04/11/2025
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
په دې هیله چي د صحت جامې به مو په تن وي
د حامله او شیدې ورکوونکو میندو لپاره لنډ ارزښتناکه سپارښتني
حامله او شیدې ورکوونکې میندي باید خپل د تغذیه وختونه په پنځه وختونو کي برابر کړي ه
د سهار خواړه ډیر مهم دي چي د انرژي پیل یا شروع او د پیاوړتیا مرحله ده
سهارنۍ خواړه که په وسه وي یو گیلاس شیدي او هگۍ دا به بهترینه خواړه وي له ډوډۍ سره
غرمنۍ خواړه د غذایې موادو توازن برابروي لوبیا سبزیجات میوه مستي
ماذدیگر وخت دانرژي ساتلو وخت دی چي که شیدې وي ښه ورسره وچه میوه که وي لکه بادام کشمش ښه به وي که نه وي بیسکویت هم کولی سي
ماښامنۍ تغذیه چي د شیدو په جوړیدو کي مرسته کوي حتمې دي کپلی سو د اقتصاد سره سم سبزیجات یا غوښه یا وریجي وچه ډوډۍ سره
بل منرالونه او ویټامینونو خوراک اوبه حتمي دي تر اته گیلاسه پورې تر څو مو د بدن مایعات پوره او د ناروغیو څخه مو ځان ژغورلی وي
نـــــوټ :
پوهیږم چي اقتصادي مشکلات به وي خو د شته امکاناتو څخه استفاده وکړی هغه متل دی چي وایې څه چي تیار دي د یار دي
هم به مو ځان او هم به مو ماشوم د خوارځواکی څخه ساتلي وي