Dr. Ehsanullah Sherzad

Dr. Ehsanullah Sherzad Medical information ډاکتر احسان الله شیرزاد
دلویانو او کوچنیانو دعمومي داخله ناروغیو معالج
دالتراساونډ متخصص

د پښتورګو ډبري (kidny stone) لومړی کیسیو ٣٣ کلن ناروغ چي دلاندي اعراضو سره یی معاینه خانی ته مراجعه کړی وه د تشي درد چي ...
15/06/2024

د پښتورګو ډبري (kidny stone) لومړی کیس
یو ٣٣ کلن ناروغ چي دلاندي اعراضو سره یی معاینه خانی ته مراجعه کړی وه
د تشي درد چي خصیو ته انتقالیده (flank pain)
سوزاک(dysuria)
د ادرارو د دفعاتو زیاتوالی (frequency)
د دقیقي تاریخچی، معایناتو او التراسونډ تر اجرا وروسته معلومه سوه چي نارغ د 11mm په اندازه ډبره چي د چپ پښتورګي مربوط پیپ (uerter) کي بنده وه درلوده د درملو تر تجویز وروسته ناروغ ته کله کله د ادرارو بندښت (urinary retention)هم پیدا کیده
ناروغ ته مو د درملنی د شروع سره سم دزیاتو اوبو دڅښلو توصیه هم وکړه دڅو ورځو دوامداره تعقیب او درملني وروسته یی ډبره د مثانی له لاري وتلی وو د مریض اعراض له منځه تللی وه د مریض څخه مو وغوښتل چي ډبره تر یو مجهز لابراتوار پوري ورسوي تر څو دتجزیی (analysis) وروسته دا معلومه سي چي ډبره دکوم ډول موادو څخه جوړه ده چي مریض ته دهغه موادو دخوړلو څخه پرهیز ورکړو چی بیا د ډبري دجوړیدو لامل نسي په اخر کي مو بیاهم مریض ته دزیاتو اوبو د څښلو توصیه وکړه
په درنښت
ډاکتر احسان الله شیرزاد
ادرس هلمند ګرشک ولسوالي د مسی قلعه او نوزاد عمومي سړک نوي میخانیکي لیسی ته مخامخ

15/01/2024

که چا ته دغه لاندې علامې پيدا شي بايد د هغه شکره (د ويني ګلوکوز) معاينه شي.

- ډير زيات تږی کيږي
- ډيري متيازي کوي خصوصاً که د شپې متيازو ته له خوبه را پاڅيږي
- همېشه ډير ستړی او ستومانه وي
- وزن يې کميږي خصوصاً هر هغه وخت که يې مټې، ورانونه او د پنډيو ساحې نرۍ کيږي.
- د تناسلې الې خارش
- د ديد پيکه کېدل
که پورته اعراض چا ته پيدا شي دا معنا نلري چې هغه کس به حتماً د شکري ناروغي لري بلکه د هغه کس د ويني معاينه بايد وشي ځکه پورته نښې نښاني په نورو مرضونو کې هم پيدا کېدی شي.

له شین چای سره د زعفرانو خوړل خوب راوړي، د مکروب او سرطان ضد ځانګړتیاوې لري او هم د مثانې او پښتورګو په پاک ساتلو کې مرس...
09/01/2024

له شین چای سره د زعفرانو خوړل خوب راوړي، د مکروب او سرطان ضد ځانګړتیاوې لري او هم د مثانې او پښتورګو په پاک ساتلو کې مرسته کوي.

توجه! فولیک اسیډ باید ټولي اومیندواري میندي په منظم ډول استعمال کړي ځکه چي دا دمورزاده خراپو ناروغیو څخه راتلونکی ماشوم ...
29/07/2022

توجه!
فولیک اسیډ باید ټولي اومیندواري میندي په منظم ډول استعمال کړي ځکه چي دا دمورزاده خراپو ناروغیو څخه راتلونکی ماشوم ژغوري او دهغه پر صحت باندي ډیري ښی اغیزی لري
او هغه کسان چي د ناروغي په مفابل کي یی د وجود معافیت بایللی وي هم باید فولیک اسیډ استعمال کړي
مننه

د لمر له راختو مخکې په هوا کې په پرېمانه اندازه اوزون گاز (O3) وجود لري چې کرار کرار کمېږي او چې لمر راوخوت بیخي له منځه...
28/07/2022

د لمر له راختو مخکې په هوا کې په پرېمانه اندازه اوزون گاز (O3) وجود لري چې کرار کرار کمېږي او چې لمر راوخوت بیخي له منځه ځي.
د دغه گاز تر ټولو لویه ګټه د انسان عصبي سیستم ته رسېږي.

فکري او عضلاتي فعالیتونه پياوړي کوي.
په کومه ورځ چې دغه گاز سړی واخلي تر ماښامه پورې یې طبیعت سم وي.
لمر د راختو پر مهال سور رنگی وي، دغه رنگ د فزیک د علم له نظر انسان، فعالیتونو ته هڅوي او تحریکوي يې.

لمر چې تازه راوخېژي د ماورای بنفش یا (Ultra Violet) شعاع ډېره اندازه پکښی شتون لری
چې د لمر د پوره راختلو یا طلوع سره یې دا شعاع له منځه ځي،
هغه څوک چې دا شعاع واخلي نو د هغه بدن او وجود د ورځې په جریان کې د ویټامين ډي (D) اخیستلو ته تیار او چمتو وي.
څوک چې سهار وختي پاڅېږي نو دوامداره خوبونو باندې به روږدي نه شي، څوک چې په دوامداره توګه ویده پاتې شي؛ نو د زړه او قلب په ناورغیو به اخته شي.
په ځانګړي ډول د شراینو د تصلب یا (Atherosclerosis) په ناروغۍ به اخته شي.
ځکه چې خوب سکون او راحتي ده؛ خو که دا راحتي دوامداره شي؛ د شریانونو په دیوال کې د غوړو موادو د رسوب لامل گرځي.
دغه غوړین مواد لمړی برید په قلبي هغو شراینو یا ( Coronarya) باندې ترسره کوي.
هغه خلګ چه سهار وختي د خوب پاڅیږی یوازیني خلک دي چې له دغه مصیبته خلاص دي.
د څېړنو له مخې د وینې د کورتیزول میزان په سهار کې تر ټولو په لوړه اندازه کې وي،
یانې په هر ۱۰۰ میلي متر مکعب کې ۲ – ۲۲ میکروگرامه.
کورتیزول هغه ماده ده، چې د بدن د فعالیتونو د ډېرېدو لامل گرځي،
او په وینه کې د موجود قند نسبت لوړوي؛
تر څو د بدن له پاره لازمه او کافي انرژي برابره کړي دانسان د فزیکی فعالیت د سرعت سبب گرزی .
که چېرته د سهار د اوداسه او لمانځه ګټې هم ورسره اضافه کړو؛ نو ګټې یې دوه برابره کېږي.

مسلمان مکلف دی چې قرآنی تعالیم زده او عملي کړي. مؤمن چې سهار وختي ويښ شي، لمونځ وکړي او بیا ویده نه شي؛ نو ډېره ګټه به یې کړي وي. چی هم دینی اوهم طبی ګټی لری.
ــــــــــــــــــ

معمولاً د شپې یو ساعت خوب د ورځې له درې ساعته خوب سره برابر دی.
شپه چې آخره شي په هوا کې د اوزون گاز (O3) اندازه بیخي ډېرېږي. د ملا په آذان باندې یو نرم نسیم چلېږي چې همدا نسیم هم ځان سره ډېره اندازه اوزن گاز لري؛ چې لمر راوخوت بیا اوزون گاز له منځه ځي،

اوس خبره دا ده چې د اوزون گټه څه ده؟
– د انسان د بدن دفاعي سیستم قوي کوي.
– کولای شي د انسان د بدن انساجو ته د آکسیجن رسونې پروسه چټکه او صافه کړي.
– د انسان په بدن کې د ځینو انزایمونو د فعالیت لامل کېږي چې له وجې یې د انسان باډي او ظاهري شکل سمېږي.
– د ملا په آذان باندې دباندې وتل، ژوره ژوره ساه اخیستل او بیا آکسیجن بدن ته ننویستلو سره اوزون هم خورا ډېر اغېز ښندي.
څوک چې دا گاز واخلي بیا د ویټامين ډي په اخیستلو کې هم ستونزه نه لري.
احمدشاه لمر

26/07/2022

د سترګو د نشی موضعی څاڅکی (Topical Anesthetis Eye Drops) چی روغتونونو کی د سترګو د داکټرانو له خوا استعمالیږی، باید ناروغانو ته ور نه کړل سی چی زیاد کارول یی د نورو زیانونو تر څنګ ممکن د ړوندوالی سبب وګرځی.

ځینی دواخانی دا څاڅکی په خپل سر ولډنګ کارانو ته ورکوی چی ډېر خطر ناک تمامیدلای سی.

موخه: #عامه پوهاوي
مننه،
داکټر سید امین الله

Source:
American Academy of Ophthalmology 2021-2022(BCSC) Fundamentals and pricipals of Ophthalmology.

 #کولرا Choleraدا چى پدى موسم کى يي واقعات زيات دى نو دکورنى غړى بايد خپلو ماشومانو ته متوجه اوسى.دامريضى د vebrio chole...
23/07/2022

#کولرا Cholera
دا چى پدى موسم کى يي واقعات زيات دى نو دکورنى غړى بايد خپلو ماشومانو ته متوجه اوسى.
دامريضى د vebrio cholerae د زهرى موادو پواسطه رامنځته کيږى.

#علايم يي: په ناببره ډول اسهالات رامنځته کيږى اوبلن اسهالات وى رنګ يي د وريجو اوبو ته ورته وى، په يو ساعت تر يو ليټر زيات اسهال موجود وى.
چى په تعقيب يي دوجود دمايعاتو ضياع رامنځته کيږى که ورته توجه ونه سى په ډير کم وخت دمړنى لامل ګرځى.

#انتقال: دچټلو او ناپاکه خوړو او اوبو څخه رامنځته ته کيږى يا انتقاليږى.
که چيرى دداسى واقعاتو سره مخ سواست ژر تر ژره مو ناروغ يو نژدى روغتيايي مرکز ته ورسوى.
مخکى تر دى چى روغتيايي مرکز ته ولاړسى خپل ناورغ ته مو ORS شروع کړى که ORS موجودى نه وى نو کورنى محلول ورته جوړ کړى،
يوه کاچوغه مالګه او دوه کاچوغى بوره په يوليټر پخو اوبوکى واچوى او ناروغ ته يي ورکړى تر څو چى ناروغ مو انتقالوى.
#مخنيوى يي: لاسونه مو تشناب ته دتللو څخه وروسته او دخوراک څخه مخکى په پاکو اوبو او صابون ومينځي خواړه مو دومره پاخه کړى چى ديو وخت کفايت درته وکړى پاته سوى خوړو دخوړولو څخه ډډه وکړى.

Address

Laskarak

Telephone

+93708312994

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. Ehsanullah Sherzad posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram