Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

  • Home
  • Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib For medical and Islamic information you can like my page and support me
please follow us

*واریکوسیل (Varicocele)*یوه طبی ناروغي ده چې پکې د نارینه د خصیو (testicles) شاوخوا رګونه، چې پامپینیفورم پلکسس (pampini...
09/11/2025

*واریکوسیل (Varicocele)*
یوه طبی ناروغي ده چې پکې د نارینه د خصیو (testicles) شاوخوا رګونه، چې پامپینیفورم پلکسس (pampiniform plexus) نومېږي، غټ یا پړسوب پیدا کوي.
دا رګونه عموماً د وینې د راټولېدو له امله غټیږي، چې له امله یې د خصیو د نورمال فعالیتونو په ځانګړې توګه د سپرم تولید او بارورۍ باندې منفي اغېز کیږي.
واریکوسیل د نارینه وو یو ډېر عام حالت دی، او تقریباً ۱۵٪ نارینه د ژوند په یوه مرحله کې ورسره مخ کېږي. دا د varicose veins سره ورته حالت دی، کوم چې معمولا په پښو کې رامنځته کېږي، خو دلته په خصیو شاوخوا رګونو کې رامنځته کېږي.
په نارینه کې د سپرم تولید لپاره لازم ده چې خصیې له بدن څخه لږ سړې وي، او دا د همدغو رګونو (pampiniform plexus) د وینې له جریان سره تنظیمېږي.
که چیرې دا رګونه غټ شي یا پړسوب ومومي، نو وینه سمه نه خلاصیږي، حرارت لوړ پاتې کېږي او د سپرم جوړښت، کیفیت، اندازه او خوځښت ته زیان رسوي.

*سببونه (Causes):*
د رګونو دننه د والو خرابوالی، چې وینه بېرته راګرځي.
د وینې جریان ته خنډ.
د چپ اړخ anatomical جوړښت، ډیر واریکوسیلونه چپ لوري ته واقع کیږي.

*فکتورونه (Risk Factors):*
عمر (عموماً د ۱۵–۲۵ کلونو ځوانان).
د اوږده مهال لپاره ولاړ پاتې کېدل.
د کورنې سابقه (که پلار، ورور یې ولري).
شدید فزیکي فشار یا تمرینونه.

*نښې نښانې (Signs and Symptoms):*
ممکن هیڅ نښه و نه لري، خو اکثره وخت احساساتي ناراحتي یا درد په خاصو حالاتو کې (په اوږده ولاړ حالت یا تمرین کې)، د خصیي حجم کمېدل یا نرمېدل، د خصیي یوې خوا کې د "کرمونو غوندې رګونو" احساس او د سپرم په تولید کې ستونزې یا ناباروري/ شنډوالی.

*تشخیص (Diagnosis):*
فزیکي معاینه
Valsalva maneuver
Doppler Ultrasound

*تفریقي تشخیص (Differential Diagnosis):*
Hydrocele
Testicular tumor
Inguinal Hernia

*اختلاطات (Complications):*
د سپرم کیفیت خرابېدل.
د خصیي atrophy یا کم حجم.
ثانوي شنډوالی.

*درملنه (Treatment):*

*A. غیرجراحي درملنه:*
د کالي لوړ ساتل (supportive underwear).
د فزیکي فعالیت محدودول.
درد ضد درمل (NSAIDs).

*B. جراحي درملنه:*
Varicocelectomy
Open Surgery
Microsurgery
Laparoscopy

Embolization
غیرجراحي طریقه ده؛ یوه خاصه ماده د رګونو بندولو لپاره داخلېږي.

*څوک باید تداوي شي؟*
هغه کسان چې درد لري.
هغه کسان چې د سپرم ازموینه کې خراب نتیجه لري.
هغه کسان چې له نابارورۍ/شنډوالي سره مخ وي.
___________

Dr.Muhibullah Muhib 🥀🌹

17/01/2025

♥بسم الله الرحمن الرحیم♥
موضوع: سیرومونه
نوټ: دسیرومونو ډولونه، ترکیب،استعمال،نه استعمال او مستحضرات

۱. سیریوم رینګر Ringer
ترکیب:سودیم کلوراید،کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید. ایزوتونیک محلول دی
استعمال:
اسهال،استفراق و زړه بدوالی،دمایعاتو دلاسه ورکول،دپوتاشیم کموالی،تغذیه
اختیاط او پاملرنه:
که چیرته دمحلول رنګ بدل شوی وه نه استعمالیږي.
د سودیم بای کاربونیت هایپرتونیک محلول اضافه کول ورته منع دي.
د ۲-۲۵ سانتی ګرید کې باید وساتل شې.
مستحضرات:
500-1000ML, IV

۲.سیریوم رینګر لاکتیت Ringer Lactate:
ترکیب:
کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید،سودیم لاکتیت،سودیم کلوراید
استعمال:
دمایعاتو کموالی،مخکې او وروسته دعملیات څخه،اسهال،استفراق،زړه بدوالی،اسیدوز او سوخته ګۍ،دګلوکوز دسویې دلوړوالې له کبله شاک،کوشنګ سندروم او دکورتیکوستیراید د دوز په لوړوالې کې استعمالیږي.
نه استعمال:
لوړ فشار،پښتورګو،جګر او دزړه د وظیفو خرابوالی.
مستحضرات:
500-1000ML, IV

۳-سیریوم نارمل سالین Normal saline:
ترکیب:
سودیم کلوراید%۰،۹
استعمال:
دزخمونو وینځل او سوختګی، ټیټ فشار،خونریزی
نه استعمال:
لوړ فشار
مستحضرات:
100-500-1000ML,IV

۴-دکستروز یا ګلوکوز %5
استعمال:
دانرژي برابرولو لپاره هغه وخت چې دخولې له لاري خوراک نشې کولی،هایپرتونیک ډیهایدریشن،هایپوګلایسیمیا،ملا درد او لوړ فشار
مستحضرات:
100-500-1000ML,IV

۵-دکستروز یا ګلوکوز%10
استعمال:
انرژی برابرول،هایپو ګلایسیمیا،دپښتورګو عدم کفایه،دپوتاشیم او انسولین مسمومیت
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۶-دکستروز یا ګلوکوز%20 یا له هغه پورته
استعمال:
هایپوګلایسیمیک شاک،د اوبو مسمومیت، عمومی عدم کفایه،زیړی
نه استعمال:
ټیټ فشار او داوبو او الکترولایتونو په اختلالاتو کې ځانته نه استعمالیږی.

۷-دکستروز سالین یا میکس
ترکیب:
دکستروز%۵ +سالین۰،۹%
استعمال:
ډیهایدریشن،مسمومیت او ګاستروانتریت
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۸-دکستران۴۰
ترکیب:
دوینې پلازما
استعمال:
دپلازما کموالی،دخونریزی له امله شاک،سوختګی او عملیات.
نه استعمال:
دسږو عدم کفایه او پښتورګو ناروغان
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۹-مانیتول%۲۰
استعمال:
ګلوکوما یا دسترګې داخلې فشار،فشار،داخل دکوپړۍ فشار،ادرار راوړونکی.
نه استعمال:
ډیهایدریشن،داخل جمجه خونریزی،هایپو ویلومیک شاک،CHF ،هایپوټینشن،هایپو کلیمیا،هایپو نایتریمیا.
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۱۰-امینوویل۶۰۰
استعمال:
دامینو اسیدونو او منرالونو کموالی،طاقت او وروسته او مخکې دعملیات څخه.
مستحضرات:
500ML,IV

۱۱-هیماسیل
ترکیب:
پولی جیلین
استعمال:
اسهال،خارښت ،ټیټ فشار او دمایعاتو کموالی
نه استعمال:
حساسیت
مستحضرات:
500ML,IV

۱۲-پینامین جی
استعمال:
طاقت،دعملیات وروسته،سوختګی او دمایعاتو کموالی
مستحضرات:
500ML,IV

هیله ده زموږ.حمایت وکړی
لایک او شعر مو له یاده ونه وځی..
Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

Address


Telephone

+93788188015

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib:

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram