافي اندازه کاني مواد ولري رنګ ېې سپین او روښان وي خو په ډیرو کسانو کې ایرن رنګه ، لږ زیړ او کمرنګه نصواري هم وي کله ناکله په تیره بیا دعمر په زیاتیدا سره دغه مینا کمزوري کیږي او خپل شفافیت له لاسه ورکوي اویا ترمینا لاندې دغاښونو دښکتنې برخې رنګ له مینا ښکاري او ځکه غاښونه زیړ ښکاري .
دغاښ په ښکتنۍ برخه کې ایرن رنګه خالونه شته کله چې مینا پیکه او کمزوري شي دغه رنګه څرګندیږي او په دې ډول مینا زیړه ښکاري پردې سربیره ارثي عوامل ، او ځینې ناروغۍ لکه په وینه کې د بیلروبین د اندازې زیاتیدل د دې سبب کیږي چې غاښونه زیړ ښکاره شي، د معدي او کولمو ناروغۍ هم د دې سبب کیږي چې شپې مهال په خوله کې ناړې زیاتې او کاني مواد ېې ډیر په نتیجه کې غاښونه زیړ شي د دې لپاره غوره ده د داخلي ناروغیو په هکله پوره څیړنه وکړئ او که کومه داخلي ستونزه لرئ هغه معالجه کړئ بیا دغاښونو ډاکټر ته هم ورشئ چې اصلي علت ېې پيدا کړي .
په ځینې سیمو کې په اوبو کې د فلوراید په نامه مواد ډیر وي دغه چاره ددې سببب کیږي چې غاښونه خپل طبیعي رنګ له لاسه ورکړي ،ځینې درمل هم داسې دي چې که سړی ېې

دغاشونو د مينزلو (برس كولو) طريقه ! تر تولو د مخه بأيد پوه شو چي د  غاشونو  برسونه په  سو دوله دي او كوم برس بأيد د كوم ...
25/02/2020

دغاشونو د مينزلو (برس كولو) طريقه !
تر تولو د مخه بأيد پوه شو چي د غاشونو برسونه په سو دوله دي او كوم برس بأيد د كوم دول غاشونو لپاره كله او سنگه وكارول شي چي تر سو ده وريو د ويني كيدو سخه مخنوي وشي او هم مو غاشونه دشيدو په شان سپين شي.
- په توله كي برسونه په ٣ دوله دي
١- نرم بورس (soft toothbrush)
٢ - منزني بورس (normal toothbrush )
٣- سخت بورس (hard toothbrush )
١- نرم بورس soft toothbrush : هرهغه سوك چي د وريو پرسوب لري يغني وري (gum )يي التهابي شوي (وريي يي ويني كيگي ) شه به داوي چي خپل دغاشونو معالج داكتر ته ورشي دهغه د هدايت مطابق بأيد خپل دغاشونو كريم او برس استعمال كري ، خو زما د يو داكتر په صفت داسي كسانو ته چي د وريو پرسوب لري او بل هغه كسان چي هره ورز خپل غاشونه وينزي بأيد چي د نرم پرس سخه كار واخلي ، د يادولو ورده چي د غاشو برس بأيد له ٢-٣ مياشتو سخه زيات و نه كارول شي د هر كس لپاره بأيد خپل زانگري برس ووسي ما شومان بأيد د لويانو بورس و نه كارووي زكه دهغوي وري نازوكي دي زخم كيگي چي زحمي شي بيا التهابي كيگي د ماشومانو لپاره خپل زانگري برسونه او كريمونه بأيد وكارول شي.

٢-منزني برس normal toothbrush: د هغه كسانو لپاره چي وري (gum) سالمي دي د غاشونو شه وقايه كوي

٣- سخت بورس (hard toothbrush ) د هغه كسانو لپاره بأيد وكارول شي چي هره ورز خپل غاشونه نه بورس كوي په وني كي يو يا دوه زله غاشونه برس كوي.
نوت: شه به داوي چي مسواك وكارول شي سرنگه چي محمدص د مسواك په هكله فر مايلي دي چي مسواك د خوله پاكونكي او ده الله ج رازي كيدو نكي دي .
پكار ده چي دهر زل ده ډوډي خوړلو سخه وروسته خاصتن د شپي د خوب سخه ده مخه خپل غاشونه پاك بورس (مسواك )كرو زكه چي د شپي لخوا مكروبونه خپل فاعليت تيزوي ، داسي غاشونه برس شي يعني د پورتني زامي غاشونه بأيد شكته ده نني او بيروني برخي او لاندي زامي غاشونه بأيد پورته خواته بورس شي ده نني او بيروني برخي
بورس بأيد د 45 د رجي په زاويي په اندازه ونيول شي او معمولي دوراني حركت هم بايد وركرو تر سو د غاشونو په داخل كي چي سه بندي دي هغه بايد راوزي د ترسو د خولي د بد بوي او د چنجي وهلو مخه ونول شي .

ولې مو غاښونه خرابیږي؟له غاښونو څخه د بې پروایې له امله کومې ناروغۍ رامنځ ته کیدای سي؟څه ډول د غاښونو له رژیدو او خرابید...
20/02/2020

ولې مو غاښونه خرابیږي؟
له غاښونو څخه د بې پروایې له امله کومې ناروغۍ رامنځ ته کیدای سي؟
څه ډول د غاښونو له رژیدو او خرابیدو مخنیوی کوای سو؟
لومړی:
د غاښونو د خرابیدو عوامل:
ــ مختلف ډوله الکولي مشروبات
ــ نشه یې توکي
ــ قندي مواد
ــ غذاګانې
ــ قوي دواګانې
ــ عمر
ــ ارثیت
ــ ضربه
ــ یو شمیر نور عوامل …

د خولې او غاښونو د حفظ الصحې نه مراعتول کومې ناخوالې رامنځ ته کوي؟
ــ د ستوني امراض
ــ د وریو التهاب(Gingivitis)
ــ تنفسي ستونزې او مشکلات
ــ د خولې سرطان
ــ د غاښونو رژیدل،ماتیدل او توییدنه
ــ نور….

څه ډول د غاښونو له خرابیدو مخنیوی کوای سو؟
ــ تر هر ټولو مهمه حفظ الصحه د غاښونو لپاره د بورس او کریم استعمال ده
د شپې لخوا تر څملاستو وړاندې او سهار د خوړو تر خوړلو وروسته په ښه طریقه د غاښونو بورس کول مو د خولې له ناروغیو او د غاښونو له رژیدلو ژغوري.
ــ د محمدي سنتو له مخې د اودس پر مهال د مسواک استعمال د غاښونو د سلامتیا لپاره غوره عمل ده.
ــ په زیاته اندازه د پاکو او صحي اوبو څښل
ــ د خوړو له خوړلو وروسته د مخصوص تار په واسطه له غاښونو څخه د غذایي پارچو او پاتې شونو لرې کول.
ــ د زیاتو خوږو او قندي موادو له خوړلو ډډه.
ــ سهار لخوا د شیدو څښل مو غاښونه پیاوړي کوي.
ــ د لیمو او ګرمو اوبو په محلول مو خوله د ورځې لخوا دوه ځلي غرغړه کړئ.
ــ د سوډا،لیمو،او مالګې مخلوط مو د ورځې دوه ځلې د غاښونو د بورس کولو لپاره مهم وګڼئ.

پاملرنه:

زیات هیوادوال مو د غاښونو او خولې له حفظ الصحې سره چندان لیوالتیا نلري.
علت یې هم شاید دا وي چې د خولې او غاښونو له ناپاکۍ سره د تړلې ناروغیو په ناخوالو نه پوهیږي.
په هر حال ما د خپل وس مطابق یو څه کم معلومات ولیکل
هیله ده ترې ګټه واخیستل سي.
نوټ: د غاښونو پورې د مربوطه نورو ناروغیو او ستونزو لپاره کولای سئ د غاښونو مربوط ډاکتر ته مراجعه وکړئ

غاښونو ساتنه د غاښونو چينجن کېدل يوه داسي روغتيايي ستونزه ده چې د مخنيوي لارې چارې هم لري. سکينه چې د کابل ولايت اوسېدون...
18/02/2020

غاښونو ساتنه

د غاښونو چينجن کېدل يوه داسي روغتيايي ستونزه ده چې د مخنيوي لارې چارې هم لري. سکينه چې د کابل ولايت اوسېدونکې ده، وايي: ”زما ټول ماشومان غاښونه برسوي، بل داچې خواږه شيان لږ ورکوم، ځکه يې نو غاښونه نه دي چينجن سوي“.غاښونه بايد په ورځ کې دوه ځله برس سي او د غاښونو هر ځل برسول بايد لږ ترلږه دوې دقيقې دوام وکړي. د برس کولو طريقه بايد داسي وي چې غاښ له پاس نه کښته خواته او له کښتې نه پورته خواته برس سي خو فشار سره دې له برسولو ډډه وسي، همدا راز بايدد غاښونو برس ژر ژر بدل سي. بايد لوند برس په قطۍ کې پاته نه سي، ځکه چې بيا مکروبونه په برس کې وده کوي او له دې لارې غاښونو ته لار کوي. په دې باب يوه مېرمن سوله وايي: زه خپل غاښونه مسواك کوم، ځکه حضرت محمد(ص) فرمايلي چې، هغه لمونځ تر نو رو فضيلت لري چې لمونځ کوونکې غاښونه په مسواک وهلي وي. په يوه بل حديث شريف کې راغلي چې د مسواک په استعمال کې د خولې پاکي او د پاک الله رضا نغښتې ده. که تر خوراک وروسته غاښونه ومينځل سي او بيا يې منځونه په تار پاک سي ډېره ګټه لري، خو په غاښونو کې د ځينو نورو شيانو وهل، لکه د اورلګيت لرګي، ستنه، سيخ او داسې نور تاوان لري. په دې هكله ډاکټر محمدرسول وايي: ”د خوږو شيانوخوړل غاښونو ته تاوان نه کوي، خو که خواږه يا هغه شيان چې قندي مواد لري په غاښونو کې تر ډېره وخته پاته سي غاښونه چينجن کېږي. بايد ډېري سريښناکې خوږې لږ وخوړل سي او يا دي له چايو سره وخوړل سي او تر خوړلو وروسته دي غاښونه برس سي. دغه ډول دي په غاښونو کلک شيان نه ما تېږي“.

Address

Khost
25000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Peer Dental Clinic and Lab posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram