29/05/2022
د بیزو ناروغۍ - MonkeyPox virus 🦠
👈🏻پیژندنه :
📍یو حیوانې انتقالیدونکې ناروغۍ ده چې په ۱۹۵۸ کی وپیژندل شول !
📍خپله د Poxviridae د ویرسونو له کورنې څخه دی چی DNA 🧬 لرونکی دی !
👈🏻تاریخچه :
📍لمړې ځل په ۱۹۷۰ کال کښی په یو کوچنې ماشوم کی ولیدل شول !
📍هغه وخت کې یې ډیری پیښی په افریقا کی ثبت شوی وې !
📍تازه پیښی : امریکا ، کاناډا ، ایروپ او د آسیا په ډیرو ملکونو کی لیدل شوی دی !
👈🏻د انتقال لاری :
📍- لکه څنګه چې دا حیوانی انتقالیدونکې ناروغۍ ده نو د حیواناتو د لاړو ، بلغمو ، داړلو او تماس څخه انتقالیږی.
📍- د یو انسان څخه بل انسان ته د ټوخي او فرنجی له لاری هم امکان لری انتقال شی.
📍- هغه ښځی چی امیدواره (حامله) وی خپل کوچنی ته ناروغۍ انتقالوی.
👈🏻اعراض او علایم :
📍 اعراض و علایم یی د (۶-۱۴) یا هم د (۷-۱۴) ورځو پوری وی.
📍تبه ، شدید سردرد ، د ملا درد ، د بدن دردونه او د لمفاوی عقداتو(Lymph Node)کمزوتیا شامله ده.
📍خاصه او د پیژندی علامه یی د تِخرګ د لمفاوی غوټیو پړسیدل دی
📍دریمه ورځ باندی پر بدن دانی (Rash) پیدا کیږی چی دانی لمړی په ستونی کی پیدا کیږی وروسته مخ او لاسونه کی ته انتقالیږی.
📍دانی یا Rash اول سر کی سوخت لرونکی او سور رنګ لری چی ورسته بیا په نم یا زو لرونکی دانو ( pustules ) باندی بدلیږی !
👈🏻تشخیص :
📍- د PCR معایناتو او کلینک په واسطه سره کیږی.
👈🏻تداوی :
📍لکه څنګه چی ددې ناروغۍ واکسین موجود دی نو هغه کسانو چی واکسین لګولې 85 فیصده مؤفید دی.
📍خو د بیا احتیاط او دوباره اخته کیدو د ساتنی لپاره لاندی کارونه وکړئ :
- د ماسک کارول
- د حیواناتو سره تماس نه لرل
- د مریض شخص څخه ځان لری ساتل
- د بدن د معافیت قوی ساتل
- او هیره دی نه وی چی د ټولی ناروغۍ زور فقط ۱۴ ورځی دی ډیر مه وارخطا کیږئ 😊
🔍هیله ده چی یوڅه مو تر لاسه کړی وی 😗
🔍معلومات له نورو ملګرو سره شریک کړئ ! 🙏🏻
🖋ډاکتر احمد جاوید رحماني