Dr. Sharif Zarif

Dr. Sharif Zarif This page will only provide medical consultations based on highly rewarded international medical kn

17/11/2025

د وطن اصلي خاوندان څنګه پېژندل کېږي؟

يوه کيسه د هغو لپاره چې د افغانستان د تجزيې خوب ويني

دوو ښځو پر يو ماشوم دعوه لرله. دواړو ويل چې ماشوم د دوی دی. قاضي د حقيقت د څرګندولو لپاره يو سخت حکم وکړ: «چړه راوړئ، ماشوم په دوو ټوټو ووېشو، نيمه دې یوې او نيمه دې بلې ته ورکړو.»

لومړۍ ښځې حکم ومانه چمتو وه ماشوم ټوټې ټوټې شي، يوازې دې څه برخه ترلاسه کړي.
خو دوهمه ښځی، په رېږدېدلې زړه او اوښلوو سترګو، چيغه کړه: «نه! زه خپله دعوه بېرته اخلم… يوازې ماشوم مه وژنئ!»

قاضي وخندل اصلي مور همدا ده—هغه چې د خپل حق نه تېرېږي، خو د ماشوم له ژوندنه نه تېرېږي.

نن هم هغه کسان چې د افغانستان د تجزيې خبرې کوي، د هماغې درواغجنې مور په شان دي—چمتو دي وطن ټوټې ټوټې کړي، يوازې دې څه ګټه ورسېږي.

خو د خاورې ریښتيني خاوندان هغه خلک دي چې درد زغمي، خو اجازه نه ورکوي افغانستان «دو ټوټې» شي. هغوی له خپلو غوښتنو او دعوو تېرېږي، خو نه پرېږدي چې دا د تاريخ زخمې ماشوم بيا قرباني شي.

افغانستان د خپلو ریښتینو مېندو په دعا او درد ولاړ دی—نه د بې‌ریښو دعوه‌کوونکو په خبرو.

12/11/2025
د دیورند د فرضي کرښې په اړه ډېرې مقالې لیکل شوې دي، پرته له دې چې د چتلستان ځینې چارواکي، حتی صدراعظم، ور ته کرښه ووایي....
02/11/2025

د دیورند د فرضي کرښې په اړه ډېرې مقالې لیکل شوې دي، پرته له دې چې د چتلستان ځینې چارواکي، حتی صدراعظم، ور ته کرښه ووایي. راځئ، وګورو چې انګریزانو پخپله ۱۳۰ کاله وړاندې خپلو خلکو ته څه ویلي وو — دلته د هغوی د یوې ورځپاڼې The Graphic (۱۸۹۵م) لیکنه درسره شریکوم، هغه ورځپاڼه چې په انګلستان کې د انګریزانو لپاره خپرېده.

نړۍ هغه مهال د زور، مکر او تزویر د لوبو تر سیوري لاندې وه. د روس او انګریز تر منځ دا سیالي، چې دوی ورته “ستره لوبه” ویل، زموږ د خلکو او د سیمې د برخلیک لوبه هم وه.

هیڅوک، هیڅ پدیده د سیاسي، مدني او تاریخي نقد نه مبرا نه ده، خو هر نقد باید د عدالت او حقانیت په تله کې وتلل شي.

که غواړو پوه شو چې انګریزان څومره ځواکمن او ډارونکی ول، نو د هغوی د سیال روسانو کيسه کافي ده: په ۱۸۶۷ کال کې روسانو الاسکا د۷.۲ میلیونه ډالرو په بدل کې امریکاته وپلورله یوازې د دې لپاره چې د انګریز د زور او ډار نه ځان لری کړی. نو فکر وکړئ، افغانستان چې پنځه چنده کوچنی او سل چنده تر روسيې کمزوری و، د څه ډول فشارونو لاندې و!

د The Graphic د ۱۸۹۵ کال د می ۱۸ مه ګڼه

ورځپاڼې د دیورند له کرښې نږدې ۱۸ میاشتی وروسته یوه مقاله خپره کړه او پکې لیکل شوي وو: د “اهنین امیر” څخه بریتانیا تمه لرله چې د دوی ستراتېژیک ملګری شي. خو دوی اعتراف کوي — چی د امیر له زړه نه ډاډه نه ول، ځکه دا هغه سړی و چې د چا په زنځیر نه تړل کېده.

ورځپاڼه د امیر عبدالرحمن خان په اړه لیکي:
هغه یو قوي، هوښیار او رازناک واکمن دی. د هغه فولادي اراده د امپراتورۍ لپاره د زوال زنګ دی، ځکه دا هغه انسان و چې خپل ملت یې یو موټی کړ، بغاوتونه یې مات کړل، او د افغان خاورې یووالی یې خوندي کړ — هغه د افغانستان وېش او دیورند کله هم نه منی.

کله چې د خیبر غونډه وشوه (دقیق تاریخ نه دی ذکر شوی)، انګریز چارواکو هڅه وکړه د ډالیو، تشریفاتو او پوځي نندارو له لارې د امیر زړه وګټي. خو امیر په ډاګه وویل: “زه په خیبر کې په خپله خاوره ولاړ یم. دا د انګریز خاوره نه ده، دا د افغانستان زړه دی.” (خیبر پاس، نومبر ۱۸۹۳)

لیکوال په درد سره وايي: “دا د امپراتورۍ غرور ماتوي.” په ورځپاڼه کې د امیر انځور د ځواک او درناوي سمبول ښودل شوی، خو لیکي چې: “هغه زموږ لپاره یو اړین متحد دی، نه یو برابر متحد. موږ هڅه کوو هغه د خپلو پیسو او وسلو له لارې نرم کړو، خو که امیر کله هم پیاوړی شي — خپله خاوره به له موږ بېرته وغواړي.”

په اصل کې، د ۱۸۹۵ کال The Graphic د بریتانیا لوستونکو ته دا پیغام ورکاوه: “موږ له یوه نه‌ماتیېدونکي افغان امیر او ملت سره معامله کړې ده.”

او امیر عبدالرحمن خان د داسې ملت استازیتوب کاوه چې نه په سرو زرو اخیستل کېږي، نه د توپ او توپک تر سیوري لاندې راځي.

هغه وخت، نړۍ خپلې برخې پلورلې — خو افغانستان، که څه هم و وېشل شو، د امیر فولادي زړورتیا د تاریخ په پاڼه دا خبره ثبت کړه: “د افغانستان خاوره ښايي ووېشل شي، خو د افغانستان اراده هېڅکله نه.”

سرچینې او د لا لوست لپاره:
• The British Newspaper Archive
• Gale Primary Sources
• The Gilgit Game: The Explorers of the Western Himalayas 1865–95 – John Keay (1979)
• Foreign Department, Secret F, January 1894, Nos. 102–164 (Durand’s Mission Reports)
• Vartan Gregorian, The Emergence of Modern Afghanistan: Politics of Reform and Modernization, 1880–1946 (1969)

روایت فروغ ایمان در برابر طوفان استعمارپادشاهی که جواهرات خانواده‌اش را فروخت، فرزندان خود را به جنگ دیو  و هیولا زمان ف...
30/10/2025

روایت فروغ ایمان در برابر طوفان استعمار

پادشاهی که جواهرات خانواده‌اش را فروخت، فرزندان خود را به جنگ دیو و هیولا زمان فرستاد، باید توسط استعمار تخریب و بدنام میشد. در سوی دیگر ممد علی‌جنا بی‌ایمان و باده‌نوش، که هرگز در برابر استبداد هند لب نگشود. اما استعمار او را قهرمان خواند، لقب “بنیادگذار ملت” و “معمار چتلستان” به او بخشید. چرا؟ زیرا قهرمانان راستین چون دوست‌محمد خان و اکبرخان، در برابر ظلم ایستادند، و جناها در برابرش تعظیم کردند

در تاریخ پرافتخار و پرآشوب وطن، کمتر سخنی از مردی امیر دوست‌محمدخان گفته شده است؛ پادشاهی که برای آزادی افغانستان، جواهرات همسران، عروسان و دخترانش را فروخت و فرزندانش را به میدان جنگ فرستاد. او با عشقی مقدس به خاک وطن، تمام دارایی‌ شخصی خود را صرف خرید سلاح و تجهیز سپاهیان کرد. او نه تنها پادشاه، بلکه نماد ایمان و غیرت بود فرزندانش را نه به کاخ‌ها، که به سنگرها فرستاد. گفت:

“تاج من و خون شما از وطن است.”

و آنان رفتند از جمله وزیر محمد اکبرخان، قهرمانی که تندر غیرت او در کوه‌های جمرود طنین انداخت

نبرد جمرود: در روز ۳۰ اپریل ۱۸۳۷، زمین جمرود به خون قهرمانان رنگین شد. وزیر اکبرخان با سپاهی اندک و سلاح محدود، بر قلعه‌ تاخت که در دست نیروهای سک بود.
افغان‌ها با ایمانی آتشین و اراده‌ای پولادین جنگیدند. در نبردی تن‌به‌تن، اکبرخان در برابر سردار افسانه‌ای سک‌ها، مغرور و ستمگر هریسنگ نلوا که همچون هیولایی عظیم بود ایستاد و او را از پای درآورد.

پیروزی جمرود انگیزه سقوط امپراتوری سک ها شد در حالیکه در حمایت خفا انگریز آنها به نیت گرفتن جلال‌آباد امده بودند و نام اکبرخان را به عنوان قهرمان استقلال افغانستان برای همیشه در دل تاریخ ثبت کرد.

دسیسهٔ استعمار و تحریف قهرمانان: پس از آنکه شمشیر افغان بر سینهٔ استعمار نشست، انگریز میدان نبرد را به میدان تزویر و دروغ تبدیل کرد. آنها که با زور نتوانستند افغانستان را شکست دهند، با قلم و تهمت کوشیدند تاریخش را تحریف کنند. ‌‌حتی امیر دوست‌ محمدخان را به قتل وزیر اکبرخان نسبت دادند تا میان مردم شک و تردید افکنند. اما تاریخ واقعی میداند: آنکه جواهراتش را برای وطن میفروشد، فرزندش را برای جواهرات نمیفروشد

وزیر اکبرخان، نه تنها فرزند یک پدر مبارز، بلکه نمادی از غیرت و شجاعت افغانستان بود.
او با ایمان و دلی پولادین، در برابر بی‌حرمتی به خاک وطن ایستاد و مکناتن را از پای درآورد.
حتی دشمنان نیز در برابر شجاعت و ایمان او سر تعظیم فرود آوردند.

گلاب کور، زنی نهایت مشهور از قوم سک در پنجاب، با وجود آن‌که وزیر محمد اکبرخان سردار نهایت نامی و شجاع قومش را کشته بود، به شرافت و غیرت او ایمان آورد و او را الگوی رهبری خود میخواند. او بعدها نیز در صف مبارزان ضد بریتانیا ایستاد، نشانه‌ روشن که مبارزهٔ افغان‌ها برای آزادی، فراتر از مرزها و قومیت بود.

23/09/2025

راتلونکی د هغه خلکو دی چې د خپل تاریخ په حقایقو خبر وې

تېرې اونۍ مې د آی.اېس.آی د یوه متقاعد جنرال مرکه واورېده چې زه یې ژور فکر ته مجبور کړم. غواړم دا تأملات له تاسو سره هم شریک کړم، ځکه زموږ تاریخ یوازې د تېر وخت کیسی نه دی — بلکې د نن او سبا لپاره هنداری دی، هغه له هغو لسیزو خبرې کوی چې افغانستان، پاکستان او ټوله سیمه د داسې قدرتونو د رقابت میدان شوه چې نه په دې خاوره کې ریښه لرله او نه د دې خلکو د دردونو احساس.

هغه ومنله چې هغه څه چې زموږ خلکو ته انځور شوي وو — دا چې ګواکې افغانستان توطیه‌ګر او پاکستان یوازې قرباني دی؛ بشپړ حقیقت نه و. تریخ حقیقت دا دی: افغانستان او افغانان د داسې لوبو دروند پور ورکړ چې پيل کوونکي یې نه وو.

د U-2 د طیاری پېښه ۱۹۶۰: افغانستان کی د امریکا او شوروي د خطرناکې سیالۍ پیل

دا د هغو پېښو څخه یوه ده چې هغه یې یادونه وکړه او تاسو یې هم د لټون (search) په وسیله تایید کولای شئ. دا ښيي چې څنګه افغانستان یوې داسې لوبې ته کش کړل شو چې هېڅکله یې غوښتونکی نه و.

• پيلوټ – فرانسيس ګاري پاورز: یو امریکایي پيلوټ چې د CIA لخوا ګمارل شوی و او د Lockheed U-2 په نوم د فوق سری طیاره یې چلوله — طیاره چې د لوړ ارتفاع څخه جاسوسۍ لپاره جوړه شوې وه.

• ماموریت: د ۱۹۶۰ د مې په لومړۍ نېټه، پرواز د پشاور څنګ ته د بده بيری له اډې پیل شو — هغه اډه چې په پنځوسمه لسیزه کې په پټه امریکا ته سپارل شوې وه. د پرواز مسیر د بدخشان له اسمانه تېر او بیا د شوروي خاوری ته داخل کیدل او وروستي منزل په توګه د Bodø په نوم د ناروې ښار ټاکل شوی و.

• سقوط: طیاره د افغانستان لخوا رهګيري شوه او د شوروي په خاوره کې د سوردلوفسک ښار ته نږدې د ځمکه – هوا توغندي په واسطه راوغورځول شوه. پيلوټ د امریکا د تمې خلاف ژوندی پاتې شو، د پراشوت په وسیله ښکته شو او د شوروي په لاس اسیر شو.

د افغانانو لپاره دا یوازې د سړی جګړې یوه کیسه نه وه. دوی ته د دوی اسمان او خاوره بې اجازې نقض شوه، او خپلواک هېواد یې د نړیوالو قدرتونو د لوبو په دهلیز بدل شو.

• شوروي اتحاد هم پيلوټ او هم د طیاره پاتې شوني د حساس جاسوسۍ له وسایلو سره تر لاسه کړل. هغوی د ولسمشر آیزنهاور د «هوا پېژندنې طیاره» دروغ رسوا کړل او امریکا یې په نړیواله کچه تحقیر کړه.

• پاکستان، د ایوب خان تر مشرۍ لاندې، چې دغه اډه یې ورکړې وه، د شرم او ډیپلوماټیک کړکېچ په منځ کې بند پاتې شو. د خلاصون لپاره یې حقیقت انکار کړ او آن داسې اوازې یې خپرې کړې چې ګواکې پاورز (چې هغوی ورته مستر ګیري ویل) له مخکې په پاکستان کې مړ شوی و.

د پاورز برخلیک: هغه په ۱۹۶۲ کال کې په برلین کې د KGB له یوه جاسوس سره تبادله شو او بېرته امریکا ته ستون شو. هغه خپل ژوند ته دوام ورکړ، خو د افغانستان لپاره د هغه برخلیک نور اهمیت نه درلود. مهمه خبره دا وه چې د هغه پرواز د یوې خطرناکې دورې نښه شوه — د بهرنیو مداخلې دورې، د نیابتي جګړو او د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره بې‌اعتنایي.

یو تاریخي پړاو: دغه پېښه د یوې لړۍ پیل و چې افغانستان یې د سړی جګړې په لومړۍ کرښه بدل کړ.
• د ۱۹۶۰ لسیزې له وروستیو څخه، امریکا او پاکستان د افغان اسلامپالو رهبرانو روزنه پیل کړه — څېرې لکه حکمتیار، رباني او مسعود. هغوی په ۱۹۷۳–۷۴ کلونو کې پاکستان ته بلل شوي وو څو د یوې جګړې لپاره وروزل شي چې لا یې پیل نه و شوی.
• تر ۱۹۷۹ د شوروي د یرغل پورې، هر څه چمتو وو: شبکې جوړې شوې، پیسې او وسلې بهېدلې، او نقشه پر مېز پرته وه.

پاکستان او ISI، چې د جنرال په وینا تر ۱۹۷۹ پورې یې آن د افغانستان جیوپولیتیکه نقشه نه لرله، ناڅاپه له فرصتونو | امکاناتو ډک شول: پاکستان قوي شو، ISI بډایه او پوځ یې پراخ شو، او بټ هستوي پروګرام یې پيل کړ. پاکستان اړ شو د امریکا دایمي متحد پاتې شي د مسکو پر وړاندې. خو افغانستان څه تر لاسه کړل؟ یوازې جګړه، یوازې وراني، یوازې د ثبات او خپلواکۍ له لاسه ورکول.

زموږ د خلکو قرباني: د دې پېښو په لیدو کې، څوک نشي کولای پرته له ژورې همدردۍ د هغه وخت د افغان حکومتونو په اړه څه ووایي. ښايي هغوی بشپړ نه وو، خو هڅه یې کوله خپله خپلواکۍ د نړیوالو قدرتونو د نه ستړې کېدونکي فشار پر وړاندې وساتي. پرېکړې په واشنګټن او مسکو کې کېدې، خو وینه او رنځ په کابل، بدخشان، کندهار او هرات کې توېده.

زموږ خلک قرباني وو، نه دسیسه کوونکي. افغان کورنۍ خپل پلرونه او زامن له لاسه ورکړل، نه د خپل عمل له امله، بلکې ځکه چې نورو د دوی هېواد د شطرنج پر تختې بدل کړی و.

زموږ دنده نن؛ که تاریخ موږ ته څه راښودلي وي، نو دا دی: افغانستان تل د خپل حاکمیت د درناوي او د خپلو خلکو د کرامت وړ و.

نن زموږ رسالت دا دی چې ووایو: تاریخ باید هېڅکله بیا تکرار نه شي. افغانستان باید هېڅکله د بهرنیو قدرتونو په لاس کې په یوه مهره بدل نه شي. موږ باید له حقیقت سره پر مخ لاړ شو، په ملي یووالي ودرېږو، او نړۍ ته وښیو چې افغانستان یوازې یوه خاوره نه ده — یو ملت دی د عزت، تاریخ او د خپل برخلیک د ټاکلو د حق خاوند.

زړورتیا په دې کې نه ده چې تېر پټ کړو؛ زړورتیا په دې کې ده چې ترې زده کړه وکړو. او تر ټولو ستر درناوی د دې وطن قربانیانو ته دا دی چې ووایو: افغانستان به هېڅکله بیا د یوه خپلواک، آزاد او سرلوړي ملت څخه په کمه کچه راکم نه شي.

په درناوي او یووالي
شریف ظریف

26/08/2025

290 likes, 52 comments. Check out drszarif’s video.

25/08/2025

127 likes, 24 comments. Check out drszarif’s video.

23/08/2025

790 likes, 84 comments. Check out drszarif’s video.

13/08/2025

48 likes, 11 comments. Check out drszarif’s video.

11/08/2025

Check out drszarif’s video.

Address

London

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. Sharif Zarif posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category