Hassan Social Services حسن ټولنيز خدمتونه

Hassan Social Services حسن ټولنيز خدمتونه Help People

الله اکبر څومره عجیبه ده !د انسان ژوند په هغه اذان پيلېږي چې لمونځ نه لري او په هغه لمونځ ختمېږي چې اذان نلري.کاپي
30/07/2024

الله اکبر څومره عجیبه ده !
د انسان ژوند په هغه اذان پيلېږي چې لمونځ نه لري او په هغه لمونځ ختمېږي چې اذان نلري.
کاپي

24/01/2024

راځئ د زړه له صدقه توبه وباسو.
روايت دی چې:
یو وخت وچکالي ډېره شوه، هېڅ باران نه کېده،انسانان،څاروي او ټول ژوي له مرګ سره مخ شول، نو موسی علیه سلام الله تعالی جل جلاله ته سوال وکړ چې:
ای پروردګاره: ته خو په هرڅه خبر یې،په خپلو بنده ګانو دې ورحمېږه، کنه ته خو پوهېږې چې ټول به هلاک شي.
الله تعالی جل جلاله موسی علیه سلام ته وفرمایل:
ای موسی! ستاپه محله کې داسې یو کس دی چې دېرش کاله يې ګناهونه کړي او یوه ورځ يې هم توبه ونه باسله نو د هغه په وجه مې په تاسې ټولو خپل رحم بند کړی دی،که غواړئ چې بارانونه درباندې وکړم نو هغه کس له خپل ګاونډ څخه وشړئ.
موسی علیه سلام خلک را ټول کړل او اعلان يې ورته وکړ چې زموږ په منځ کې داسې یو کس شتون لري چې ۳۰ کاله يې ګناهونه کړي او یوه ورځ يې هم توبه ونه باسله ،نن دهمغه په وجه ټول خلک د خدای جل جلاله له قهر سره مخ دي، هرڅوک چې وي له دې ځایه دې پورته شي او بل ځای دې کډه وکړي.
هغه شخص چې د همدې خلکو په منځ کې و الله تعالی ته يې سوالونه شروع کړل،توبه يې وباسله او غوښتنه يې وکړه چې پرده راباندې واچوه.
په څو شېبو کې وريځې را تاوې شوې او باران شروع شو.
موسی علیه سلام الله تعالی ته وفرمايل: ای زما خالقه! اوس خو باران هم وشو هغه کس څوک و؟
الله جل جلاله ورته وويل: هغه دېرش کاله هېڅ بد کار پرېنښود خو ما پرې پرده واچوله او نن يې چې ماته د زړه له صدقه توبه وباسله او په ځان يې د پردې غوړولو راته وويل نو څنګه يې رسوا کولای شم درته،هېڅکله دا کار نه کوم.
نو زما مطلب دادی زما عزتمندو چې راځئ ټول د زړه له صدقه د الله سبحانه و تعالی په دربار کې لاسونه لپه کړو،وژاړو ،دخپلو ګناهونو معافیت ورڅخه وغواړو او توبه وباسو.
هغه پروردګار ډېر غيرتي ذات دی کېدای شي غږ مو واوري او د رحمت بارانونه راباندي وکړي.

دمرستې په پار غږدغه ګلالۍ ماشومه د ګل خان لور ده او د لغمان ولایت،قرغيو ولسوالۍ په عزیز خان کڅ کې پاتې کېږې.له بده مرغه ...
23/10/2023

دمرستې په پار غږ
دغه ګلالۍ ماشومه د ګل خان لور ده او د لغمان ولایت،قرغيو ولسوالۍ په عزیز خان کڅ کې پاتې کېږې.
له بده مرغه چې د مور او پلار د زړه دغه ټوټه د وينې په سرطان اخته ده او تر ټولو بده يې دا چې کورنۍ يې هم د بې وزلۍ خپسې ډېره سخته نېولې.
په ټولو هغو ملګرو چې په وس او توان کې يې څه وي ، ټولو مرستندویه ټولنو او حکومت غږ کوم چې که ددې ماشومې لپاره څه کولای شئ نو د الله تعالی رضا او د يوې مور د زړه حال په نظر کې ونيسئ،مرستې ته يې را ودانګئ او اجرونه يې له څښتن تعالی څخه وغواړئ.
دايې د کورنۍ د اړيکې شمېره ده: 0786663887
نوټ: هيله ده پوسټ شير کړئ

12/10/2023

وينه ورکړئ او ژوند وژغورئ
دکامې ولسوالۍ په مختم بابا روغتون کې یوه ناروغ ته B+ وينه عاجله پکار ده.
هغه ځوانان چې روغتون ته نږدې وي بېړه وکړئ او دوينې په صدقې سره يوه ژوند ته نجات ورکړئ.
اړيکه: 0767171636

06/10/2023

اسلام
په ننګرهار ولایت کی که چاته یا کوم مریض ته د وینې ضرورت وی نو دی با احساسو ځوانانو سره په تماس کی شی.
Hassan Social Services حسن ټولنيز خدمتونه

وينه ورکړئ او دا ګلالی ماشوم وژغورئنوم: ابوبکردوینې ګروپ: ARH مثبتولایت: جوزجانسيمه: اقچه بندد اړيکې شمېره:0787822829
24/08/2023

وينه ورکړئ او دا ګلالی ماشوم وژغورئ
نوم: ابوبکر
دوینې ګروپ: ARH مثبت
ولایت: جوزجان
سيمه: اقچه بند
د اړيکې شمېره:0787822829

24/05/2023

وينه ورکړئ ژوند وژغورئ
په کابل ابن سينا شفا خانه کى زمونڔ يو خورکي ته چې نن یې عملیات کېږي زر سي سى 1000Cc اى مٿبت A+ وينه پکار ده هيله ده ژوندى يي وژغورئ
+93 77 577 9370

عجیبه لېکنه یې کړې مننه ترېنه کوم!لوستل یی ضروری وروڼو او خویندو!يو عابد وغوښتل چې د الله جل جلاله سره ملاقات وکړې نو په...
16/05/2023

عجیبه لېکنه یې کړې مننه ترېنه کوم!

لوستل یی ضروری وروڼو او خویندو!

يو عابد وغوښتل چې د الله جل جلاله سره ملاقات وکړې نو په همدې موخه يې څلويښت ورځې ځان چله کړ د ورځې به روژه وو او د شپې به يې قيام کوو او الله ته به په زاری وو. د الله د مخلوق سره يې اړيکه پرې کړې وه.
په 36 شپه يې يو غږ واوريده چې سبا په 6 بجو د اهنګرانو په بازار کې د فلانی اهنګر دوکان ته لاړ شه د الله جل جلاله زيارت به وکړې.
عابد په 5 بجو ياد بازار ته حاضر شو او د بازار په کوڅو کې د ياد دوکاندار په لټه کې ګرځيدو...
وايې: يوه زړه ښځه مې وليده چې يو د ميسو لوښی ورسره وو او اهنګرانو ته يې ښودولو تر څو ويې پلوري...
هر اهنګر ته به يې چې ښودولو نو د وزن کولو وروسته به اهنګر ورته ويل: په ۴ رياله او ۲۰ شاهې يې اخلم...
خو زړې ښځې به ورته ويل: نه کيږی چې په ۶ ريال يې واخلي؟
اهنګر به ورته وويل: چې نه مورې په دې قيمت مونږ ته ګټه نه کوي. زړې ښځې لوښی په سر کړ او په ټول بازار کې وګرځېده خو ټولو ترې په همدې قيمت غوښته.
عابد وايې: بالاخره زړه ښځه هغه دوکان ته ورسېده چې زه هم بايد ورته تللی وای، اهنګر په خپل کار کې مشغول وو، زړې ښځې ورته وویل: دا لوښی مې د پلور لپاره راوړی دی، په ۶ رياله يې اخلې؟
اهنګر ورڅخه وپوښتل چې په ۶ رياله يې ولې پلورې؟؟؟
زړې ښځې د خپل زړه غوټې خلاصې کړې او ورته يې وویل: په کور کې مې ځوی ناروغه دی، ډاکټر ورته نسخه ليکلې چې قيمت يې ۶ رياله دی!
اهنګر لوښی راواخيست او ويې ويل: دا خو روغ او ډير قيمتي لوښی دی ښه نه ده چې ويې پلوري، خو دا چې ته په دې تاکيد کوي چې پلورم يې نو زه يې درڅخه په ۲۵ رياله اخلم!!!
زړې ښځې ورته وویل: ايا په ما پورې مسخرې کوي؟
اهنګر ورته وویل کله هم نه!!!
لوښی يې واخيسته او ښځې ته يې ۲۵ رياله ورکړل.
زړه ښځه چې ډيره حيرانه وه له دوکان څخه په دعا کولو سره ووتله او په چټکۍ سره د خپل کور په لور روانه شوه.
عابد وايې زه چې د دې پيښې شاهد وم او د ملاقات وخت مې هم له ياده وتلی وو، ټکان مې وخوړه او اهنګر ته مې وويل: فکر کوم بلد کسبې نه يې؟ د بازار ټولو اهنګرانو دا لوښی تر وزن کولو ورسته د ۴ ریاله او ۲۰ شاهې څخه په لوړ قيمت وانخيسته.
ولې تا په ۲۵ ریاله واخيسته ؟!!
زاړه اهنګر ورته وویل: ما د لوښی قيمت نه دی ورکړی!!!
بلکه ما پيسې ورکړې چې د ځوی درمل پرې واخلي، پيسې مې ورکړې چې يوه هفته پرې د خپل ځوی ساتنه وکړې، پيسې مې ورکړې چې ترڅو نور د کور سامان ونه پلوري، ما لوښی نه دی اخیستی....
له هغه خبرو څخه چې ما وکړې خجالت او شرمنده شوم او په فکرونو کې ډوب شوم.
ناڅاپه په لوړ غږ راته وويل شو:
چې په چله کيدو او عبادت کولو سره نه شې کولای زما ملاقات وکړې!!!
د لويدلو خلکو لاس نيوی وکړه او پورته يې کړه، زه به پخپله ستا ملاقات ته راشم.
که د لويدلو خلکو لاس نيوی دې وکړ، نو پوه شه چې سړی يې.

#ژباړه
کاپي

15/05/2023

د ننګرهار صحت عامه کې
A(+)
وینه عاجل پکار ده!
پایواز: رسول خان
نمبر: 0770710713

تلاسیمیاهو دا مرض مهلک دی خو مخنیوی یې ۱۰۰ په ۱۰۰ کې ممکن دیکچیرې ښځه او خاوند د تلاسیمیا ماینر جینونه ولرې یا په ساده ژ...
09/05/2023

تلاسیمیا
هو دا مرض مهلک دی
خو مخنیوی یې ۱۰۰ په ۱۰۰ کې ممکن دی

کچیرې ښځه او خاوند د تلاسیمیا ماینر جینونه ولرې یا په ساده ژبه د وړوکې تلاسیمیا مرض ولرې نو په بچو کې یې د مهلکې یا غټې تلاسیمیا مرض ضرور پیدا کیږې

وړه تلاسیمیا: ژوند عادې وې خو د وینې د کمښت سره مخ کیږې او دا کمښت ځینې وخت د وینې تیرولو ته اړتیا پیښوي

غټه تلاسیمیا: ژوند غیر عادې وي او د پیدایښت نه تر مرګ پورې به په وینه چلیږې، او تر اوسه یې ارزانه مؤثر علاج هم نشته

مخنیوی: د وینې یو عادې ټسټ (سې بې سې) په واسطه د تلاسیمیا ماینر معلومات کیږې، نو بس دوه ماینر دې سره واده نکوې یا دې بچو پر وخت ډاکټر سره مشوره کوي

#تر نورو یې ورسوۍ او د دې مرض مخنیوي کې خپله برخه
مسؤولیت اداء کړۍ

24/04/2023

د کابل بره کي څلور لاري ته څېرمه ګلوبل روغتون کې یو ماشوم ته چې د زړه عملیات یې کېږي B+وینه پکار ده که د کومو ځوانانو وینه سر ورسره خوري نو مهرباني وکړئ دې شمېرې سره اړیکه ونیسئ او ژوند وژغورئ.
0782853065

Address

LONDON
London Borough Of Lewisham
SE136QA

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hassan Social Services حسن ټولنيز خدمتونه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Hassan Social Services حسن ټولنيز خدمتونه:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram