Mohammad Pharmacy

Mohammad Pharmacy 24/7 Medical Pharmacy

10/06/2022

شديد اسهال د مايعاتو د کمښت له لاري انسان وژني. تاسو څرنګه کولای شئ چې پخپل کور کې د اسهال ناروغان د مايعاتو له کمښته و ساتئ؟
اول لاسونه او لوښی په صابون او اوبو پاک پرېمينځئ بيا په هغه کې يو لېټر اوبه جوش او بيا سړي کړئ. شپږ کاچوغي ( د چايو وړي کاچوغي) بوره او نېمه د چايو کاشوغه مالګه په کې واچوئ او ښه يې و لړئ. دغه محلول يا مايع وړو ماشومانو ته د ورځي نېم لېټر او غټو ماشومانو ته يو لېټر ورکړئ. که د لويانو شديد اسهال وي هغوۍ ته درې لېټره ور کړئ.

نوټ: د تي ماشومان خصوصاً چې عمر يې له شپږ مېاشتو څخه کم وي او اسهال ولري بايد مور ډير تی ورکړي.
Dr. shams

18/04/2022

بواسير:
بواسیر د مقعد د ننه يا شاوخوا وړې وړې غوټې دي چې ډيری وخت پرته له درملنې په يو څو ورځو کې پخپله ښه کيږي.
نښانې:
- تشناب ته له تلو وروسته د ضرورت پوره کولو په اخېر کې له مقعد څخه د وينې راتګ.
- په مقعد کې د یوې کتلې يا وړې غوټې را منځ ته کېدل.
- د مقعد خارش او يا د مقعد په شاوخوا کې درد.
درملنه:
- په خوړو کې د تازه میوو او شنه سابو د خوراک کچه زیاته کړئ.
- په کافې اندازه اوبه وڅښئ.
- د ضرورت کولو وروسته په اوبو او يا لوند تشناب کاغذ ځان پاک کړئ.
- د مقعد شاوخوا همېشه پاکه او وچه و ساتئ.
- که غوټه له مقعد بهر را ووزي کرار، سوکه او په ډير نرمۍ سره يې بېرته مقعد ته د ننه ورټېله کړئ.
- په مناسبه اندازه پيدل تګ يا ورزش وکړئ.
- د درد لپاره له پراسېټامول ګوليو څخه کار واخلئ.
- که قبض ياست د قبض له درملو کار واخلئ. ډيری د قبض درمل د ډاکټر نسخې ته ضرورت نلري.

په درملتونونو کې د بواسيرو لپاره وړ وړ کريمونه او ملهمونه شته چې د ډاکټر نسخې ته اړتيا نلري. که څه هم دغه کريمونه يا ملهمونه په وړ وړ نومونو پيدا کيږي خو ډيری يې (lidocaine, balsam peru, zinc oxide, bismuth oxide) کېمياوي مواد لري چې د بواسيرو درد، خارش او پاړسوب له منځه وړي، مثلاً په بريتانيا کې د Anusol يا haemorrhoids relief ointment په نامه ملهم يا کريم. تاسو کولای شئ د دې درملو له اخېستلو مخکې د درملتون له فارمسېسټ سره مشوره وکړئ.
که له پورته درملنې سره په يوه اونۍ کې ښه نه شوئ نو ډاکټر ته ولاړ شئ.

12/02/2022

الرجېک رېنايټِس چې په عامه اصطلاح خلګ ورته د پسرلي د موسم الرجي يا حساسيت وايي يوه ډيره عامه ناروغي ده. تقريباً په هرو پنځو يا شپږو کسانو کې يو کس ته پيدا کيږي. پدغه ناروغي کې د پوزي د ننه برخه د ګل له ګردې (د ګل د منځ ژيړبخونه ماده)، دوړو او ګرد، يا د ځني حيواناتو له پو ستکې چې وړې وړې زري د پخي پشان را جلا کيږي حساسيت لري او د پوزي په د ننه برخه کې د پاړسوب باعث ګرزي. دغه پاړسوب د زکام په شکل اعراض يعني پرنچل، د پوزي خارش او بنديدل منځ ته راوړي.
درملنه:
- د امکان تر حده له هغو شيانو څخه ځانونه و ساتئ چې تاسو ته دغه اعراض پيدا کوي.
- د نهايي رقيق مالګوبي (0.9%) سوڼ کولو پواسطه د پوزي د ننه برخې مېنځل.
- خلګ کولای شي Cetirizine او يا Loratadine درملو څخه استفاده وکړي. دغه درمل په ډيری هيوادونو کې د ډاکټر نسخې ته اړتيا نلري.
که مو اعراض له پورته درملنې سره ښه نه شول نو کورته

نېږدې له يو ډاکټر سره مشوره وکړئ.
Dr. Aman shams

25/01/2022

که د وېښتانو پخه لرئ او سر مو خارښ کوي تاسو کولای شئ چې له هغو شامپو ګانو څخه استفاده وکړئ چې يو لدغو لاندې اجزاوو څخه ولري. په ډيری هيوادونو کې د دغه شامپوګانو د اخېستلو لپاره تاسو د ډاکټر نسخې ته اړتيا نه لرئ.
زېنک پېرتيون zinc pyrithione
سالېسليک اسيډ Salicylic acid
سلِنيم سلفايډ Selenium sulphide
کِټوکونازول Ketoconazole
کول ټار Coal tar
هغه شامپو ګاني چې يو له پورته اجزاوو څخه ولري بايد يوه مياشت استعمال شي. که يوې کار ور نکړ بله و ازمويئ تر څو هغه شامپو پيداکړئ چې ستاسو د سر پخه او خارښ ور سره ورک شي. که له پورته شامپوګانو سره مو د سر پخه او خارښ ښه نه شو نو بيا خپل کورته نېږدې له ډاکټر سره مشوره وکړئ.
Dr aman shams

21/01/2022

هغه عادتونه چې ګردې/ پښتورګی مو دردمن او زیانمنوی.
1 کمې او لږې اوبه څښل او لږ خـوب کول.
2 د تـشو مـتیازو زیات ایـسارول
3 د مالـګې زیات استعـمال
4 د خوراک کمـول
5 د غوښو زیـات خـوراک
6 د استراحت کمـښت
7 د ګاز داره مشروباتو انرژیانو او کـوک او نور...شیانو استعمال
8 د حد نه زیات د خوږو (بوره، ګوړه، شیرني، چکلیټ..) شیانو استعمال.

14/01/2022

کله چې يو چا ته پرلپسې د شپې تر ناوخته خوب نه ورځي، د شپې په منځ کې را ويښيږي او سهار ستړی ستومانه وي، دغه حالت ته موږ انسومنيا يا بې خوبي وايو. بې خوبي که لنډ مهاله وي عموماً د رواني، فېزيکي او ټولنيزو فشارونو په واسطه منځ ته راځي. يوڅو ورځي يا اونۍ دوام کوي او هر هغه وخت چې نوموړي فشارونه له منځه ولاړ شي او يا انسان ورسره عادت شي بې خوبي پخپله له منځه ځي. لنډمهاله بې خوبي چې له يوې مياشتي څخه کمه وي تداوي ته اړتيا نلري. خو که ناروغ هيڅ ويده کېدی نشي نو د درمل لپاره بايد له ډاکټر سره مشوره وکړي. که درمل ورته توصيه شي نو هغه بايد له دوو اونيو څخه زيات استعمال نشي.
Dr aman shams

11/01/2022

لاندی ځایونو کی متیازې کول مکروه دي

مسئله
۱. دنهر تالاب په غاړه متیازی کول مکروه دی کله چی ګندګی هغی ته غورزیږی
۲.دداسی ونی لاندی چی دهغی سوری ته خلک کینی
۳.او دغه شان دمیوه دار ونی او ګلونو دونی لاندی
۴.او په کوم ځای چی خلک په یخنئ کی لمر ته کینی
۵.دڅاروؤ په منځ کی
۶. مسجد اوعیدګاه ته نزدی چی بدبوی يي مونځ کونکو ته تکلیف رسوی
۷.اوهدیره .مقبره کی
۸.اوهغه ځای کی چی خلک اودس اوغسل کوی
۹.په عام لاره کی
۱۰سوری .غار.کی..شرح نقایه ص۴۹. درمختارص۵۶. هدایه ص۴۸. علم الفقه ۴۵
کاپي

⭕ د وینې کموالی ، مېرمنې ولې پرې ډېر اخته کیږي ؟◀ د وینې کموالی په ښځینه وو کې یوه عامه ناروغي ده . د څېړنو له مخې د نړۍ...
09/01/2022

⭕ د وینې کموالی ، مېرمنې ولې پرې ډېر اخته کیږي ؟

◀ د وینې کموالی په ښځینه وو کې یوه عامه ناروغي ده . د څېړنو له مخې د نړۍ تر ۳۰ سلنې پورې خلک له د مختلفو ناروغیو او نورو لاملونو پر بنسټ له دې ستونزې سره لاس و ګرېوان دي . د وینې د کموالي یو لوی دلیل د ناروغو کسانو په وجود کې د اوسپنې کمښت دی . دا چې د وینې کموالی ولې رامنځته کیږي او ښځې ولې ورسره ډېر مخ کیږي ، په دې مطلب کې ورته کتنه کوو .

⭕ کوم خلک ډېر په دې ستونزه اخته کیږي ؟

◀ د وینې کموالی یوه عامه ستونزه ده . هم نارینه هم ښځینه او هم د مختلفو عمرونو خاوندان له دې ستونزې سره مخ کیږي . دا ستونزه په خاص ډول ښځو ته زیاته پیدا کیږي . هغه نجونې چې له ۱۵ تر ۴۹ کلونو پورې عمر لري ، په مختلفو دلایلو زیاته وینه ضایع کوي . د دوی د وینه ضایع کیدو ټولو نه لوی دلیل د دوی میاشتینۍ ناروغۍ ده . دوی که په وخت سره خپله درملنه وکړي ، زر ښه کیږي ، خو که ځنډ شي د وخت له تېریدو سره یې درملنه ستونزمنیږي .

⭕ ولې ښځې د وینې له کموالي زیات ځوریږي ؟

◀ ښځې په عام ډول له میاشتینیو ناروغیو پرته هم له ماشومتوبه د وینې له کموالي ځوریږي . د څېړنو له مخې د نړۍ پینځمه برخه ښځینه له ماشومتوبه په دې ستونزه اخته دي . ښځې د وینې د زیات مصرف له کبله زیاتو اوسپنه لرونکو خوړو ته اړتیا لري . له دې کبله ضرور ده ، چې د دوی خوراکي رژیم ډېر اوسپنه لرونکي خواړه ولري .

⭕ نارینه ولې د وینې په کموالي اخته کیږي ؟

◀ په نارینه وو کې د وینې د کموالي لوی دلیل د دوی په غذایي رژیم کې د اوسپنه لرونکو خوړو کمښت دی . پر اوسپنې سربېره د ویټامین بي او ویټامین آی کموالی ، د کولمو ناروغي ، التهابي ناروغۍ ، ملاریا ، پر وجود ټپونه او وینه بهونکې ناروغۍ هم د وینې د کموالي لاملونه دي .

⭕ د وینې کموالی د سرطان سبب کیږي ؟

◀ د وینې د کموالي ځینې ناروغان فکر کوي ، چې نه درملنه به یې دوی په سرطان اخته کړي . خو دا وېره پر ځای نه ده . البته که دوی د سرطان او د وینې د کموالي ناروغیو نور مشترک خصوصیات ولري ، هغه جلا خبره ده .

⭕ څه باید وکړو ؟

◀ د وینې کموالی په مختلفو ډولونو حلیږي . په دې برخه کې هم درملنه ضرور ده او هم د هغو خوړو زیات استعمال چې د وینې د زیاتیدو سبب کیږي . پر یوه لوري زیاته تکیه مه کوئ . هڅه وکړئ چې هم درمل او هم ضروري خوراکي توکي وکاروئ . په کورنیو کې ښځینه وو ته اوسپنه لرونکي خواړه باید ډېر ورکړل شي . دوی ته باید په ځانګړي ډول د دغو ناروغیو د لاملونو او حل لارو په اړه خاص پوهاوی ورکړل شي .

👈 دا معلومات خامخا نشر / شئیر Share کړئ !

⭕ که لیکنه مو پوره لوستلي وي کمِنټ کي ولیکئ چې پوره ولوستل شو او خپل نظر مو هم راسره شریک کړئ
©

04/01/2022

Medical words طبي اصطلاحات

Anxiety زهني نارامي
Tremor لړزه
Amnesia بې حافظې کېدنه
Insomnia بې خوبي
Kernactares د سر غټوالی
De Hydreation د مایعاتو کمېدل
Renal problems د پښتورګو مشکلات
Endocarditis د زړه التهاب
Dry Mouth د خولې وچوالی
Goiter جاغور
Malaise ستړیا
Gingivitis د وریو التهاب
Angiodema د شونډو پړسوب
Potot sensitivity د لمر سره حساسیت
Gonarrhea سوزاک
Hematuria د ادرار سره وینه راتلل
Abdominal infection د ګیډي ناروغي
Typhoid fever محرقې تبه
Sever pneumonia شدید نمونیا
Drowsiness نیم ویده والی
Muscle weekness د عضلاتو کمزوري
Brady cardia د زړه ضربان کمېدل
Tachy cardia د زړه ضربان زیاتېدل
Asthma ساه بندي
Feeling of tension خفګان احساسول
Hyper calcemia په وینه کي د کلسیم د کچي لوړوالی
Hyper kalemia په وینه کي د پوتاشیم د کچي لوړوالی
Hyper glycemia د شکر زیاتوالی
Hypo glycemia د شکر کموالی
Hyper tension د فشار زیاتوالی
Hypo tension د فشار کموالی
Hypo magnesamia د مګنیزیم کموالی
Haematological problem د ویني مشکلات
Hyper lipidemia د شحمو زیاتوالی
Heart block د زړه ودرېدل
Hepatitis د ځیګر التهاب
Hyper sensitivity حساسیت
Dermatology د پوستکي مشکلات
Meningitis د عصبي پردې التهاب
Dental abscess د غاښونو د وریو التهاب
Jaundice زیړی
Myalgia د عضلاتو درد
Dizziness سر ګنګسي
Anmia د ویني کموالی
Sedative خوب راوړونکي اراموونکي
Eiplipsy میرګی
Rest less ness نارامي
Dipression ذهني نارامي
Abduminal pain د خیټي درد
Sweating خوله کېدل
Nausea زړه بد والی
Vomiting استفراق
Cardiac arrest د زړه بندش
Arrithmia زړه بې نظمي
Vertigo سرچکر
Sinusitis پوزي التهاب
Intestinal bleeding د کولمو څخه وینه راتلل
Git upset د معدې مشکلات
Nephroxiciy د پښتورګو زهریت
Polio د ماشومانو فلج
Arthritis التهاب مفاصل
Rheumatic روماتیزم
Lumbago ملا دردي
Neuritis اعصابو التهاب
Dysmerrhea حیض
Dyspepsia بد هضمي
Anorexia بې اشتهایی
Mumps ټنډ غومبوری مرض یا کله چرک
Measles سرخکان
Rickets استخوان شکن. د هډوکوتدههتههده نرم والی
Delivery ولادت
Pregnancy حاملګي
Sterility عضلاتو سستي
Orchitis د خصیه التهاب
Urinary tract infection تناسلي لاري التهاب
Cholera کولرا
Hemorrhoids بواسیر
Typhoid محرقه
Diarrhoea اسهال
Dysentery وینه لروونکی اسهال
Worms د معدې چینجی
Gastritis د معدې التهاب
Ulcer د معدې زخم
Bronchitis برانشت
Wax د غوږ میکروب
Otitis media منځني غوږ التهاب
Tansillitis د ستوني تانسلونه
Redaced signt د نظر کموالی
Red eye د سترګو سوروالی
Stomach ache د معدې درد
Cold ریزش
Analgesic د درد ضد
Pyretics تبه
Indcation استطباب
Bon infection د هډوکو ناروغۍ
Joint infection د بندونو ناروغي
Renel infection د پښتورګو ناروغۍ
Rash دانې
Pharyngitis د ستوني التهاب
©

⭕  د وینې غوړ !◀ ایا د شپې لخوا مو پښې سوځیږی .◀ آیا د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو ګزګز کوي .◀ ایا سر ګنګسۍلرئ .◀ آیا...
18/12/2021

⭕ د وینې غوړ !

◀ ایا د شپې لخوا مو پښې سوځیږی .
◀ آیا د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو ګزګز کوي .
◀ ایا سر ګنګسۍلرئ .
◀ آیا په غوږونو کې د زُنګ زُنګ آوازونه اورئ .

👈 په وینه کې د کولسټرول ، ټرایګلیسراید‌‌‌ او د نورو شحمیاتو په غیر نورمال‌‌‌‌‌‌ ډول لوړوالي ته د وینې د غوړ ناروغي ویل کیږي . ددغې ناروغۍ مهمې نښې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي .

① د بدن دروندوالی او تل د ستړیا احساس .
② په غوږونو کې د ګُزګُز آوازونه.
③ د سر دائيمي ګنګسوالی .
④ د شپې لخوا د پښو د تلو سوځیدل او په ټول وجود کې د ګرمۍ احساس .
⑤ د زنګانه لاندې په نرمه غوښه کې د شدیدو دردونو احساس .
⑥ د خولې وچیدل او د خولې د مزې دایمې تریخوالی .
⑦ د زړه د ضریانو اوریدل .
⑧ ناروغ تل د خوب او دروندوالي احساس کوي .
⑨ په ځینو ناروغانو کې د وینې فشار لوړیږي .
⑩ د وزن ‌‌‌‌‌‌ډیروالی مګر پدې معنی نده چې د کم وزن لرونکی تر دې ناروغۍ معاف دي .
⑪ د سترګو د شاخوا پړسوب .

⭕ د وینې د غوړو بدې پایلې :

① د وینې د کوچني رګونو بندیدل چې د زړه د حملاتو او د مغزي سکتو یا فلج کیدو سبب ګرځي .
② د وینې د فشار لوړیدل چې دا هم په مغزو ، زړه ، پښتورګو او د بدن په نورو حساسو سیمو کې د وینې د کوچنیو رګونو د چویدو سبب ګرځي .
③ د تریخې کاڼي جوړوي .
④ د معدې د زخم سبب ګرځي .
⑤ د حافظې د کمزورۍ سبب ګرځي .
⑥ که د لوړ فشار له کبله د سترګو د کوچنیو رګونه وچوي نو د ړندیدو سبب ګرځي .
⑦ د لړمون یا ځیګر د غوړوالي او التهاب سبب ګرځي .
⑧ د معدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي .
⑨ په نارینه کې د پروسټاټ د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي .
⑩ په ښځو او نارینه و کې د پانکراس د غدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي .

⭕ تشخیص : په وینه کې د شحمیاتو کچې کتل یا lipid profile .

⭕ درملنه :

‌‌‌‌‌‌① ډیرې اوبه څښکل .
② د ایمو او ترشي بابو خوړل په هغه صورت کې چې د ویني فشار نورمال وي .
③ دوامداره ورزش یا فزیک فعالیت او د وزن کمول .
④ د شحمیاتو یا غوړویو د متابولیزم مخه نیونکي درمل باید تر هغې وخوړل شي ترڅو نوموړې غوړ تر نورمالې کچې راټیټ شي .

👈 دا معلومات خامخا نشر / شېر Share کړئ !

پوستکي او وېښتانو ته ویټامين E کپسول څه ګټې لري؟اوسمهال ډېری م ښځينه او نارينه د پوستکي او وېښتانو اړوند په ګڼ شمېر بېلا...
29/11/2021

پوستکي او وېښتانو ته ویټامين E کپسول څه ګټې لري؟

اوسمهال ډېری م ښځينه او نارينه د پوستکي او وېښتانو اړوند په ګڼ شمېر بېلابېلو ستونزو لکه؛ د پوستکي وختي زړېدنه، تور داغونه او د ويښتانو له تويېدو څخه کړیږي.
ويټامين E، د سر او پوستکي اړوند په ټولو موادو لکه شامپو، تېل، کريم…او نورو کې شته او همدا ويټامين مفيد مغذي مواد او “انټي اوکسيډنټس” لرونکي دي، چې د پوستکي په لا ښايسته او ځليدو کې درسره مرسته کوي.
زياتره خلک د ويټامين E د کپسول سره بلد دي، مګر د دې لپاره چې په خاص ډول ترې ګټه واخلي او له هغې څخه د ښې پايلې ترلاسه کړي او یا یې منظم وکاروي، بلد نه دي.

نن درته د ويټامين E د کپسول حيرانونکې ګټې درښیم.
لومړی: ويټامين E کپسول په ډېره اندازه “انټي اوکسيډنټ” مواد لري چې د پوستکي لپاره ډېرې ګټې او همدا شان پوستکي د لمر له وړانګو څخه ساتي.
نوموړي کپسول د alpha-tocopherol مواد لري چې همدا مواد ډېر قوي انټي اوکسيډنټس دي چې زموږ د مخ لپاره ډېر مهم دي.

دوهم: پوستکی ځلانده او ښه ساتنه یې کوي.
زيات فشار، کمزوری خوارک، کم خوب… د پوستکي د غير منظم کېدو لومړي علتونه دي. همدا کپسول درسره د پوستکي په ښکلا او روڼوالي ډېره مرسته کوي.

درېيم: د مخ ګونځې او خاپونو له منځه وړلو لپاره.
څېړنو ثابته کړې ده چې د ويټامين E کپسول د التهاب ضد اغېزه لري چې د پوستکي له منځه تللي جوړښت کې ډېره مرسته کوي.

څلورم: د پوستکي د نرم ساتلو لپاره.
د مخ لپاره يو شمېر توکي لکه د لمر ضد کریم او سينګار کریمونه… په لوړه کچه ويټامين E او ويټامين C لري چې د پوستکي لپاره ښه اغېزمن او د هر ډول پوستکي لپاره غوره دي. د ويټامين E کپسول په کافي اندازه غوړ او نور روغتیایي ترکیبات لري چې په همدې اساس زموږ پوستکی نوجن/اوبلن ساتي.

ــ د مخ لپاره د ويټامين E کپسول د استعمال اغېزمنې لارې:
لومړی: له “آلوېرا” سره د ويټامين E کپسول ګډ کړئ،
د نوموړي کپسول له آلوېرا سره ګډول د پوستکي د نرم او تازه ساتلو لپاره ښه اغېزمن دي. د آلوېرا څخه ترکیب شوي کريم سره دويټامين E کپسول ګډ او پرمخ يې د دوو دقیقو لپاره وموښئ. وروسته يې د سهار لخوا په نرمو اوبو او ځانګړي صابون سره خپل مخ ومينځئ، وروسته بیا د مخ ښکلا او تازه والی ووینئ.

دوهم: د کوپرې له تيلو سره يې ګډول.
د کوپرې له تېلو سره يو کپسول د ويټامين E ګډ کړئ، وروسته يې پر مخ او غاړه وموښئ او له بې شمېره ګټو لکه، د داغونو له منځه وړل، د پوستکي ښويه‌ول، د دانو له منځه وړلو… څخه ځانونه برخمن کړئ. همدا راز د کوپرې له تېلو او د ويټامين E د کپسول له ګډولو څخه د وجود لپاره يو ځانګړی لوشن جوړ او په ټول بدن يې وموښئ.

درېيم: له شاتو او مستو سره يې ګډ کړئ.
شات او مستې دواړه د پوستکي د روغتیا او ښکلا لپاره غوره دي. لږه اندازه مستې د ويټامين E کپسول او يوه کاشوغه شات سره ګډ کړئ، وروسته يې پر غاړه او مخ د پنځو دقيقو لپاره وموښئ او بيا يې له پنځلس او شل دقيقو وروسته خپل مخ ومينځئ. دغه کړنه په اوونۍ کې درې ځله تکرار کړئ او غوره پوستکی ولرئ.

څلورم: پر پوستکي د ويټامين E کپسول نېغ کارول.
ځينې خلک پر مخ د ويټامين E کپسول مستقيمآ کاروي ښه نه ګڼي چې دا خبره هېڅ حقيقت نلري، ځکه چې د ويټامين E کپسول ډېر ضروري مغذي مواد لري چې زموږ د پوستکي لپاره اړين دي. د ويټامين E کپسول په هر ځای او هر درملتون کې په مختلفو رنګونو سره موجود دي. يو دانه د ويټامين E کپسول راوخلئ او سر يې بیاتي کړئ. د کپسوله شته مواد په ورغوي کې توی کړئ او پر مخ د پنځو دقيقو لپاره وموښئ او سهار يې بيا په نرمو اوبو سره خپل ومينځئ او نتيجه يې پخپله وګورئ.

د ويښتانو د روغتیا لپاره د ويټامين E کپسول کارول:
لومړی: د اړتيا وړ مواد:
د کوپرې تېل او د ويټامين E کپسول(Evion400mg)
کارول يې: په يوه لوښي کې څلور کاشوغې د کوپرې تيل، يو دانه د ويټامين E کپسول څيرې مواد يي د کوپرې له تيلو سره ګډ کړئ او ويښتان پرې ښه غوړ کړئ. نيم ساعت وروسته مو خپل ويښتان ومينځئ.
©

ماشوم ولې ژاړي او څنګه یې ارامه کړو؟ دلته یې ولولئژباړه راټولونه: مریم محمديد ماشومانو په ژوند کې ژړا کومه ناروغي نه ده،...
08/11/2021

ماشوم ولې ژاړي او څنګه یې ارامه کړو؟ دلته یې ولولئ

ژباړه راټولونه: مریم محمدي

د ماشومانو په ژوند کې ژړا کومه ناروغي نه ده، دا یو طبیعي خبره ده چې ټول ماشومان ژاړي، ځینې کم خو ځینې بیا ډېر.
هغه ماشومان چې خبرې کولای شي د ژړا په علت یې تاسو زر پوهیږئ، خو هغوی چې خبرې نشي کولی د ژړا لپاره یې میندې اندیښنه کوي، د مخنیوي لپاره دلته درسره معلومات شریکوو:
د ماشومانو د ژړا لامل څه دی؟
– کله چې ماشوم وږی شي ژاړي.
– باد، قولنج، قبضيت او د نس درد ماشوم ژړوي.
– تبه، سینه بغل، بندونو او ستونې درد د ماشوم د ژړا سبب کيږي.
– ځیني ماشومان لوند ټوكر يا پمپر تر ډېره وخته نه شي زغملى.
– ځيني ماشومان له تړل كېدو سره روږدي وي، چې خوب ورشي تر هغو پورې ژاړي چې تړل شوی نه وي.
– اكثر ماشومان د غاښ ايستلو پر مهال ناارامه وي او ژاړي.
– په دوامداره توکه په یو اړخ ویده کیدل د ماشوم د ژاړ لامل کیږي.
– د پتلونه يا نيكر لاسټيک یا کشک هم كه ډېر ټينګ وي د ماشوم نس ورخوږوي او ژاړي.
د ماشوم ژاړ څنګه ارامه کړو؟
د ماشوم د خوب ځای ته پام وکړئ، په افغانستان كې خصوصاً په كليو كې حشرات ډېر دي لکه ورږې، كټمل، مياشې او داسې نور، کله چې ماشوم وچيچي، نو له ژړا پرته به بله چاره نه لري.
– کله چې ماشوم د شپې له خوا ژاړي لږ صبر وکړئ، ترڅو د ژړا ډول علت یې معلوم، ماشوم وګورئ، خو څراغ مه روښانه کوي، خبرې مه کوئ او سترګو ته یې مه ګورئ، تر څو بیرته ویده شي.
– که د ژړا پر وخت د ماشوم شا او خېټې ته یې په خپلو لاسونو ماساج وکړئ، دېر زر به قرار شي.
– کله چې ماشوم ډېر ژاړي او چیغې وهي، هر څه مو چې په لاس کې وي، پرځمکه یې کېږدئ او پرته له ځنډه هغه په غیږ کې ونیسئ.
كه ماشوم ژاړي او وږى نه وي، ټوكر يې وګورئ، كه لوند يا چټل و، زر تر زره یې بدل كړئ.
– كه ماشوم موړ وي، ټوكر يې بدل شوى وي او بيا هم ژاړي؛ نو خوب به یې راځي، په غېږ كې يې ونيسئ، ټپ ټپ يې كړئ او للو للو ورته ووايئ، ماشوم به زر ويده شي.
– کله چې ماشوم ژاړي او تاسو غواړئ چې ویده شي، له ډارولو یې په کلکه ډډه وکړئ، دا کار د نورو زیانو سربیره په خوب کې هم د ماشوم د ژړا سبب کیږي.
– د ماشوم تړلو ته پام وکړئ، ځينې ميندې ماشوم په سوزني باندې ډېر كلک تړي، دا هم د ماشوم د ناارامۍ او ژړا يو علت كېداى شي.
– د ماشوم د یخ مخنیوی یې وکړئ، ماشومان د ګرمۍ په خاطر زر نه ژاړي؛ خو د يخنۍ په وجه زر عكس العمل ښكاره كوي.
– اكثر ماشومان د غاښ ايستلو پر مهال ناارامه وي او ژاړي، په دې وخت کې ګوته پر صابون باندې پاكه ووينځئ، د ماشوم پر وريو تېره كړئ، ممكن د نوي غاښ كلكه تېره څوكه به مو په ګوته ولګېږي، په دې وخت کې له ډاكتر سره په مشوره يې علاج وكړئ.
یادونه:
میندې دې دا خبره په یاد لري، که چېرې ماشوم مو په غیرې عادي ډول ژاړي، نو د بدن حرارت يې وګورئ چې تبه يې نه وي، سترګې يې وګورئ چې سرې نه وي، غوږونه يې وګورئ، ممكن ګزک يې كړى وي، پوزه یې وګورئ چې زکام نه وي، كه دا يا د ناروغیو نورې نښې په كې وينئ؛ نو زر تر زره يې ډاكتر ته یوسئ.
سرچینه: اسان طب

Address

د شيخ زاید پوهنتون عمومي سرک الفتح لیسې ته مخامخ خوست ښار
Khost
77

Telephone

93799136100

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mohammad Pharmacy posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram