دخوست ډاکټرانو اتحادیه

دخوست ډاکټرانو اتحادیه Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from دخوست ډاکټرانو اتحادیه, Doctor, Khost.

09/11/2025

د ماشومانو د خولې څخه د لاړو بهېدل (Drooling یا Sialorrhea)
د ماشومانو له خولې څخه د لاړو بهېدل یو عام حالت دی چې ډېری وخت اندېښنې ته اړتیا نه لري. دا حالت کله ناکله د طبیعي ودې برخه وي، خو ځینې وختونه د مختلفو ناروغیو له امله هم رامنځته کېږي.
دلته یې مهم علتونه ذکر شوي دي:
1. د غاښونو راوتل:کله چې د ماشوم غاښونه راوتل پیل کړي، د ورۍ خارش پیدا کېږي. ماشوم هر څه خولې ته وړي او پرې خپلې ورۍ ټینګوي، چې له امله یې لاړې زیاتېږي او له خولې بهېږي.
2. د ستوني التهاب (Tonsilitis یا Pharyngitis):که ماشوم د ستوني درد یا التهاب ولري، د تیرولو توان نه لري او لاړې له خولې بهېږي.
3. د خولې زخمونه یا التهاب (Apthous ulcer):د خولې دننه زخمونه یا ورۍ التهاب هم د لاړو زیاتېدو سبب کېږي.
4. د کولمو چینجي:کله ناکله د ماشوم په بدن کې چینجي (worms) هم د لاړو زیاتوالي لامل ګرځي.
5. د خولې د عضلاتو کمزوري:که د خولې یا مخ عضلې کمزورې وي، ماشوم نشي کولای لاړې تیرې کړي
6. موسمي ناروغۍ:لکه زکام، نزله یا حساسیت هم د لاړو زیاتېدو لامل کېږي.
7. ځینې درمل:ځینې درمل هم د لاړو زیات بهېدو سبب ګرځي. نو په ډېری ماشومانو کې دا حالت کومه جدي ستونزه نه وي، او د عمر له زیاتېدو سره (اکثراً د ۱۵ میاشتو وروسته) پخپله ښه کېږي. خو که د لاړو بهېدل ډېر زیات وي، یا ورسره نورې نښې (تبه، د ستوني درد، زخمونه، یا د وزن کمېدل) موجود وي، نو د ډاکټر مشوره ضروري ده.

01/11/2025

زیری!
د خوست ډاکترانو اتحادیه د یوې سترې خیر‌ښادۍ په موخه پلان لري چې د غریبو او بې‌وسه ناروغانو د سترګو پرده لرونکي عملیات په بشپړ ډول وړیا ترسره کړي.
هر هغه څوک چې د اتحادیې د رهبري له خوا تائید شي، عملیات به ورته بې له کوم فیسه ترسره کېږي

26/10/2025

ځینې ښځې د میاشتني عادت (حیض) پر مهال د ملا د شدید درد احساس کوي، او دا حالت یو *طبیعي فیزیولوژیکي پدیده* ده.
*ناروغي نه بلکې طبیعي حالت دی*
که دا دردونه نرم وي او له حیض سره سم ختمیږي، دا یو *نورمال فیزیولوژیکي عکس‌العمل* ګڼل کیږي.
خو که درد شدید، اوږدمهاله یا د نورو نښو سره وي، نو باید طبي ارزونه وشي

لاندې دلایل ددي دردونو لامل کیږي:

١- *د رحم انقباضات (Contractions):*
د حیض پر مهال رحم د وینې او نسجونو د خارجولو لپاره انقباض کوي.
دا انقباضات د *پروستاګلاندین* په نوم کیمیاوي موادو له امله وي، چې زیاتوالي سره یې *د ملا او نس درد* منځ ته راځي.

٢- *د درد انتقال (Referred Pain):*
د رحم عصب د ملا له عصابو سره اړیکه لري.
نو کله چې رحم درد وکړي، دا درد د *ملا، کوناټیو یا حتی د پښو لوري ته انتقال* پیدا کوي.

٣- *اندومتریوسس (Endometriosis):*
که چیرې رحم ته ورته نسجونه د رحم نه بهر موجود وي، نو دا به د حیض پر مهال شدید دردونه (ملا، نس، بطن کی) رامنځته کړي.

*نوټ:*
*رحمي فایبرویدونه یا نور اختلالات لکه فیبروما، اډینوما، یا انفکشن هم د حیض سره د ملا درد زیاتوي.

13/10/2025
د کیلې ګټې د حمل (حاملګۍ) پر مهال:1. زړه بدوالی کموي:*  کیله کې ویټامین B6 شته، چې د سهار زړه بدوالی کموي.2. *قبض له منځ...
03/10/2025

د کیلې ګټې د حمل (حاملګۍ) پر مهال:

1. زړه بدوالی کموي:*
کیله کې ویټامین B6 شته، چې د سهار زړه بدوالی کموي.

2. *قبض له منځه وړي:*
کیله له *فایبر* څخه بډایه ده، چې د هاضمې نظام ښه کوي او قبض ختموي.

3. *انرژي ورکوي:*
کیله طبیعي بوره (شکر) لري، چې ژر *انرژي* ورکوي او خستګي کموي.

4. *پوتاشیم لري:*
دا *پوتاشیم* لرونکې میوه ده، چې د پښو درد، پړسوب، او د وینې فشار کمولو کې مرسته کوي.

5. *فولیک اسید لري:*
د ماشوم د *عصبي سیسټم* د ښه جوړښت لپاره مهم دی.

6. *وینه جوړه وي:*
کیله د *اوسپنې (Iron)* یو څه اندازه لري، چې د حمل پر مهال د وینې کمښت مخنیوی کوي.

*یادونه:*
په مناسبه اندازه خوړل یې ګټور دي. که بډوډي یا شکر لرې، له ډاکټر سره مشوره وسی

24/09/2025

په حمل (حاملګۍ) کې وینه اکثر وخت *د اوسپنې (Iron)* د کموالي له امله کمیږي، چې دې حالت ته *"حمل‌مربوطه وینه‌کمښت" یا Anemia in Pregnancy* وايي.

✅ مهم لاملونه:
1. *د اوسپنې کم خوراک:* بدن ته کافي اوسپنه نه رسېږي.
2. *د وینې حجم زیاتېدل:* د حمل پر مهال د بدن مایع زیاتېږي، خو د سره کرویاتو کمی وي.
3. *د فولیک اسید او ویټامین B12 کمښت:* چې وینه جوړوي.
4. *دوهم یا دریم حمل د لنډ وخت په فرق:* بدن ته د بیا رغېدو وخت نه وي ورکړل شوی.
5. *زیات استفراغ یا کم خوراک:* چې د مغذي موادو کمښت راولي.

🔴 نښې:
- ستړیا، سردرد، د زړه تېز درځیدل، د پوستکي ژیړوالی، د ساه لنډوالی

✅ درملنه:
- د اوسپنې ګولۍ یا شربت
- د اوسپنه‌لرونکو خوړو خوړل: شنه پاڼې، سره غوښه، مڼه، کیله، عدس، مغز لرونکي خوراکونه
- فولیک اسید او ویټامین B12 اخیستل

20/09/2025

فولیک اسید يو ډير مهم ويټامين دی!

فولیک اسید اصلأ د B ویټامین د کورنې څخه دی چی د Folate یا ویټامین B9 په نامه سره یادیږی.
دا ویټامین دبدن د نویو حجراتو په جوړیدلو کی اړینه دنده لري
د هر انسان بدن د ویتامین ته ډیره اړتیا لري ،خصوصآ هغه میرمنې چې امیندوارکیدو ته امادګي نسي یا امیندواره وي له زیږون څخه ورسته د هغوی د وینې د لږ والی د مخنیوي لپاره حتمي او ضروري دی.
او هغه میرمنې چې امیندواره کیدو ته امادګي نسي له امیندواره کیدو څخه حداقل درې میاشتې مخکې د دوی لپاره ددې ټابلیټ خوړل ضروري دي.

19/09/2025

د حمل لرونکي ښځې لپاره لاندې خواړه زیانمن دي👇🏻
خامه غوښه یا نيم پخه غوښه❌
- خامه هګۍ❌
- خامې شیدې او پنیر❌
- زیات شین چای❌

د حمل لرونکي ښځې لپاره لاندې خواړه ډیر ګتور دي👇🏻

- سبزي جات او موسمي میوې✅
- هګۍ چې ښه پخه شوی وي✅
- خورما، چارمغز، شیدې، کیله، مڼه✅
- د اوبو څښلو ته توجو✅
- د ماهي غوښه✅- -

ریفاپین اېچ شربت باید بې ځایه استعمال نکړو! ریفاپین اېچ (Rifampin-H = Rifampicin + Isoniazid) اساساً د توبرکلوز (TB) د د...
19/08/2025

ریفاپین اېچ شربت باید بې ځایه استعمال نکړو!

ریفاپین اېچ (Rifampin-H = Rifampicin + Isoniazid) اساساً د توبرکلوز (TB) د درملنې لپاره جوړ شوی دی، نه د اسهال لپاره.

• د ماشومانو د اسهال لپاره دا دوا هېڅ ساینسي او کلینیکي سپارښتنه نلري،
یوازې د ځانګړو انتاناتو (لکه TB، یا ځینې نادره mycobacterial infections) لپاره کارول کېږي د ضررونو خطرونه په ماشومانو کې

که چیرې ماشوم TB ونه لري او Rifampin-H ورکړل شي، نو ډېر خطرات منځته راوړی شي لکه :
• د ځګر زیان (Hepatotoxicity): دواړه rifampin او isoniazid د ځګر د انزایمونو لوړوالی، زیړی (ژېړ رنګ کېدل) او حتی شدید hepatotoxicity پیدا کولی شي.
• په وینه کې : لکه thrombocytopenia یا hemolysis.
• په عصبي سېستم کې : Isoniazid کولی شي peripheral neuropathy راولي، په ځانګړي ډول که ماشوم ته Pyridoxine (Vitamin B6) ورنه کړل شي.
• د درملو مقاومت: که ماشوم ته بې ځایه Rifampin ورکړل شي، او وروسته TB رامنځته شي، ډېر امکان لري چې مقاوم (resistant) بڼه یې پیدا شي چې بیا درملنه یې ډېره سخته کېږي.
• د معدې مشکلات : کانګې، نس ناستې، د نس درد.

نو د ماشومانو د اسهال لپاره Rifampin-H هېڅ ځای نه لري، او ورکول یې مضر او خطرناک دی که TB شتون ونه لري.

د ماشوم د اسهال لپاره باید علت ولټول شي (ویروسي، بکتریايي، پروټوزوا، غذایي…) او د هغې مطابق درملنه وشي.

19/06/2025

ولې ځينې ښځې يوازې لورګانې يا يوازې زامن زېږوي؟
د ډېرو خلکو سره دا پوښتنه ده چې ولې ځينې ښځې يوازې لورګانې يا يوازې زامن زېږوي؟

`د ماشوم جنسيت پلار ټاکي` له همدې امله زیات وخت د يوې کورنۍ ماشومان يوازې نجونې او يا يوازې هلکان وي، که څه هم ځينې خلک په دې باور دي چې د ماشوم جنسيت ځکه مور ټاکي چې ماشوم د مور په خېټه کې وده کوي، خو رښتيا دا دی چې د ماشوم جنسيت پلار ټاکي.

هغه ځکه چې، د نارينه وو په سپرم کې د (X او Y) کروموزومونه شتون لري، خو د مور په تخمونو کې يوازې د (X او X) کروموزومونه شتون لري، یعني د ښځينه وو کروموزومونه يوازې X کروموزومونه دي.

کله چې د نارينه او ښځينه ترمنځ القاح ترسره شي، که د نارينه د (X) کروموزوم د ښځينه له (X) کروموزوم سره يو ځای شي، د هغوی ماشوم به نجلۍ وي، خو که د نارينه د Y کروموزوم د ښځينه له X کروموزوم سره يو ځای شي ماشوم به هلک وي. نو ښکاره ده چې د ماشوم جنسيت يوازې پلار ټاکي او مور د جنسيت په ټاکلو کې هېڅ ونډه نه لري..

په افغانۍ ټولنه کې له ډېر وخت څخه را په دې خوا خلک په دې باور دي چې د ماشوم جنسيت مور ټاکي، ځکه نو هغه نارينه چې د هلک ماشوم څښتن نه کېږي له خپلې مېرمن سره بد چلند کوي او هڅه کوي چې دويم واده وکړي. هڅه وکړئ چې د خپل شاوخوا خلک په دې پوه کړئ چې د ماشوم جنسيت پلار ټاکي او مور د ماشوم د جنسیت په ټاکلو کې ګرمه نه ده، تر څو له هغوی سره د تاوتريخوالي او ناخواله چلند څخه مخنيوی وکړئ.

اوس هم ځېنې بې سواده خلک د ماشوم د جنسیت تعین د ښځو پورې تړې او که چيرته يوه ښځه نارینه اولاد را نه وړي، ټوله کورنۍ ښځه مجرمه ګڼي او ځيني کورنۍ خپلو اولادونو ته له همدې امله نورې ښځې کوي.

خو د جنس (ښځینه یا نارینه) تعينولو ځانګړنه الله (ج) په نارینه وو کې ایښې ده.

: د ماشوم جنسیت د پلار په سپرمونو کې د کروموزومونو له مخې ټاکل کېږي. د ماشوم د نارینه توب یواځینۍ لاره دا ده چې که هغه سپرم چې له هګۍ سره یوځاې کېږي د وای Y کروموزوم ولري نو نارینه اولاد به رامنځته شي.

پولیو واکسین ستاسو ماشومان له دایمي فلج او معلولیت څخه ژغوري.
22/05/2025

پولیو واکسین ستاسو ماشومان له دایمي فلج او معلولیت څخه ژغوري.

12/05/2025

دغوا شیدې استعمال په ماشومانو کې :
ډاکټر صاحب، تاسو بیا بیا وایئ چې نوې زېږېدلي ماشوم ته د غوا یا میښې شیدې مه ورکوئ، خو د دې علمي وضاحت نه کوئ. زه لومړۍ ځل مور شوې یم او زموږ په کورنۍ کې دا یو عام رواج دی. مهرباني وکړئ وضاحت وکړئ.

ځواب:
ستاسو پوښتنه ډېره مهمه ده او دا فکر ډېرو نوو میندو ته پیدا کېږي. زه غواړم چې د نوې زېږېدلي ماشوم لپاره د غوا یا میښې د شیدو نه ورکولو علمي دلیلونه درته واضح کړم:

۱. فطري توپیر: د غوا شیدې اصلاً د خوسکي اړتیاوو ته برابرې شوې دي، نه د انسان د ماشوم لپاره. د خوسکي هاضمه، معده، او جسمي جوړښت د انسان د ماشوم سره ډېر توپیر لري. هماغسې لکه څنګه چې انسان د څارویو خوراک نه شي هضمولی، یو نوی زېږېدلی ماشوم هم د غوا شیدې په اسانۍ سره نه شي هضمولی.

۲. د مور شیدې تر ټولو غوره خواړه دي: د نوزېږېدلي ماشوم لپاره د مور شیدې تر ټولو بشپړ، متوازن او مناسب خواړه دي. که د کوم دلیل له مخې د مور شیدې نه وي، نو د فارمولا شیدې یو مناسب بدیل ګڼل کېږي، ځکه چې دا د مور شیدو ته نژدې جوړېږي.

۳. علمي دلیلونه:
• د غوا په شیدو کې اوسپنه (آیرن) ډېره کمه وي، او هغه لږه هم چې موجوده وي، د ماشوم بدن ته په اسانۍ سره نه جذبېږي.
• پکې پروټین او منرالونه ډېر زیات وي، چې دا د ماشومانو پر ګردو بې‌ځایه فشار اچوي.
• ځینې غوړ او نور اجزا (لیپیدز) په کې شته چې د انساني ماشوم لپاره مناسب نه دي.
• د غوا شیدې ډېر په کمه عمر کې ورکول د “کاؤ ملک الرجۍ” خطر زیاتوي، چې دا د ماشوم په کولمو کې پټ وینه راوستلای شي (چې یوازې د مایکروسکوپ له لارې ښکاري).

۴. د اوسپنې کمښت او ذهني وده: د غوا شیدې د اوسپنې کمښت پیدا کولای شي، چې وروسته د ماشوم پر دماغي وده، زده‌کړې وړتیا او ذکاوت (IQ) ناوړه اغېز کولی شي. دا کمښت تل اسانه نه تشخیصېږي.

۵. د یو کال وروسته اجازه لري: کله چې ماشوم یو کلن شي، د هغه ګردې او هاضمي سیسټم تر ډېره پوره وده مومي، او هغه وخت کولی شي چې د غوا شیدې هضم کړي.

په لنډ ډول: که غوا شیدې سمدستي روغتیایي ستونزه هم نه پیدا کوي، نو بیا هم دا د نویو زېږېدلیو لپاره ښه انتخاب نه دی. زموږ هدف دا دی چې مور و پلار ته د ساینس پر بنسټ معلومات ورکړو، تر څو دوی ښه پرېکړې وکړي. پرېکړه خو بالاخره د مور و پلار وي، خو پوهه لرل ډېر مهم دي.

Address

Khost

Telephone

+93799135008

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دخوست ډاکټرانو اتحادیه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category