Dr Safeerullah Malakzai

Dr Safeerullah Malakzai Psychology & PharmD

د ګمارنې خبرتیا!ختیځ زون د معیار او کیفیت ریاست خپل ۱۹ مسلکي خالي بستونه اعلان ته سپاري.د ختیځ زون د معیار او کیفیت ریاس...
11/03/2026

د ګمارنې خبرتیا!

ختیځ زون د معیار او کیفیت ریاست خپل ۱۹ مسلکي خالي بستونه اعلان ته سپاري.
د ختیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د خپلو کارونو د لا ښه والي او د مسلکي کادرونو د پرځای کولو په موخه، هغه ځوانانو ته چې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه لوړې زده کړې لري، د کار کولو بلنه ورکوي.
د بستونو جزیات:
• د بستونو شمېر: ۱۹ خالي بستونه.
• تحصیلي کچه: ماسټري او یا لیسانس (په اړونده څانګو کې).
• ځای: جلال اباد ښار، ننګرهار.

د نوم لیکنې مهال وېش:
• د پیل نېټه: ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ هـ ش
• د پای نېټه: ۱۴۰۵/۱/۱۰ هـ ش

د کاري وختونو مهالوېش:
• د روژې په میاشت کې: د سهار له ۹:۰۰ بجو څخه د غرمې تر ۲:۰۰ بجو پورې.
• له روژې وروسته: د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو پورې.

د نوم لیکنې لارښوونه:
هغه مینه وال چې په شرایطو برابر وي، کولای شي د نوم لیکنې فورمې په حضوري ډول د ختیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د مالي او اداري عمومي مدیریت له څانګې یا په آنلاین ډول د معیار او کیفیت ادارې له ویب سایټ (https://tinyurl.com/3nw9pftf) څخه ترلاسه کړي.
پته: ننګرهار، جلال اباد ښار، څلورمه ناحیه، د زړې څارنوالۍ دویمه کوڅه، اتم نمبر کور.
د اړیکو شمېرې: 0708451997 | 0767349130 | 0787520174

د معیار او کیفیت اداره؛ د خوندي او معیاري ژوند ضمانت

دوشنبه ۱۴۰۴/١٢/۱٨یو (٤٥) کلن ناروغ چې د کونړ ولایت د دره پیج ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د نشتر د پښتورګو درملنې ملي روغتون ته...
10/03/2026

دوشنبه ۱۴۰۴/١٢/۱٨
یو (٤٥) کلن ناروغ چې د کونړ ولایت د دره پیج ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د نشتر د پښتورګو درملنې ملي روغتون ته مراجعه کړې وه. د کلینیکي معایناتو او ټستونو له مخې معلومه شوه چې د ناروغ په چپ پښتورګه کې شاوخوا ٤١ وړې او غټې تیږې شتون لري.

د روغتون د یورولوژۍ متخصصینو او د جراحي ژمن ټیم لخوا، وروسته له تشخیصه، د ناروغ عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول. عملیات له ډیر دقت، مهارت او عاجلې طبي پاملرنې سره سرته ورسېدل، چې پکې ناروغ له یادو تیږو خلاص شو.

دا عملیات د نشتر د پښتورګو درملنې ملي روغتون د جراحي ټیم لپاره یو مهم بریا بلل کېږي. د روغتون مسؤلین وایي چې اوس مهال د ناروغ روغتیایي حالت قناعت‌بښونکی او د ډاډ وړ دی.

په سره رود ولسوالۍ کې درې بابه روغتیايي کلینیکونه وتړل شول۱۴۰۴/۱۲/۱۲ – سه شنبهد ننګرهار عامې روغتیا ریاست د خوړو درملو ا...
04/03/2026

په سره رود ولسوالۍ کې درې بابه روغتیايي کلینیکونه وتړل شول
۱۴۰۴/۱۲/۱۲ – سه شنبه
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د خوړو درملو اوصحي خدماتوڅارني اوپلټنی آمريت دخصوصي سکتور د څارنې او پلټنې ټیم له لوري په سره رود ولسوالۍ کې د څلور (۴) بابه روغتیايي کلینیکونو او دوه (۲) بابه لابراتوارونو څخه څارنه او پلټنه ترسره شوه.
د ترسره شوې ارزونې په پایله کې درې (۳) بابه روغتیايي کلینیکونه د لاندې نیمګړتیاوو له امله مهرلاک شول:
په غیر معیاري او نامناسبو ځایونو کې فعالیت
د مسلکي پرسونل نشتون
د قانوني جواز نه درلودل
د حفظ الصحې اصولو نه مراعات
یاد اقدام د عامې روغتیا د قوانینو او طرزالعملونو له مخې ترسره شوی، او مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو د معیارونو له پوره کولو وروسته خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ژمن دی چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړوالي او د ولس د روغتیا د خوندیتوب په موخه به خپلې څارنې ته دوام ورکوي.

📢بیړنی خبرداری:‼️  «کینګ چاکلیټ» پلور په بشپړ ډول منع شو! ځکه روغتيا لپاره خطر او په عذايي معياراتو برابر نه دی د د عامې...
21/02/2026

📢
بیړنی خبرداری:‼️
«کینګ چاکلیټ» پلور په بشپړ ډول منع شو!
ځکه روغتيا لپاره خطر او په عذايي معياراتو برابر نه دی

د د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د غذایي موادو د کیفیت تثبیت مرکزي لابراتوار د رسمي راپور او دصلاحيت لرونکي هیئت د پرېکړې له مخې، د King Chocolate په نوم محصول له لابراتواري معایناتو وروسته غیر معیاري (اومضر) ثابت شوی او د ملي سټنډرډونو او نافذه روغتیايي مقرراتو سره سمون نه لري اوروغتياته جدي خطر لری .
له همدې امله، د ننګرهار ولایت ټولو عمده پلورونکو، پرچون پلورونکو، سوداګرو او اړوندو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې:
🔹 یاد محصول سمدستي له بازار څخه راټول کړي.
🔹 د خرڅلاو او وېش مخه یې ونیسي.
🔹 د نظارتي ټیمونو سره بشپړه همکاري وکړي.
د نه اطاعت په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني اجراآت ترسره شي.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست د خلکو روغتیا ته ژمن دی او له درنو هېوادوالو غوښتنه کوي چې له غیر معیاري او نامعلومه سرچینې لرونکو خوراکي توکو څخه ډډه وکړي.
په درنښت
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست
د خوړو، درملو او صحي خدماتو د څارنې او پلټنې امريت

پوسټ د خبراوي په موخه شير کړئ.

تازه نرخنامې
21/02/2026

تازه نرخنامې

18/02/2026

ماشوم ته د شيدې خوړولو وروسته بايد پداسې شکل د څملاستلو ترتيب برابر شي.

16/02/2026

د درملو کاروبار

راځي د خوړو او درملو د معين له خولې واوري، چې دا څه کلونه په افغانانو څه ډول دواګانې خوړول شوي.

15/02/2026

🤔

د عملیات وروسته انځور په اول کمينټ کې.
14/02/2026

د عملیات وروسته انځور په اول کمينټ کې.

Address

Jalalabad
Shinwari
4545

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Safeerullah Malakzai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram