22/01/2026
د ماشومانو د ودې او تکامل په هکله اړين او مهم معلومات!
ډېری والدین د خپلو ماشومانو د ودې او نشوونما په اړه اندېښمن وي او غواړي پوه شي چې ایا د دوی ماشوم د خپلې عمر له مخې سم پرمختګ کوي که نه؟
په دې لیکنه کې هڅه کوم چې د ماشومانو د عمر له مخې د هغوی د عامې نشوونما مهم پړاوونه (Developmental Milestones) په لنډ ډول بیان کړم۔
د وخت نه مخکې (Premature) زېږېدلي ماشومان!!
هغه ماشومان چې د حمل له بشپړې مودې مخکې زېږېدلي وي، ممکن د نشوونما دا پړاوونه د بشپړې مودې ماشومانو په پرتله لږ ناوخته ترلاسه کړي، خو عموماً تر دوو کلونو پورې ورسره برابرېږي۔
د وخت نه مخکې زېږېدلي ماشوم سم عمر (Corrected age) د دې له مخې حسابېږي چې ماشوم څو اوونۍ یا میاشتې د ۳۷ اوونیو (۹ میاشتو) څخه مخکې زېږېدلی وي، ځکه چې دا د حمل عادي موده ده۔
مثال:
که یو ماشوم اوس ۹ میاشتنی وي، خو ۳ میاشتې مخکې له وخته زېږېدلی وي، نو د هغه سم عمر ۶ میاشتې حسابېږي، او له همدې امله به ترې د ۶ میاشتني بشپړې مودې ماشوم د نشوونما د پړاوونو تمه به ترې کېږي۔
د عمر له مخې د ناستې او تګ مهم پړاوونه!!!
1- په ۳ میاشتو کې د غاړې کنټرول کول
2- په ۶ میاشتو کې د بالښت یا بل ملاتړ سره کېناستل
3- په ۷ میاشتو کې بې له مرستې خپله کېناستل
4- په ۹ میاشتو کې پر ځمکه خپوړي کول
5- په ۱۰ میاشتو کې د فرنیچر یا کوم شي په نیولو سره ولاړېدل
6- په ۱۱ میاشتو کې د ګوتې په نیولو سره تګ
په ۱ کال کې خپله تګ پیل کول
7- په ۲ کلنۍ کې منډه وهل او توپ ته لغته ورکول
8- تر ۳ کلنۍ پورې د درې ټایره بایسکل چلول
9- په ۴ کلنۍ کې پر یوه پښه ولاړېدل
10- په ۵ کلنۍ کې پر رسۍ ټوپ وهل
- د عمر له مخې د خبرو اترو (Speech) پړاوونه!!!
1- په ۸ میاشتو کې د “ماما، بابا، لالا، دادا” غوندې اوازونه
2- په ۱ کال کې لومړنی مانا لرونکی ټکی
3- په ۲ کلنۍ کې د دوو ټکو یو ځای کول، لکه: “ماما, اوبه”
4- په ۳ کلنۍ کې د درې ټکو جملې، لکه: “مهرباني وکړه اوبه راکړه”, وروسته د ماشوم خبرې د کور نه بهر خلکو ته هم د پوهېدو وړ کېږي، ماشوم خپل نوم، عمر او جنس پېژني، او د ۴–۵ کلونو ترمنځ کیسې هم ویلی شي
د باریکو حرکاتو (Fine motor skills) پړاوونه!
1- په ۹ میاشتو کې د درې ګوتو په وسیله د شیانو نیول
2- په ۱ کال کې د انګوټې او شهادت ګوتې په وسیله شی نیول (Pincer grasp)
5- په ۱۵ میاشتو کې پنسل نیول او کرښې ایستل
6- په ۲ کلنۍ کې د یوې نېغې ىا عمودي کرښې کاپي کول
7- په ۳ کلنۍ کې د دایرې کاپي کول
8- په ۴ کلنۍ کې د مربع (Square) کاپي کول
مهم ټولنیز (Social) پړاوونه!!!
1- په ۱ میاشت کې د موسکا په ځواب کې موسکا کول
2- په ۷ میاشتو کې له اجنبي يا پرديو خلکو وېرېدل
3- په ۳۰ میاشتو کې د متیازو او غایطې کنټرول زده کول
مهمه یادونه!
دا پړاوونه مطلق او ثابت نه دي، د ۲–۳ میاشتو توپیر پکې عادي بلل کېږي۔
د ماشوم د نشوونما خطرناکې نښې (Red Flags)!!
که له لاندې نښو څخه هره یوه په ماشوم کې موجوده وي، نو باید سمدستي ماشوم د ماشومانو نیورولوجسټ یا د ماشومانو متخصص له خوا معاینه شي، ځکه دا د ماشوم د ودې بیړنۍ نښې دي او نور ځنډ د ماشوم پر راتلونکو وړتیاوو ناوړه اغېز کولی شي۔
1- که ماشوم هر هغه مهارت چې مخکې یې زده کړی و، بېرته له لاسه ورکړي (لکه مخکې کېناسته او اوس نه کېني)
2- که ماشوم په هر عمر کې د انسان مخونو یا شیانو ته سم نه ګوري او تمرکز نه شي کولای
3- که ماشوم غږونو ته غبرګون نه ښيي یا د اورېدو ستونزه احساس شي
4- که تر ۱۸ میاشتو پورې یو ټکی هم و نه وایي
5- که ماشوم له پیل څخه یوازې یو لاس کاروي (ښی یا چپ)؛ ځکه د لاس ټاکنه عموماً له ۳ کلنۍ وروسته راځي، او تر دې مخکې د بل لوري د کمزورۍ نښه کېدای شي
5- که ماشوم یوازې پر پنجو ګرځي او پښه بشپړه پر ځمکه نه ږدي
6- که د ماشوم د سر اندازه ډېره لويه یا ډېره کوچنۍ وي
7- که تر ۱۲ میاشتو پورې بشپړه ناسته ونه شي کولای
8- که تر ۱۸ میاشتو پورې و نه ګرځي، یا په نجونو کې تر ۲ کلنۍ پورې تګ پیل نه کړي
9- که په ۲ نیم کلنۍ کې منډه نه شي وهلی
که تاسو د خپل ماشوم د نشوونما، خبرو، حرکت، چلند یا زدهکړې په اړه هر ډول اندېښنه لرئ، نو د انتظار پر ځای پر وخت د ماشومانو نیورولوجسټ يا د ماشومانو د متخصص سره مشوره وکړئ، تر څو پر سم وخت تشخیص او لارښوونه وشي۔
مننه
کاپي
Dr Naim khan Zadran
MBBS, MD, General Medicine, Kabul Medical University.
MD Peads Medicine, Children Hospital PIMS, Islamabad
Lecturer Sheikh Zayed University, Khost Afghanistan