Salarzai Medical Laboratory

Salarzai Medical Laboratory Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Salarzai Medical Laboratory, Medical and health, dasht-e archi, Kunduz.

08/07/2025
دلیونی سپی داړل Rabiesبیړني اقدامات (دلیونی سپي د داړلو لمړنی مرستی اود Rabies مخنیوي ):1. زخم سملاسي پریولی:چیچل شوی ځا...
24/04/2025

دلیونی سپی داړل Rabies

بیړني اقدامات (دلیونی سپي د داړلو لمړنی مرستی اود Rabies مخنیوي ):

1. زخم سملاسي پریولی:

چیچل شوی ځای لږ تر لږه 15 دقیقې په صابون او پاکو اوبو سره پریولی. دا د ویروس په ایستلو کې مرسته کوي.

2. الکول یا ایوډین پکښې ووهی:

له پاکولو وروسته پر زخم الکول، ډیټول یا ایوډین ووهی څو مکروبونه له منځه لاړ شي.

3. سملاسي روغتون ته لاړ شی :
له ډاکټر سره اړیکه ونیسی او ورته ووایی چې سپی داړلی ، حتی که زخم کوچنی هم وي.

د رابیز واکسین مهالویش:

د رابیز یا لیونی سپی ضد واکسین اخیستل ډېر مهم دي. معمولی مهالویش یې دا دی:

- 0 مه ورځ: لومړی واکسین (د داړلو په ورځ)

- 3 مه ورځ: دوهم واکسین

- 7 مه ورځ: دریم واکسین

- 14 مه ورځ: څلورم واکسین

- 28 مه ورځ: پنځم واکسین

که داړل شوی ټپ ژور وي یا په حساسو برخو لکه مخ، غاړه یا لاسونو وي، د رابیز ضد ایمیونوګلوبولین هم یواځې په 0 مه ورځ ورکول کېږي.

مهمې لارښوونې:

- په درملنه کې هېڅ ډول ځنډ مه کوی.

- پر کورنیو دودیزو نسخو باور مه کوی.

- واکسین مکمل کړی، که زخم ښه شوی هم وي.

سالارزی طبی لابراتوار دشتی ارچي ولسوالۍ خواجه غار بندر بخمل کوڅه ته مخامخ عرفان شاکر درملتون کی یی واکسین موجود دی

رابیز (Rabies)د رابیز واکسین په اړه💉 رابیز (سپي لیوني) یو وژونکی تهدید – خو د مخنیوي وړ دی!رابیز یوه وژونکې ویروسي ناروغ...
12/04/2025

رابیز (Rabies)

د رابیز واکسین په اړه

💉 رابیز (سپي لیوني) یو وژونکی تهدید – خو د مخنیوي وړ دی!

رابیز یوه وژونکې ویروسي ناروغي ده چې د حیواناتو (لکه سپي، پیشو، لیوان...) څخه انسان ته انتقالېږي. دا ناروغي د مغزو سیسټم ته سخت زیان رسوي او که پر وخت یې درملنه و نه شي، نو ۱۰۰٪ مرګونی ده!

✅ څه باید وکړو
- که تاسو یا یو ماشوم د سپي یا حیوان له خوا وخوړل شئ، سمدستي زخم ومینځئ
هرومرو د رابیز واکسین پیل کړئ دا واکسین ستاسو ژوند ژغوري!
واکسین تطبیق پر وخت ډېر مهم دی.
تر پنځو دوزونو پورې ممکن وي، چې له وخت سره باید تعقیب شي.

سالارزی طبی لابراتوار کې موږ د رابیز واکسین وړاندې کوو – باوري، معیاري او ارزانه.*

📞 اړیکه: [0770952406]
موقعیت: [کندوز ولايت دشتی ارچي ولسوالۍ خواجه غار بندر بخمل کوڅه ته مخامخ سالارزی طبی لابراتوار]
🕒 د کار وخت: ۸:۰۰ صبا – ۴:۰۰ ماښام

 #د پښتورګي لپاره لس تاواني عادتونه  پښتورگي(گردې ) د انسان لپاره يو حياتي غړي دي د حجم له نګاه ډير وړوکي(کوچني) دي مگر ...
12/04/2025

#د پښتورګي لپاره لس تاواني عادتونه

پښتورگي(گردې ) د انسان لپاره يو حياتي غړي دي د حجم له نګاه ډير وړوکي(کوچني) دي مگر د دندي او و ظيفي له نګاه د انسان لپاره ډيري ستري دندي ترسره کوي چه دهغوي څخه يو مثال يي فليټر اوتصفيه ده .

پښتورگي په ورځ کي په اوسط ډول يوسلو اتیا180 ليټره وينه فليټر او تصفيه کوي چه داخپله يو ستره د نده ده چه سرته يي رسوي له دي خاطر پښتورگي دانسان لپاره ډير مهم دي او په خاص ډول دهغه خلګو لپاره چه دپښتورگي د رنځ څخه ځوريږي بايد لاندي لس نقطو ته جدي پاملرنه وکړي

1- په کافي مقدار اوبه نه څښل : پښتورگي د اوبو په شتون کي ښه کار کوي دويني څخه زهري مواد په اساني سره جلا او فليټر کولاشي او زهري مواد نه پريږدي چه جود ته تاوان ورسوي کله چه د اوبو مقدار لږ وي پښتورگي ته فليټر مشکل وي او پښتورگي ته جدي تاوان رسوي .

2- د زياتي مالګي استعمال : وجود په نارمل ډول يو مقدار مالګي ته ضرورت لري خو ځيني انسانان د مالګي د ډير استعمال عادت لری چه هم پښتورګو ته ډير تاوان رسوي او هم د ويني فشار لوړ کوي .

3- دزيات شکري موادو استعمال : زيات شکره لرونکي غذاګاني د پښتورگو دنده مشکل کوي او پښتورگو ته تاوان رسوي .

4 - دځيني ويټامينو او منرالو کمبود: د ځينو ويټامينو او منرالو کمبود پښتورگوته تاوان رسوي لکه مگنيزم او شپږ B6 ويټامين .

5 - قهوه څښل : قهوه څښل هم فشار لوړ کوي او هم پښتور گوته تاوان رسوي .

6 - په زيات مقدرا پروتني غذا استعمال : ځيني غذاگاني سته چه د پروتين مقدر يي ډير لوړ وي چه پښتورگوته تاوان رسوي مثلا لکه سره غوښه ...

7 - په کافي مقدار خوب نه کول : بد خوبي او دخوب کموالي په عمومي ډول صحت ته تاواني دي همدارنګه د خوب کموالي پښورگو ته هم تاوان رسوي.

8 - ډير وخت لپاره دمتيازو(ادرار) ټينگول: په مثانه کي د ډير وخت لپاره دمتيازو ټینگول او مثانه نه خالي کول پښتور گو ته تاوان رسوي .

9 - د درد د دواگانو استعمال : د درد د دواگانو ډير استعمال پر پښتورگو زور راوړي او جدي تاوان ورسوي

10 - دالکول څښل : چه شکر الحمدالله زمونږ مسلمان وروڼه ترې په امن دی ،او زمونږ هیواد کې ،زمونږ دین کې خرام بلل شوی
مننه

دويني ورکولو ګټي.په اوسط ډول د انسان په بدن کي د 5_6ليتر پوري وينه شتون لري کچيري يو څوک روغ صحت ولري کولای شي 300 إلی 5...
20/10/2024

دويني ورکولو ګټي.

په اوسط ډول د انسان په بدن کي د 5_6ليتر پوري وينه شتون لري کچيري يو څوک روغ صحت ولري کولای شي 300 إلی 500 cc يا ملي ليتر وينه په ارمه سره ورکړي.
وينه ورکونکی بايد د ويني کومه ناروغي ونلري.
وينه ورکونکی په دولسو هفتو يادريو مياشتو کي يو ځل وينه ورکولای شي.
د ويني ورکونکي عمر بايد له 18 څخه تر 65کلنو پوري وي.
د ويني ورکولو وروسته ويني ورکوونکي ته بايد جوس شيدي کيلي ورکړل سي.
په 12 هفتو يا دريو مياشتو کي يو ځل وينه ورکول د انسان بدن ته مفيده ده!
1: د ويني فشار کنټرولوي.
2: د اوسپيني کچه را ټيټوي چي زياته اوسپينه د يني د خرابوالي او دويني د حجراتو د خرابوالي سبب ګرځي.
3: د زړه او رګونو د ناروغۍ کموي.
4: وزن اداره کوي.
5: د روغتيايي خدمت ده.
6: ثواب زيات لري واي که چيري څوک د يوه انسان ژوند وژغوري لکه ټول انسانيت يي چي ژغورلی وي.

07/08/2024

#توبرکلوز یا TB څه ډول ناروغي ده؟

توبرکلوز یوه عفوني ناروغي ده، چې معمولا سږي تر اغېزې لاندي راولي، دا ناروغي د نورو عفوني ناروغيو په پرتله په نړۍ کې دویمه وژونکې ناروغي ده.
د سږو د توبرکلوز تر ټولو مهمې نښي مزمن ټوخئ ،بلغم په تیره که وینه هم ولري تبه ،د سینې له یوې میاشتي د ډیر وخت لپاره درد ،د شپې خولې کېدل او د وزن کمېدل دي .
توبر کلوز چې سل ، نرئ رنځ او ټي بي ناروغي هم ورته وايي یوه خطرناکه باکتریايي ناروغي ده چي په افغانستان او نړۍ کي د میلیونونو خلکو د وژني لامل ګرځي .



که څه هم پټ توبرکلوز هيڅ ډول علایم او نښي نه لري خو د فعال (ښکاره) توبرکلوز ځيني عمده علایم په دې ډول دي.

• ټوخی،کله ناکله له بلغم او ويني سره مل وي
• تبه او لړزه
• ستړيا
• د وزن کمښت
• د اشتها کمېدل
• د شپې له خوا خولې کېدل

د TB ناروغۍ #تشخیص
په عمومي ډول د سږو د سل تشخیص د سینې له اکسرې هم کیږي او همداراز په لابراتوار کې هم بلغم معاینه کیږي او د سل ناروغۍ باسیلونه پکښي کتل کیږي .
او یو بل ټسټ چې د ناروغۍ په وړاندې د بدن د DNA تغیرات پکښي تر څيړني لاندي نیول کیږي موجود دي چي دقیق دئ خو مصارف ېې ډېر زیات دي

#وقایه

ډاکتران وايي په کوم کور کي چي د سږو په نري رنځ کوم اخته ناروغ تثبیت سي نو بايد
• د کور ټولو غړو ته د دې ناروغۍ معاینه وسي
• ناروغ باید په داسې یوه کوټه کي واچول سي چي هلته لمر وي او هغي کوټې ته ماشومان او هغه کسان چي د وجود معافیت ېې کمزورئ وي پرې نه ښودل سي
• د ناروغ د خوړولو او څښلو لوښي باید جلا سي او په میکروب ضد صابون یا مایعاتو ومينځل سي .

29/05/2024

تنفس Respiration:
تنفس: دسا اخیستلو له عمل څخه عبارت دې چې داکسیجن اخیستل(inspiration)او دکاربن ډای اکساید ایستل (Expiration) پکښي شامیلږي. اکسیجن چې دغذایی موادو داحتراق او د انرژی دلاسته رواړولو لپاره او د ژوند یو مهم عنصر دي چې دتنفس دعملی په واسطه اخیستل کیږي او دوینی په واسطه تر ټولو حجراتو پوری رسول کیږي. همدارنګه کاربن ډای اکسایډ چې دوجود لپاره مضره ماده ده دتنفس په واسطه دوجود څخه ایستل کیږي. نو ځګه تنفس په Vital Singn کې شامل شوی دې.
دتنفس نارمل اندازه په یو کاهل شخص کې په یوه دقیقه کې ۲۰-۱۲ پوری دي.

پرتنفس باندی موثر فکټورونه:
تمرینات: تمرینات میتابولیزم لوړ وی نو تنفس ورسره زیاتیږي.
روحی او روانی فشارونه:روانی پیښو، جنګی پیښو، هیجانات، او دتیښتی په وخت کې دتنفس سرعت زیاتیږي.
میحط: دمحیط ګرموالی دبدن دتودوخی درجه لوړوی او تنفس زیاتیږي.
دارتفا لوړوالی: داکسیجن غلظت په لوړو ارتفاعګانو کې کمیږي نو داکسیجن په کم غلظت کې دتنفس شمیر زیاتیږي.
ناروغی: دزړه ناروغی، دوینی ناروغی، دتنفس سیسټم ناروغی، دپښتورګی ناروغی دتنفس پر تعداد تاثیر لري

دتنفس فزیولوژی: تنفس دسا اخیستلو یا داکسیجن ایستلو(شهیق) یعنی Inspiration او کاربن ډای اکسایډ دخارجولو (زفیر )یعني Expiration له عمل څخه عبارت دي، چې دسږو په وسیله دهوا داخیستلو باعث ګرځي.
تنفس دوی مرحلي لري.
خاریجي تنفس: دسږو د اسناخو او وینی ترمنځ داکسیجن او کاربن ډای اکسایډ له تبادلی څخه عبارت دي.
داخلی تنفس: داخلی تنفس په ټول بدن کې صورت نیسي چې په هغه کې دوینی
او دعضویت دټولو حجراتو تر منځ ګازات تباله کیږي.

27/05/2024

د ECG پټه څنګه ولولئ!
د EKG لوستلو او غیرعادلیتونو موندلو لپاره ، موږ 5 ټکي په پام کې نیسو
① لومړنۍ بیاکتنه
② تال معلوم کړئ
③ د نرخ ټاکل
④ د محور معلومول
⑤ څپې او وقفې چیک کړئ

د څپو او وقفو چک کولو لپاره، لاندې وګورئ
① P څپې
② PR وقفه
③ QRS کمپلیکس
④ نقطه J، چې د ST په پیل کې موقعیت لري
⑤ ټوټه ST
⑥ T څپې
⑦ QT وقفه

په لومړنۍ بیاکتنه کې، موږ 3 ټکي په پام کې نیسو
① د ناروغ نوم
② د EKG معیاري کول
③ د الکترودونو سمه تړل

تال معلوم کړئ

① سینوس تال
• هر QRS د P څپې څخه مخکې دی
• P څپې ورته شکل لري
• د RR وقفې منظم او مساوي دي
د P څپې باید په لاندې لیډونو کې شتون ولري.
• په لیډونو کې I او II او avF لکه +
• د لیډ avR په توګه -
• په V1 کې د بایفزیک په توګه

② atrial flutter
• د هر P څپې وروسته د QRS کمپلیکس نه جوړیږي
• د P څپې پر ځای، یو شمیر یونیفورم او معمولا منفي څپې رامینځته کیږي (په ټیټ لیډ II او III او avF کې غاښونه لیدل شوي)
• ټیپ په تشخیص کې د مرستې لپاره بیرته راګرځیدلی شي

③ Ventricular tachycardia - VT
• پراخ او لوی پرله پسې QRS کمپلیکسونه د 150-250 سرعت سره
• ځینې وختونه د پراخ QRS ترمنځ یو نورمال QRS
• په QRS کمپلیکس کې د P څپې سواری

④ وینټریکولر وهل
• یو شمیر ورته ساین څپې چې په یوه دقیقه کې د 250-350 ځله سرعت سره ثابت او مساوي طول لري

⑤ ایټریل فیبریلیشن
• د RRs غیر منظم او غیر مساوي واټن
• د P څپې او کوچني غاښونه نشته
• متغیر او غیر منظم R څپې لوړوالی

⑥ Ventricular fibrillation
• خورا غیر منظم خطي دوهلونه چې په هغه کې موږ هیڅ د پیژندلو وړ څپې نه وینو

⑦ asystole
• یوازې یو مستقیم کرښه

Address

Dasht-e Archi
Kunduz

Opening Hours

Monday 07:00 - 17:00
Tuesday 07:00 - 17:00
Wednesday 07:00 - 17:00
Thursday 07:00 - 17:00
Saturday 07:00 - 17:00
Sunday 07:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Salarzai Medical Laboratory posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram