ډاکټر محمدایوب هڅاند کلینیک

ډاکټر محمدایوب هڅاند کلینیک Medical Specialist and Gastroenterologist
دعمومي داخله (زړه، سینه، فشار، ش

ډاکټر محمدایوب هڅاند چې د عمومی داخله او معدې، کولمو په برخه کې یې د پاکستان په لاهور ښار کې دتخصص او ماسټرې تر کچې زده کړې کړیدي اوسمهال په خوست ښار کې خپل شخصي کلینیک لري.

14/11/2025

د شوګر نړیوالې ورځې په مناسبت د عامه پوهاوي پیعام
WorldDiabeticDay #
دعامه پوهاي په خاطر یې درسره شېر کړئ

10/10/2025

نن د اکتوبر ۱۰ د ذهني روغتیا نړیواله ورځ ده
وایی چې ذهن سالم نه وي جسم به هم سالم نه وي.

‎زمونږ په هیواد کې ډېری خلک له ذهني فشار، خفګان او ستونزو سره مخ دي، خو ډېر خلک خپلې رواني ناروغۍ شرم بولي او توجه هم نه ورته کوي
‎راځئ چې د رواني ناروغیو په اړه له شرم او پټولو ډډه وکړو، یو بل سره خبرې او مرسته وکړو.
‎🕊️ ستاسو ذهن هم ستاسو د بدن په شان پاملرنې ته اړتیا لري
‎له چا سره خبرې وکړئ، استراحت وکړئ، لمونځ وکړئ یا لږ قدم ووهئ!

03/10/2025

د کرکټ هسې هم خوند نشته، ددې په ځای خوب وکړئ او د خوب داهمیت په باره کې زما مخکینی پوسټ ولولئ.

یو بالغ انسان باید په شپه او ورځ کې د ۷-۹ ساعته خوب وکړيکه څوګ له۷ ساعتو کم خوب کوي نو په مختلفو ناروغیو اخته کیدای شي ل...
03/10/2025

یو بالغ انسان باید په شپه او ورځ کې د ۷-۹ ساعته خوب وکړي
که څوګ له۷ ساعتو کم خوب کوي نو په مختلفو ناروغیو اخته کیدای شي لکه: شوګر، د ویني فشار، چاغوالی، دزړه ناروغۍ ، ډېپرشن. همدارنګه دفاعی سیستم او ذهني قوت کمزوري کیږي.
خو ماشومان باید په شپه او ورځ کې له ۹ ساعتو زیات خوب وکړي.

⸻سیماګلوټاید او ټېرزیپاټایډ Semaglutide and Tirzepatideد شکرې او وزن کمولو لپاره یو نوي او انقلابي درمل دغه درمل په اصل ...
19/09/2025



سیماګلوټاید او ټېرزیپاټایډ Semaglutide and Tirzepatideد شکرې او وزن کمولو لپاره یو نوي او انقلابي درمل

دغه درمل په اصل کې دشکر د دویم ډول یا Type 2 Diabetes د درملنې لپاره جوړ شوی. خو وروسته دوزن کمولو په تداوۍ کې په انقلابي درملو واوښتل، اوس هغه ناروغانو ته چې وزن یې زیات وي د شکر تر ناروغانو زیات توصیه کیږي.

✨ ګټې یې:
✅ د شکرې کنټرول کې مرسته کوي
✅ د وزن په تدریجي کمولو کې اغېزمن دی
✅ د زړه ناروغۍ خطر کموي همدارنګه د ګردو کمزوي او دPCOS په نوم مرض چې د ښځینه بې اولادۍ مهم سبب دې، ګټه کوي.
💉 دغه درمل معمولا په اونۍ کې یو ځل په ستنې سره ورکول
کېږي.
دغه درمل پخوا ډېر قیمت وو خو اوس یې قیمت را کم شویدی او د متوسط اقتصاد لرونکي ناروغان یې اخیستلای شي.

هغه ناروغان چې عمر یې د ۶۵کالو څخه زیات وي، سینه بندي ولري یا شکر ولري، نو هر کال د ژمي د شروع څخه مخکې د عیسوی کال لسمه...
17/09/2025

هغه ناروغان چې عمر یې د ۶۵کالو څخه زیات وي، سینه بندي ولري یا شکر ولري، نو هر کال د ژمي د شروع څخه مخکې د عیسوی کال لسمه یا یوولسمه میاشت کې د Influvac Vaccine او هرپنځه کاله بعد د Pneumccocal Vaccine ورته ضروري دي.
نوموړي واکسینونه د سینه بغل چانس راکموي، خصوصا د سینه بندی ناروغانو لپاره مهم دي، چې ناروغ بار، بار د ډاکټر تګ ته نه مجبوریږي.

د ژوند ملګري مې ډاکټر صیب راضیه دتخصص په خروجي ازموینه یا Comprehensive Exam کې دسلو څخه ۹۷نمرو په اخېستو سره کامیابه شو...
24/08/2025

د ژوند ملګري مې ډاکټر صیب راضیه دتخصص په خروجي ازموینه یا Comprehensive Exam کې دسلو څخه ۹۷نمرو په اخېستو سره کامیابه شوه،چې تر اوسه پوري د خوست په سطحه ترټولو لوړې نمرې دي.
دا کامیابي دې ډاکټر صیب راضیه، ما او زمونږ ټولې کورنۍ ته مبارک وي.

03/07/2025

که چېرته ستاسو Typhidot او Widal ټیسټونه مثبت وي، هیڅ تشویش مه کوئ.
دا ټېسټونه د ترټکې یا محرقې په تشخیص کې هیڅ ارزښت نلري. بې ځایه ناروغ ته تشویش جوړوي
ناروغ بې ځایه دواګانې خوري.
بې ځایه د ناروغ پیسې مصرفیږي.
تشخیص باید یوازې په تاریخچه، فزیکي معاینه او کلچر ټېسټ سره وشي

09/06/2025

نن د اختر دریمه ده
نن د غوښې په خوړلو کې ډېر اخیاط وکړئ. که غوښه مو په یخچال کې نه وي ايښي، د عذایي تسمم(خولې او نسه کیدو) خطر مو زیات دی

07/06/2025

که چیرته قبضیت لرئ
نو د عوښې خوړلو سره یو ځای زیاته اندازه ګندانه، جرجیر، پالک استعمال کړئ. اوبو څښل هم مه هیروئ.

06/06/2025

اختر مو مبارک شه

Address

High Building Lane, Drive Babri Gull Street
Khost

Opening Hours

Monday 08:00 - 18:30
Tuesday 08:00 - 18:30
Wednesday 08:00 - 18:30
Thursday 08:00 - 18:30
Saturday 08:00 - 18:30
Sunday 08:00 - 18:30

Telephone

+93700799115

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټر محمدایوب هڅاند کلینیک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category