Dr Nazir Ahmad Arshad

Dr Nazir Ahmad Arshad د حق ویل، لیکل او اورېدل د انسانیت کیف او د ضمیر غوښتنه ?

د معدي زخم او جنسي کمزورتيا حل لپاره آزمويل شوي نسخه ! سهار وختي  دوه داني وچ انځر د دوو کاچغو عسلو سره وخورى او دا کار ...
31/07/2025

د معدي زخم او جنسي کمزورتيا حل لپاره آزمويل شوي نسخه !
سهار وختي دوه داني وچ انځر د دوو کاچغو عسلو سره وخورى
او دا کار ددو اونيو دپاره پرله پسې ترسره کړي .
- معدي زخم او نوري ستونزي ښه کوي
- جنسي کمزوري له منځه وړي
- بدن مقاومت د ناروغيو په وړاندې قوي کوي
- جسمي پياوړتيا منځته راولي.

اوبو وړي شخص سره لومړنۍ مرستې Near Drowning 1: ژر تر ژره یې له اوبو اوباسئنوټ: که اوبو کې غرق شوی نفر له تاسو غټ یا زورو...
23/07/2023

اوبو وړي شخص سره لومړنۍ مرستې Near Drowning
1: ژر تر ژره یې له اوبو اوباسئ
نوټ: که اوبو کې غرق شوی نفر له تاسو غټ یا زورور وي اوبو کې ځان په ګوتو ور نه کړئ ځکه هغه به د خپل ژوند د ژغورلو لپاره تاسو د ځان لاندې کړي چې فکر کوي ځان په دغه ډول ژغورلی شي
2: ناروغ وچې ته راوړئ خوله یې پاکه کړئ او وضعیت ورکړئ او په سینه یې زور واچوئ چې اوبه یې راووځي
3: که تنفس او د زړه ضربان ونلرې په سینه څو فشارونه ورکړئ بیا دوه تنفسه په خوله ورکړئ همداسې تکرار تکرار
4: ناروغ ګرم وساتئ خصوصآ ماشومان چې یخ یې وژني
5: د دغه ټولو مرستو د تر سره کولو په جریان کې یې روغتون ته ورسوئ.

★Lasix (Furosemide)•دا یو انټی هایپر ټنشن ضد درمل دي او د لــــــــوپ ډایوریټک له جملي څخه دي.کوم چی د بدن څخه مالګی او ...
31/10/2022

★Lasix (Furosemide)
•دا یو انټی هایپر ټنشن ضد درمل دي او د لــــــــوپ ډایوریټک له جملي څخه دي.کوم چی د بدن څخه مالګی او اوبه خارج کوي او فشار ښکته کوي. او یوازی په هایپرټنشن کی نه استعمالیږي ددی تر څنګ په نورو حالتونو کی هم استعمالیږي هیله ده ملګرو چی راسره مطالعه یی کړئ . او له نورو محصیلنو سره یی شریک کړئ.
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★Indication: استطباب
•Congetive Heart Failure د زړه عدم کفایه کی استعمالو چی په زړه باندی لوډ.کم کړي
•Edema پړسوب کی استعمالو
•Hypertension د وینی فشار لوړوالی کی استعمالو
•Oliguria due to Renal Failure د تشو بولو کموالی چی پښتورګو د عدم کفایی له وجی وي
•Pulmonary Edema د سږو پړسوب کی استعمالو
•Genral Body Edema د ټول بدن پاړسوب کی استعمال.کوو
•Hypercalcemia د کلسیم زیاتوالی کی استعمالوو
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★Contra indication مضاد استطباب
Anuria د یورین نشتون
Hepatic Coma د ځګر دناروغی له وجی کوما حاات
Hypersemsitivity حساسیت
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★Side effects: جانبي عوارض
•Hyponitremia سوډیم کموالی په وینه کی
•hypocalcemia کلسیم کموالی په وینه
•Blurred Vision دید خړوالی
•Posttural Hypotension وضیعتي فشار ټیټوالی
•Dry Mouth خولی وچوالی
•Headacheسردرد
•Dizeeness سر ګرځیدل
•Thirst تنده
•Muscles Cromp عضلاتو دردونه
•Hypokalemia پوتاشیم کموالی په وینه کی
•Ototoxicity په غوږونو ټوکسیک تاثیر
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★Coution احتیاط

هغه مریضان چی د ځګر ناروغي لري باید احتیاط ورسره وشي
هغه مریضان چی د پښتورګو ناروغي لری احتیاط ورسره وشي
هغه مریضان چی نقرص مرض باندی اخته وي
هغه مریضان چی شکر ناروغی اخته وي
هغه مریضان چی د پانقراص په مرض اخته وي
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★ د استعمال اندازه
•لویــــــانو ته
۲۰—۸۰ملي ګرام په ۲۴ساعتونو کی د خولی له لاری ورکولی شو
سهار لخوا

•ماشومانو ته
۰،۵—۱.۵ملي ګرام په کیلو د بدن عضله او رګ کی ورته کوو په ۲۴ ساعتو کی
او۱—۳ملي ګرام ورته د خولی له لاری ورکوو په۲۴ ساعتونو کی د ډاکټر په مشوره
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★درملو شکلونه

👇ګولــــی
۲۰—۴۰ملي ګرامه ګولی یی پیدا کیدو وړ دي .

👇شربتونه
۲ملی ګرام په ملي لیټر کی شربتونه شته دی .

👇امپول
۲۰ملي ګرام په ۲ملي ليټر کی امپلونه پیدا کیږي.
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
👈په حاملګی کی باید استعمال نشي
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ

هغه دواګانې چی د  #ټــــــوخــــی لپاره استعماليږی ټوخی د عضويت مدافعوی عکس العمل دی ټوحی په دوو ګروپونو تقسيم شوی 👇1___...
27/09/2022

هغه دواګانې چی د #ټــــــوخــــی لپاره استعماليږی

ټوخی د عضويت مدافعوی عکس العمل دی ټوحی په دوو ګروپونو تقسيم شوی 👇

1___ وچ ټوخی : چی محتوی نلری اوڅه شی د قصباتو څخه خارجولی نه شی .
2 ___ بغلم لرونکی ټوخی : ددی ټوحی پواسطه افرازات او اجنبی مواد د قصباتو څخه خارجيږی .

پدی ډول لوند ټوخی ته اجازه ورکړ شی ترڅو ادامه پيدا کړی ځکه د عضويت په ګټه ده مګر په هغه صورت کی چی ناروغ خطرناک وی لکه د سترګو عملياتو کی بايد توقف ورکړشی مګر وچ ټوخی ته بايد توقف ورکړی شی مګر په هغه صورت کی چی وچ ټوخی افرازات حجم او قوام يی سخت وی چی پدی صورت کی تر امکان حده کوشش وشی ترڅو نوموړی افرازات نرم شی .
د انتاناتو په موجديت کی د انتان تداوی صورت ونيسی اوپه نور حالاتو کی پرهيز توصيه کيږی لکه لوګی او تنباکوو همدارنګه بعضی دواګانې لمه Catopril د وچ ټوخی لامل کيږی .
نو ټوحی ضد درمل په دوو ګروپونو ويشل شوی 👇

1 ___ Anti _ Tussives وچ ټوخی
2 ___ Expectorant بلغم لرونکی ټوخی

هغه درمل چی په بلغم لرونکی ټوخی کی کارول کيږی په لاندی ډول دی 👇

1 ___ Hydryllin
2 ___ Pulmonal
3 ___ Ventolie Expectorant
4 ___ Siroline
5 ___ Benadryl
6 ___ Triaminic Chest Congestion
7 ___ Truaminic E
8 ___ Priton Expectorant
8 ___ Cosom E

هغه درمل چی په وچ ټوخی استعماليږی
1 __ Zodec
2 __ Triaminic ــ DM
3 __ Tixylix
4 __ Hydryline ــ DM
5 __ Codine
6 __ Dextro Methrophan
7 __ Phelcodine
8 __ Cosom
9 __ Broxal ــ DM
10 _ Histomol ــ D
11 _ Actifed ــ DM
12 _ Corix ــ D

05/07/2022

دغه اوازه چې ګواکې که يو انسان وينه ورکړي هغه چاغيږي غلطه ده. د دې لپاره هيڅ طبي شواهد وجود نه لري.

که چیرې مو په غوږ کې حشره ننوزی څه باید ورسره وکړی؟که چیرې مو په غوږ کې حشره ننوته اوصحی مراکزو ته مو لاسرسی نه درلود نو...
28/10/2021

که چیرې مو په غوږ کې حشره ننوزی څه باید ورسره وکړی؟
که چیرې مو په غوږ کې حشره ننوته اوصحی مراکزو ته مو لاسرسی نه درلود نو ورخطاکیږی مه بې له ځنډه لاندې طریقه اجراکړﺉ
ناروغ په اړخ څملوی داسې چې ماووف غوږ يې پورته طرف ته وی او غوږ یې له اوبو نه ډک کړی په حشرې باندې اکسیجن قطع کیږی او مجبوریږی چې رابهر شي که چیرې بیا هم رابهر نه شی نو داکسیجن دکمبود له وجې یې بدن بې حرکته کیږې او درد ارامیږی چې بیا کولای شی په ارامه سره دغوږو متخصص ډاکتر ته مراجعه وکړی
که طبی معلومات مو خوښیږی نو صفحه خوښه کړی او له نورو سره یې هم شریکه کړی

حامله ښځه چه دلاندي مشکلاتو څخه يو هم ورپيداشي بايد ډاکترته ولاړشي. - سرچرخي او خواګرځي . - تبه - په لاسو او پښوکي پړسوب...
19/09/2021

حامله ښځه چه دلاندي مشکلاتو څخه يو هم ورپيداشي بايد ډاکترته ولاړشي.

- سرچرخي او خواګرځي .
- تبه
- په لاسو او پښوکي پړسوب.
- نفس تنګي او سالنډي چه د روزانه کارونه مانع وي.
- تر نارمل حد ډير متيازو ته تلل , دمتيازو په وخت درد او سوزشت, په متيازو کي وينه ليدل.
- شديد دسر درد.
- دسترګو کمزوري او شيان په خاکي شکل ليدل.

- دفرج او تناسلي ځاي څخه وينه تلل .
- دنس او دنس په لاندي برخي کي د درد شتوالي.
- په نس کي دماشوم حرکت نه حس کول (کله چه يي په حرکت شروع کړي وي ).
- دفرج يا تناسلي ځاي څخه اوبه تلل.
- دميرګي حمله پر راتلل .

دپورته ذکرشوي شکايتو څخه چه يو هم وليدل شي بايد نژدي اويو پوه داکترته ولاړشي معاينات وکړي او مشوره تر واخلي .
که مو تر پای ولوستلو نو په کمنت کی (ولوستل شو) ولیکې💙

د پزې څخه د وینې راتلل يا (Epistaxis):پزه چې د تنفسي سیسټم یوه برخه ده د نورو دندو سربیره یوه دنده یې د تنفس په وخت کې د...
07/07/2021

د پزې څخه د وینې راتلل يا (Epistaxis):

پزه چې د تنفسي سیسټم یوه برخه ده د نورو دندو سربیره یوه دنده یې د تنفس په وخت کې د هوا مرطوب او معتدل ساتل دې،نو ځکه په زیاته اندازه د وینې څخه برخمنه ده.

د پزې څخه د وینې راتلل په کوچنیانو او دځوان عمر کسانو کې زیات لیدل کیږي او په اکثره وختو کې وینه په خپله بندیږي خو داچې دپزې د وينې رګونه د بدن د غټو رګونو (Internal Carotid Artery and External Carotid Artery) سره تړلي دي نو د پزې وینه په ډیر لنډ وخت کې خطرناک واقع کیداي شي

د پزې څخه د وینې راتلوعلتونه:
د پزې څخه د وینې راتلو علتونه په دوه برخو ویشل کیږي یو هغه چې په پزې پورې اړوند دي او بل عمومي علتونه

په پزې پورې اړوند علتونه:
۱- د پزې التهاب (Infection)
۲- د پزې ضربه یا لګیدل (Trauma)
۳- نامعلوم او نا پیژندل شوې علتونه (Idiopathic)
۴- د پزې حساسیت (Nasal allergy)
۵- په پزه کې د خارجي څیز موجودیت او بندیدل (Foreign body)
۶- په ارثي ډول د غیرې عادي رګونو جوړښت (Hereditary Hemorrhagic telangiectasia)
۷- د پزې سرطان (Neoplastic)

عمومی علتونه:
۱- د وینې لوړ فشار (Hypertension)
۲- د هغه دوا استعمال کوم چې د وینې د نرمیدو سبب ګرځي (Anticoagulant drugs)
۳- د ویني مریضۍ (Blood Disease: Leukemia, Hemophilia and thrombocytopenia)
۴- تبه او ریزش (ډیر کم) (Fever or Influenza)

درملنه او بیړني مرسته:
د پزې څخه د وینې راتلو علتونه مختلف دي،که چیرې مو پزه وینې شوه نو ژر تر ژره باید نږدې روغتون ته ځان ورسوئ، ترڅو علت یې معلوم او دقیق علاج یی وشي،البته د اولني یا بیړني کومک په ډول باید په لاندې نقاطو باندې عمل وشي:
۱- په بټه او د شهادت په ګوتو د پزې لاندې حصه کومه چې د نیمه هډوکي ( Cartilage) څخه جوړه ده ټینګه ونیسئ، تر څو وینه بنده شي (د لسو دقیقو لپاره ،یا تر روغتون پورې تر رسیدو تر وخته) ټینګه ونیسئ.
۲- سر په ځمکه مه ږدئ، ځکه پدې سره د سر طرف ته د ویني جریان زیاتیږي،سر لږ څه مخ طرف ته کوږ کړئ، ناسته بهتره ده
۳- په هغه بل لاس یا د یو بل کس په مرسته په سر او مخ یخې اوبه واچوئ،او یا یخ او لوند ټوکر په مخ تیر کړئ، ترڅو د مخ په حصه کې د وینې رګونه تنګ او د وینې جریان کم شي.
۴- تنفس یا ساه اخستل د خولې د لارې کوئ،کومه وینه چې د ستوني طرف ته تللي وي هغه د خولي د لارې توف کړئ.
۵- کله چې وینه ودریږي نو د پزې د پاکولو او کشولو کوښښ مه کوئ ځکه پدې سره د وینې د بهیدو چانس زیاتیږي.
۶- نږدې روغتون ته ځان و رسوئ، ترڅو علت یې معلوم شی.سوله خوستی

 # دډیرو مرضونو غلاج   ( کشمالی) بوټی تخم ګل او پانی ییتر اخره یی ولولی او له ملګرو سره یی شریک کړی د ریحان بوټۍ ټول پیژ...
29/04/2021

# دډیرو مرضونو غلاج
( کشمالی) بوټی تخم ګل او پانی یی
تر اخره یی ولولی او له ملګرو سره یی شریک کړی
د ریحان بوټۍ ټول پیژنو اکثرو په کورونو کی کرلی دی خو اکثره د ریحان له طبی ګټو ناخبر یو. که یې چیرته په ګټو خبرشو نو ریحان په کور کی یو داسی دواخانه ده چی د الله پاک په قدرت دډیرو ناروغیو علاج. مخ نیوی کوی، د ریحان اول فضیلت دادی چی د جنت یو بوټی دی او په قران کریم کی الله ﷻ دوه ځله ذکر کړی او په نبوی طبی حدیثونو کی هم ذکر شوی دی. که یې په خصلتونو خبرشو نو داسی کور به پاته نه شی چی په هغه کی دی ریحان ونه کرل شی....
(د ریحان طبی مهمی ګټی)
(۱) که څوک د زړه خفګان یا دماغی بوج ولری نو دریحان په هروخت بوی کولو سره د زړه خفګان، دماغی بوج لیری کیږی او زړه ته خوښۍ ورکوی.

(۲) د لمبیدو په وخت د ریحان په پاڼو بدن موښل جسمانی سربیره خیری په کلکه لیری کوی. د بغلونو بدبویی ختموی او که یې ښځینه عملی کړی نو د بدن پوستکی به یې نرم او تازه پاته وی

(۳) که څوک دریحان پاڼی په اوبوکی سم وایشوی او د هغه اوبو څخه د وړوکی ګلاس په اندازه هرماښام څیښی نو په بدن کی د رګونو خټه وینه نرمه کوی او بنده وینه په جریان کوی

(۴) که د ریحان پاڼی وچ کړه شی بیا میده کړه شی نو هر هغه زخم چی نه جوړیږی په هغه دی ودوړول شی نو په محدود وخت کی زخم راټولوی او علاج یې کوی

(۵) که د ریحان دانې او پاڼی په ګرمو اوبوکی ۲۴ ساعته خشته شی او سر په ووینځل شی نو دسر ویښتان د رژیدلو څخه ساتی او چمک ورکوی

(۶) که د ریحان درې ډک موټه اندازه ګلان ۲۴ ساعته په دوه لیټر ایشیدلو اوبو کی خشته شی وروسته یې اوبه صافی کړی نو د هغه چا لپاره مکمل علاج دی چی عامه جسمانی لړزه لری، طریقه یې داده چی ددغه اوبو څخه به ۵ کاچوغی اوبه اخلی دچایو دګلاس اوبو اندازه سره به یې ګډوی د هر خوراک وروسته به یې ددوو هفتې لپاره څیښی یا تر هغه وخت چی لړزه یې ختمیږی

(۷) که د ریحان دانې وټکول شی سم میده کړه شی بیا یوه کاچوغه اندازه په یو ګلاس اوبوکی وایشول شی او دغه اوبه په خوله ورغړول شی نو د غاښونو د میکروب او چینجیانو قاتل علاج دی

(۸) که د ریحان ژوندی دانې (تخم) د وړوکی کاچوغی په اندازه ماښام دخوب نه مخکی په اوبو تیری کړی نو د بندو بولو او سوزک او د مسالک د التهاب لپاره مضمون علاج دی، یوه هفته عملی کیږی یا دعلت خمیدلو پوری

(۹) که دریحان پاڼی په سایه کی وچ کړه شی بیا سم میده کړه شی لکه اوړه او یوه د خوراک د کاچوغی په اندازه په یوګلاس ایشیدلو اوبوکی واچول شی. ۱۰ دقیقې وروسته دغه اوبه څیښی نو هغه څوک چی نیم سر دردی لری هغه دی ټوکور په دغه اوبو لندوی او ددرد پر ځای دی یې نیسی سر درد به یې ورسره ورک شی،

(۱۰) هغه مېرمن چی کوچنی یې پیداشوی وی او په سینه کی یې شیدې کمی وی نو هغه دی د ریحان یو څودانی تازه پاڼی په اوبوکی لکه چای داسی ایشوی او لکه چای داسی دی یې څیښی. سینه به یې د شیدو ډکه وی او د څلویښتۍ پاته درحم خیره او ناوړه وینه به یې د بدن څخه ورسره ووځی. ان شاء الله تعالی

او د ټولونه مهم د ریحان ګټه داده
چی یو ښار یا وطن ته وبا یا بل مرض راغلی وی نو په هغه کورکی چی ریحان کرلی وی دکور انسانان ته یې بوی رسیږی نو هغه کوربه د وبا او مرض څخه د الله ﷻ په قدرت او فضل په امان وی
( نوټ )
دغوره او ګټورو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره زموږ همدا پاڼه لایک او فالو کړی تر څو له نورو معلوماتو هم خبر شی
(

که مو نوکان په غوښه کې ننوځي؟ لاندې نسخې و ازمویئ!د پښو نوکان په غوښه کې ننوتل یو عامه خو خورا زیاته تکلیفوونکي ستونزه د...
09/04/2021

که مو نوکان په غوښه کې ننوځي؟ لاندې نسخې و ازمویئ!

د پښو نوکان په غوښه کې ننوتل یو عامه خو خورا زیاته تکلیفوونکي ستونزه ده.

د نوکانو سم نه پرې کول، تنګ بوټان پر پښو کول، نوک پر څه شي لګېدلو څخه اکثره نوکان د پښو په غوښه کې ننوځي.
که بالفرض ستاسو نوکان هم په غوښه کې ننوتل نو له درده د ځان ژغورلو لپاره لاندې کورنۍ نسخې عملي کړئ.

مالګه

مالګه په تړمو اوبو کې ګډه کړئ او بیا مو په کې خپله پښه هره ورځ د ۱۵-۲۰ دقیقو لپاره کیږدئ، که مو نوک جراثیمي شوی نه وي نو نوک خپله پورته را خيژي او بیا یې ښه په طریقې سره پرې کړئ.

مالوچ

دوهمه ګټوره او اسانه لاره د مالوچ استعمال دی. مالوچ هغه ځای کې چېرې چې نوک په غوښه کې ننوځي دننه کېږدئ، دا نوک غوښه کې د ننوتلو پر ځای بهر وباسي او په پرې کولو کې درسره مرسته کوي. د دې په خاطر چې نوک مو جراثیمي نه شي، مالوچ هره ورځ د مڼې په سرکه کې لوند او بیا یې په کې کېږدئ. همدا راز هره ورځ دغه مالوچ بدل کړئ.

ویکس

لږ ویکس را واخلئ، نوک باندې یې ووهئ او بیا یې په څه باندې وتړئ. ویکس کې یو ډول مواد دي چې جراثیم له منځه وړي او هم نوک نرموي چې ورسره د نوک لوری هم بل طرف ته په اسانه اړولی شئ.

کورکمن

یوه کاشوغه کورکمن په لږو اوبو کې ګډ کړئ او کریم غوندې یې جوړ کړئ، وروسته یې په متأثره نوک او ګوته باندې ووهئ یا یې وتړئ او یا هم د څه مودې لپاره یې پریږدئ، که اړتیا وه یو ځل بیا همدا کار وکړئ، کورکمن مو هم د درد علاج کوي او هم د نوک په ویستلو کې درسره مرسته کوي.

که پورتنیو کورنیو نسخو اغېز درباندې ونه کړ نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ څو د عملیاتو له لارې مو نوک وباسي او هم مناسب درمل درکړي.
د مسلمان ورور سره د کومک په خاطر يې شير کړﺉ

که د لوږې احساس مو وکړ، لږ څه وچه میوه وخورئ. همیشه مو لوږه په خوړو مه کموئ. د خیټې د کمولو لپاره دا هم یو ښه هنر دی. ؛ ...
05/04/2021

که د لوږې احساس مو وکړ، لږ څه وچه میوه وخورئ. همیشه مو لوږه په خوړو مه کموئ. د خیټې د کمولو لپاره دا هم یو ښه هنر دی.
؛ .
#مننه👏

Address

Center
Lashkar Gah
2003

Telephone

+93747818545

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Nazir Ahmad Arshad posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category