Barya Kashif Health Info.

Barya Kashif Health Info. « بریاکاشف » روغتېا هر اړخېز معلومات

سګريټ، چېلم او نسوار غاښونه او معده خرابوي او وړ وړ سرطانونه منځ ته راوړي. د وجود رګونه خرابولای شي او د زړه حمله او د م...
03/04/2022

سګريټ، چېلم او نسوار غاښونه او معده خرابوي او وړ وړ سرطانونه منځ ته راوړي.
د وجود رګونه خرابولای شي او د زړه حمله او د ماغي سکته منځ ته را وړلای شي.
روژه مبارکه تر بل هر وخت د پورته عملونو د پرېښودلو لپاره يوه ښه موقع ده.

- Doctor Shams Aman
- Barya Kashif Health Information

🔗https://t.me/Barya_Kashif1

د روغتيا له نظره ښه روژه مات:- اوبه، شيدې او د ميوې تازه جوس- خرما- تازه مېوه- سوپ يا د ترکاريو شورواد روغتيا له نظره بد...
03/04/2022

د روغتيا له نظره ښه روژه مات:
- اوبه، شيدې او د ميوې تازه جوس
- خرما
- تازه مېوه
- سوپ يا د ترکاريو شوروا

د روغتيا له نظره بد روژه مات:
- شربتونه
- ګازي مشروبات
- سره کړي شيان لکه پکوړې او بولاني

- Dr shams aman
- Barya kashif health information

🔗https://t.me/Barya_Kashif1

په ماشومانو، بوډاګانو او حامله ښځو کې د پوزې وينې کېدل نسبتاً نورو خلګو ته ډير واقع کيږي. د پوزې د ننه برخه ډيره نازکه د...
05/03/2022

په ماشومانو، بوډاګانو او حامله ښځو کې د پوزې وينې کېدل نسبتاً نورو خلګو ته ډير واقع کيږي. د پوزې د ننه برخه ډيره نازکه ده او په ډير اسانۍ سره لومړی زيانمنه او بيا وينې کيږي. د پوزې وينې کېدل عموماً د پوزې د ننه برخې د وچوالې، په پوزه کې ګوتې وهل او په زور سره سوڼ کولو پواسطه منځ ته راځي.
له پوزې د وينې بهېدو د بندولو حل لاري:
- پر ځمکه کښېنئ او بدن د مخ طرف ته کوږ کړئ.
- د دوو ګوتو پواسطه پوزې ته د لسو يا پنځلسو دقيقو لپاره فشار ورکړئ او بشپړه يې بنده کړئ.
- تنفس د خولې له لارې وکړئ.
په ځېنو خلګو خصوصاً لويانو کې له پوزې څخه د وينې تلل کېدی شي د پوزې د ضربې، د وينې لوړ فشار، په پوزه کې د غير نورمال رګونو موجوديت، د وينې د ځېنو خاصو ناروغيو او يا د هغو دواګانو د استعمال پواسطه چې وينه نرۍ کوي منځ ته راشي. پدغو حالتونو کې ناروغ د درملنې لپاره روغتون ته د تګ اړتيا لري.

- Dr Aman Shams
- Barya Kashif Health Info.
🔗https://t.me/Barya_Kashif1

د انسان د بدن بوی وړونکې ماده جوړه شوه ۔جاپاني څېړونکو یوه میکروب ضد ماده اختراع کړې چې د انسان د بدن د بد بوی د له منځه...
28/02/2022

د انسان د بدن بوی وړونکې ماده جوړه شوه ۔
جاپاني څېړونکو یوه میکروب ضد ماده اختراع کړې چې د انسان د بدن د بد بوی د له منځه وړلو لپاره پر جامو شیندل کېږي.
د ډیلي‌مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا ماده، چې د جاپان د توکیو پوهنتون د څېړونکو له لوري جوړه شوې، پنډوالی یې تر ۱۰ نینومترو لږ دی.
په دې ماده کې نقره او ټانیک اسیډ شامل دي. ټانیک اسیډ یې له هغو طبیعي ترکیبونو څخه جوړ دي چې په چاکلېټونو کې هم کارول کېږي او پر اطلس ټوکر لکه یا ټاپی جوړوي.
دا ماده چې جاپاني څېړونکو جوړه کړې Ag/TA نومېږي او پوره شفافه ده نو د ټوکر (کمیس) رنګ نه بدلوي او تر ټولو ښه دا ده چې په مینځلو لا له منځه نه ځي.
دا امکان هم شته چې دا ماده پر هغو ټوکرونو وموښل شي چې تازه په فابریکه کې جوړېږي او چې کله ورڅخه جامې جوړېږي نو د انسان د بدن د بویی مخه به نیسي.
تجربو وښودله چې نخي، پولیسټرین او ورېښمین ټوکرونه له دې ارزانې او مناسبې مادې سره ترکیب کېدای شي.
د ټوکیو پوهنتون یو څېړونکي جوزیف ریچارډسن وايي چې دا ماده پر جامو، په تېره بیا تخرګونو، جورابو، بوټونو او حتیٰ تشناب موښل کېدای سي او د بد بوی مخه نیسي.
د انسان د بدن هغه مهال بوی ځي چې پر پوستکي واړه میکروبونه په خولو کې د پروټېن مالیکولونه مات کړي. خو نقره میکروبي ضد خاصیت لري خو پر جامو د هغې کارول اسانه کار نه و. له همدې کبله څېړونکو د نقرې او ټوکر د ارتباط ټینګولو لپاره له ټانیک اسیډ کار واخیست.
له ټانیک اسیډ سره د نقرې د یوځای کولو په نتیجه کې دومره غښتلې ماده لاس ته راځي چې که پر ټوکر وموښل شي یا سپرې شي نو په ۱۰ ځله مینځلو یې هم خاصیت له منځه نه ځي!.

- C. Barya kashif health information .
🔗https://t.me/Barya_Kashif1

26/02/2022

د ځان روغ ساتلو لپاره لومړی مهم شرط منظم خوراک کول دې!

د مار چيچل:په افغانستان کې شاوخوا درې ډوله زهر لرونکې او دوه ډوله بې زهرو ماران ژوند کوي. د افغانستان زهر لرونکې ماران د...
24/02/2022

د مار چيچل:
په افغانستان کې شاوخوا درې ډوله زهر لرونکې او دوه ډوله بې زهرو ماران ژوند کوي. د افغانستان زهر لرونکې ماران د افعي (وايپر)، کفچه (کوبرا)، هندي مار (کريټ) په نامه ياديږي.
هر هغه وخت چې پورته زهر لرونکې ماران انسانان وچيچي وړ وړ شديدي روغتيايې ستونزي لکه د چيچل شوي ځای تخريب، عصبي مشکلات، عضلي کمزورتيا، تنفسي خطرونه، د وينې بهېدو او وينې غوټه کېدو اختلالات منځ ته راوړلای شي چې کېدی شي د ناروغ د مرګ باعث شي.
له ناروغ سره بايد څه وکړئ؟
- مړ مار او يا هم د هغه عکسونه يا ويډيو جوړه کړئ او له ناروغ سره يې روغتون ته را وړئ تر څو ډاکټران د مار نوع و پېژني. د مار د نوعې پېژندل په درملنه کې ډير ستر رول لري. خو که مار چا مړ نکړ ناروغ يې بايد د وژلو کوښښ و نکړي کېدی شي بيا يې و چيچي.
- د پيښې وخت و ليکئ او يا يې په ياد و ساتئ.
- ټپ په پاکو اوبو او صابون و مېنځئ.
- د ناروغ او خصوصاً د هغه د چيچل شوي غړي د حرکت مخنېوی وکړئ تر څو زهر په بدن کې خپاره نشي.
- ناروغ د مار زهرو ضد درملو ( انتي وينوم) د تطبيقولو لپاره په بېړه نېږدې روغتون ته ورسوئ.

