AFG View

AFG View نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِين.
😊

ملا صاحب ستونی تازه کړ، بیا یې په دروند غږ وویل، سرسایه سړي سر 65 افغانۍ ده.چر.سي پورته شو، وای ملاصاحب! د ماشومانو او ښ...
18/03/2026

ملا صاحب ستونی تازه کړ، بیا یې په دروند غږ وویل، سرسایه سړي سر 65 افغانۍ ده.
چر.سي پورته شو، وای ملاصاحب! د ماشومانو او ښځو سرسایه به ورکړو، سړي خو په مونږ کې نشته.
🤕

18/03/2026

اول زلزلې وې حکومت بېچاره هلته مصروف وو
اوس د پاکستان خرکوس رژيم بمبارۍ دي
حکومت بې چاره دلته مصروف دی
نو څنګه به ووايو چې ملک جوړېږي؟
د ملک جوړېدو خلک خو مصروف دی
رب دې نيست نابود کړه منافق ګاونډي

د احمد د ماما واده و، د زرینې زړه نه و، خو د احمد خویندو تاکید کاوه چې نه؛ تا هم بیایو ځکه کور کې یوازې یې احمد خو هسې ه...
09/03/2026

د احمد د ماما واده و، د زرینې زړه نه و، خو د احمد خویندو تاکید کاوه چې نه؛ تا هم بیایو ځکه کور کې یوازې یې احمد خو هسې هم د کلونو مسافر دی.
د احمد مور بخیله او کرکجنه ښځه وه کوښښ یې دا و چې زرینه پاتې شي.
غږ یې وکړ زرینې ته لا هم تیاره نه یې؟
موږ تا ته دومره صبر نشو کولای..
زرینې وویل تیاره یم فقط سترګې توروم لږ راته تم شئ.
د احمد مور یې سرته ولاړه وه،زرینې کالي بدل کړل،څپلۍ یې په پښو کړې، خو له ډیرې عجلې یې د رنجو په سلایي خپله کیڼه سترګه خوږ کړه او اوښکې ترې روانې شوې.
زرینه بیاځلي د لاس مینځلو ځای ته ولاړه مخ یې ومینځو خو له سترګې یې اوښکې نه دریدې..
د احمد مور غصه شوه ویې ویل:
تا ته نشو تم کیدای، واده زما د ورور ده ته کرار کینه..
هغوی ټول ولاړل او یوازې زرینه کور پاتې شوه..
یوې سترګې یې اوښکې کولې چې د ښه ګاونډتوب له حسه یې دوهمې سترګې هم د بې وسۍ او بې کسۍ اوښکې تخلیق کړې.
له ځانه سره یې وویل:
‏په دواړو سترګو دې ړنده شم
چې جانان نشته زه ېې څله تورومه😔

08/03/2026

د لاري بنديدو وروسته په لومړي ځل له افغان لوري پاکستان ته صادرات ترسره شول😆💪
طالبانو په سپين بولدک کې پاکستاني لوري ته د پاکستاني عسکرو جسدونه وسپارل.

دوی تېرې څو شپې په ډيورند کرښې ته څېرمه له طالبانو سره په جګړه کې هلاک شوي وو.

واده وسو :-خوند د سړي لپاره او درد د ښځې لپاره.ماشوم یې په نس شوخوشحالي د سړي ده، ستړېا او درد د ښځې دی.ماشوم یې پیدا شو...
08/03/2026

واده وسو :-
خوند د سړي لپاره او درد د ښځې لپاره.
ماشوم یې په نس شو
خوشحالي د سړي ده، ستړېا او درد د ښځې دی.

ماشوم یې پیدا شو:
مبارکي سړي ته ورکول کېږي او ښځه خجالته ناسته وي.
د ماشوم ولادت وځنډېدو
سړی فقط اوف اوف کوي او جراحي عملیات، تحالیل، وېره او د ګناهګاره کېدو شعور د ښځې زړه کې تېرېږي.

بالاخره ماشوم پیدا شو؛ فخر، غرور، سرلوړي او القاب د سړي شي، دردونه، شبګیرې، شیدې ورکول او ستړیاوې د ښځې په غاړه شي.
نو:
ټوله مینه او مننه د ښځو لپاره، د خوېندو او مېندو لپاره؛ دوی څومره ستړې ګالي او څومره نوم ورکې پاتې کېږي.

28/02/2026

وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَى

27/02/2026

نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِين.
😊

خالد ځدراڼ منظور پښتون ته!زما وروره، زما د وجود ټوټې، زما د لوی وطن د ارمانونو لارویههغسې چې پر تا ننګ خپله وجیبه بولم، ...
27/02/2026

خالد ځدراڼ منظور پښتون ته!

زما وروره، زما د وجود ټوټې، زما د لوی وطن د ارمانونو لارویه
هغسې چې پر تا ننګ خپله وجیبه بولم، ډاډه یم چې هغسې د ګډ دښمن پر وړاندې د بر وطن د مېړنیو ځواکونو خقیقي ملګرتیا ته لبیک وایې.
بسم الله، ستا عمل او ستا قلم تر دې بل ښه فرصت نه شي موندلی چې د سترو او سپېڅلو ارمانونو د کاروان ملګری شي.
پر تور دښمن د ګډ ګذار وخت همدا دی

ټوله ورځ یي لکه د لېوني په شان خبرې کولي او هر افغان ته يي په ژړغوني غږ خپلې ګیلې کولي د کورني درد ډېر دروند وي الله دې ...
22/02/2026

ټوله ورځ یي لکه د لېوني په شان خبرې کولي او هر افغان ته يي په ژړغوني غږ خپلې ګیلې کولي د کورني درد ډېر دروند وي الله دې وطنواله تاته د زړه صبر درکړي هر سړی دې خپل کور ته سوچ وکړي په الله قسم ډېره سخته ده 😢

که څه هم د سفارتي/ډیپلوماټیکو اوصولو خلاف کار به وي، خو پکار ده چې د چټلستان سفیر لاس تړلی ننګرهار ته وېوړل شي ورته ووای...
22/02/2026

که څه هم د سفارتي/ډیپلوماټیکو اوصولو خلاف کار به وي، خو پکار ده چې د چټلستان سفیر لاس تړلی ننګرهار ته وېوړل شي ورته ووایي چې دلته مو څوک ویشتلې!؟
له همدې ځایه پرې خبري کانفرانس ورکړل شي او ووایي چې ټول تلفات ملکي وګړي دي، مونږ هیڅ کوم نظامي مرکز نه ویشتی او نه یې هم هلته شتون درلود!
د دوی رسنیو غوبل جوړ کړی چې اووه د «ټيټيپي» مرکزونه مو ویشتلي!
ځواب یې باید په خپل سفیر ورکړل شي، چې نه مرکزونه شته او نه نور څه ټول مو ملکي وګړي په نښه کړې!
نور حساب کتاب به روسته کوو، فعلاَ همدا بسنه کوي!

03/02/2026

خاندي به نااا

Adresse

Les Paris
10001

Site Web

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque AFG View publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Partager

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram