Noor sadiq

Noor sadiq کتاب واخلئ مطالعه وکړئ!

درود په حضرت مـــــــــحمد ص
17/06/2022

درود په حضرت مـــــــــحمد ص

 د خور د واده مې شپږ کاله ووتل خو زه يې کله کور ته نه وم تللی ، مور او پلار به مې کله کله اختر يا هم برات کې ورتلل ، يوه...
22/05/2022


د خور د واده مې شپږ کاله ووتل خو زه يې کله کور ته نه وم تللی ، مور او پلار به مې کله کله اختر يا هم برات کې ورتلل ، يوه ورځ په خپل اطاق کې ناست وم چې ښځې مې راته په خبرو پيل وکړ ، سړيه خفه نشې خو دا ستا خور چې دلته راځي بچي يې د ټول کور حالت خراب کړي ، خرچې ډبلې شي او کور هم ګډ وډ کړي، او ستا مور خو نو کله مونږ نه پټ ورته د صابون پاکټونه په پنډ کې ږدي کله ورته کالي ورکوي او کله خو لا ورته د وريجو څخه يې هم پلاستيک ډک کړی وي نو ته داسې وکړه چې مور ته دې ووايه دا خو زمونږ کور دی کوم د خيرات او زکات مرکز خو نه دی دا کارونه دې نور دلته نه کوي...!

د ښځې په دې خبرو سره مور ته ډير غصه شوم چی په دې سختۍ يې زه ګټم او مور يې خور ته مې ورکوي ..!

ورځې تيريدې چې يوه ورځ مې خور کور ته بيا راغلې وه وړوکي بچي يې د ماما کور په ګڼلو او خوشحالۍ له وجې منډې رامنډې وهلې چې د ټي وي ريموټ يې مات کړ
زه مې مور ته ورغلم ورته مې وویل چې خور ته مې ووايه دلته صرف د اختر په ورځو کې راځي او بس نور دې نه راځي!
او مورې دا ته چې کوم صابون وريجې او د کور سامان ورکوې کنه دا نور بند کړه دا کيسې دې زما نه دي خوښې ، مور مې غلې ناسته وه هيڅ يې نه ويل ، ګويا هغې سره هم خپل د سرپناه غم وو ځکه چې نن سبا خو زامن چې واده وکړي بيا مور او پلار هم هير کړي او يا هم زما د خور بې وسۍ يې هوش او هواس غلي کړي وو!

زه پوه نه وم خو خور مې زما ټولې خبرې په بله کوټه کې اوريدلې وې ، هيڅ يې هم راته و نه ويل ، مازيګر څلور بجې شوې خور مې خپل بچي تيار کړي وو ، راغږ يې کړل وروره مونږ خو دا د موټرو تر هډې پورې لږ ورسوه ، ما ورته د دروغو يو ست وکړ چې څو ورځې به دې تيرې کړې وې کنه ، خور مې مسکۍ شوه وای نه وروره خير ويسې د ماشومانو رخصتي خلاصه شوې ده بايد مونږ لاړ شو ... 😥

څه وخت وروسته مونږ دواړو ورونو خپل منځ کې ځمکه تقسيموله چې مور مې خور هم راغوښتې وه ، مور مې په دې تاکيد کاوه چې بايد خور ته هم يو څه برخه ورکړئ خو مونږ مکمل د خور له برخې انکار وکړ او ورته مو ويل چې هيڅ حق يې نشته ، خور ته مې يو څه بدې ردې هم وويلې ، خو هغه غلې ناسته وه ، له شا مې ښځې هم را غږ کړ چې دا خو د سوال ځای نه دی زمونږ خپله بچي همدې ځمکې ته ناست دي هر څوک دې خپل کار کوي ....!

مشر ورور مې بيل شو څه وخت وروسته زما يو زوی په يوه داسې ناروغۍ واوښته چې له مال حال او دارايۍ يې خلاص کړم ، نور راسره هيڅ نه وو پاتې چې پرې يې ولګوم
ښه قرضداری هم شوم ، د کور د خوراک څښاک لپاره د سودا اخيستلو لپاره د‌پيسو هم څه درک نه لګيده , تنها په خپل اطاق کې په همدې غمونو کې ډوب ناست وم ، شايد پر خپل حالت مې ژړل ... ، چې په دې وخت کې مې خور زمونږ کره راغله ، ما د ستړي مشې څخه لا مخکې له ځانه سره وويل چې دا منحوسه خو بیا راغله ، دې وخت کې خور مې راغله او له ما سره کيناسته ، ما مې ښځې ته وويل چې يو څه تيار کړه راغږ يې کړ وای هوټل نه دی ، او نه د څه تيارولو ضرورت شته ، نه يې شم کولای دا‌ پخلي ...!

خور مې غلې ناسته وه ، هيڅ يې و نه ويل ، لکه چې هيڅ يې څه نه وي اوريدلي ، وروسته را نژدې شوه ، وروره خفه یې؟
په سر يې راته لاس کيښوده راته په نرمه او غلې لهجه يې پيل وکړ وروره مشره خور يم ستا ، په غيږ کې مې را لوی کړی يې پوهيږم مشکلاتو را حصار کړی يې ، له سترګو يې په معصوم چاودلي مخ نا ګهانه څو وار بې واره اوښکې راغلې ، څو ځل يې دا الفاظ تکرار کړل (خور دې له تا قربان شي وروره ) راته يې کړل دا وګوره کنه څو تاره ويښته دې هم سپين شوي دي ولې فکرونه کوې ها؟
وروره بچي مې مکتب کې وو ما ويل په منډه به مې دا ورور وګورم نو ځکه راغلم 😥

خبرې يې ډيرې اوږدې نه کړې شايد زما او د ښځې په رويه او خبرو يو څه نا اميده شوې وه خو خپلې مينې نه پريښوده چې لرې پاتې شي ، خپل د څادر پيڅکې ته يې لاس کړ يوه تړلې غوټه يې ترې را خلاصه کړه راته يې ويل ته ليونی يې هسې خفه کيږې ، خور خو دې شته او له همدې سره يې ترې د خپل ناوېتوب څلور د سرو زرو بنګړي راکړل ، هن واخله وروره دا خرڅ کړه يو څه وخت خو به دې د کور خرچه او د زوی علاج شي ، دا مې همدې سختې ورځې ته ساتلي وو ، بيا يې لاس کړل د غوټې له څنګ يې لږې څوليدلې پيسې راواخيستې چې د ټيکري پيڅکه کې يې تړلې وې ، دا ټول د لس ، شل او پنځوسو روپيو نوټونه وو ګويا همدا يې يوه پاسره او جمع شوې خزانه وه ...!

زما له خولې هيڅ خبره نه وتله شايد‌ په کړيو کارونو مې پښيمانتيا همداخاموشي وه ...!

راته يې کړل وروره ستا دې قسم وي که د دې بنګړيو باره کې به چاته څه وايې په تندي يې له مينې ښکل کړم هماغه خپلې ټولې کړې زر روپۍ يې راکړې وای وروره په دې مې وریرونو ته غوښه راوړه چې خوشحاله شي ، نور يې د خبرو تاب نه درلود همداسې په اوښلنو سترګو تېزه تېزه روانه شوه شايد خپلې اوښکې يې له ما پټول غوښتل کومې يې چې له ما سره د مينې په خاطر توئيدلې ....!

چې روانه شوه شاته پښو ته مې چې ليدل شکيدلي او څو ځايه ګنډل شوي بوټان يې پښو کړي وو ، يو زوړ ټيکری يې پر سر وو ، هر وخت به چې راتله همدا يو ټيکری به يې پر سر وو شايد د بل د اخيستو توان يې نه وو ، زه په دې صحنه کې د خور فداکارۍ ته حيران پاتې وم او هيڅ مې نشو ويلای............ 😓

مونږ ورونه څومره خودخواه او مطلبي يو کنه؟
خور په يوه شيبه کې پردۍ کړو ، د خپلې ښځې په خبرو په راتګ یې تنګيږو ، حال دا چې د خور د کال پس راتګ د خوشحالۍ هيلې همدې څو ورځو ته وي ...😥

مونږ يې هيڅکله نه درک کوو خو دوۍ ټوله ورځ د ورور په فکر کې وي او لږ ذره درد يې هم نشي زغملی!

د حقيقت په پوهيدو او دې حالت ليدو سره ما په لاس کې د خور بنګړي نيولي وو او په غير ارادي شکل مې په چغو چغو ژړل ، په زړه کې به راغلل چې په خپل کور کې به خدای خبر څومره په تکليف کې وي څومره سختي به په يو پردي کور کې تيروي خو مونږ ورسره څه کوو؟

قدرمنو ورونو له ليکنې او واقعې مې هدف دا دی چې راځئ خويندو ته مينه ورکړو ، د حال احوال پوښتنه يې وکړو ، يوه شيبه ورسره کينو، همدا يوه شيبه ناسته يې شايد د کور ډير غمونه هير کړي ، کور ته په راتګ یې رحمت وګڼو نه بوج او د خپلو ټولو مسلمو حقوقو څخه یې برخمنې کړو، په رب باور وکړئ خویندې لکه فرشتې ورونو ته معصوم زړه او اراده لري نو قدر يې وکړئ!

يادونه: ياده ليکنه مې د ټولنې د اصلاح او خويندو د حقوق په خاطر د يوې وړې واقعې څخه په اخذ ترتيب او وژباړله اکثره برخې مې یې د ټولنی حالاتو ته په ليدو سره وليکلې تر څو د لنډې کيسې بڼه خپله کړي!

ژوند لنډ دی شايد زمونږ په څو تورو د يوې نازولې خور او ورور مينه بيرته را ژوندۍ شي!
مشران وايي خور دوهمه مور ده!

د ټولنې د اصلاح او خويندو د حقوقو په خاطر يې حتمي شئير کړئ!
کاپي

هو!!په ژوند کې له هرچا څخه تېروتنه کيږي خو دا پدې معنا نه ده چې هغه د ټول عمر راټل کيږی، ځينې وختونه ښه خلک هم بدې فیصلې...
29/09/2020

هو!!
په ژوند کې له هرچا څخه تېروتنه کيږي خو دا پدې معنا نه ده چې هغه د ټول عمر راټل کيږی، ځينې وختونه ښه خلک هم بدې فیصلې کوي خو دا پدې معنا نه ده چې دوی بد خلک دي بلکې دا پدې معنا چې دوی هم انسانان دي، دا یاد ساتئ چې تېرواتنه یوه انساني کړنه ده.

یو ساعت عدالت، له یو کال عبادت څخه غوره دی.“حضرت محمد ص"
06/06/2020

یو ساعت عدالت، له یو کال عبادت څخه غوره دی.
“حضرت محمد ص"

هو!!!وایي چې دفلسفې زده کړه د دې سبب کیږي چې انسان په ژوند کې په هوښیارۍ سره ناخوښه واوسي.‘“¡ګل خبرې
31/05/2020

هو!!!
وایي چې دفلسفې زده کړه د دې سبب کیږي چې انسان په ژوند کې په هوښیارۍ سره ناخوښه واوسي.
‘“
¡

ګل خبرې

الله ج دا دالله ج ذاتي نوم دي، څوک چې هره ورځ زر ۱۰۰۰ ځلې یاالله ج ووایي، انشاء الله د زړه څخه به یې شکونه او وسوسې لرې ...
26/05/2020

الله ج

دا دالله ج ذاتي نوم دي، څوک چې هره ورځ زر ۱۰۰۰ ځلې یاالله ج ووایي، انشاء الله د زړه څخه به یې شکونه او وسوسې لرې شي، عزم او یقین به یې په برخه شي، او دهغه ناروغانو لپاره چې علاج یې نه کیږي ویل یې ډېر ګټور دي.

که څوک دالله ج کوم نوم په باره کې معلومات غواړي کمېنټ کې دې یې ولیکي.

مرګ څه شی دی؟ښایي چې مرګ دانسان لپاره یو ډېر ستر نعمت وي،خو خلک له مرګ څخه داسې ویریږي،لکه مرګ چې یو ناورین وي.((سقراط))...
26/05/2020

مرګ څه شی دی؟
ښایي چې مرګ دانسان لپاره یو ډېر ستر نعمت وي،خو خلک له مرګ څخه داسې ویریږي،لکه مرګ چې یو ناورین وي.
((سقراط))
مرګ د انسان لپاره نجات دي، خو ډېر تریخ هم دي.

د مبارکۍ پیغام!زه هم پۀ خپل وار سره ټولو خویندو او وروڼو ته د کوچني اختر پۀ مناسبت مبارکي وړاندې کوم،مبارک مو شه!ټول فرض...
23/05/2020

د مبارکۍ پیغام!
زه هم پۀ خپل وار سره ټولو خویندو او وروڼو ته د کوچني اختر پۀ مناسبت مبارکي وړاندې کوم،مبارک مو شه!
ټول فرضي او نفلي عبادتونه مو دالله تعالی ﷻ پۀ در بار کې قبول شه!
هيله لرم چې دا اختر مو پۀ هېواد کې دتل پاتې سولې او ورور والۍ اختر وګرځي.
په درنښت ستاسو ورور "نورصادق"

$ هر مثبت فکرخپل مثبت فکر جذبوي....دیو انسان په توګه زموږ دنده دا ده، چې دهغه څه په اړه فکر وکړو چې غواړو یې، په خپل ذهن...
22/05/2020

$ هر مثبت فکرخپل مثبت فکر جذبوي....
دیو انسان په توګه زموږ دنده دا ده، چې دهغه څه په اړه فکر وکړو چې غواړو یې، په خپل ذهن کې یې مشخص کړو...په دغه وخت کې دکایناتو یو ستر قانون یعني دجذبولو ورته راوبولو او ته همغه شي تر لاسه کوې چې غواړې یې.
دبریا اروا پوهنې له پاڼو

خونداور معلوماتکه ترپايه یې ولولئ خوند به ترې واخلئ.دثقافت پيژندنهثقافت يوه عربى کلمه ده چې د پوهې ،ځيرکۍ ،ذکاوت،مهارت ،...
22/05/2020

خونداور معلومات
که ترپايه یې ولولئ خوند به ترې واخلئ.
دثقافت پيژندنه
ثقافت يوه عربى کلمه ده چې د پوهې ،ځيرکۍ ،ذکاوت،مهارت ،تهذيب ،تأديب او سرعت فهم په معنى استعمال شوې ده .( [1] ـ الفراهيدي خليل بن أحمد (1/ 395 او المصري لسان العرب (22/ 34)

په اصل لغت کې تثقيف ديته وايې چې : يوڅوک مخکې لدې چې د مبارزې ميدان ته راووځي بايد خپله کږه نيزه سمه کړي ،بيا عربانو دا بسيطه معنى راواخيسته او مجازا يې پدې ډول وکاروله چې ،که ته غواړې چې يو زلمى د ژوند د مبارزې ډګر ته اوباسې ، هغه د دې لپاره جوګه نه وي ،نو ته اړ يې چې هغه يوڅه سم کړې .

غربيانو د دې برابر د [CULTURE] کولتور کلمه کارولې چې د آَر له پلوه د ځمکې د کرلو معنى لري.

نو په حقيقت کې تثقيف : په د ماغوکې د تربيې تخم د علم په واسطه کرل ،د آدب په اوبو د هغې خړوبول ،د هنر او فن په وسيله د هغې روښانه کول ، تر څو ګلالى بڼ شي چې ستړى ستومان يې له سيوري ، او وږى يې له ميوو څخه خوند اخلي. (مجلة الثقافة السورية ۲ عدد ۷ مخ دکال 1933 /5/5خپرونه )

په دري کې د ثقافت پرځاى د فـرهـنگ كلمه استعمال شوې ده.

فرهنگ د دري د قـديمو لـغاتونو څخه دى، چـه نومـوړي كلمه په ادبي نثـر او نظـم کې د بيلا بيلو مفاهيمو لپاره پكار اچـــــول شــــــــويـــــــده.

فرهنگ په لغت کې د علم، پوهې، دانش، لوړوالي، سنجيده گي ،د دري د لغاتو كتاب او همدا راز د ونې هغه ښاخ ته ويــل کېږي چه يوه برخه يي په ځــمكه پريوتـې او بلې برخې يي ســر لوړكــړى وي ،او كـاريز ته هم ويل کېږي ، همدا راز د ادب، اندازې، د هرشي حـق، ادب ښوونكى او ادب ته هڅه كونکې ته هـم ويل کېږي او برسيره پر دې رسم او رواج، خوى، عنـعـنه، خصلت او د يوې ټولنې افرادو ته هم ويل كـيږي،چه لـدې لارې ثـقافت او فرهنگ ډير مــفهـمــــونه لري .

د ثقافت اصطلاحي تعريف :

دثقافت لپاره مختلف تعريفونه شوې دي چې ځيني يې دا دي:

په علومو،معارفو او ډول ډول فنونو کې مهارت حاصلولو ته ثقافت وايې.( المعجم الوسيط ـ موافق للمطبوع (1/ 98)
دا ټوليز نوم د هغه شيانو دى چې يو نسل ،يا يوې سيمې د تاريخ په اږدو کې د ادب ، فکر صنعت ،علم او فن په برخو کې د اذهانو د روښانه کولو،صفا ذوق په موخه ترلاسه کړې وي(معجم اللغة العربية المعاصرة (1/ 318)
د يوې ټولنې ادبي، فني،هنري دوديزميراث ته ثقافت وايې .( مشكلة الثقافة (ص: 28)
ثقافت د يوې ټولنې د ژوند څخه عبارت دى چې له هغې پرته ټولنه مړه او نشت ګڼلى شي. مشكلة الثقافة (ص: 50)

يوه پيــچلې مــجموعه ده چه د معـلوماتو، معـتـقداتو، هنرونو، اخلاقو، قوانينو، ادابو، رسمونو او ټولو تمايلاتو او عـــادتونو ته شـــــامله ده چه ســـــړى يې د يوې ټولــــــــنې د عــضــويت په حــــال كـــــــي و لاس ته راوړي.
احــــسان طـــــــــبري يـــو لــــنډ او جــــــامــــع تـــعـريـــف كــــــــړيــــــدى.
فـــرهنگ د يوې ټولنې د مادي او مــعـنوي بشـپــړتــيا په حـالت کې ولاس ته راوړل شوې مجموعې ته ويل کېږي.

دپورتني تعريف څخه څرگنديږي چه فرهنگ دوه (مادي او معنوي) برخې لـري چه يو د بل څخه نه بـــيليدونکې دي ،د نوموړو دوو برخوڅخه د يوې ټولنې وگړي د موروثي اثـــارو او فــرهنگي طـريــقـو پـه صورت کې استـفاده كوي.

الف:- معنوي فرهنگ:– معنوي فرهنگ د اخلاقو، هنر، علم، فلسفې، قضايي او سياسي ريښو کې لاس ته راوړل شوې مـجموعې ته ويل کېږي ژبه، تفكر، منطق، قـواعـد، تگلاره او احساسات د مــعـنوي فـــرهنگ يــوه برخه ده.

ب:- مادي فرهنگ:– ټول مــادي شـــيان لكه: لـــباس، هسـتوگن ځاى، ارتباطي لاري، وداني او داسي نور د مـادي فــــرهنگ بـــــرخه تــــشـکېـلـوي.

تر اوسه مو د ثقافت د عمومي مفهوم نه يادونه وکړه اسلامى ثقافت چې ځانګړى ارزښت لري اړينه ده چې د هغې تعريف هم ذکر کړو.

اسلامي ثقافت

په اسلامي علومو او معارفو کې مهارت حاصلول د اسلامي ثقافت څخه عبارت دى چې اسلام پوهنه هم ورته ويلاى شو.

په_نړۍ_کې_تر_ټولو_منفي_جمله زه یې نشم کولای. 👈 I can't do it بلکه انسان هر څه کولای شي، دهغه کار په تر سره کولو کې ډیر خ...
21/05/2020

په_نړۍ_کې_تر_ټولو_منفي_جمله
زه یې نشم کولای. 👈 I can't do it
بلکه انسان هر څه کولای شي، دهغه کار په تر سره کولو کې ډیر خوند وي،چې خلک وایې ته یې نشې تر سره کولای. هیڅکله په خپل ځان ما بې باوره کیږئ، قوي هوډ او اراده غرونه ړنګوي.
You can do it.
ته یې کولای شې.

Address

Khost
1

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Telephone

+93776895626

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Noor sadiq posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Noor sadiq:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram