Dr Haris Safi

Dr Haris Safi د دي پیج مقصد روغ صحت،او بيماريانو په حقله اګا هي او پوهه ده نه چي د بیماریانو علاج کول..

17/06/2025

د سټرائیډ ګولو او ستنو وهل ډیر یو خطرناک عمل دی،
ویډیو کښې مې دیو دسې مریض باره کښې خبرې کرې..

10/06/2025

د دین په نوم د صحت کاروبار

ځمنګ چاپیر چل کې چې څنګه نور بی شماره ګډ وډ رواجونه، سوچ او افسانې (myths) موندلې شې، دغسې د صحت حوالې سره هم ډیرې ګډې وډې قیصې روانې دې،
د دغې نه ېو فائده د دین په نامه علاج، او هره بیمارې د تاوذینو ، کوډو، جادو او بد نظر او پیریانو سره څه مخصوصه خلکو تړلې دي،

دا ډیر ښه اسان د حیا عزت او درون پیسو واله کاروبار جوړ شوې!

د دغه خلک قسمه قسم حربي او چالونه ګوړوې او خلکه پکې راګیروي، خو د مجاهد ملت، روغ صحت او معاشري دپاره دا کاروبار یو ناسورجوړ شوې!

خلک يي ذهني بیماران کړي، د پیسو يي خلاس کړل او هغه بیمارینې چې په وخت ېې علاج ممکن وې ، داسې حد ته ورسي چې لاعلاجه شي!

دشې ېو واقعه درسره شریکوم..

په ډې غټ اختر کې ځمونګ یو نژدې خپلوان ته فالج شوی وو، ځه ېې پښتنی له ورغلم، جوړ بخیر مې ورسره وګړو، تپوس مې ترې وکړو چې څه چل پرې شوې وه، او کم هسپتال ته مو بوتلې وه، ځامنو ئي اوائيل د ته مخکې هم فالج شوې وو، په لمونځ ولاړ وو، اچانک راپریوتو, بیا مو باجوړ ته ٫٫دم‌ګري‌،،‌ له بوتلو هغې ته پس اه بیا پیښور جرنیلي هسپتال ته بوتلو، ځه حیران شم ما ووييل د مولا د د وجود د ناروغیو سره څه کار؟ دا په تاسې په خپل لاس وجلو!
وئيل خلکو وی چې دغه مولا د هرې بیمارئ دم کيي او د ده علامات د کوډو او جادو هم دې نو ښه ده چې هلته ړومبې لاړ شئ!!!

مجاهد ملته کله چی هم څه قسمه تاروغیو سره مخامخ کیګې ، نو یو مستند ډاکټر له ځان رسوئ، کنې دا خلکه تاسې څه وخت کې هم ذهنې او جسمانې معذوره جوړولې شي!!

ډاکټر حارث صافي.

31/05/2025

جوړ پخير!
صبا سحر د اتوار په ورځ د۹ بجو نه تر د ۳ بجو پورې مو د یو ښه میډیکل کیمپ تابع کړې ده، چې پکې به د انسانې وجود هر قسمه ناروغیو علاج سپیشلسټان ډاکټران کوې او مفت دوایانې به ناروغو ته ورکوې..
تاسې شرکت کولې شئ او د خپلو مرضونو په حق له استفاده اخستی شۍ!

پته: کوډاخیل بازار تحصیل بائزي، ضلع مومند...

Free Medical Camp
Get Free Health Check-ups and Consultations!

We are excited to announce a FREE MEDICAL CAMP, where you can receive free health check-ups and consultations from our team of expert doctors!

Date: [01 june, 2025]
Time: [ 9am to 5pm]
Location: [Kodakhel bazar, Tehsil Baizi, District Mohmand]
Services Offered:
1. Free Health Check-ups: Get your blood pressure, blood sugar, and body mass index (BMI) checked.
2. Consultations: Meet our expert doctors for consultations on various health issues.
3. Medicine Distribution: Receive free medicines for common ailments.
4. Health Education: Learn about healthy living, disease prevention, and management.

Specialists Available:
1. Medical specilists
2.General surgeon
3.Paeditrician
4.orthopedic surgeon
5.Gynaecologist
ENT specilist
and more...

Registration:
1. Walk-in registrations are welcome.
We Look Forward to Serving You!
Join us for a day of free health services and take the first step towards a healthier you!

09/04/2025

د نشي لکه ، نسوار، سیګرټ او د چرسو څه ډاکټري علاج شته که نه؟
په دي ویډیو کښې مالومه کړئي!

26/12/2023

بې زائ پرهیز...

مالټه ، کیله، سیب، پهلي،ماسته او داسې نورې میوي او د‌خوراک سیزونه په زکام، سینه خرابیدو، تبه، او نورو بیماریانو کښې وجود ته نقصان نه ورکوې ، بلکه د ناروغیو نه د خلاصې دپاره وجود له اضافي طاقت , وټامن ، نوټرینټس ورکوي..

ځان هسې د لوګې مه وجنئ، کله پوری چي درباندي یو سپیشلسټ څه نه يي بند کړي، هر څه خورئ
دا عوامو په خله د یو سیز نه پرهیز کول ، ځان سه زیاتی کول دي...

ډاکټر حارث صافي.

05/12/2023

Ultrasound/ الټراسونډ

الٹراساونڈ چي کله هم کویئ د یو مستند الٹراسانولوجسٹ یعني د الٹراسانوڈ سپیشلسٹ نه یي کوئ، د یو عام ڈاکټر الټراساونډ کول او په هغي د ناروغئ مالومولو دعوه کول ، سراسر ګنړکپ توب او دوکه ده،
دا انسان دننه اعضا پیجندل ، او بیا په هغي کښي نقص معلومول صرف یو مستنډ ultrosonologist/radiologist کولی شي..

نن سبا ڈیرو خلکو په غلطه توګه الټراساونډز کول شرو کړي خو پوهګي په هیڅ هم نه او زمنګ ناپوهه عوام دوکه کوي،په داسې خلکو کښې څه اجیبه مخلوق چې د LHV/LHW/Dayee/Baajee/KhAALa په نوم یادیګي سرپهرست دي، د دي خلګو د انسانانو د مختلف بیماریانو باره کښي پیجانګلو او د الټراسونډ پوهه دقومره ده سومره د یو کاریګر، مستري، ترکان، او دوکاندار د الټراسوند باره کښي ده.
داسې خلکو باندي الټراسونډ کول زان د ډیرو ستونزو سره مخامخ کول دي،
ډیړ خلکه د دوي د وجي ذهني بیماران شي، فضول تاوانونه وکي، او د ګډو وګو دوایانو د وجي ورته نوري مسلي جوړي شي..

قیصه...

هفته نیمه مخکښې یو زنانه د څلورو میاشتو حامله یو LHV/LHW له تلي ، ورته یی وئلي چي سپینه بیماري مي ډیره ده او دسي راته لګي چي ماشوم مي ضایعه شوي ته اوګوره چي څه شته که نه..
هغی ورله الټراسونډ کړي او ورته يي ویلي چې ماشوم نشته، ختم شوی او څه ګند دننه پاتي دی..
میزوپرسټول ګولئ ي ورګړي چي دا اوخره چې صفائ دې وشې چې ګولئ خو لي دي د څلور مياشتو ماشوم ئ ضایعه شوي.. بیا ئ پسي ماشوم وړي چي دا تا منګ سره څه وکړل؟ 😐

وس لګ زان سره سوچ وکئ چي یو LHV ته دا پته نه لګي چي دننه انسان پروت دي او که نه، نو د نورو ناروغیو ، (چي دوي دپاره پري پوهیدل او مالومول يي زما په سوچ تقریبن ناممکن دي،)
تشخیص به دوي څنګه په الټراسونډ کيي...؟؟
تاسو ته دي معلومه وي چي د ډیرو حالت د دي نه هم بدتر وي...

ډاکټر حرث صافي

05/12/2023
لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ.
29/11/2023

لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ.

29/07/2023

مور....

نن ایمرجنسي ته یو مریض راغی وینه پرې راماته وه یو وړوکی ماشوم ورسره غیګ کښې وو او یو بوډې ښځه ورسره وو خو د ښځې حالت ډیر ګډ وډ وه په مخ يي بې وسئ او سختي لاري جورې کړي وي، د هلک نه مې پوښتنه وګړه چې څه چل دی، ويل سخر، اووښو او ښځې په شریکه اواهلم یو بچی يي رانه هم اسار کو او دا یو مې ترې راوسته خو په دی سخته کښې ډیر ملامته خکاریده.
د مور د سترګو یې اوښکې روانې وي او سلګې یي وهلي، ما وئيل خیر دې موري ، خدای به خير کښی منګ درله علاج کوو ، خو څه چل وو چې ویواهه ، مور یی ډیر په سخته خوله جوړه کره او اويويل ، په پیغلتوب کښی کنډه شوې ووم ، دې بچې ته ما سر سپین که چې سړې به شي او په ما به لګي شانتې ښې ورځې راشي، پنځویشت کاله مې ورته تیر کړه واده مې ورله وکړ خوشاله ووم چې ژوند راباندې راغلې خو دی د ښځې په خبرو کښې راغی زه يي یک سر پریښودم یو کال وشو د سخر که تلې او هلته د ښځې سره اوسیګې ، زما په ژوند کښې صرف یو خدائ اسرا پاتي دې.. ويئل بیا هم چې خوګ شو راغلې نو زما زړه وسه وران شو او هسپتال ته مې راوسته، بچيا ښه علاج ورله وکه خدائ د دا روغ کښې نور مې څه ندې پکار،
زما سترګي کښې اوښکې راغلې ، هلک ته مې وکتل جو د ملامتیا يی سر نشو اوچتولی، ورته می اوائل ښځي به درته ډیري ملاو شي خو مور پلار په ژوند کښې یو ځل وي د مور پشانتې مینه او او خلوص پسې به ړوند شي خو په ژوند‌کښي به یي بل زائ پیدا نکې..
ښځې له خپل حقوق پوره ورکوه، خیال ئ ساته ، عزت ئ کوه ، خو د ښځی د پاره خپله مور پریښودل د جاهلیت او بی وقوپتوب انتها ده ، شائد وس پوهه شوې يي..
سر یی په ډیر افسوس سه اخوازو وئل مورې معاف مې که ډیر ناپوهه وم،
زړه کښې مې اويئل کم تکلیف چي دې مور له ورکړې کیدې شی خدائ يي درته د هغه بل بچي ( کم يي چې درنه پاتې کړې) په صورت کښې لګ شانتې دراوخايئ....

ډاکټر حارث صافي...

وټامن ڈۍ او ماشومان..د مور پئ د ماشوم د پاره د هر سه نه ښه خوراک دی خو د Vitamin D مقدار پکې ډیر کم وي د ماشوم د نشنوما ...
14/07/2023

وټامن ڈۍ او ماشومان..
د مور پئ د ماشوم د پاره د هر سه نه ښه خوراک دی خو د Vitamin D مقدار پکې ډیر کم وي د ماشوم د نشنوما د پاره کافي نه وي ، نو د پیدائش نه تر د غاښونو راختو پورې ورله د وټامن ډي قطري ورکول مهم دي یا نمر ته ګهنټه دوه هره ورځ سملول پکار دي.
یاد ساتئ وټامن ډي هډوکي او پټې مضبطوي، وجود په ښه طریقه غټوي، مدافعتي نظام immune system تکړه کوي، دماغي صحت ښه کوي او بدن کښي نور بلها کارونه کوي..

ماشومانو له ۴۰۰ یونټ د ورځې پکار وي کم چي دوه ۲ څاڅکي جوړيګي، مارکیټ کښې د Sunplex-D , SunnyD, Dmax په نومونو ملاوګې، کم چې مو ښوښ شې، او ارزان وې ، هغه اخستلې شئ،

ډاکټر حارث صافې

10/07/2023

هر کله چې انډه خورئ نو پوره یې پخاوئ ، نیم پخته انډه خوړل وجود دپاره ښه نده،
اول دا چه د ټائفائډ typhoid نومې تبي باعث جوړیدی شي زکه چې د انډۍ سپین په کچه حالت کښ salmonella نمې بیکټیرا لرلې شي،

دویم دې کښې یو پروټين وي، Avidin نمیګې ، وجود ته د د Biotin نومې ويټامن جذب کیدل کموې ، biotin یعنې وټامن B7 د وجود نارمل کار کولو دپاره ډیر مهم دی..

ډاکټر حارث صافې..

Address

Peshawar, KPK
Peshawar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Haris Safi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category