مهترلام ولایتی روغتون Mehterlam Provincial Hospital

مهترلام ولایتی روغتون   Mehterlam Provincial Hospital د لغمان متدین ولس ته صحي روغتیایي خدمات وړاندې کول

! د کارموندنې خبرتيامهترلام ولایتی روغتون لاندې کسانو ته اړتيا لری ، وړ کسان     کولای شي خپل خلص سوانح په ذکر شوی ادرس ...
13/10/2025

! د کارموندنې خبرتيا
مهترلام ولایتی روغتون لاندې کسانو ته اړتيا لری ، وړ کسان کولای شي خپل خلص سوانح په ذکر شوی ادرس ولیږی.

پرون د جمعی مبارکه ورځ چې دی اسد د میاشتې د پنځمی نیټی سره برابره وه د مهترلام د ولایتی روغتون ریس داکتر پاینده محمد سها...
27/07/2024

پرون د جمعی مبارکه ورځ چې دی اسد د میاشتې د پنځمی نیټی سره برابره وه د مهترلام د ولایتی روغتون ریس داکتر پاینده محمد سهاک په روغتون کې د ناروغانو د پوښتنی ترڅنګ د روغتون مختلفی څانګی وکتلی او د ټولو نوکریوالانو څخه یی مننه وکړه چې شپه او ورځ د خپلو ناروغانو په خدمت کی دی همدارنګه داکتر صاحبانو ته یی د لا ښه خدمت په اړه لازمی سپارښتنی وکړی

د هيلنټ موسسې ولايتي مسٶل او د ولایتي روغتون رئیس لغمان والي سره ناسته وکړه!۱۴۴۶"۱۲/۲نیټهد هيلنټ ولايتي مسٶل ډاکټر حفيظ ...
08/07/2024

د هيلنټ موسسې ولايتي مسٶل او د ولایتي روغتون رئیس لغمان والي سره ناسته وکړه!
۱۴۴۶"۱۲/۲نیټه
د هيلنټ ولايتي مسٶل ډاکټر حفيظ الله ملنګ او د ولايتي روغتون رئيس ډاکټر پاينده محمد سهاک، چې د ياد‌ روغتون يو شمېر متخصصینو او ډاکټرانو يې ملتيا کوله لغمان والي شيخ شېر احمد حقاني سره لیدنه وکړه .
پيل کې ډاکتر صاحب ملنګ د HER 2 پروژې او ډاکتر صاحب سهاک د لغمان ولايتي روغتون د خدماتو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات ښاغلي حقاني ته وړاندې کړل او زياته يې کړل، چې دا د دوي مسٶليت دي تر څو د لغمان ولسونو ته په وخت او په ښه شکل سره اړین او باکيفيته صحې خدمات وړاندې کړی .
همدارنګه د هيلنټ مؤسسې ولايتي مسٶل ، ښاغلي حقاني ته د‌ صحت په برخه کې يو شمېر شته ستونزو د حل په موخه وړاندې کړل کوم چي دوي ورسره اوس مهال مخامخ دي.
لغمان والي شيخ شېر احمد حقاني له راغلو مسٶلينو او ډاکټرانو خوښي څرګنده کړه، چې شپه ورځ د ولسونو درملنه کوي.
ښاغلي حقاني يادو مسٶلينو او ډاکټرانو ته د همکاريو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې شته ستونزو ته به په وخت رسيدنه وکړي تر څو روغتيا پالان په ښه ډول د ولسونو درملنه وکړي.

نن  یکشنبه د جوزا میاشتی ۲۷ نیټه چې د عرفې د مبارکې ورځې سره سمون خوری د ولایتی روغتون رئیس داکتر پاینده محمد سهاک د روغ...
16/06/2024

نن یکشنبه د جوزا میاشتی ۲۷ نیټه چې د عرفې د مبارکې ورځې سره سمون خوری د ولایتی روغتون رئیس داکتر پاینده محمد سهاک د روغتون دHMIS مسؤل او عمومی نوکریوال داکتر عاشق الله منګل هم ورسره ملتیا کوله د روغتون ځينې څانګې وکتلې او د ناروغانو د پوښتنې تر څنګ یې د نوکریوال داکتر صاحبانو څخه مننه وکړه چې شپه او ورځ خپلو خلکو او ناروغانو ته نه ستړی کیدونکی خدمات وړاندې کوي همدارنګه د ویزیت پر مهال یې نوکریوال داکتر صاحبانو ته د ناروغانو د ښه تشخیص او تداوی په اړه لازمی سپارښتنی وکړی او تاکید یې وکړه چې د اختر په شپو او ورځو کې لا غوره خدمات وړاندې کړی.

نن دجمعی ورځ چي دروان لمريزکال دجوزا مياشتی څلورمي نيټي سره برابره ده دمهترلام ولايتی روغتون رئیس  ډاکټر پاینده محمد سها...
24/05/2024

نن دجمعی ورځ چي دروان لمريزکال دجوزا مياشتی څلورمي نيټي سره برابره ده دمهترلام ولايتی روغتون رئیس ډاکټر پاینده محمد سهاک په روغتون کي د بستر ناروغانو دپوښتنی تر څنګ دناروغانو تشخيص ؛ درملني او دوسیي هم وڅيړلی او نوکريوال ډاکټر صاحبانو ته يي د دوسېو نيمګړتياوي ور په ګوته کړي او ډاکټر صاحبانو ته يي دناروغانو دلا ښه تداوی او مراقبت په اړه لازمي سپارښتني وکړي.

پرون دجمعي ورځ چی دثور دمياشتی ۲۹/۲۸ نيټی سره برابره ده دمهترلام دولایتی روغتون  رئيس ډاکټر پاينده محمد (سهاک) دروغتون د...
18/05/2024

پرون دجمعي ورځ چی دثور دمياشتی ۲۹/۲۸ نيټی سره برابره ده دمهترلام دولایتی روغتون رئيس ډاکټر پاينده محمد (سهاک) دروغتون دځينو څانګو څخه دليدني تر څنګ دناروغانو پوښتنه هم وکړه او ديو تعداد ناروغانو ،دوسیې , معاينات او تشخيص يي له نږدي څخه وليدل او دناروغانو دلاښي درملني او تداوی په اړه مسئولو نوکريوالانو ته لازمی سپارښتني وکړی.

نیټه   1403.1.22نن د کوچني اختر لمړی ورځ د لغمان ولایت قدرمن والي صاحب شیخ شیراحمد حقاني او مرستیال والي الحاج مولوي اخت...
10/04/2024

نیټه 1403.1.22
نن د کوچني اختر لمړی ورځ د لغمان ولایت قدرمن والي صاحب شیخ شیراحمد حقاني او مرستیال والي الحاج مولوي اختر محمد مزمل د لغمان عامې روغتیا ریس ډاکتر سمیع الله عابد نیازي، د مهترلام ولایتي روغتون ریس داکتر پاینده محمد (سهاک) او د عامی روغتیا معاون داکتر محمد اصف صافی په ملتیا د روغتون له ټولو وارډونو او خدماتو څخه لیدنه وکړه.

په روغتون کې یي له ناروغانو او د ناروغانو له پایوازانو سره خبري وکړي د کوچني اختر د مبارکي ترڅنګ یي ورته د ښي درملني اطمینان ورکړ او د نوکریوال پرسونل څخه یي مننه وکړه چي د اختر په شپو او ورځو کې د هیوادوالو په چوپړ کې دي او روغتیایي ستونزو ته یي رسیدګي کوي.

په اخیر کی ټولو ناروغانو، د لغمان ولایت قدرمن والي او مرستیال یي د هیلت نیټ تطبیق کوونکی موسسی، د عامی روغتیا ریاست او د مهترلام ولایتی روغتون مدیریتي ټیم له هر اړخیزه خدماتو څخه مننه وکړه.

03/04/2024

دوینی فشار یا اندازه کول:
دوینی فشار دیوی الی په واسطه کتل کیږی چې ورته Sphygmomanometerوایي دوینی دفشار دکتلو په پاره مختلف انواع فشار الی شتون لری چې معمولی انواعی یې په لاندي ډول دي.
دفشار آلو ډولونه:

سیمابی فشار الی: دغه اله دفشار داندازه کولو لپاره یو سټنډرډ او ډیره دقیقه ده نظر نورو انواعو ته. په دې اله کې دسیمابو یو ستون شته او په دواړو طرفو کې شماری لري.

عقربه لرونکي فشار اله: د انوعه فشار اله دساعت رقم عقربه لری چې د هوا په ورکولو سره عقربه حرکت کوي او هره درجه د هوا دیو میلی متر دسیماب سره مساوی ده. د انوعه فشار اله ارزانه او انتقال یې نظر سیمابی نوعه ته اسانه دي.

ډیجیټل فشار اله: دې نوعی ته خودکاره فشار اله هم وایی نوموړی فشار اله دطبابط له نظره دومره د اهمیت وړ نه ده او اکثره وخت دغیری مسلکي اشخاصو لخوا استعمالیږي.

بسم الله الرحمن الرحیم Hypertensive لوړ فشار تعریف : د شیرانی وینی د فشارهغه اندازه لوړوالی څخه عبارت دی چی د Target org...
02/01/2024

بسم الله الرحمن الرحیم
Hypertensive
لوړ فشار
تعریف :
د شیرانی وینی د فشارهغه اندازه لوړوالی څخه عبارت دی چی د Target organ damage ( دماغ ، زړه ، پښتورګی ، رګونه ) خطر زیاتیدو موجود وی .
فشار نظرپه عمر ، جنس ، نژاد او ناروغیو ته فرق کوی .
لوړ فشار په دوه ډوله دی hypertension primary او secondary hypertension
فشاریو عامه روغتیایی ستونزا ده چی په اسانه تشخیص او تداوی کیږی که چیری تداوی نه شی په ډیرو پیښوکی د ځینی وژنکی اخطلاتاتو سبب ګرځی .
یو شکمن لوړ فشار باید لګ تر لګه دوه ځلی په جلا وختونو کی وکتل شی که چیری یو کاهل شخص د وینی فشار 140/90mmhg څخه لوړ شی په دی شرط چی څوځلی معاینه او د معاینی په وخت کی پوره استراحت وی نو دغه شخص په لوړ فشار باندی اخته دی
لوړ فشار د عمر په زیاتیدو سره زیاتیږی .
د لوړ فشار طبقه بندی
۱ – غیرثابته لوړ فشار : په دی حالت کی د وینی فشار اکثرآ نارمل وی خو کله کله لوړ فشار سرحد ته ځي
۲ : دوامداره لوړفشار : په دی حالت کی دوامداره د وینی فشار لوړ وی
۳ : خبیث لوړ فشار : په دی حالت کی د وینی فشار 200 / 140 mmhg څخه لوړ وي
۴ : accelerated لوړ فشار : که چیری د وینی فشار پخوانی لوړی اندازی څخه ناڅاپه نور هم لوړ شی
۵ : بحراني لوړ فشار : په دی حالت کی د زړه او رګونو د ستونځو سره یو ځاي وي
۶ : د سپني چپني لوړ فشار : په دي حالت کي د وینی فشار ډاکټر ته په مراجعی په وخت کي لوړیږی د سترس له کبله
د لوړ فشار په پتوجنیزیس کی بیلابیل فکتورونه رول لری
۱ : ارثیت
۲: محیطی فکتورونه ( د مالګی زیات استعمال ، چاغوالی ، دنده ، الکول
۳: سمپاتیک اعصابو زیاتوالی
۴ : د پښتورګو پرفیوژن کموالی ، په دوران کی د کتیکولامینونو شتون ، هایپوکلیمیا
تشدیونکی فکتورونه : چاغوالي ، سودیم اخیستل ، الکول ، سګرټ ، ورزش نه کول او د خولی لاري contraceptive استعمال
معاینات : د ادرار ټیسټ ، د شکر ټیسټ ، یوریا ، سیروم سودیم ، پوتاشیم ، کرسټینین ، کولیسترول ، ترایکلیسرایډ ، د سینی عکس او د زړه ګراف
د ناروغ پوهاوی : ناروغ ته ووایست چی لوړ فشار یو غیر عارضی ناروغی ده که کنترول نشی خطرناکه تمامیږی سردرد رامنځته کوی
د لوړ فشار اړونده اعراض
سر درد ، ګنګسیت ، د زړه تکان ، ژرستړی کیدل او جنسی کمزورتیا ، د پزي څخه وینه راتک ، ضعیفی ، د ټټرانجینا ، د دید کمزورتیآ.....

د انستيزی موقيعتونه دخولي  په داخل کي ټول اوه ۷ داني دي ۵ پنځه داني په پاسنی ژامه کي او ۲ دوه دانی په لاندې ژامه کي دي د...
29/12/2023

د انستيزی موقيعتونه دخولي په داخل کي ټول اوه ۷ داني دي ۵ پنځه داني په پاسنی ژامه کي او ۲ دوه دانی په لاندې ژامه کي دي
دپاسنې ژامي موقعيتونه
1 infra orbital
2 process zygomatic
3 tuber maxilla
4 foramen incisive
5 foramen platinum major
دلاندې ژامي موقعيتونه
1 cresta mandible
2 foramen mentalis

د نړۍ په هر کونج کې چې يو انسان ته وينه ور کول کيږي هغه د بل انسان تحفه ده. وينه تر اوسه پوري په مصنوعي ډول په لابراتوار...
08/12/2023

د نړۍ په هر کونج کې چې يو انسان ته وينه ور کول کيږي هغه د بل انسان تحفه ده. وينه تر اوسه پوري په مصنوعي ډول په لابراتوار کې نه ده جوړه شوي. د هر ملک وګړي د خپل هيواد خلګو ته وينه ورکوي. زموږ او ستاسو وجود هر ۱۲۰ ورځې بعد زړه وينه لمنځه وړي او پر ځاي يې نوي جوړوي. که د هر چا ويني ته اړتيا وه وينه ورکړئ، د ويني هديه کول روغتيا ته زيان نلري.

Address

Laghman Province Alishang Road
Miterlam

Telephone

0093780556085

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مهترلام ولایتی روغتون Mehterlam Provincial Hospital posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category