Muheb Najeeb Medical Whole Saler عمده فروشی ادویه محب نجیب

Muheb Najeeb Medical Whole Saler عمده فروشی ادویه محب نجیب هدف ما عرضه نمودن ادویه با کیفیت با قیمت مناسب و خدمت
ب?

۱۲ لاملونه چې ځوانې دانې مو نه ښه کيږيډاکټر عبدالولي اعتماد ( د پوستي او ښکلا متخصص)ډیر خلک په دې انديښمن دي چې د ځوانی ...
04/09/2020

۱۲ لاملونه چې ځوانې دانې مو نه ښه کيږي
ډاکټر عبدالولي اعتماد ( د پوستي او ښکلا متخصص)
ډیر خلک په دې انديښمن دي چې د ځوانی دانو د درملنې سره سره د دوی ځوانې دانې ښه شوي نه دي. که تاسو هم یو له هغو کسانو څخه یاست نو لاندې مطلب ولولی، تر څو په هغو لاملونو باندی پوه شی چې ستاسو ځوانې دانې، ولي نه ښه کیږي؛ او د حل لارې یې څه ده.

۱. کیدلای شي تاسې د ځوانې دانې ضد درمل په مناسبه توګه نه وي استعمال کړي.
ډیری خلک په خپل آند او فکر درمل استعمالوي او یا هم په هغو ډاکترانو باندي چې په پوستکي کې تخصص نه لري، د ځوانې دانو درملنه کوی چې داسي درملنه پوره اغېزمنه نه وي.

۲. ډیری خلک په دې آند دي چې کله ځوانې دانې پر مخ را وځي نو یو څو وخت وروسته بیرته لمنځه ځي نو ځکه ژر د هغې پر درملنه باندي غور نه کوي، او یا هم د درملنې لپاره لیوالتیا نه ښیې اویا هم د کمي اندازې درمل د استعمال څخه وروسته زړه توري سي او د درمل استعمال ته ادامه نه ورکوي. شاید تاسو هم په دې آند وی، او خپل درمل په سمه ټوګه نه استعمالوی. ښه به دا وي چې د ځوانې دانې درملنه مو وکړی او درمل په سمه توګه استعمال کړی. سمه ده چې ځوانې دانې راخیژی او بیرته ورک کیږی، خو داغ يې د تل لپاره پاتې کيږي، نو د ځوانې دانې د داغونو د مخنوی لپاره باید د ځوانې دانو درملنه وکړی.

۳. ممکن چې د ځوانې دانو درمل ته مو په سمه توګه ادامه نه وی ورکړي:
کله چې د تاسو د مخ ځوانې دانې کمي سي خپل درمل قطع کوی؛ او داسی فکر کوی چې ځوانې دانې مو مکملي ښې شوي دي، خو داسي نه ده، ځوانې دانې مو په مکمل ډول سره لمنځه نه دي تللي خو یوازې کنترول شوي دي او تاسې اړ يې چې خپل درمل په سمه ټوګه استعمال کړی، او کله چې ځوانې دانې مو په پوره توګه ښې سي؛ نو بیا تاسو ته د ځوانې دانو د مخنيوی لپاره داسی درمل درکول کیږي چی د ځوانې دانو د دوهم ځل د راوتلو څخه مخنیوی کوي.

۴. تاسي خپلو خواړو ته پاملرنه نه کوي:
ټول د پوستکي متخصصین په دې آند دي چی خواړه د ځوانې دانو لامل نه کیږي، او که تاسو د ځینو خوړو څخه ډډه هم وکړی، بیا هم ځوانې دانې راخيژی، خو څېړنو دا ښودلې ده چې یو شمېر خواړه ځوانې دانې لا هم ډیر وي، چې دا رنګه خواړه ډیری یې ډیر کالوري لرونکي او خواږه خواړه دي. که چیري تاسو په دې پوه شوي، چې داسی خاص خواړه ستاسو د ځوانې دانو د زیاتوالی لامل ګرځي له هغه څخه ډډه وکړی.

۵. بل لامل چې ستاسې ځوانې دانې نه ښې کيږی هغه د مخ په پرېمنځلو کې زیاتوالی او کموالی دی، تاسو باید پوه شی چې ډیر او لږ پرېمنځل د مخ کیدلای سي چې ځوانې دانې ډیرې کړي. نو تاسې باید د ورځې دوه ځلې په یو مناسب صابون سره خپل مخ پريمنځۍ.

۶. په نامنظمه توګه د وېښتانو پرېمنځل کېدلای شي چې د ځوانې دانو د نه ښه کیدنې یو بل لامل وي، باید تاسي په یاد ولری، هغه کسان چې ځوانې دانې لري زیاتره د غوړ مخ او وېښتانو درلودونکي وي، او د وېښتانو نه پرېمنځل د وېښتانو د لا غوړیدو لامل ګرځي چې د همدې وېښتانو لګېدل پر مخ باندي او د سر د غوړو راټیټېدل پر مخ باندي د ځوانې دانې د ډیرېدو لامل ګرځي.

۷. ممکن تاسي د وېښتانو غوړ استعمالوی او یا هم د غوړو آرايشي کریمونو څخه کار اخلی چې دا په خپل وار سره ستاسې ځوانې دانې زیاتوي، تاسو باید يو ورځ په منځ کې خپل وېښتان پريمنځۍ او د نه غوړ لرونکي آرايشي توکو څخه کار واخلی.

۸. د نامناسب صابون استعمال هم کولای شې چې د ځوانې دانې د ډیرېدو لامل سي:
يو شمیر کسان د ماشومانو صابون استعمالوي، په داسی حال کې چې ځوانې دانې په غوړو پوستکيو کې راخيژي چې د ماشومانو صابون نسي کولای چې د پوستکي د غوړو د کمیدو لامل سي نو ځکه د ځوانې دانو د ډیرېدو لامل ګرځي. له بلي خوا یو شمېر تیز صابونونه هم د ځوانې دانې د ډیرېدو لامل ګرځېدلای سي. نو د مناسب صابونونو څخه برخمن سی، چې د غوړ او د ځوانې دانو درلودونکي پوستکي لپاره یو مناسب صابون وي، او پوستکی نه خرابوي، د پوستکي د غوړ لپاره هم ګټور دی او د ځوانې دانې په کنټرول کې هم اغیزمن شمېرل کیږي.

۹. تاسو ډیره اندېښنه کوی، چې خپله اندېښنه او خپګان د ځوانې دانو د ډیرېدو یو لامل دی: اندېښنه او خپګان د کورتیزون په نوم د هورمون د ډیرېدو لامل ګرځي چې د دې هورمون د زیاتیدو په پایله کې د پوستکي غوړ او ځوانې دانو ډیر وي. نو پر خپل ځان باندي باور ډیر کړی، ورزش ته هم لاسرسی پیدا کړی او ورسره خپګان له ځانه لري او د ځوانې دانو نه مخنیوی وکړی.

۱۰. یو بله ستونزه دا هم ده چې تاسې د درملنې د ژر نتیجې په تمه یاست، خو له بده مرغه چي ځوانې دانې اوږد مهاله درملنه ته اړتیا لري. تاسې بايد خپل درمل په سمه توګه استعمال کړی، او صبر وکړی ترڅو ځوانې دانې مو ورو ورو مخ په ښه کېدو سي.

۱۱. په ځوانې دانو کې لاس وهل یو بل بد عادت دی:
په ځوانې دانو کې لاس وهل او یا شکول له يوې خوا د ځوانې دانو د داغونو د رامنځته کېدو لامل ګرځي او له بلې خوا چې د شکول شویو ځوانې دانو ترڅنګ د نوې ځوانې دانو د راختلو سبب کرځي.

۱۲. په ډیرو حالتو کې په خاصه توګه په ځوانو ښځو کې د هورمونی او ولادی ستونزي وي چې په داسی حالتو کې د ځوانې دانو د درمل په استعمال سره پرته له دې چې د هورمونونو او ولادي ستونزو درملنه وسي، ځوانې دانې نه ښه کیږی، چې يو له دې ستونزو څخه د تخمدان کیستونه دي چې په ځوانو ښځو کې د ځوانې دانو د ډیرېدو، پر مخ باندي د اضافی وېښتانو پیدا کېدل، او د سر د و‎ېښتانو تویېدلو لامل هم کېدلای شي. نو په داسي حالاتو کې هم باید ځوانې دانې او هم د هورمونو او ولادې ستونزو درملنه وسي.

د انتي بېتک درمل استعمال مو د بندونو په ناروغۍ اخته کويکه غواړۍ د بندونو له دردونو وژغورل شئ نو د نورو پاملرونو ترڅنګ د ...
04/09/2020

د انتي بېتک درمل استعمال مو د بندونو په ناروغۍ اخته کوي

که غواړۍ د بندونو له دردونو وژغورل شئ نو د نورو پاملرونو ترڅنګ د انتي بېتک درمل (Antibiotics) استعمال هم تر وروستۍ اندازې پریږدئ.

د انګلستان روغتیایي پوهانو د سل زره کسانو د روغتیا اړوند لس کلنې احصائیې بیاکتنې وروسته کشف کړې چې د انتي بېتک زیات استعمالونکو کې د بندونو ناروغي د هغو په پرتله چې دغه درمل نه استعمالوي ۶۰سلنه زیاته موندل کیږي.

د روغتیا په برخه کې انتي بېتک د یوې ناروغۍ پر وړاندې د وروستي قدم په حیث استعمالیږي، همدا ډول د قانون له مخې دغه درمل یوازې هغه ډاکټر ورکولی شي چې د ډاکټرۍ قانوني واک او سند ولري، خو د افغانستان او پاکستان سربېره په یو شمېر نورو ټيټو هېوادونو کې ددې استعمال په پراخه کچه کیږي.

که له یوه اړخه د کوچنۍ ناروغۍ لپاره ډاکټران د انتي بېتک درمل ورکوي خو له بل پلوه د روغتیايي پلورنځي والا د خپل کاروبار په پار یې پر ناروغانو پلوري.

ددې ستونزې خطرناک اړخ دادی چې ددغو درملو ورکولو پرمهال ناروغ ته هیڅ ډول احتیاطي تدابیر یا پاملرنه او پرهیز نه ښودل کیږي، چې له کبله یې له ناروغۍ څخه جوړ شوي میکروب نور هم سختیږي.

د برتانیې هېواد په دغه څیړنه کې ویل شوي که څوک په کال کې دوه واره د انتي بیتک درمل بشپړ خوراک کوي، په دوی کې د هغوی په پرتله چې نه یې کوي د بندونو ناروغي ۶۶سلنه زیاته رامنځته کیږي.

باید وویل شي چې په عام ډول د انتي بېتک ټول درمل د بندونو ناروغي رامنځته کوي خو هر هغه انتي بېتک چې د مرۍ یا ستوني د خرابوالي لپاره استعمالیږي، د بندونو ناروغۍ په رامنځته کولو کې تر ټولو ژور اغیز کوي.

پنتوپرازول با امپرازول چه فرقی دارد؟ کدامیک مفیدتراست؟دارو‌های پنتوپرازول و امپرازول برای مهار ترشح اسید معده تجویز می‌ش...
31/08/2020

پنتوپرازول با امپرازول چه فرقی دارد؟ کدامیک مفیدتراست؟

دارو‌های پنتوپرازول و امپرازول برای مهار ترشح اسید معده تجویز می‌شوند و طی یک دوره درمان ۸ هفته‌ای، ریفلاکس دستگاه گوارش و التهاب مری را تسکین می‌بخشند.
پنتوپرازول با امپرازول چه فرقی دارد؟ کدامیک مفیدتراست؟

دارو‌های پنتوپرازول و امپرازول برای مهار ترشح اسید معده تجویز می‌شوند و طی یک دوره درمان ۸ هفته‌ای، ریفلاکس دستگاه گوارش و التهاب مری را تسکین می‌بخشند. عمده تفاوت پنتوپرازول با امپرازول در برخی عوارض جانبی، دوز مصرفی و فرمولاسیون این دو داروست.

پنتوپرازول و امپرازول دو داروی مهارکننده پمپ پروتون (داروی سوزش معده) هستند که برای درمان مشکلات گوارشی مورد استفاده قرار می‌گیرند. هر دو دارو برای کاهش اسید معده و در نتیجه جلوگیری از ریفلاکس معده و التهاب مری تجویز می‌شوند و اساس کار آن‌ها، مهار ترشح اسید معده است. در حالی که پنتوپرازول و امپرازول به ظاهر مشابه بوده هستند؛ اما تفاوت‌هایی نیز دارند. در این مقاله به بررسی تفاوت پنتوپرازول با امپرازول و البته شباهت‌های این دو دارو می‌پردازیم. با ما همراه باشید.

اساسی‌ترین تفاوت پنتوپرازول با امپرازول در چیست؟

پنتوپرازول نام عمومی داروی پروتونیکس بوده و در حال حاضر فقط با نسخه قابل تهیه است.

این دارو طی ۸ هفته استفاده، بیماری ریفلاکس معده و التهاب مری را در بزرگسالان و کودکان بالای ۵ سال برطرف می‌کند.

پنتوپرازول در اشکال قرص و تعلیق مایع قابل تهیه است. همچنین ممکن است به عنوان یک تزریق داخل وریدی (IV) در بیمارستان یا کلینیک دریافت شود.

امپرازول با نام تجاری پریلوسک شناخته می‌شود و می‌توان آن را با نسخه یا بدون نسخه خریداری کرد.

امپرازول علاوه بر درمان ریفلاکس معده و التهاب مری، قادر است زخم اثنی عشر، عفونت‌های هلیکوباکتر پیلوری و زخم معده را نیز درمان کند.
این دارو ریفلاکس معده و التهاب مری را در بزرگسالان و کودکان بالای ۱ سال درمان خواهد کرد.

این کپسول در قالب قرص و تعلیق مایع قابل تهیه است.



پنتوپرازول

امپرازول

دسته بندی دارویی

مهارکننده پمپ پروتون

مهارکننده پمپ پروتون

نام تجاری

پروتونیکس

پریلوسک

اشکال دارویی

قرص خوراکی

تعلیق مایع

تزریق وریدی IV

قرص خوراکی

کپسول خوراکی

تعلیق مایع

تزریق وریدی IV

دوز استاندارد

۴۰ میلی گرم یکبار در روز

۲۰ میلی گرم یکبار در روز

دوره درمان

تا ۸ هفته

۴ تا ۸ هفته

سن مصرف

بزرگسالان و کودکان بالای ۵ سال

بزرگسالان و کودکان بالای ۱ سال



موارد مصرف پنتوپرازول و امپرازول

پنتوپرازول و امپرازول هر دو برای درمان سوزش سر دل (معده) ناشی از ریفلاکس دستگاه گوارش و التهاب مری مورد استفاده قرار می‌گیرند. هر دو این داروها نسبت به آنتی‌اسیدهای معمولی مانند مسدودکننده‌های ‌هیستامین قوی‌تر هستند و برای دوره درمان زیر ۸ هفته تجویز می‌شوند. پنتوپرازول و امپرازول فشار خون بالا که به تولید بیش از حد اسید معده منجر می‌شود را درمان می‌کنند. همچنین قادرند زخم اثنی عشر، زخم معده و سایر زخم‌های گوارشی را نیز درمان کنند. از سایر موارد مصرف این دو دارو می‌توان به زخم و مری بارت (تغییر بافت قسمت انتهایی مری) ناشی از مصرف داروهای ضد التهاب غیر استروئیدی اشاره کرد.



پنتوپرازول

امپرازول

بیماری ریفلاکس معده

بله

بله

التهاب مری (ازوفاژیت)

بله

بله

هایپرسکرتوری

بله

بله

زخم اثنی عشر

روی بسته بندی نوشته نشده

بله

زخم معده

روی بسته بندی نوشته نشده

بله

عفونت هلیکو باکتر پیلوری

روی بسته بندی نوشته نشده

بله

ازوفاژیت بارت

روی بسته بندی نوشته نشده

روی بسته بندی نوشته نشده

سوء هاضمه

روی بسته بندی نوشته نشده

روی بسته بندی نوشته نشده

زخم ناشی از داروهای ضدالتهابی غیراستروئیدی

روی بسته بندی نوشته نشده

روی بسته بندی نوشته نشده



کدام یک موثرترند؟ پنتوپرازول یا امپرازول؟

در آزمایشات و تحقیقات انجام شده، اثربخشی پنتوپرازول یا امپرازول تقریباً به یک اندازه برآورد شده است. هرچند یک مطالعه نشان داد که پنتوپرازول در درمان زخم معده مؤثرتر از امپرازول عمل می‌کند؛ اما در حالت کلی هر دو دارو در موارد مصرف ذکر شده تأثیرگذار بوده و صرفاً بسته به شرایط درمانی و هزینه دارو، ممکن است یکی ارجح باشد. برای انتخاب بهترین مورد با توجه به شرایط خود، با پزشک معالج مشورت کنید.


پنتوپرازول موثرتر است یا امپرازول؟

تفاوت پنتوپرازول با امپرازول در عوارض جانبی

پنتوپرازول و امپرازول هر دو به‌طور بالقوه با عوارض جانبی از جمله سردرد، سرگیجه، حالت تهوع و استفراغ همراه هستند. سایر عوارض جانبی مانند اسهال، یبوست، درد شکم و معده، نفخ یا خروج گاز معده از سایر عوارض جانبی این دو دارو به شمار می‌روند. عوارض جانبی امپرازول گاهی شامل بازگشت اسید معده، کمردرد و سرفه است.

بررسی این عوارض جانبی در پنتوپرازول هنوز مورد مطالعه قرار نگرفته است.



پنتوپرازول

امپرازول



آیا موجب می‌شود؟

احتمال

آیا موجب می‌شود؟

احتمال

سردرد

بله

۱۲.۲٪

بله

۷٪

حالت تهوع

بله

۷٪

بله

۴٪

اسهال

بله

۸.۸٪

بله

۴٪

یبوست

بله

کمتر از ۲٪

بله

۲٪

درد شکم

بله

۶.۲٪

بله

۵٪

استفراغ

بله

۴.۳٪

بله

۳٪

نفخ شکم

بله

۳.۹٪

بله

۳٪

سرگیجه

بله

۳٪

بله

۲٪

درد مفاصل

بله

۲.۸٪

بله

نامشخص

بثورات پوستی

بله

کمتر از ۲٪

بله

۲٪

بازگشت اسید

خیر

-

بله

۲٪

عفونت دستگاه تنفسی فوقانی

بله

نامشخص

بله

۲٪

ضعف / کمبود انرژی

بله

نامشخص

بله

۱٪

درد کمر

خیر

-

بله

۱٪

سرفه

خیر

-

بله

۱٪

تفاوت پنتوپرازول با امپرازول در تداخل‌های دارویی

پنتوپرازول و امپرازول با داروهای ضدویروسی مانند ریلپیویرین، آتازاناویر و ساکویی ناویر ناسازگار هستند و مصرف این داروها در کنار هم تأثیر داروی ضدویروسی را تغییر داده و میزان سمی بودن آن را افزایش می‌دهد.

مصرف پنتوپرازول یا امپرازول با وارفارین می‌تواند خطر خونریزی را افزایش دهد و باید از مصرف آن‌ها به طور هم‌زمان خودداری شود. همچنین داروی کلوپیدوگرل ممکن است تحت تأثیر پانتوپرازول قرار نگیرد؛ اما باید از مصرف آن در کنار امپرازول پرهیز کرد.

پنتوپرازول و امپرازول با متوترکسات (داروی ضد متابولیت) ناسازگار بوده و مصرف هم‌زمان آن‌ها، خطر عوارض جانبی را افزایش می‌دهد.

پنتوپرازول و امپرازول نباید با کلرید آهن و سایر داروهایی که برای جذب به اسید معده نیاز دارند، هم‌زمان مصرف شود. سایر داروهایی که برای جذب به اسید معده نیاز دارند، عبارت‌اند از داروهای شیمی‌درمانی مانند ارلوتینیب و دزاتینیب و ضد قارچ‌هایی مانند کتوکونازول و ایتراکونازول.

البته برخی دیگر از این داروها از جمله فنیتوئین، سیتالوپرام و دیازپام ناسازگاری جدی با پنتوپرازول نشان نداده‌اند؛ اما در هر صورت مهم است که پیش از مصرف با پزشک خود مشورت کنید.

نکته: داروهای مهارکننده پمپ پروتون از جمله پنتوپرازول و امپرازول نتایج برخی از آزمایش‌ها مثل تست ادراری تشخیص سریع حشیش را تغییر می‌دهند.



هشدارهای مهم

پنتوپرازول و امپرازول برای استفاده طولانی مدت توصیه نمی‌شود. استفاده طولانی مدت با افزایش خطر شکستگی استخوان همراه است. در صورت ابتلا به پوکی استخوان دارید، با مشورت پزشک مصرف این داروها را محدود کنید.

برخی داده‌ها نشان داده‌اند که این داروها خطر بروز مشکلات قلبی عروقی مانند حمله قلبی و سکته مغزی را افزایش می‌دهند.

از آنجا که پنتوپرازول و امپرازول هر دو در کبد پردازش می‌شوند، بهتر است مصرف آن در افراد مبتلا به اختلالات کبدی مدیریت شود.

هر دو دارو خطر ابتلا به یک بیماری نادر خود ایمنی به نام لوپوس اریتماتوز سیستمیک را افزایش می‌دهند.

درمان با داروهای مهارکننده پمپ پروتون، بیمار را در معرض اسهال ناشی از عفونت کلستریدیوم دیفیسیل قرار می‌دهد.

پنتوپرازول و امپرازول می‌توانند به جنین در شکم مادر آسیب برساند. بارداری و شیردهی را به پزشک معالج اطلاع دهید.



کلام آخر

پنتوپرازول و امپرازول هر دو در یک طبقه‌بندی دارویی قرار دارند و موارد مصرف آن‌ها تقریباً مشابه است؛ با این حال در شرایط مختلف و با توجه به وضعیت فرد یکی از آن‌ها به تشخیص پزشک تجویز می‌شود. علی‌رغم تمام شباهت‌های ذکر شده، این دو دارو تفاوت‌هایی دارند که در این مقاله به آن‌ها پرداختیم. توجه داشته باشید که این دو دارو در دوزهای متفاوت تجویز و مصرف می‌شوند. در پایان پیشنهاد می‌کنیم اگر در بارداری با رفلاکس معده دست و پنجه نرم می‌کنید، با علت بروز و روش‌ های درمان سوزش معده در بارداری آشنا شوید.

اگر این مطلب برای شما مفید بود یا شما اطلاعات بیشتری در زمینه تفاوت پنتوپرازول با امپرازول دارید، دانسته‌های خود را با ما و دیگر همراهان به اشتراک بگذارید. از همراهی شما سپاس‌گزاریم.

ویروس څه شی دی؟ویروس (Virus)  له لاتیني کلمې (Venome) څخه اخيستل شوی دی، چې د (زهرو) په معنا دی. ویروسونه د ناروغیو عامل...
06/08/2020

ویروس څه شی دی؟

ویروس (Virus) له لاتیني کلمې (Venome) څخه اخيستل شوی دی، چې د (زهرو) په معنا دی. ویروسونه د ناروغیو عامل کوچني موجودات دي، حجره نلري او د ژوندي موجود (کوربه) په حجره کې فعالیت او تکثر کوي.

ویروس له ژوندۍ حجرې څخه بېرون غیر فعاله وي او د ژوند ټولې نښې نه لري او کله چې یوې ژوندۍ حجرې ته داخل شي؛ نو فعالېږي. دا ځکه چې ویروس یا DNA لري او یا RNA او د یو ژوندي موجود لپاره دا دواړه اړین دي او باید په خپله حجره کې دواړه ولري. نو په همدې خاطر ساینس پوهانو ویروس د ژوندیو او غیر ژوندیو موجوداتو ترمنځ طبقه بندي کړی دی.

ویروسونه تر میکروسکوپي (Microscopic) ژوندي موجوداتو هم ډېر کوچني دي چې (SubMicroscopic) موجودات بلل کیږي، د نوري میکروسکوپ لاندې نه لېدل کیږي، یواځې د الکترون میکروسکوپ پواسطه لېدلو وړ دي.

ویروس ژوندی موجود ندی، بلکه یوه قطعه د هستوي تیزابونو (Nucleic acid) دي چې د پروتیني پوښ (کپسيد) پواسطه پوښول شوی. د ژوندیو موجوداتو د تعریف په اساس چې ژوندی موجود باید کم تر کمه یوه ژونکه یا حجره لرونکي وي، په دې اساس ویروس ژوندی موجود ندی.

د ویروسونو مطالعې ته ویروس پوهنه (Virology) وايي چې په بیولوژي کې د میکروبیولوژي (MicroBiology) یوه څانګه ده.

د شېرخوارو ماشومانو اسهالزیاتره شېدې رودونکي ماشومان په اسهال اخته کېږي او مېندي نه پوهېږي چي څه ډول دخپل واړه ماشوم درم...
06/08/2020

د شېرخوارو ماشومانو اسهال

زیاتره شېدې رودونکي ماشومان په اسهال اخته کېږي او مېندي نه پوهېږي چي څه ډول دخپل واړه ماشوم درملنه وکړي، مونږ لومړی باید ددې اسهال لاملومنه وپلټو او د اسهال ډولونه وپېژنو او د ماشوم له عمر سره سم د هغه دستونزي حل لاري وپلټو او درملنه يې وکړو.

اسهال څه ته وايي؟

زیاتره ناوي مېندي د خپل ماشوم له اسهال څخه بېځایه وار خطا کېږي او دنه تجربې په اساس سرچپه چلند خپلوي، په کار دا ده چي مور دماشوم مزاج درک کړي، که د هغه اسهال اوبه وي او رنګ يې له طبيعي غولو څخه بدل وي او په ورځ کي څو څو ځلي وي که قی او تبه ورسره وي نو دېته د کولمو نزله وايي چي باید سمدلاسه د ماشومانو متخصص ډاکټر ته مراجعه وشي او دهغه له هدایاتو سره سم چلند وشي.

او که يې غول نرم وي خو رنګ يې طبيعي وي او له عادت سره سم يې په ورځ کي یو یا دوه او یا درې ځلي کوي او اضافي عوارض لکه قی او تبه ونه لري نو بیا دکومي وارخطايي خبره نده او ماشوم روغ بلل کېږي.

دشيدو رودونکي ماشوم د اسهال لاملونه څه دي؟

د شېر خوارو ماشومانو اسهال دوه ډولونه لري

يو هغه ډول اسهال دی چي دبکتېریا (جراثیمو) وایرسونو چي د ککړ خوراک او څښاک له کبله ماشوم ته ورپېښېږي.

دوهم هغه اسهال دی چي د بدهضمي، د خوراک د حساسیت او یا دیخ موسم او یا هم د غاښونو دزېږېدلو په وخت کي ماشوم ورباندي اخته کېږي.

اسهال ولي خطرناک وي؟

د اسهال له کبله د ماشوم په جسم کي اوبه کمېږي چي د هغه وزن کموي او په جسم کي يې معدنیات او ضروري هغه مالګېن مواد له منځه وړي چي دهغه دجسم دجوړښت په سسټم کي حياتي رول لري.

مونږ دماشوم داسهال په وخت کي څه باید وکړو؟

مور بايد خپل ماشوم ته خپلي پئ (شيدې) ورکړي او داسهال په وخت کي کله هم مصنوعي او یا نوري بهرنۍ شيدې ورنکړي او هڅه وکړي څو په ورځ کي څو څو ځلي ماشوم ته خپلي شیدې ورکړي که یې بیا هم اسهال ونه درېږي او څو ورځي دوام وکړي بیا باید د ډاکټر له مشورې سره سم د اوبو د کمښت جوړ شوی محلول چي په درملتونو کي وي ورته ورکړي او یا يې هم په کور کي ورته جوړ کړي.

هغه جوشک چي مونږ ماشوم ته پکي عادتاً مائعات او یا نرم شیان ورکوو او دغاښونو دتولېد په وخت کي هغه پلاستېکي ربړونه چي ماشوم خولې ورباندي لګوې هر سهار باید دلسو دقیقو لپاره په اوبو کي واېشول شي.

هغه وچ جوشک چي عادتا يې افغاني مېرمني خپلو ماشومانو ته په غاړه کي وراچوي او خپل ماشوم پې کراروي باید دتل لپاره دهغه څخه لېري وساتي.

دکورني محلول دجوړولو چل :

په یو ګلاس اېشېدلو اوبو کي دي يوه وړه قاچوغه مالګه او یوه قاچوغه بوره واچوي او چي په اوبو کي يې حل کړي بیا دې ماشوم ته په قاچوغه په ورځ کي څو څو ځله له څه فاصلې وروسته ورکوي او اقلاً په ورځ کي همدا يو ګلاس ورباندي ختم کړي او هره ورځ باید تازه محلول ورته جوړ کړي.

دشېدو رودونکي ماشوم مور پخپله باید څه وخوري او ماشوم ته کوم خواړه باید ورکړي؟

مور باید پدې خبره وي چي که هغه خپل ماشوم ته خپلي پئ ورکوي دهغې هر خوراک دهغې تر شپږو میاشتو په کم ماشوم مستقیمه اغېزه کوي دا ځکه چي ماشوم پخپله غذاء کي دمور له شيدو استفاده کوي مور باید پدې وخت کي هغه خواړه وخوري چي ماشوم ته ځور نه پېښوي همدا راز باید مور کېلې، مڼې او ګازري دخپل خوراک لویه ونډه وګرزوي.

او که يې ماشوم تر شپږو میاشتو پورته وي او بهرنی خوراک هم کولای شي باید دکېلې جوس ورته جوړ کړي سېب په اوبو کي ورته پوخ کړي نرمي ورېځي ورته پخې کړي او دا ټول شيان ورته په مکسر کي جوس کړي او یو څه مستې هم ورته پې ګډي کړي دا مرکب د ماشوم خېټه فعاله ساتي جسم ته يې ګټه رسوي او دهغه داسهال مخه نيسي.

مور باید دهغو خوراکونو او مېوه جاتو له خوړولو ډډه وکړي چي هغه يې ددې په فکر ماشوم ته زيان اړوي او یا يې هم په قبض، اسهال او یا بد هضمي اخته کوي.

د ګردو له منځه وړونکي لس عادتونهزموږ په بدن کې ګردې له مهمو غړو څخه شمېرل کیږي، دا ګردې دي چې زموږ بدن وینه تصفیه کوي، ه...
06/08/2020

د ګردو له منځه وړونکي لس عادتونه

زموږ په بدن کې ګردې له مهمو غړو څخه شمېرل کیږي، دا ګردې دي چې زموږ بدن وینه تصفیه کوي، هرمون، بولې (میتازې) تولیدوي، زهري مواد له منځه وړي …. نو په کار ده، چې د خپلو ګردو د ساتنې په برخه کې له پوره دقت څخه کار واخلو، په کار ده، چې له دې عادتونو څخه ځان وژغورو، چې ګردې مو روغې او با صلاحیته وي، دا هم امکان لري، چې زموږ د ګردو ځینې برخې له منځه ولاړې شي او یا یې دنده یو څه ټکنۍ شي او څو کاله وروسته پرې پوه شوو، که یوه ګرده ۲۰ ٪ وړتیا له لاسه ورکړي بیا هم کولای شي، چې خپله دنده په پوره او سمه بڼه ترسره کړي .

ډاکتران د ګردو ناروغۍ ته د «غلۍ ناروغۍ» نوم ورکوي لاندې لس عادتونه مو ګردې له منځه وړي:
۱- پوره اوبه نه څښل:
د ګردو مهمه دنده د وینې تصفیه، له زهري موادو څخه دبدن ژغورل، که چیرې د ورځې په اوږدو کې پوره اوبه ونه څښو، د دې شونتیا شته، چې زهري مواد په ګرده کې راټول او زموږ بدن له ستونزو سره مخ کړي.
۲- په خوړو کې د زیاتې مالګې کارول:
زموږ بدن مالګې ته اړتیا لري، چې په ښه بڼه خپلې دندې ترسره کړي، خو ځینې خلک په خوړو کې ډېره مالګه کاروي، چې د فشار د لوړیدو لامل ګرځي او پر ګردو فشار ډیروي، د تجربې له مخې د مالګې د غوره کارونې لپاره باید هر انسان د ورځې له ۵ ګرامو څخه ډېره مالګه ونه کاروي.
۳- دطبیعي کارونو ژر نه ترسره کول :
ډیر خلک، چې کله تشناب ته اړتیا پیدا کړي سمدلاسه دا کار نه کوي، دوی یا بوخت وي یا له عامه تشنابونو څخه ځان ساتي دا ډول یو عادت د میتازو/بولو فشار ډیروي، چې په پای کې ګردې اغیزمنوي، د ګردو د تیږو او د میتازو د بهیدو لامل ګرځي، که غواړئ، چې سالمې ګردې ولرئ باید د اړتیا پرمهال سمدلاسه تشناب ته ولاړ شئ.
۴- د خوږو موادو زیاته کارونه:
علمي څیړنې په ګوته کوي کوم وګړي چې د ورځې دوه ځلې یا ډېر خواږه مواد څښي د دوی په میتازو کې پروټین راڅرګندیږي او په میتازو کې دپروټین راڅرګندیدل دا مانا ورکوي ،چې د دی کس ګردې لکه څرنګه ،چې په کار ده هسې کار نه کوي.
۵- د ویټامینو کمښت:
پاکه خواړه، له سبزیو ، تازه میوو څخه جوړ خوړنیز پروګرام کولای شي، چې د ګردو روغتیا تضمین کړي، د ویټامین B6 کمښت د دې لامل ګرځي چې په ګردو کې مو تیږې راپیدا او یا له کاره ولویږي. نږدې %۸۰-۷۰ امریکایان پوره B6 نه اخلي ځکه خو د ګردو له ناروغۍ سره لاس وګریوان دي.
۶- دحیواني پروټین ډېر کارول :
د پروټین ډېر کارول په ځانګړې توګه سره غوښه، پر ګردو فشار راوړي، د خوړو په پروګرام کې د ډېرې سرې غوښې کارول ګردې اړ باسي، چې له اړتیا زیات کار وکړي، خو د وخت په تیریدو یې په لوی لاس له منځه وړو .
۷- پوره خوب نه کول :
موږ ټولو دا خبره اوریدلې ده، چې شپې له اړخه پوره او ښه خوب وکړو، پرلپسې بې خوبي د ګردو د ناروغۍ سربېره د نورو هغو لامل ګرځي، د شپې له اړخه ګردې د هغو برخو د بیا رغونې عملیه پیلوي، چې د ورځې پرمهال زیانمنې شوې وي، که غواړئ چې ګردې مو د شپې له اړخه ځان راټول او بیرته منسجم کړي باید پوره او ښه خوب وکړئ، په دې برخه کې د هر لمانځه لپاره تازه اودس، ژر ژر اوبه څښل او تشناب ته تګ هم بې ګټې نه دي.
۸- پر قهوه ځان روږدې کول :
د مالګې په څېر کوکاین هم د وینې فشار لوړوي او پر ګردو اضافه فشار راځي، د وخت په تیریدو د قهوې زیات کاورل د دې لامل ګرځي چې ګردو ته زیان ورسوي.
۹- د درمل ناسم کارول :
یو شمېر وګړي د ډېر کوچني درد لپاره هم درمل کاروي، که سړی یو څه هڅه وکړي کېدای شي د درد د مخنیوي لپاره له نورو طبیعي لارو چارو هم ګټه پورته کړي، د مسکن درملو زیاته کارونه د دې لامل ګرځي چې ګردې او ځیکر له کاره وغورځوي.
۱۰ – دالکولو ډېره کارونه :
په رښتینې مانا الکول قانوني زهر دي چې پر ګردو او ځیکر مرګوني فشار پریباسي.

د ښې روغتیا او د ګردو له ستونزو څخه د ژغورنې په موخه باید تازه خواړه وخوړل شي، که تر خپل وسه هڅه وکړو او پورتني لس عادتونه له منځه یوسو او ګردې مو د پرلپسې فشار لاندې نه وي نو بدن مو کولای شي چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.

خطرات چپس‌های صنعتیتحقیقات نشان می‌دهد که خوردن یک بسته چپس در روز شبیه نوشیدن ۵ لیتر روغن مایع در سال است، حقیقت امر ای...
06/08/2020

خطرات چپس‌های صنعتی

تحقیقات نشان می‌دهد که خوردن یک بسته چپس در روز شبیه نوشیدن ۵ لیتر روغن مایع در سال است، حقیقت امر این است که خوردن چپس و در کل اسنک‌ها نه تنها موجب چاقی و بیماری‌های قلبی می‌شود، بلکه مشکلات رشدی را برای جنین، بیش فعالی را در کودکان و سرطان را در بزرگسالان به همراه دارد. شاید خوردن چپس و در کل اسنک‌ها چندان هم هشدار دهنده نباشد اما اگر مصرف آن‌ها به یک عادت تلقی شود، تبعات آن بسیار خطرناک است. نیاز به گفتن نیست که این اسنک‌ها علاوه بر چربی ، حاوی نمک و شکر هم هستند.

شاید باور تمام این موارد منفی درباره بسته‌هایی با اشکال معصومانه و خنده دار در رنگ‌های روشن در فروشگاه ها خودنمایی می‌کنند دشوار باشد اما حقیقت این است که این محصولات از نظر صنعتی طوری طراحی شده‌اند که ذائقه ما را تحریک کرده و به نقطه اعتیاد می‌رساند.

مایکل ماس نویسنده کتاب «نمک، شکر، چربی: چگونه بزرگان صنعت غذا ما را فریب می‌دهند» اظهار داشته است که تحقیقاتش نشان می‌دهد که چگونه شرکت‌های بزرگ تولید غذا، چگونه چپس را از چپس نسبتاً هیجان انگیز دهه هفتاد به بمب هوشمند مغز ما تبدیل کرده‌اند. وی توضیح می‌دهد، وقتی که یک چپس در دهان خود می‌گذارید، مزه نمک بی درنگ شما را درگیر می‌کند. این تأثیری است که در صنعت نمک به آن انفجار طعم گفته می‌شود.

مصرف بیش از حد این مواد عامل افزایش خطر چاقی، فشار خون بالا، دیابت نوع ۲ و بیماری‌های قلبی شود. در کودکان مصرف بیش از حد چپس موجب می‌شود که آن‌ها در مسیر زندگی با زندگی غیر سالم قدم بگذارند. سطح بالای نشاسته و هیدروکربنات تصفیه شده در بسته های بزرگ و متوسط چپس‌های امروز می‌تواند سطح گلوکز و انسولین خون ما را تغییر دهد. این عدم تعادل موجب می‌شود که احساس سیری کمتری داشته باشیم و حس گرسنگی ما افزایش یافته و میزان غذای مصرفی در طی روز نیز بیشتر شود.

– خطر خوردن چپس برای جنین متولد نشده:

مصرف میزان چشمگیری از چپس نه تنها در بدن کودکان و بزرگسالان عدم تعادل ایجاد می‌کند، بلکه به جنین متولد نشده نیز صدمه می‌زند. به گزارش مهر، تحقیقات بریتانیایی نشان می‌دهد که زنان بارداری که چپس و اسنک می‌خورند درست به همان میزانی به جنین خود صدمه می‌زنند که گویی دخانیات مصرف می‌کنند. این مسئله به علت وجود یک ماده شیمیایی بی بو و غیرقابل مشاهده ای به نام آکریلامید که می‌تواند به دی ان ای صدمه بزند.

آکریلامید یک سم عصبی است که نخستین بار در پلاستیک‌ها و صنایع رنگرزی کشف شد. ۱۰ سال پیش دانشمندان سوئدی به این نتیجه رسیدند که وقتی غذاهای فرآوری شده نشاسته ای چون چیپس به طوری صنعتی با دمای بالا تهیه می‌شود، این سم در مقادیر زیاد تولید می‌شود. اکنون تحقیقات انجام شده توسط موسسه تحقیقات سلامت بردفورد ارتباطی بین سطح بالای آکریلامید و تولد کودکانی با وزن کم قائل شده است. در حال حاضر مطالعه تأثیرات مصرف آکریلامید روی بزرگسالان ادامه دارد.

– ارتباط چپس و بیش فعالی:

مصرف چیپس و اسنک‌ها خطرات دیگری هم برای جوانان و نوجوانان دارد که در میان آن‌ها می‌تواند به بیش فعالی اشاره کرد. یک تحقیق که نتایج آن در مجله Plos One منتشر شده گزارش داد که وقتی موش‌ها رژیم غذایی داشتند که از چپس‌های صنعتی فراهم شده بود مغز آن‌ها در مقایسه با مغز موش‌های عادی از نظر فعالیت متفاوت بود. محققان دانشگاه ارلانگن – نورنبرگ آلمان دریافتند، در این موش‌ها، آن قسمت‌هایی از مغز که به خواب مربوط است کار نمی‌کرد، درحالی‌که قسمت‌هایی که با حرکت بدن همراه بود فعالیتی بیشتر از همیشه داشت. این تغییرات در مغزها موجب می‌شود که در رفتار آن‌ها بیش فعالی مشاهده شود. تحقیقات نشان می‌دهد که مصرف چپس میان کودکان به سطح خطرناکی رسیده است و اکنون زمان عملکرد هوشیارانه در این رابطه است. هرچقدر هم که بسته ها و تبلیغات این خوراکی‌ها فریبنده باشند اما به علت، فقدان درج هشدارها روی بسته های اسنک‌ها باید نسبت به زیاده‌روی بزرگسالان و کودکان در مصرف این اسنک‌ها هوشیار عمل کنیم.

عایشه یوسفزی

06/08/2020

دحیض په حالت کې کوروالی؛ اسلام او نوې ساینس

منځپانګه:
دحیض په حالت کی کوروالی :
د حیض په وخت کې کوروالی او دهغې تاوانونه
او دا چې موږالله جل جلاله موږ منع کړی یو نو په هغه کی داتاوانونه شته:

دحیض په حالت کی کوروالی :

کله چی دام المومنین حضرت عایشه رضی الله تعالی عنها څخه وپوښتل شول چی وخاوندته چی ښځه ئې په حیض کی وی څومره اجازه لری؟
نو دمسلمانانو مور حضرت بې بی عاشی رضی الله عنها ورته وویل: چی ټوله ورته حلال دی مګرنه شرمګاه۔.
دحیض په حالت کی یو خاوند د خپلې ښځی سره مجامعت (کوروالی) نشی کولای، اوددې څخه علاوه هرقسم تعلقات ورسره ساتلای شی ۔(تفسیر ابن کثیر) .

کله چی دحیض څخه وروسته ښځې خپله پوره صفایی (غُسل) نه وي کړی باید مجامعت ورسره ونشی داځکه چی دطب له نظره داتاوان لری، اوکوم اولاد چی ئې پیداکیږی هغه به د(پیس په ناروغی) اخته کیږی۔ (احیاء العلوم الدین، امام غزالی رحمة الله علیه)۔

چی دټوله طب ورباندی اتفاق دی چی په دې حالت کی (کوروالی) دډیرو ناروغیو سبب ګرځی۔ (حجة الله البالغه).
دحیض پرمهال دښځې سره جنسی اړیکی نیول حرام دی، البته که دمجامعت څخه ماسوی خاوند خپل دزړۀ تسکین راولی نورا وستلای ئې شی۔ (المغنی لابن قدامه).

دفطرت سلیم هم داتقاضاء ده چی کله ښځه لومړې داناروغې ده، اودوهم چټلې ده، نولېری کېدل پکاردی، داځکه په دغه وخت کی ښځه جسمااوروحاودې کارته اماده نه ده، چی ورڅخه لیرې کېدل ډېرښه دی۔(روانشناسی) .
دپروفیسر(میسی) تجربې

په (The News) کی دده هغه څرګندونې اوتجربې چی دحیض په حالت کښې ج**ع (کوروالی) کولوباندی مشتملې دې په لاندی ډول سره دی:

ـ دحیض په حالت کی مجامعت کول، دنرجنسی نظام ختمېدای سی، چی بیاپه ډاکټرانوبه ګرځی اوهیڅ علاج اودارودرمل به ئې نه وی۔ ـ دځانګړې انداموپوستکی سخت ناهمواره کیږی، چی بیاپه دې مجامعت کی داسی خوندنه وی لکه په فطری جسم کی چی شتون لری۔ ـ دنرتناسلی اله کوچنې کیږی، چی علاج ئې ناشونی دی۔ ـ دښځې په عضو مخصوص کی خارش اونر په حساسیت (الرجی) اخته کیږی۔ ـ

دحیض په حالت کی ج**ع دنر دپراسټیټ غُدې غټوی، چی کله بولې بندی اویاهم دسوزک ښکارسی۔ ـ کله دحیض په حالت کی وینه دوېنې جریان دومره شدت ومومی چی کنترول ئې ډېر وخت او دانسان دمرګ سبب ګرځی۔ (Islam and S*x for All) .

د حیض په وخت کې کوروالی او دهغې تاوانونه

ـ دښځې په انداموکی ډېرسخت درد پیداکیږی، په بچدان کی سوخت اوسوزش پیداکیږی، چی کنترول ئې بیاناشونې دی۔
ـ ددې سره تخمدان په مکلمه توګه سره له مینځه ځی۔ ـ دحیض فاسدموادورحم ته ځی چی سخت سوخت اواتشک ورڅخه پیداکیږی۔ ـ کله دحیض په وخت کی ددې فاسدوموادواغیزې دنرو(خصیو) ته رسیږی چی هغه (عقیم) وچ ګرځوی۔ ـ دحیض دفاسدوموادوڅخه دنرتناسلې الې ته داسی ناروغې پیداکیږی چی علاج ئې ناشونې دی۔ ـ دحیض پرمهال کوروالی ، ښځه په مکمل ډول سره (عقیمه) وچه کوی، چی دتل لپاره ئې بیااولاد نه کیږیٍ (القران والتحقیق الجدید) .

دانسان په وجودکی دوه قسمه افرازات شتون لری:
1ـ هغه قسم افرزات دی چی دژوندلپاره ضررې نه دی (Secretion) لکه هضم، تناسل، هارمونونه .
2ـ داهغه قسم افرازات دی چی بایددبدن څخه خارج شی، داځکه چی داوانسان ته ضرررسوی (Excretion) لکه بولې، خوله، حیض اوداسی نور۔۔۔

داچی لوی خدای جل جلاله دحیض په حالت کښې مجامعت حرام کړیدی په دې ډېرې ګتې نغښتی دې، چی په دغه حالت کی دنراودښځې دواړولپاره دحیض په حالت کی ج**ع کول تاوانونه لری، اودلېرې والې په صورت کی بې شمېره ګټې لری۔

او دا چې موږالله جل جلاله موږ منع کړی یو نو په هغه کی داتاوانونه شته:

ـ درحم مخاطی غشاء دزخم په حالت کی وې، چی ورڅخه وینې، پاته هګې، مختلف النوع هارمونونه ، معدنی مواد اوزهرقاتل په شان نورموادورڅخه خارجیږی، چی دج**ع په کولوسره ډېربدې پایلې لری۔ ـ
په دغه حالت کی کوروالی کول دزیاتې وینې بهېدوسبب ګرځی چی درحم لپاره ددایمی تاوان سبب ګرځی۔
ـ په دغه حالت کی ورحم ته په اسانۍ سره میکروب داخلېدلای شی، چی درحم دنورالتهاب عامل ګرځی، چی پاېلې ئې سخت درد اوتکلیف دی۔ ـ په دغه حالت کی کوروالې ددې سبب کیږی چی وینه دې بنده شی چی بیادپاړسوب ورڅخه موندل کیږی۔ ـ دحیض په وخت کی زیاتې ښځې ددرد احساس کوی چی د(کوروالۍ) سره نوردردونه هم اضافه کیږی۔ ـ دحیض په حالت کی ښځه جسمااوروحاودې کارته نه ده ماده، داځکه دادپلېتۍ ، دردونواوغیرسکون ښکارده، چی ښځه په روانې ناروغیواخته کیږی۔

ـ ښځه درحم په سرطان اخته کیږی۔ اعجاز القران) .
دحیض په حالت کی کوروالې اودنرلپاره ئې پایلې ـ
لکه څرنګه چی دحیض پرمهال پوره چټلې، موجوده ده نوځکه نردډېروناوړوناروغیوښکارکیږی۔ ـ دحیض په حالت کی کوروالی دنردکروموسوم فعالیت له مینځه وړی چی بیائی اولاد نه کیږی۔ ـ نرچی ددې چټلې پرمهال کوروالی کوی، ددې چټلۍ دتعفن په وجه په ناوړوروانې ناروغیواخته کیږی۔ ـ که نردحیض په حالت کی کوروالی کوی نود(پیس) په ناروغی اخته کیږی.
داكتره مريم زينب

روغتیايي زیانونهزړه او وینې دوران سیستمد زړه پرناروغۍ باندی د ټولنیزو اړیکو اغیزی     که دمینی داغ ناسور دچا پر زړه شی  ...
06/08/2020

روغتیايي زیانونهزړه او وینې دوران سیستم
د زړه پرناروغۍ باندی د ټولنیزو اړیکو اغیزی

که دمینی داغ ناسور دچا پر زړه شی
په درمل د طبیبانو به ښه نه شی

دانسان زړه هم یو عجیب شانته ماشین دی . کله دنړۍ دغمونو درانده پیټی زغملای شی خو کله یی بیا دمینی یو وړوکی داغ دجراحی تر میزه رسوی . دلوړ بیت پشان شعرونو باندی خو په زرګونو کلونه شاعرانو دیوانونه ډک کړیدی . تر اوسه پوری داسی ګڼل کیدل چی ګوندی دایوازی د حساس تخیل هغه مالګه ده چی شاعران خپل شعرونه ورباندی خوندور کوی . زما دشعرونو په ټولګه ( دوړانګو جنازی ) کی هم دغه دود دیاده ندی وتلی چی هیڅکله می هم ددغه نازک احساس و مادی واقعیت ته پام نه وو اوښتی .

تیره ورځ می د ۲۴ساعته ( * ) پنامه ډنمارکی ژبی ورځپاڼی ( ۱۳ / ۱ / ۲۰۱۱ ) یوسرلیک ترسترګو شو چی لیکلی یی وه : د ګران شخص مینه کولای شی چی د زړه رګونه دی بند کړی . داڅیړنیزه لیکنه می سمدستی ولوسته اوخپله هغه ژمنه رایاده شوه چی دخپل زړه دبایپاس عملیاتو وروسته می دځانه سره کړیوه . دهغه راهیسی می چی کله د زړه د رګونو دبندیو ناروغی په اړه په روسی ، ډنمارکی او انګریزی ژبو رسنیو کی څه نوی شی ترسترګو شوی ، هغه می پښتو ته اړولی او دلوستونکو سره می پدی موخه شریک کړیدی چی خدای مکړه دوی هم زما پشان ددی ناوړی ناروغۍ په دام کی غافلګیره نشی . خبره به نوره نه اوږدوم ، دا تاسی او داهم دنومړی څیړنیزی لیکنی یا راپور دبشپړ متن پشتو ژباړه :

نوی څیړنی ښئی چی ټولنیزی اړیکی دزړه ناروغۍ په پراختیا او وده کی د پام وړ اغیز لری . دمینی او ګرانښت له مخی د معشوقی د ښیګڼو په هکله تشویش کولای سی پدی ناروغۍ باندی د اخته کیدو رسک په سلو کی تر دری سوه پوری جګ کړی . دفامیل دغړو یا دوستانو لخوانه دخواخوږۍ اویا مرستی کولو له حد نه زیاته غوښتنه احساس هم کولای شی دی ناروغۍ ته لمن ووهی . دا هغه څه دی چی دیوی هراړخیزی څیړنی نه ترلاسه شوی او د زړه دناروغانو اتحادیی داپایلی حیرانونکی او ډیری په زړه پوری بللی دی ځکه دالومړی ځل دی چی دزړه درګونو ناروغی دهغو نژدی ټولنیزو اړیکو سره په تړاو کی څیړل کیږی ، دکومو سره چی موږ په ورځنی ژوند کی تړلی یو . دا چی د زړه درګونو ناروغی په اړوند خوراکی مواد ، سګریټ او الکول ، ورزش او سترس د رسک فکتورونه دی ، له پخوا نه څرګنده شوی خبره ده . خو داڅیړنی د نوموړی ناروغۍ د نوو فکتورونو سره په تړاو کی ترسره کیږی او اړیکی یی ورسره ښودل کیږی ، دا یوه ډیره په زړه پوری خبره ده .د زړه دناروغانو په اتحادیه کی د روغتیایی چارو مسئول شارلوتی کیمبو وایی چی ددغو پایلو له مخی به موږ اړ سو چی په راتلونکی کی باید خپلی اجتماعی اړیکی ددی ډول ناروغی په اړوند د رسک د پارامترونوپه توګه په پام کی ونیسو . دغه څیړنی پر ۴۵۰۰ ډنمارکی نارینه وو او ښځو باندی د شيږو کالو په موده کی ترسره شویدی . دا ټول کسان دڅیړنو تر پیل دمخه روغ رمټ ول مګر پدغه جریان کی دهغو کسانو په وجود کی چی دفامیل دغړو په هکله یی تشویش درلود او یا تل دهغوی لخوا دزیاتوغوښتنو سره مخامخ کیدل ، د دوو څخه تر درو ځلو پوری زیات د ستینوکاردی نښانی ولیدلی شوی چی دا دزړه دناروغۍ لومړی مرحله ده او وروسته د زړه درګونو دبندیدلو لامل ګرځی .

دکوپنهاګن په پوهنتون کی د ټولنیز طب د ډیپارتمنت استاد او دنوموړو څیړنو ګډونکونکی ریکا لوند وایی : « ددی ناروغۍ دڅرګندیدو شدت زړه ته داشخاصوپه نژدیوالی پوری اړه لری یانی هرڅومره چی تشویش دنژدی کسانو په هکله وی اویا دډیرو نژدی کسانو لخوا ورڅخه غوښتنی کیږی ، هغومره یی پدی ناروغۍ باندی د اخته کیدوخطر زیات دی . په لومړی سرکی پارتنر ( میرمن ، معشوقه . . . ژباړ ) ځای لری چی ورپسی بچیان ، دفامیل نور غړی او دوستان راځی . » نوموړی استاده وایی چی ددی څیړنو پایلی به دهغه طبی پرسونل په کار کی مرسته وکړی چی دزړه ناروغانو دژغورلو سره سروکار لری . دا پدی اړوند زیاتوی : « د روغتیایی چارو کارکونکی باید دا په پام کی ونیسی چی انسانان یودبله جدا جزیری نه بلکه په یوه ګډ ټولنیز جال کی ګډون سره لری او داکار د دوی پر روغتیا باندی دلمس وړ اغیز ښندی . » .
هغه تشویشونه چی د زړه ناروغی رامنځته کوی ، کیدلای شی دنژدی کسانو دروغتیا ، اقتصادی حالت اویا اجتماعی ناخوالو په اړه وی . دکار او تحصیل په اړوند تشویشونه هم پدی ډله کی راتلای شی . تشویشونه کیدلای شی دیوچا د راتلونکی په باره وی چی په اړه یی دڅه کولو توان موجود نه وی . دنژدی کسانو لخوا دخواخوږۍ یا مرستی غوښتنه هم هغه وخت دزړه ناروغی رامنځته کولای شی چی داډول غوښتنی دچا پر اوږو باندی دیوه درانده پیټی پشان پرتی وی او دترسره کولو توان یی ونلری . د ژباړی پای .
د ژباړونکی یاددونه : لکه څنګه چی معلومه ده د زړه درګونو ناروغی په زړه کی دهغو رګونو دبندیدو لامله منڅته راځی کوم چی پخبله دزړه وعضلو ته وینه رسوی . دابندیدل په رګونو کی دمنګ په بڼه دغوړینو موادوکلیستیرول دترسب له مخی پیداکیږی چی په وینو کی د حیوانی غوړو ( په ځانګړی توګه دڅلور پښی لرونکو حیواناتو ) ، دشکری او مالګی زیاتوالی د کلیستیرولی موادو په ترسب او منګ نیولو کی مرسته کوی . په همدغه خاطر لوړ دری توکی که له نورم نه زیات وخوړل شی ، ډیر مضر تمامیږی چی باید پرهیز ورنه وشی . مګر دنوموړی څیړنو څخه په پایله اخیستلو کی دا څرګنده شوی نده چی یاد شوی تشویشونه یا غوښتنی دانسان په ارګانیزم کی څه ډول فعل او انفعالات منڅته راولی چی په وینو کی دترسب او په رګونو کی دمنګ نیولو او دوینی دجریان د بندیدو سبب کیږی . که زموږ محترم ډاکتران پدی اړه مالومات ولری ، هیله ده راسره شریک یی کړی .
ـ پدی هیله چی ګران لوستونکی می د زړه دناروغۍ او دژوند دټولو ناخوالو څخه په امان وی !

Address

متصل ریاست زراعت و مالداری شهر مهترلام بابا لغمان
Laghman

Opening Hours

Monday 06:00 - 18:00
Tuesday 06:00 - 18:00
Wednesday 06:00 - 18:00
Thursday 06:00 - 18:00
Friday 06:00 - 12:30
Saturday 06:00 - 18:00
Sunday 06:00 - 18:00

Telephone

0093775554345

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Muheb Najeeb Medical Whole Saler عمده فروشی ادویه محب نجیب posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Muheb Najeeb Medical Whole Saler عمده فروشی ادویه محب نجیب:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram