19/02/2026
✅ د #معدې سوری کېدل په #رمضان میاشت کې.
✔️تعریف:
د معدې سوری کېدل هغه وخت رامنځته کېږي چې د معدې په دېوال کې بشپړ سوری جوړ شي او د معدې تیزاب او محتویات د نس تشې ته لاړه شي. دا یو بیړنی جراحي حالت دی.
✅🌙 ولې په #رمضان کې زیات لیدل کېږي؟
په روژه میاشت کې ځینې عادتونه د معدې زخم (Peptic ulcer) خرابوي او د سوری کېدو خطر زیاتوي:
1️⃣ اوږده لوږه
14–16 ساعته لوږه د معدې تیزاب کم نه کوي.
معده تشه وي، خو اسید جوړېږي → زخم ژورېږي.
2️⃣ په افطار کې ناڅاپي درنه او غوړه غذا
زیات او غوړ خواړه اسید زیاتوي.
معده ناڅاپه پوره ډکېږي → فشار لوړېږي.
3️⃣ درد ضد درمل (NSAIDs)
ځینې کسان د سر یا بدن درد لپاره diclofenac، ibuprofen کاروي.
دا درمل د معدې محافظتي طبقه خرابوي.
4️⃣ سګرټ او زیات چای/قهوه
اسید زیاتوي او زخم ته زیان رسوي.
✅⚠️ نښې نښانې:
ناڅاپي شدید د نس درد (اکثره په epigastric سیمه کې)
نس کلک کېدل (board-like rigidity)
تبه
کانګې
د شاک نښې (کم فشار، چټک نبض)
پته۔ خوست ښار د ډاکټر محمد هاشم کلینیک ترڅنګ هارون خیل پلازه شمیره:-
+93764618287
+93777456012
+93770454214