MT Ahmadullah Ahmady

MT Ahmadullah Ahmady Medical Laboratory Technologist

Graduate of Law Faculty& Politics

19 years of work experience in various institutions

د سترګو ټېسټ!ته یو نښه ویشتونکی یې سنایپر درسره ده  او په دې مخامخ تیږو کې دوښم.ن پټ ده اوس یې نو ته پیدا کړه چې چېرته د...
24/12/2025

د سترګو ټېسټ!
ته یو نښه ویشتونکی یې سنایپر درسره ده او په دې مخامخ تیږو کې دوښم.ن پټ ده اوس یې نو ته پیدا کړه چې چېرته ده ؟
له خپل عقل او نظر نه کار واخله د بل کمېنټ کتل بند دي .
©

23/12/2025

دا هم د فکر خبره ده

Breath-Holding Spells (BHS)ایا ماشوم مو په ژړا کې شین کیږی؟ایا ماشوم په ژړا کې سپین اوړی؟ایا ماشوم مو په ژړا کې ساه دریږ...
20/12/2025

Breath-Holding Spells (BHS)

ایا ماشوم مو په ژړا کې شین کیږی؟
ایا ماشوم په ژړا کې سپین اوړی؟
ایا ماشوم مو په ژړا کې ساه دریږی؟
دا ناروغی په ماشومانو کې یوه عامه، غیر خطرناکه او ځان محدودوونکې ناروغی ده چې اکثره د ۶ میاشتو نه تر ۵ کلونو عمر پورې ماشومانو کې لیدل کېږي.
🔵 Breath-holding spells څه شی دي؟
دا هغه حالت دی چې ماشوم د ویریدلو، درد، غصې یا ناراحتۍ په وخت کې ژړا شروع کوي، ناڅاپه سا بنده کړي، شین رنګ پریوځي، او حتی څو ثانیې بې هوشه شي.
خو دا په خپله ختمېږي او مغز ته کوم زیان نه رسوي.
دا ناروغی په دوه ډوله ده.

1️⃣ Cyanotic (شین کېدونکی ډول) – تر ټولو عام

ماشوم ژړا کوي ⇐سا بندوي ⇐ شین کېږي ⇐ لنډ وخت لپاره بې هوښه شي.
علت یې اکثره غصه، درد یا نا رضایتي وي.

2️⃣ Pallid (سپین کېدونکی ډول)

ماشوم وویریږي یا لږ خفه شي ⇐ ناڅاپه سپین کېږي، سا بندېږي او بې هوښه کېږي.
سبب د vagus nerve قوي رېفلیکس له امله.
🔵 سبب یې څه دی؟
اصلي علت یې عصبي رېفلیکس دی، خو ځینې فکتورونه یې شدت زیاتوي:
Iron deficiency anemia
شدید غصه، ژړا، درد
ناڅاپي ویره
Genetics (په کورنۍ کې سابقه)
✔️ اکثره وخت بې ضرره دي
✔️ اپیلپسي نه جوړوي
✔️ د مغز زیان نه رسوي
✔️ په ۳–۵ کلنۍ کې په خپله له منځه ځي
❗ کله خطری کیدلی شی؟
episode > 1 minute
ډېر تکرار (په یوه ورځ کې څو ځل)
زخمی کیدل
بې هوشۍ اوږده شي
🔵 درملنه (Management)

1️⃣ Iron supplementation

2️⃣ Episode د حملې پر وخت کې څه وکړو
ماشوم آراماً پر څنګ یا شا کینوی
کلک فشار مه ورکوئ
په خوله فشار مه کوئ
اوبه یا خواړه مه ورکوئ تر څو ساه بېرته عادي شي
ماشوم ته ډاډ ورکړئ
والدین باید خپله د ماشوم ویره کنټرول کړي
ماشوم ته په داسې کارونو کې attention نه ورکول چې د ژړا او غصی لامل یې کیږی.
داسې ماشومان مو ډاکټر ته یې یووسۍ چي درملنه یې وکړی
کاپي

په پټ ځای کې يې ولولئ ضرور مو ژاړوي !د خور د واده مې شپږ کاله ووتل خو زه يې کله کور ته نه وم تللی:مور او پلار به مې کله ...
19/12/2025

په پټ ځای کې يې ولولئ ضرور مو ژاړوي !
د خور د واده مې شپږ کاله ووتل خو زه يې کله کور ته نه وم تللی:

مور او پلار به مې کله کله اختر يا هم برات کې ورتلل ، يوه ورځ په خپل اطاق کې ناست وم چې ښځې مې راته په خبرو پيل وکړ ، سړيه خفه نشې خو دا ستا خور چې دلته راځي بچي يې د ټول کور حالت خراب کړي ، خرچې ډبلې شي او کور هم ګډ وډ کړي، او ستا مور خو نو کله مونږ نه پټ ورته د صابون پاکټونه په پنډ کې ږدي کله ورته کالي ورکوي او کله خو لا ورته د وريجو څخه يې هم پلاستيک ډک کړی وي نو ته داسې وکړه چې مور ته دې ووايه دا خو زمونږ کور دی کوم د خيرات او زکات مرکز خو نه دی دا کارونه دې نور دلته نه کوي...!

د ښځې په دې خبرو سره مور ته ډير غصه شوم چی په دې سختۍ يې زه ګټم او مور يې خور ته مې ورکوي ..!

ورځې تيريدې چې يوه ورځ مې خور کور ته بيا راغلې وه وړوکي بچي يې د ماما کور په ګڼلو او خوشحالۍ له وجې منډې رامنډې وهلې چې د ټي وي ريموټ يې مات کړ
زه مې مور ته ورغلم ورته مې وویل چې خور ته مې ووايه دلته صرف د اختر په ورځو کې راځي او بس نور دې نه راځي!
او مورې دا ته چې کوم صابون وريجې او د کور سامان ورکوې کنه دا نور بند کړه دا کيسې دې زما نه دي خوښې ، مور مې غلې ناسته وه هيڅ يې نه ويل ، ګويا هغې سره هم خپل د سرپناه غم وو ځکه چې نن سبا خو زامن چې واده وکړي بيا مور او پلار هم هير کړي او يا هم زما د خور بې وسۍ يې هوش او هواس غلي کړي وو!

زه پوه نه وم خو خور مې زما ټولې خبرې په بله کوټه کې اوريدلې وې ، هيڅ يې هم راته و نه ويل ، مازيګر څلور بجې شوې خور مې خپل بچي تيار کړي وو ، راغږ يې کړل وروره مونږ خو دا د موټرو تر هډې پورې لږ ورسوه ، ما ورته د دروغو يو ست وکړ چې څو ورځې به دې تيرې کړې وې کنه ، خور مې مسکۍ شوه وای نه وروره خير ويسې د ماشومانو رخصتي خلاصه شوې ده بايد مونږ لاړ شو ... 😥

څه وخت وروسته مونږ دواړو ورونو خپل منځ کې ځمکه تقسيموله چې مور مې خور هم راغوښتې وه ، مور مې په دې تاکيد کاوه چې بايد خور ته هم يو څه برخه ورکړئ خو مونږ مکمل د خور له برخې انکار وکړ او ورته مو ويل چې هيڅ حق يې نشته ، خور ته مې يو څه بدې ردې هم وويلې ، خو هغه غلې ناسته وه ، له شا مې ښځې هم را غږ کړ چې دا خو د سوال ځای نه دی زمونږ خپله بچي همدې ځمکې ته ناست دي هر څوک دې خپل کار کوي ....!

مشر ورور مې بيل شو څه وخت وروسته زما يو زوی په يوه داسې ناروغۍ واوښته چې له مال حال او دارايۍ يې خلاص کړم ، نور راسره هيڅ نه وو پاتې چې پرې يې ولګوم
ښه قرضداری هم شوم ، د کور د خوراک څښاک لپاره د سودا اخيستلو لپاره د‌پيسو هم څه درک نه لګيده , تنها په خپل اطاق کې په همدې غمونو کې ډوب ناست وم ، شايد پر خپل حالت مې ژړل ... ، چې په دې وخت کې مې خور زمونږ کره راغله ، ما د ستړي مشې څخه لا مخکې له ځانه سره وويل چې دا منحوسه خو بیا راغله ، دې وخت کې خور مې راغله او له ما سره کيناسته ، ما مې ښځې ته وويل چې يو څه تيار کړه راغږ يې کړ وای هوټل نه دی ، او نه د څه تيارولو ضرورت شته ، نه يې شم کولای دا‌ پخلي ...!

خور مې غلې ناسته وه ، هيڅ يې و نه ويل ، لکه چې هيڅ يې څه نه وي اوريدلي ، وروسته را نژدې شوه ، وروره خفه یې؟
په سر يې راته لاس کيښوده راته په نرمه او غلې لهجه يې پيل وکړ وروره مشره خور يم ستا ، په غيږ کې مې را لوی کړی يې پوهيږم مشکلاتو را حصار کړی يې ، له سترګو يې په معصوم چاودلي مخ نا ګهانه څو وار بې واره اوښکې راغلې ، څو ځل يې دا الفاظ تکرار کړل (خور دې له تا قربان شي وروره ) راته يې کړل دا وګوره کنه څو تاره ويښته دې هم سپين شوي دي ولې فکرونه کوې ها؟
وروره بچي مې مکتب کې وو ما ويل په منډه به مې دا ورور وګورم نو ځکه راغلم 😥

خبرې يې ډيرې اوږدې نه کړې شايد زما او د ښځې په رويه او خبرو يو څه نا اميده شوې وه خو خپلې مينې نه پريښوده چې لرې پاتې شي ، خپل د څادر پيڅکې ته يې لاس کړ يوه تړلې غوټه يې ترې را خلاصه کړه راته يې ويل ته ليونی يې هسې خفه کيږې ، خور خو دې شته او له همدې سره يې ترې د خپل ناوېتوب څلور د سرو زرو بنګړي راکړل ، هن واخله وروره دا خرڅ کړه يو څه وخت خو به دې د کور خرچه او د زوی علاج شي ، دا مې همدې سختې ورځې ته ساتلي وو ، بيا يې لاس کړل د غوټې له څنګ يې لږې څوليدلې پيسې راواخيستې چې د ټيکري پيڅکه کې يې تړلې وې ، دا ټول د لس ، شل او پنځوسو روپيو نوټونه وو ګويا همدا يې يوه پاسره او جمع شوې خزانه وه ...!

زما له خولې هيڅ خبره نه وتله شايد‌ په کړيو کارونو مې پښيمانتيا همداخاموشي وه ...!

راته يې کړل وروره ستا دې قسم وي که د دې بنګړيو باره کې به چاته څه وايې په تندي يې له مينې ښکل کړم هماغه خپلې ټولې کړې زر روپۍ يې راکړې وای وروره په دې مې وریرونو ته غوښه راوړه چې خوشحاله شي ، نور يې د خبرو تاب نه درلود همداسې په اوښلنو سترګو تېزه تېزه روانه شوه شايد خپلې اوښکې يې له ما پټول غوښتل کومې يې چې له ما سره د مينې په خاطر توئيدلې ....!

چې روانه شوه شاته پښو ته مې چې ليدل شکيدلي او څو ځايه ګنډل شوي بوټان يې پښو کړي وو ، يو زوړ ټيکری يې پر سر وو ، هر وخت به چې راتله همدا يو ټيکری به يې پر سر وو شايد د بل د اخيستو توان يې نه وو ، زه په دې صحنه کې د خور فداکارۍ ته حيران پاتې وم او هيڅ مې نشو ويلای............ 😓

مونږ ورونه څومره خودخواه او مطلبي يو کنه؟
خور په يوه شيبه کې پردۍ کړو ، د خپلې ښځې په خبرو په راتګ یې تنګيږو ، حال دا چې د خور د کال پس راتګ د خوشحالۍ هيلې همدې څو ورځو ته وي ...😥

مونږ يې هيڅکله نه درک کوو خو دوۍ ټوله ورځ د ورور په فکر کې وي او لږ ذره درد يې هم نشي زغملی!

د حقيقت په پوهيدو او دې حالت ليدو سره ما په لاس کې د خور بنګړي نيولي وو او په غير ارادي شکل مې په چغو چغو ژړل ، په زړه کې به راغلل چې په خپل کور کې به خدای خبر څومره په تکليف کې وي څومره سختي به په يو پردي کور کې تيروي خو مونږ ورسره څه کوو؟

قدرمنو ورونو له ليکنې او واقعې مې هدف دا دی چې راځئ خويندو ته مينه ورکړو ، د حال احوال پوښتنه يې وکړو ، يوه شيبه ورسره کينو، همدا يوه شيبه ناسته يې شايد د کور ډير غمونه هير کړي ، کور ته په راتګ یې رحمت وګڼو نه بوج او د خپلو ټولو مسلمو حقوقو څخه یې برخمنې کړو، په رب باور وکړئ خویندې لکه فرشتې ورونو ته معصوم زړه او اراده لري نو قدر يې وکړئ!

يادونه: ياده ليکنه مې د ټولنې د اصلاح او خويندو د حقوق په خاطر د يوې وړې واقعې څخه په اخذ ترتيب او وژباړله اکثره برخې مې یې د ټولنی حالاتو ته په ليدو سره وليکلې تر څو د لنډې کيسې بڼه خپله کړي!

ژوند لنډ دی شايد زمونږ په څو تورو د يوې نازولې خور او ورور مينه بيرته را ژوندۍ شي!
مشران وايي خور دوهمه مور ده!

ما چې کله ليکنه ليکله خپله مې ورته ښه ژړلي ، او په اوښلنو سترګو مې هر څه ليکلي نو که تاسې هم غمجن شوئ ستاسې د دل ازارۍ بښنه به راته کوئ ، خو دا هغه څه دي چې زمونږ ستاسې خويندې يې هره ورځ ويني او ورسره مخ کيږي 😥
په احترام

د ټولنې د اصلاح او خويندو د حقوقو په خاطر يې حتمي شئير کړئ!
کافي

د ژونــد کــردار ادا کــوم خــو اداکــار نــه يمــه زه مختلف يـم لـه دنيـا نـه خـو فنکـار نـه يمـه زمــا او ســتا محبــت...
18/12/2025

د ژونــد کــردار ادا کــوم خــو اداکــار نــه يمــه
زه مختلف يـم لـه دنيـا نـه خـو فنکـار نـه يمـه
زمــا او ســتا محبــت هــم نــور انتهــا تــه رســي
ګل مې نيولی دی خـو سـتا پـه انتظـار نـه يمـه
(باقر)
که تر اوسه ويښ يي
نو لمونځ درڅخه قضا نشي
وروسته ستا خوښه

Tab. Fenofibrate څه شی دی؟👇یو درمل دی چې د وینې د غوړو(Lipids) د کمولو لپاره کارېږي، په ځانګړي ډول:Triglycerides (TG)لږ ...
18/12/2025

Tab. Fenofibrate څه شی دی؟👇

یو درمل دی چې د وینې د غوړو(Lipids) د کمولو لپاره کارېږي، په ځانګړي ډول:

Triglycerides (TG)

لږ تر لږه LDL

او HDL زیاتوي

دا درمل د Fibrates له کورنۍ څخه دی.

کورنۍ (Drug Class)

Fibrates

PPAR-α agonist

میکانیزم (Mechanism of Action)

د بدن په حجرو کې د PPAR-alpha receptor فعالوي، چې پایله یې دا ده:

د Triglycerides ماتېدل زیاتوي

د VLDL جوړېدل کموي

د وینې HDL (ښه کولېسټرول) زیاتوي

د وینې د غوړو سوځېدنه زیاتوي

په ساده ډول:
Fenofibrate د وینې غوړ (په ځانګړي ډول TG) سوځوي او کموي.

✔ استعمالونه (Indications)

د لاندې حالتونو لپاره کارېږي:

1️⃣ Hypertriglyceridemia

(ډېر لوړ TG)

2️⃣ Mixed dyslipidemia

(کله چې TG لوړ وي او HDL ټیټ)

3️⃣ د Pancreatitis مخنیوی

که TG ډېر لوړ وي (>500 mg/dL)

4️⃣ کله ناکله د Statins سره یو ځای

(په احتیاط سره)

دوز او طریقه استعمال

عام دوز: 145 mg یو ځل په ورځ

د خوړو سره اخیستل غوره دي

دوز د پښتورګو د فعالیت مطابق کمېږي

جانبي عوارض (Side Effects)

عام عوارض:

نس درد

زړه بدوالی

اسهال

سر درد

مهم خو نادر عوارض:

Myopathy / Rhabdomyolysis (په ځانګړي ډول د Statins سره)

د ځیګر انزایمونو زیاتوالی

د پښتورګو فعالیت خرابېدل

Gallstones

Pancreatitis (نادر)

منع استعمال (Contraindications)

باید ونه کارول شي که:

1️⃣ Severe liver disease
2️⃣ Severe kidney disease
3️⃣ Gallbladder disease (stones)
4️⃣ د Fibrate حساسیت
5️⃣ Pregnancy او breastfeeding (احتیاط / اکثر منع)

څارنه (Monitoring)

LFTs (ALT, AST)

Renal function (Creatinine)

CPK که د عضلو درد وي

Lipid profile

مهمې کلینیکي نکتې

د Statins سره یو ځای استعمال کې د عضلو درد ته پام وکړئ

که شدید عضلاتي درد، تیاره ادرار یا ضعف پیدا شي → درمل بند کړئ

TG ډېر لوړ حالت کې تر ټولو ګټور درمل د
©

15/12/2025

ژوند په خپل اختيار
په اسلامي چوکاټ کې وکړه.
د خلکو خبرو پسي مه ګرځي.

بيله مصرفه صحی مشوري
12/12/2025

بيله مصرفه صحی مشوري

12/12/2025

ما کوښښ کړي څوک خفه نشي..

12/12/2025

د پاکستان تعریف 😜😜😜

ډير په زړه پورې زيريد ساینس المپیاد سیالیو کی د هیواد په سطحه د څلورم مقام ګټونکی زده کوونکی!د هیواد په سطحه په مرکز کاب...
10/12/2025

ډير په زړه پورې زيري
د ساینس المپیاد سیالیو کی د هیواد په سطحه د څلورم مقام ګټونکی زده کوونکی!
د هیواد په سطحه په مرکز کابل کې د څلور دیرش ولایتونو د زده کوونکو تر منځ د ساینس المپیاد سیالیو کښي چی د قوس د مياشتي د 17 لسمي تر 19 لسمي نېټي پوري ترسره سوې د حدیث اکاډمۍ د اتم باء ټولګۍ زده کوونکی ښاغلی عبدالرحمن د ډاکټر محمد کامران نورزي زوی د خپلي پروژې (د هوا د تصفېي موډل ) په وړاندي کولو سره څلورم مقام خپل کړ.
د یادوني وړ ده چې د حدیث اکاډمۍ نوموړي زده کوونکی د هلمند ولایت په سطحه د ساینس المپیاد په سیالیو کښې لومړی مقام ترلاسه کړی ؤ.
دغه بريا دي
عبدالرحمن
ډاکټر صاحب محمد کامران نورزي
او ټولو دوستانو ته مبارک وي

Address

Masjid Quba Street
Lashkar Gah

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when MT Ahmadullah Ahmady posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to MT Ahmadullah Ahmady:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram