داکتر حمیدالله ژمن Dr Hamidullah Zhman

داکتر حمیدالله ژمن Dr Hamidullah Zhman MD Medical Lab

ذهني یا رواني ناروغۍ په معده او کولمو کوم ډول اغیزې لري؟رواني ناروغۍ، لکه خپګان، اضطراب( بې علته ډار او اندیښنه)، او   ذ...
06/10/2025

ذهني یا رواني ناروغۍ په معده او کولمو کوم ډول اغیزې لري؟

رواني ناروغۍ، لکه خپګان، اضطراب( بې علته ډار او اندیښنه)، او ذهني فشار، د هاضمې په سیستم کې مختلف ډوله ګډوډۍ رامنځته کولی شي. ذهن او هاضمه نږدې اړیکه لري چې دې اړیکې ته "Gut-Brain Axis" ویل کېږي چې رواني ناروغۍ دغه اړیکه خرابوي.
لاندې هغه ګډوډۍ یا ستونزې دي چې رواني ناروغۍ یی په هاضمې سیستم کې رامنځته کوي

1. د معدې درد او تیزابیت: رواني فشار او اضطراب د معدې تیزابو د زیاتوالی سبب کېږي، چې د معدې سوخت او درد رامنځته کوي.

۲: رواني ناروغۍ کولی شي د IBS په نامه ناروغي رامنځته کړي

3. اشتها کې بدلون: رواني ناروغۍ اشتها زیاتوي او یا یی کموي، چې د معدې د ګډوډۍ سبب کېږي.

4. هضم کې ستونزې: رواني فشار د هاضمې انزایمونو تولید اغېزمنوي او د خواړو د پروسس ستونزه پیدا کوي.

5. کولمو د میکروبونو عدم توازن: خپګان او اضطراب د کولمو په میکروبیوم اغېز کوي، چې د هاضمې ګډوډۍ سبب کېږي.

6. قبضیت یا نس ناستی: د ذهني فشار له امله د کولمو حرکت یا ډېر ورو کېږي (قبصیت) یا ډېر تېز (نس ناستی) کېږي.

که رواني ناروغۍ شتون ولري او د هاضمې ګډوډۍ رامنځته شوې وي، ښه ده چې د ډاکټر سره مشوره وشي.
همدارنګه، د ذهني فشار کنترول، صحي غذا، او فزیکي فعالیت د دې ستونزو په کمولو کې مرسته کولی شي.

روغتیايي پیغام!د ټوخې یا پرنجي پر مهال مو خوله او پزه په دستمال یا څنګل پټه کړئ؛ ترڅو د تنفسي ناروغیو خپرېدو مخنیوی وکړئ...
20/09/2025

روغتیايي پیغام!

د ټوخې یا پرنجي پر مهال مو خوله او پزه په دستمال یا څنګل پټه کړئ؛ ترڅو د تنفسي ناروغیو خپرېدو مخنیوی وکړئ.

`د مـــور دشیدو ګټـــــــــــــی !!` *نړیواله روغتیایی اداره وایی چی ماشوم ته تر شپږو میاشتو پوری یواځی دمور شیدی ورکړئ ...
03/09/2025

`د مـــور دشیدو ګټـــــــــــــی !!`

*نړیواله روغتیایی اداره وایی چی ماشوم ته تر شپږو میاشتو پوری یواځی دمور شیدی ورکړئ او د شپږ میاشتو وروسته تر دوه کلنی پوري دمور دشیدو تر څنګ نور خواړه هم ورسره ورکړی*

دمورشیدې هغه ټول مواد لري چی دماشوم د ودي له پاره اړین وي.
دمور شیدې انټی باډی,انزایمونه او انټی اکسیډانټ مواد لری.
دمور شیدي ماشوم د چاغښت, نفس تنګی, شکره او. دزړه دناروغیو څخه ساتي..
ماشوم ته شیدې ورکول مور د تي او تخمدان دسرطان , دزړه ناروغی,چاغښت او دهډوکو د ضعیفی څخه ساتي.
دمور شیدې ماشوم د عقلي روغتیا ښه کوي
*هغه ماشوم چی په ښه ډول د مور شیدې خوړلي وي هغه په انتانی ناروغیو ډیر کم اخته کیږي*


● د مور شیدی تل پاکی او صحی دی.
*● د مور شیدی د ماشوم دفاعی ځواک لوړوی.*
● د مور شیدی ماشوم له تنفسی ناروغیو څخه ساتی .
● د مور شیدی د ماشوم لپاره یوه کامله او وړیا غذا ده.
● د مور شیدی کوچنی د ناروغیو په وړاندی ساتی او د ماشوم د بدن مقاومت زیاتوی.
● د مور شیدی د ټوخی ، زکام او اسهال د میکروبونو ضد دی.
*● د مور شیدی جوړښت د ماشوم د عمر د سره سم او د هغی د اړتیا په تناسب بدلون مومی.*

یو کوچنی مقناطیسي روباټ چې د پښتورګو تیږې په پښتورګو کې ماتوې بی غیر له عملیاو څخه.د ادراري ناروغیو درملنه کې یو مهم پرم...
18/08/2025

یو کوچنی مقناطیسي روباټ چې د پښتورګو تیږې په پښتورګو کې ماتوې بی غیر له عملیاو څخه.

د ادراري ناروغیو درملنه کې یو مهم پرمختګ د واټرلو پوهنتون د ډاکټر ورونیکا مګدانز او د هغې د ډلې له خوا رامنځته شوی، چې دوی یو کوچنی مقناطیسي روباټ جوړ کړی دی چې د پښتورګو تیږې د ادراري لاري دننه منحل کوي.

دا وسیله چې یوازې یو سانتي متر اوږدوالی لري، د هایدروجل، الاستومر، او د "یوریز" انزایم څخه جوړه ده او پکې یو مقناطیس هم ځای پر ځای شوی دی.

دا نری پټه د کاتتر (نلۍ) له لارې دننه ایستل کېږي، ډاکټران یې د روباټي لاس په مرسته په سمه توګه ځای پر ځای کوي او د باندې له یوې مقناطیسي ټوټې سره یې په خپل ځای ټینګه ساتي.

کله چې په خپل ځای کې کېښودل شي، "یوریز" د ادرار pH لوړوي او د یوریک اسید تیږې کوچنیو ټوټو ته وېشي د څو ورځو په موده کې په طبیعي ډول ووځي او له سختو جراحي عملیاتو مخنیوی وشي.

د لابراتوار ازموینو چې د (3D) چاپ شوې د ادرار لارې په ماډل ترسره شوې وې، حیرانوونکې پایلې ورکړې: د ادرار pH له ۶ څخه ۷ ته لوړ شو، او د تیږې وزن یوازې په پنځو ورځو کې دېرش سلنه کم شو.

راتلونکو حیواني ازموینو ته په کتو، دا نوښت کولای شي د پښتورګو د تیږو درملنه په بشپړ ډول بدله کړي. **سرچینه:**
د واټرلو پوهنتون، د روباټیک یورولوژۍ څېړنه.

17/08/2025
🌿 خبر خوش! محصول جدید پیور هربل رسید! 🌿✨ مفتخریم که محصول جدید و طبیعی «اسپغول هسک پیور هربل» را به شما عزیزان معرفی کنی...
29/07/2025

🌿 خبر خوش! محصول جدید پیور هربل رسید! 🌿
✨ مفتخریم که محصول جدید و طبیعی «اسپغول هسک پیور هربل» را به شما عزیزان معرفی کنیم!
اسپغول هسک پیور هربل بهترین راه طبیعی برای تقویت دستگاه گوارش، رفع قبضیت، تنظیم کلسترول و کنترل وزن است. با مصرف روزانه این محصول، سلامتی و نشاط را به‌طور طبیعی تجربه کنید!
✅ صد در صد طبیعی و سرشار از فایبر
✅ مفید برای صحت و تنظیم گوارش
✅ مؤثر در رفع قبضیت
✅ کمک به کنترل وزن و تنظیم کلسترول
🍃 با پیور هربل، زندگی سالم و طبیعی را تجربه کنید!
🛒 همین حالا در بسته‌بندی ۱۰۰ گرامی در دسترس شماست!

د زړه حمله څه ته وايي؟ نښې، لاملونه او درملنه يې: ۱- پېژندنه: د زړه حمله چې په انګلېسي کې ورته Heart Attack وايي او علمي...
16/07/2025

د زړه حمله څه ته وايي؟
نښې، لاملونه او درملنه يې:

۱- پېژندنه: د زړه حمله چې په انګلېسي کې ورته Heart Attack وايي
او علمي نوم يې (Myocardial Infarction) MI دی.
کله چې د وينې جريان د زړه يوې برخې ته په کمه اندازه سره اکسېجن لرونکې وينه ورکوي يا هم زړه او يا يوې برخې ته يې وينه هېڅ ونه رسيږي، نو په پايله کې د زړه عضلې تخريب کيږي، دغه ناروغۍ ته د زړه حمله وايي. يا په لنډ ډول، کله چې زړه ته اکسېجن ونه رسيږي نو په پايله کې د زړه حمله منځ ته راځي.
۲- د زړه د حملې نښې:
د سينې درد: د زړه د حملې په وخت کې سينه سخت درد کوي، درد فشار لرونکی او نيونکی حس کيږي. پرته د سينې له درد څخه ښی لاس، اورميږ، لاندې زامه او د خېټې پاسنۍ برخه هم درد کوي. د زړه د حملې له امله د وجود په يادو برخو کې درد د ځاي په تغير او د غړو په خوځولو سره نه کميږي او کم تر کمه تر ۲۰ - ۳۰ دقيقو پورې دوام کوي.
- خولې کېدل او کانګې (قی) کول: د زړه په حمله کې د سينې له درد سره يوځای، وجود خولې وي، د کانګو کېدو شونتيا وي، وجود کمزوری او سست وي. داسې هم شوني ده، چې پرته دسينې له درد څخه د زړه حمله يوازې دغه نښې - نښانې ولري.
- د ساه بندېدنه يا نفس تنګي: په ښځو کې د زړه د حملې عامه نښه د ساه بندېدل يا نفس تنګي ده، له نفس تنګۍ سره يوځاي په ښځو کې د وجود سستوالی او ستړيا هم د زړه د حملې نښې دي.
- شکر يا ديابېټ: هغه کسان چې د شکرې ناروغي يا ډيابېټ ولري، نو د زړه د حملې ناروغۍ نښې په کې ډېرې کمې څرګنديږي. دغه کسان ښايي چې پوه هم نشي، خو د زړه له پرې راشي چې له يو څو ساعتونو وروسته شدت او ډېروالی پيدا کوي. هغه د زړه حمله چې پرته له کوم درد او نښو څخه منځ ته راځي، silent heart attack ورته وايي.
- نورې نښې: د زړه د ضربان زياتوالی، د سر درد او د وينې د فشار لوړوالی د زړه د حملې نورې نښې دي.
۳- که دغه نښې - نښانې څرګندې شي څه بايد وشي؟
د زړه حمله ښايي له دغه نښو - نښانو يوه ساعت، اونۍ او يا هم مياشت وروسته ډېروالی او شدت پيدا کړي. نو هر کله چې دغه نښې ولېدل شي او پرته له دې چې فکر وشي او ډاډ تر لاس شي، چې په ريښتا د زړه حمله ده او که هسې ځينې دردونه دي، بايد ډاکټر او روغتون ته مراجعه وشي.
۴- د زړه د حملې لاملونه:
غوړ خوراک: څېړنو ښودلې ده چې غوړ او شحم لرونکي خواړه د شريانانو په دننه کې يوه مومي (waxy) ماده پرېږدي، چې وينه په اسانۍ سره له دغه مومي مادې څخه زړه ته نشي رسېدی، چې په پايله کې د زړه حمله منځ ته راځي.
الکولي څښاک: شراب، کوکائين، سېګرټ او نور نشئه يې توکي د زړه په شريانانو داسې اغېز کوي چې د وينې جريان مخنيوی يې وکړي، پايله کې وينه زړه ته نه رسيږي او د زړه حمله منځ ته راځي.
جنېټېک يا ارثي: که د چا پلار او ورور د ۵۵ کلنۍ له عمر څخه وړاندې د زړه د حملې ناروغي درلودله نو شونتيا شته چې اولاد او خور يې هم پرې اخته شي او همدارنګه که مور او خور د ۶۵ کلنۍ له عمر وړاندې دغه ناروغي ولري نو زوی او ورور ته يې هم لېږدول کيږي.
نور لاملونه: په ډېر ساړه کې پاتې کېدل، روحي او ذهني فشار، بې ځايه تشويش او اندېښنې .... د زړه د حملې لاملونه شمېرل کيږي.
۵- درملنه: که چېرې د زړه حمله دومره شديده وي، چې زړه ته وينه رسوونکي شريانونه بند شوي وي او يا هم په ډېرې اندازې د وينې د تګ لار ولري، نو بيا جراحي عمليات تر سره کيږي. او که چېرې د ناروغۍ شدت ډېر نه وي نو بيا تر يو وخت پورې دغه درمل ګټور تماميږي.
- ACE inhibitors (Tab: perindopril 4-8 mg once daily OR Tab: Captopril 6-12 mg BID): د زړه عضلې غښتلې کوي.
- Anticlotting medicines (Tab: Aspirin 75-300 mg Daily): د وينې جريان پاکوي، پرته له اړتيا وينه زړه ته نه پرېږدي.
- Anticoagulants ((inj: Heparin UFH 5000-12,500U Sub Coetaneous): وينه له پرنډ والي يا غوټه کېدو (لخته کېدو) څخه ساتي.
- Beta blockers (Tab: Atenolol 12-50 mg daily or Tab: Metoprolol 12-50 mg daily): په زړه باندې فشار کموي او د سينې درد له منځ وړي.
- Statin medicines (Tab: Simvastatin 40 mg daily): په وينه کې اضافي غوړ يا کلسترول کنترول او کموي.
نور درمل هم کارولی شو لکه د شدید درد په خالت کې د مورفین انجکشن څخه استفاده کوه. او همدا رنګه نایتروګلیسرین تابلیت یا سپري
copy

01/07/2025

درنو، مهربانو او ژمنو ډاکټرانو ته،

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

نن، د جولای لومړی نیټه ده
هغه ورځ چې نړۍ پرې د ژمنتیا، فداکارۍ، او انساني خدمت سمبول، یعنی ډاکټر لمانځي. دا ورځ ستاسې د قربانیو، خدمتونو او مهربانۍ اعتراف او قدر ته ځانګړې شوې ده.

تاسې یوازې د درملنې مسلک نه لرئ، بلکې تاسې د انسانیت ساتونکي یاست.
هره شپه چې بې‌خوبه تېره کړئ، هره لحظه چې د ناروغ درد ته ځان ورکوئ، او هره دعا چې د ناروغ له خولې درته وځي — دا ټول ستاسې د عظمت نښې دي.

په دې خاصه ورځ، زه له تاسې څخه له زړه څخه مننه کوم:

د ژوند د ژغورلو لپاره ستاسو نه ستړې کېدونکې هڅې،

د ناروغانو پر وړاندې ستاسو مهربان چلند،

او د ټولنې لپاره ستاسو نه هېریدونکی رول.

الله تعالی دې تاسو ته نور هم قوت، صبر، او اجر درکړي.
داسې هیله لرم چې تل روغ، خوشحاله او بریالي اوسئ.

مننه، او د ډاکټر د ورځې مبارکي درته وایم!

په درنښت،

 ؟ آیا از محصولات زیادی برای درمان بواسیر و معده استفاده نموده اید و یا هم بعد از عملیات دوباره به بواسیر و درد آن مبتلا...
09/04/2025

؟
آیا از محصولات زیادی برای درمان بواسیر و معده استفاده نموده اید و یا هم بعد از عملیات دوباره به بواسیر و درد آن مبتلا شده اید ؟
♦️پس تشویش نکنید بهترین محصول معتبر و با کیفیت را برایتان عرضه می نمایم با صد فیصداطمینان ونتیجی قناعت بخش🔅 _Herbal_Anti_Hemorrhoids
♦️ دیگر هیچ ضرورت به عمل جراحی ندارید این محصول میتواند تمام مشکلات بواسیر و درد معده تانرا در بدن شما بطور دایمی درمان کند از قبیل بواسیر و درد معده داخلی و خارجی خارش سوزش درد برآمده گی خونریزی و قبضیت‌.. و همچنان کسانیکه سال های این مرض را داشته باشن درمان میکند.
♦️حاوی 40کپسول برای بواسیر می باشد ♦️
♦️ این محصول بهترین و بیشترین کاربرد و عملکرد را برای هر نوع بواسیر و درد معده در وجود شما دارد یعنی ALL IN ONE FOR HEMORRHOIDS است و یک محصول بدون هیچ گونه عوارض جانبی مخصوص خانم ها و آقایان میباشد.
♦️بهترین جایگزین عملیات ها لیزر و دیگر مسایل.. کپسول درمان بواسیر ( ATNI_HEMORRHOIDS ) یعنی ضد دایمی بواسیر میباشد در 20روز شما را از شر بواسیر و درد معده پاک میکند.
💚صد فیصد گیاهی 💚
💯●درمان دایمی بواسیر بدون عمل جراحی
💯●برطرف کننده بیرون زدگی و خونریزی
💯●رفع کامل تورم و گوشت اضافه
💯●رفع زخم , سوزش و بقیه عوارض بیماری
💯● بدون محدودیت سنی از ۱۸ الا ۹۵ سال می‌توانند استفاده کنند
💯• برطرف کننده مشکلات معده 💯• قابل استفاده برای خانم🥰 ها و آقایان 😍
✅بواسیر (انتی هموروئید) نوعی بیماری مقعدی است که در اثر آن بیمار نمی تواند به راحتی مدفوع خود را دفع کند.
اغلب هنگام اجابت مزاج دچار خونریزی می شود.
بواسیر عوارضی دارد که ممکن است بیمار فقط تعدادی از آنها را داشته باشد مثل گوشت اضافه، خونریزی، خارش، سوزش، تنگی مقعد، و درد.

🛵خدمات کابل وتمام ولایات.

📱برای سفارش به شماره های ذیل بتماس شوید👇
📱☎️شماره واټساپ (0707082334)

30/03/2025

🍃🌺🍃🌸🍃🌺
🌺🍃🌸
🌸
السلام علــــــــیکم ورحمــــة الله وبرکاة
دنیکمرغه کوچني اختر درارسیدو له کبله تاسي، اوستاسي له طريقه ستاسي محترمې کورنۍ اودوستانو ته دزړه له کومي د اختر مبارکي وړاندي کوم هیله لرم چه د اختر خوشحاله ورځي او شیبې ولرئ ، الله ج مو روژې طاعات او عبادات په خپل دربار کي قبول او مقبول وګرځوه خوشحالي او سوکالي مو په برخه شه ، اختر مو مبارک شه خوشحاله اختر ولرئ
په درنښت *

🌸
🌺🍃🌸
🍃🌺🍃🌸🍃🌺

سره د ثبوته مو اختر نیک او  مبارک سه
29/03/2025

سره د ثبوته مو اختر نیک او مبارک سه

Address

KaRoute Lagan
Lashkar Gah
0093

Telephone

+93747994228

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when داکتر حمیدالله ژمن Dr Hamidullah Zhman posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category