28/06/2023
د اختر ورځې را روانې دي احتیاط کوئ!
کانګو(CCHF) څه ډول ناروغي ده؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
د(Crimean - Congo hemorrhagic fever)
کریمیا ـ کانګو وینه بهوونکې تبې ناروغي یوه ساري،ویروسي او وژونکې ناروغي ده،چې د سپږې ماننده حشرې (کنې) پواسطه له حیواناتو انسانانو او له انسانانو څخه نورو سالمو اشخاصو ته انتقالیږي.
کانګو په پسونو، غواګانو،وزو او نورو حیواناتو کې د نرمې تبې په شکل موجوده وي چې انسانانو ته د مستقیم تماس له لارې له سرایت وروسته په بارز/جوت شکل اعراض او علایم ورکوي.
په عمومي ډول د کانګو د ویروسي ناروغۍ نرمه تبه اعراض او علایم له 3 یا 4 ورځو نیولې تر 12 یا 13 ورځو پورې دوام کوي.
کانګو څه ډول انتقالیږي:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــ د کانګو ناروغي د خپلې عاملې حشرې،کنې پواسطه د حیواناتو یا انسانانو د چیچلو له لارې.
ــ د کانګو په ناروغۍ د اخته ذبحه کړای شوي حیواناتو له وینې سره د انسان د وجود د یوې حسې په تماس کې راتللو سره.
ــ په ناپامۍ سره د لاس پواسطه د کنې وژل.
ــ د کانګو په ناروغۍ د اخته ناروغ له وینې یا بدن سره د روغ شخص د تماس له لارې.
د کانګو په ویروسي ناروغۍ اکثرأ
قصابان
ډاکتران
روغتیایي کارمندان
څارونکي او د ناروغانو د کورنیو د غړو د اخته کیدو چانس زیات وي.
ځکه یاد اشخاص په مسقیم ډول د ناروغ د وینې،مایعاتو او بدن سره د ناپامۍ پر مهال په ارتباط کې راځي.
د کانګو اعراض:
ــــــــــــــــــــــــــ
ــ شدیده تبه
ــ سر دردي
ــ زړه بدوالی
ــ د عضلاتو درد
ــ د خیټې درد
ــ اسهالات
ــ د سترګو د سپینې طبقې سوروالی
ــ د رڼا سره حساسیت
ــ د ورمیږ درد او شخوالی
ــ ستړیا او عصبانیت
ــ بې خوبي او نارآمي
د کانګو د ناروغۍ په پرمختللې حالت کې د ناروغ
پوستکې کې لومړی د وینې د انتاني کیدو له امله سره رشونه پیدا کیږي چې وروسته د پوستکي د شین کیدو لامل کیږي. په عاجله واقیاتو کې له خولې او پزې څخه وینه بهیدنه جریان پیدا کوي. د پورته علایمو سره يو ځای
په استفراغ او غایطه موادو کې د وینې موجودیت د کانګو ناروغي تصدیقوي.
له کانګو ناروغۍ څه ډول مخنیوی وکړو؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــ د حیواناتو د ذبحې کولو پر مهال باید له محافظتي وسایلو لکه عینکو دستکشو او اوږد چپن ماننده لباس څخه استفاده وشي.
ــ د حیواناتو په وینه له ککړو لوازمو لکه چاقو لوښي او نورو سره له تماسه باید مخنیوی وشي.
ــ د حیواناتو له ذبحې کولو وروسته ژر تر ژره باید جامې بدلې او لاسونه په پاکو،صحي اوبو او صابون پریمینځل شي.
ــ هغه ناروغان چې په کانګو ناروغۍ اخته وي ډاکتران یې باید په وړاندې له ځانګړو ماسکونو او دستکشو استفاده وکړي
او د وینې اخیستلو پر مهال باید له جدي پاملرنې کار واخلي.
ــ د حیواناتو د نیمې خامې او پخې غوښې له خوړلو باید ډډه وشي.
ــ هغه خلک چې د څارویو ساتنه کوي باید هڅه وکړي د څارویو د ساتنې ځای تل پاک وساتي او دوا پاشي هیره نه کړي.
ــ د ناروغۍ د اعراضو او علایمو له ښکاره کیدو سره سم
باید ډاکتر ته مراجعه وشي تر څو په ښه شکل د ناروغۍ تداوي صورت ونیسي.
ځکه د ګانکو وژونکې ناروغۍ پخپل وخت له تداوۍ او درملنې سره د رغیدو وړ ده.
C