27/10/2021
دحیض په دوران کی دج**ع اضرار:
1- دحیض په دروان کی ج**ع داسلام له نظره،
په کوم شی کی چی دانسان لپار ضرر وی الله تعالی دهغی نه منع کړی ده او په کوم شی کی چی فائده وی نو الله تعالی پری امر کړی دی دحیض په دوران کی ج**ع ډیر ضررونه لری چی ډاکټرانو ته یی تراوسه پوره معلومات نشته خو الله تعالی ترینه خپل بندګان منع کړی دی الله تعالی فرمای:( وَيَسْأَلونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذىً فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ ) البقرة / 222
ژباړه: تپوس کوی له تانه ای پیغمبره په باره دحیض کی، ته ورته جواب کی وایه حیض یو مرض دی پدی حالت کی دښځو دج**ع نه ځان وژغورئ.
2- دحیض په دوران کی ج**ع دطب له نظره،
د ډاکټرانو اوسنۍ څیړنی ښایی چی دښځی سره دحیض په دوران کی ج**ع کول ډیر ضررونه لری ځنی یی په لاندی ډول دی:
* دښځی هګیو یعنی (هغه ماده چی هغی سره دسړی منی یو ځای کیږی او بیا ترینه بچی پیدا کیږی) کی التهابات(ګرمایش،سوزش) پیدا کیږی چی بیا د عقم( شنډیدو) سبب ګرځی.
*دښځی تناسلی اندام کی هغه مواد ختمیږی چی میکروب وژنی نو دمختلفو مرضونو سبب جوړیږی.
* دحیض په دوران کی په مکرر ډول ج**ع کول درحم خوله بندوی چی دعقم سبب ګرځی.
* ج**ع کول دجراثیمو دنقلیدو یوه وسیله ده او دحیض په دوران کی دښځی په تناسلی اندام کی دمیکروب ضد مواد نه وی موجود.
*دښځی په مثانه او ګردو کی التهابات پیدا کوی.
* دغه ضررونو یواځی ښځی ته ندی متوجه بلکی دسړی په تشو میتیازو کی سوزش پیدا کوی،مثانه ، هګۍ، او دمیتیازو په نلۍ کی التهابات پیدا کوی.
*د تشو میتیازو سره وینه او نو پیدا کوی.
* په مثانه کی درد پیدا کوی.
* او سړی جنسی طور کمزوری کیږی.
*دسړی په منۍ کی یو قسم میکروبی ماده ده چی دښځی رحم دهغی ضد مواد تناسلی اندام ته ورکوی اودحیض په دروان کی دغه ماده دحیض دوینی سره خاریجیږی، یعنی دښځی په تناسلی اندام کی مدافع قوت نوی موجود، نو د ډیرو مرضونو سبب شی.
* ښځه جسمی او نفسی طور هم ج**ع ته نوی جوړه ځکه دحیض په دوران کی په ملا او خیټه کی ډیر درد محسوسوی او دځنی ښځو درد دیته اړ شی چی د درد ضد ګولۍ خوری.
*ځنی ښځو ته دنیم سر درد او ګانګی(قئ) پیدا کیږی.
*دحیض په دوران کی دښځی جنسی خواهش په نش حساب وی.
👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
👇👇👇
👇
روغتيايي لارښوونې
☝️
☝️☝️☝️
☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️