کمال د غاښونو معالجوي کلینیکKamal dental clinic

کمال د غاښونو معالجوي کلینیکKamal dental clinic Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from کمال د غاښونو معالجوي کلینیکKamal dental clinic, Doctor, khost, Khost.

د غاښونوعلم پورې تړلي اصطلاحاتAcrylic: د نوموړو موادو څخه د مصنوعی غاښونو په جوړولو کې استفاده کیږي.Alginate:دغه کیمیاوي...
16/11/2019

د غاښونوعلم پورې تړلي اصطلاحات
Acrylic: د نوموړو موادو څخه د مصنوعی غاښونو په جوړولو کې استفاده کیږي.
Alginate:دغه کیمیاوي مواد دي چې دغوښونوجوړیدو په وخت کې د ناروغ د خولې څخه د قالب اخیستنی لپاره استعمالیږي.
Attachment:نوموړی یوه داسي اله ده چې دغاښونو مصنوعي مصنوعي ژامه د کلکیدو څخه ژغوري.
Bacterio satic: نوموړی داسي درمل دي چې د غاښونو میکروبونه ودروي.
Base plate:د موم هغه پلیټ کوم چې د مصنوعي غاښونو د حوړیدو په وخت کې د امتخان لپاره استعمالیږي
Basal seat:د خولې په منځ کې هغې سطحې ته ویل کیږي چې د غاښونو د پلیټ پواسطه پټیږي.
Invasting: .د یوه څیز د استعمال څخه عبارت ده
Prognosis:د یوې ناروغی د مستقبل خالت څخه عبارت ده.
Trasplant:د بدن څخه د یوې عضوې لیري کول او دبدن په بل ځای کې لګولو ته وایی.
Tuerosity:د یوه هډوکي لوړي سطخې ته ویل کیږي
Burr:نوموړی الې څخه د غاښونو په غوڅولو کې استفاده کیږي.
Denture fuondation: د خولې هغې برخې ته ویل کیږي چې په کومه برخه کې ډینچر لګول کیږي.
Indirect technique:د غاښونو د جوړولو یوه طریقه ده.
Pus: زوی یا چرک ته ویل کیږي
Diagosis:د یوې ناروغی پیژندني ته ویل کیږي
Thrombosis:د وینې د جامد کیدو عمل ته ویل کیږي
Hyper placia: د نارمل اندازې څخه د حجراتو زیاتوالي ته ویل کیږي.
Radio opaque:د هغې تصویر څخه عبارت ده کوم چې شفاف معلومیږي.
Sepsis:په بدن چې کله د کومې خرابی له امله التهاب یا زوی ټوله شي او میکروب وینې ته داخل شي.
Anatomic crown:د قدرتي غاښ د هغې برخې څخه عبارت ده کوم چې دبل غاښ سره نښلي
Sterilization:د سامان الاتو تطهیر د میکروبونو څخه
Stain: په غاښونو داسي فشار دکوم له امله چې غاښ رنګ بدلوي.

لوکل یا موضعی انستیزي په لوکل انستیزی کې ناروغ نه بې هوشه کیږي ناروغ په خوښ او خواس کې وي هغه ځانګړی ځای چې انستیزي پرې ...
16/11/2019

لوکل یا موضعی انستیزي
په لوکل انستیزی کې ناروغ نه بې هوشه کیږي ناروغ په خوښ او خواس کې وي هغه ځانګړی ځای چې انستیزي پرې تطبیق شوی وي بي حسه کیږي.
په عام ډول د غاښونو په ویستلو او د غاښونو په جرحی کې له لوکل انستیزی څخه استفاده کیږي.
په کافي اندازه د سرنج پواسطه درمل عضلاتو ته داخیلیږي نوموړی درمل هم د سرنج پواسطه اوریو ته دننه کیږي زرق صورت نیسي او د څو دقیقو وروسته نوموړی ځای بي حسه کیږي او ډاکټر د غاښ ایستل او د جراحی کار په اسانی سره سرته راسوي.
په لوکل انستیزی درملو کې پروکین هائیدروکلوراید یا لګنوکین هائیدروکلوراید شامل دي په عام بازار کې د زیلوکین او نووکین او په داسي نورو نومونو پیداکیږي.
د بي حسه کولو طریقه
د غاښ د ویستلو څخه مخکې نوموړی ساخه بي حسه کیږي چې دا کار په ډول سره د انجکشن پواسطه صورت نیسي چې ډول ډول درمل پکې زرق کیږي چې پاس یی یادونه وشوه
د انجکشن پواسطه د بي حسی لپاره دوه طریقي غوره کوو.
۱-نفوزیه طریقهInfiltration
2-انتقالي طریقه Conduction
نفوزیه طریقه Infiltration
په نوموړی طریقه کې د وریو په سطحو باندې یا د غاښ شاوخوا دوه یا درې ځایه زرق کیږي چې د لږ وخت وروسته نوموړی ساحه بي حسه کیږي.
د ستنې د لګولو ساخه د وریو او مخ ترمنځ قرار لری یعنې د وریو او مخ ترمنځ زاویه کې زرق صورت نیسي . دا یو داسي طریقه ده که په سمه توګه اجرا نشي نو داسي غاښ به نه وي چې حسه نشي .لکه څنګه چې وویل شو ددې طریقې مطابق درمل په میوکس فولډMucous Fold کې زرق کیږي.
که چیرته په لاندینی ژامه کې زرق کوو و میوکس فولډ د معلومولو لپاره د چپ لاس د شهادت ګوته د شونډې په داخلي برخه کې ایښودل کیږي او دغټې ګوتې پواسطه د شونډې بیرونی برخه نیسو او د لاندې او خارج په طرف یی کش کوو کومه زاویه چې مونږ ته ښکاری د میوکس فولډ په نامه یادیږي باید یادونه وشي چې د زور څخه کار ونه اخیستل شي.
کله چې میوکس فولډمعلوم شو سرنج په ښي لاس اخلوو او دمیوکس فولډ په زاویه کې یی زرق کوو د زرق په وخت کې باید ناروغ ته لارښونه وکړو چې سر باید ونه خوځوي ځکه چې د ستنې د لګولو په وخت کې وریو لږ څه درد کوي .
که چیرته ناروغ غواړي چې ناروغ ته د ستنې په وخت کې درد کم کړي نو د تیرې څوکې سرنج څخه د استفاده وکړي او یا د د زرق څخه مخکې لس فیصده لیډوکایین پر وریو ووهي تر نوموړی ساحه بې حسه شي نو بیا د درمل زرق کړی . اختیاط وکړی چې ستن هیڅ کله د بل غاښ پر لوري داخله نه کړی هر وخت ستن د ناروغ غاښ د وری پرلوري داخله کړی.
کله چې مو ستنه داخله کړه لږ درمل په عاجله توګه زرق کړی او بیا مخکې لاړ شی او ستنه ورو ورو داخله او درمل زرق کړی تر څو چې ریښې ته وراسیږي نو هلته پاتې ټول درمل زرق کړی .
په نوموړی طریقه کې درمل په اسانی سره زرق کیږي . دزرق څخه وروسته ستن وباسو او وری ته د ګوتې پواسطه لږ مساژ ورکوو تر څو درمل ټولو برخو ته په یوه اندازه وراسیږي .
د زرق څخه ورسته د ۵-۱۰دقیقو پورې انتظار کوو تر څو درمل خپل تاثیر سرته وراسوي.
که چیرته په وریو کې التهاب وي نو هیڅکله زرق پکې مه کوی.
نوموړي زرق لپاره د ۲۶،۲۷،۲۵نمبرو ستنو څخه استفاده کیږي چې ۲۴ملي متره اوږدوالی لري.
انتقالي طریقه Conduction
دا دغاښونو په علم کې د زرق لپاره دوهمه طریقه ده چې انتقالي یاConduction ورته ویل کیږي پدې طریقه کې ستنه د وریو تر عصابو پورې راسیږي . پدې طریقه د مخکینی طریقې څخه ستنه اوږده استعمالیږي .
په نوموړی طریقه کې ټوله ژامه هم بې حسه کولای شو د ټولې ژامې د بې حسه کولو لپاره عقلي غاښ ته نیږدې د TMJمفصل دی چې پدې مفصل کې زرق صورت نیسي چې ورته Mandibular Blackوایی په نوموړي طریقه کې په یو وخت کې څو غاښونه هم ویستل کیږي .
د نوموړي انستیزي تاثیر په زرق شوی ژامه کې تر سنټرل انسای زر پورې راسیږي.په نوموړی ځای کې د انستیزي زرق په وخت کې د څو خبرو پام باید وساتل شي.
په Mandibular Black کې سرنج په یو خاص ځای لګیږي که په غلط ځای کې زرق شي د ګتې پر ځای تاوان زیات لري .د نوموړی هدف لپاره د پروکایین هایدروکلورید او لګنوکایین هایدروکلوراید څخه استفاده کیږي په نوموړو محلولونو کې ایډرینالین شامل وي چې د زیاتې وینې بهیدو مخه وانیسي.dr atif
که چیرته ناروغ د کمزوري زړه څښتن وي چې اکثرا یی ښځې دي نو باید د زرق څخه مخکې پر وریو باندې د بي حسی سپري استعمال کړل شي.
د پورته کار لپاره د ۲۶نمبر ستنو څخه استفاده وکړی دغه ستنې باید د نقل،سټیل او یا پلاټینم څخه جوړې شوی وي.
د انتقالي طریقې لپاره چې کومې ستنې استعمالیږي باید ۳۰ملي متر اوږدوالی ولري .
Asepsis
هر یوه غاښ لپاره چې زرق کوی د ځینو خبرو پام باید واساتی د زرق سرنج مو باید د میکروبونو څخه پاک وي ، د ډاکټر لاسونه باید پاک وي، په کوم ځای کې چې زرق کوی د میکروبونو څخه باید پاک وي، کوم غاښ چې وباسي مخکې له وباسلو باید د میکروب ضد درملو ووینځل شي یعنې ناروغ باید غرغره سره خپله خوله ووینځي ،کله چې انستیزي ورکوی ستنه باید د لاس سره لمس نکړی،غاښ باید دزرق څخه مخکې د ایکټي فائیډ سپري سره ووینځی او په وریو باندې تنکچر ایوډین ولګوی.
Dr Kamal

Dentist"The person who works with his hand,Mind and heart "
16/11/2019

Dentist
"The person who
works with his hand,
Mind and heart "

خپل غیر منظم غاښونه مو د ارتودنسي پواسطه تداوي کړی
13/11/2019

خپل غیر منظم غاښونه مو د ارتودنسي پواسطه تداوي کړی

Address

Khost
Khost
24000

Telephone

+93777656872

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کمال د غاښونو معالجوي کلینیکKamal dental clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category