16/12/2025
د هېواد او هېوادوالو په خدمت کې یو بل مهم ګام؛
ټولو هېوادوالو ته په خوښۍ سره خبر ورکوو، چې شرکت برادران طیب نوراني د اروپایي هېوادونو د یوه تر ټولو غوره حیواني درملو له کمپنۍ اکسپول–پریسټیوېټ سره افغانستان ته د حیواني درملو په واردولو سره دوه اړخیزه هوکړه کړې ده.
د دې هوکړې له مخې، موږ به افغانستان ته د حیواني روغتیا لوړ کیفیت لرونکي درمل واردوو.
موږ اوس د پولنډ هېواد د اکسپول–پریسټیوېټ د حیواني درملو رسمي واردوونکي یو. زمونږ دغه ګام به د هېواد د وترنري سکتور د پیاوړتیا لپاره مهم بدلونونه رامنځته کړي.
د تل په څیر، مږنږ ژمن یو چې خپلو هېوادوالو ته د حیواني روغتیا د پیاوړتیا، د ژوند ژغورنې او معافیت لوړولو درمل ورسوو.
مونږ هڅه کوو چې د خپلو خدماتو د کچې په لوړولو سره خپلو هېوادوالو ته لا اسانتیاوې برابري کړو.