- Dr aman shams.
- Barya kashif health info.
🔗https://t.me/Barya_Kashif1

د اسهال پواسطه د ماشومانو د بدن مايعات کمېږي. همدغه د مايعاتو کمبود که چېرته پوره نشي کېدی شي د ماشوم د مرګ باعث شي نو ل...
21/02/2022

د اسهال پواسطه د ماشومانو د بدن مايعات کمېږي. همدغه د مايعاتو کمبود که چېرته پوره نشي کېدی شي د ماشوم د مرګ باعث شي نو لدې امله هغه ماشومان چې د بدن د اوبو له قلت سره مخ وي بايد روغتون ته يو وړل شي. تاسو څرنګه هغه ماشومان چې اسهال ولري او د بدن د اوبو له کمبود سره مخ وي پېژندلای شئ؟
که د ماشوم د بدن مايعات نورمال وي:
- ښه او بيداره وي.
- د ماشوم سترګې ننوتې او ژوري نه ښکاريږي.
- نورمال څښل او رودل کوي.
- که يې په دوه ګوتو کې پوستکی را غونج (pinch) کړئ جلد يې سم لاسي عادي حالت ته را ګرزي.

که يې مايعات يو څه کم وي:
- ناکراره او مخرش وي.
- ستر ګې يې ننوتې او ژوري ښکاريږي.
- تنده لري څښلو او رودلو ته لېوالتيا ښيې.
- څه وخت چې د ماشوم جلد په دوو ګوتو کې را غونج کړئ ورو عادي حالت ته را ګرزي مګر له دوو سانيو څخه کم وخت نېسي.
که د ماشوم د بدن مايعات په شديد ډول کم وي:
- ماشوم خوبجن وي، په سختۍ له خوبه را ويښيږي او يا بې هوښه وي.
- سترګې يې ننوتې او ژوري وي.
- څښل او رودل ډير کم او ډير کمزوري او يا يې هېڅ نه کوي.
- څه وخت چې د ماشوم جلد په دوو ګوتو کې را غونج کړئ په دوو ثانيو او يا له هغه څخه په زيات وخت کې ورو عادي حالت ته را ګرزي.
که ستاسو له کوښښ سره سره د ماشوم د بدن اوبه کمې وي او يا شديد حالت ولري په بېړه يې روغتون ته يوسئ.
- Dr.aman shams.
- Barya kashif health info.

د زوکام د مخنیوي پنځه اسانه لارې!د هوا له سړېدو سره ګڼ کسان په زوکام، تبې او ستوني درد اخته کېږي او له دې کبله یې ورځینۍ...
15/02/2022

د زوکام د مخنیوي پنځه اسانه لارې!
د هوا له سړېدو سره ګڼ کسان په زوکام، تبې او ستوني درد اخته کېږي او له دې کبله یې ورځینۍ چارې اغېزمن کېږي.
د دې د مخنیوي لپاره ځینې اسانه لارې شته چې له اندیښنې مو خلاصولی شي:
په منظم ډول لاسونه پریمنځل:
د یخې هوا د زوکام لامل بېلا بېل وایرسونه دي چې د ککړتیا له کبله رامنځته کیږي او له یوه څخه بل ته انتقالیږي، دغه ککړتیا د انسان لاسونو ته د دروازې لاستو او په بېلا بېلو داسې څيزونو لاس لګول چې په عامه ځایونو کې استعمالیږي.
له همدې کبله پوهان په پرله پسې ډول د لاسونو پریمنځلو سپارښتنه کوي، او زیاتوي چې وګړي دې د وایروس خپریدو پرمهال پزې او خولې ته ډير لاس نه وړي.
سپورټ کول:
تمرین یا ورزش کول په ځانګړي ډول په پاکه او ازاده هوا کې د زوکام د مخنیوي بې ساري درملنه ده، خو په زوکام له اخته کېدو وروسته د تمرین سره احتیاط پکار دی ځکه چې بدن استراحت او ارام ته اړتیا لري.
خپګان نه کول:
د خپګان او سټریس پرمهال د بدن فعالیتي سیستم کمزوری کیږي، نو د دې لپاره باید ارام واوسئ او استراحت غوره کړئ.
ښه خوب:
د بدن د حجرو او فعالیتي سیستم د روغ ساتلو لپاره ښه خوب اړین دی، دا د ناروغیو او وایرسونو د حملې پر وړاندې مقاومت زیاتوي، پوهان وایي، ځینې مهال کم خوب هم د زوکام رامنځته کېدو لامل کیږي.

ښه خواړه
د هرې ناروغۍ په رامنځته کېدو کې هرو مرو د ځینو نامناسبو خوړو رول شته، د دې لپاره په کار دي چې خپل خوراکي رژیم مو محدود کړئ، هغه خواړه چې ستاسې لپاره کافي دي ویټامینونه، معدنیات، میوه، سبزیجات، پروټين، او ډیرې اوبه څښل دي. پوهان وایي چې د زوکام پرمهال ساده تړمې اوبه ډيرې څښل ګټه لري.
د زکام پرمهال احتیاط او پاملرنه نه کول ممکن د زیاتې او سختو ناروغیو لامل شي:
د دې راپور له مخې پوهان وایي چې د زوکام، تبې یا ستوني دردونو درملنه که په سمه توګه او پر وخت ونه شي ممکن د جدي پيچلتیا لامل شي، شونې ده وګړي د زړه، نمونیا یا سکاروي، او د غوږونو له انفیکشن سره مخ شي.
په عام ډول زوکام لږ تر لږه له یوې تر دوه اوونیو وخت نیسي، خو که چیرې له دې یې وخت زیات شي، د زینو ختلو پرمهال وګړي د نفس تنګۍ سره مخ کوي، اواز ټيټیږي او د اوریدلو حس هم کمزوری کوي.
د زوکام، ستوني یا ټوخي پرمهال ارام غوره کړئ او د ورځې په اوږدو کې له ۹۵ څخه تر ۱۵۵ ملي ګرامو پورې ویټامین سي وخورئ. د پوهانو په وینا مالټه، مڼه او خوږ مرچ «شمله مرچ» له ویټامین سي څخه برخمن خواړه دي.
دغه راز دوی زیاتوي، که غواړئ له پېله د یخ یا ژمي له پېلیدو سره د زوکام مخه ونیسئ نو په بشپړ او پرله پسې ډول په سابون له ۲۰ تر ۳۰ ثانیې لاسونه پریمنځئ او د ګوتو او نوکانو کونجونه هم پاک کړئ، دغه راز له یخنۍ وهلو څخه د ژغورلو په خاطر ګرمې جامې واغوندئ.
- Dr.rahim rahimi.
- Barya kashif health info.
🔗https://t.me/Barya_Kashif1

په ځوانانو کې د ملا دردونه عموماً د عضلاتو د شخۍ او يا نورو عادي حالتونو پواسطه منځ ته راځي چې د ملا له ورزش او تمرين سر...
12/02/2022

په ځوانانو کې د ملا دردونه عموماً د عضلاتو د شخۍ او يا نورو عادي حالتونو پواسطه منځ ته راځي چې د ملا له ورزش او تمرين سره ښه کيږي.
بې‌حده ډير کم يې د ملا د ډېسک او يا سايټېکا (عرق النسا) پواسطه منځ ته راځي.
که مو عمر ډير پوخ نه وي او د ملا درد لرئ او نور اعراض ورسره نلرئ نو د ډاکټر پر ځای فيزيوتراپېسټ ته ورشئ.

- Dr.ShamsAman.
- BaryaKashifHealthInfo.

🔗https://t.me/Barya_Kashif1

د خوراک په وخت کې د موبایل، کمپيوټر یا بلې وسیلې استعمال:د هضم پروسه مخکي له دې چي تاسو خواړه په خوله کي واچوۍ پیل کیږي....
12/02/2022

د خوراک په وخت کې د موبایل، کمپيوټر یا بلې وسیلې استعمال:
د هضم پروسه مخکي له دې چي تاسو خواړه په خوله کي واچوۍ پیل کیږي. د خواړو لیدل ستاسو بدن هڅوي چي ستاسو په معدې کي د هورمونونو تولیدول پیل کړي چي د هضم له پروسې سره مرسته کوي. کله چي د خوړلو پرمهال تاسو خپل ټلیفون کاروۍ یا تلویزیون ګورۍ د هاضمې پروسه ګډوډیږي. نو دا مهمه ده چې د خوړلو په وخت تاسو یوازي په خوړلو تمرکز وکړئ؛
او د خوړلو پر مهال د ټلوېزیون او موبایل څخه خپل فکر راوګرځوﺉ!

🔗https://t.me/Barya_Kashif1

Adresse

Munich

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Barya Kashif Health Info. erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Die Praxis Kontaktieren

Nachricht an Barya Kashif Health Info. senden:

Teilen

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram