27/07/2022
Giardiasis
جارديا ناروغۍ
جارديا يوه مکروبي پرازيتي ناروغي ده ، چې اصلی لامل يې دجارديا لمباليا Giardia lamblia په نوم يو ډول پارازيت دی.
دانسان په وړو کولمو کې اوسېږې او دوه شکله لری.
۱-فعال شکل (Trophozoit) دا شکل دناک یا کاشوغې پشان دی کله چې اسهالات زیات شې نو فعال شکل یی دعایطه موادو سره خارجیږې چې بیا همدلته له خارجیدو سره له منځه ځی
۲-غیرفعال (Syst)شکل يې سيسټ دی
سیسټ د پرازیت مقاومت لرونکی بڼه ده او کولی شي د بدن څخه بهر او چاپیریال کې د میاشتو لپاره ژوند وکړي. Giardia نړیوال توزیع لري او د سړو سیمو په پرتله په استوایی سیمو کې ډیر عام دی
د نوموړي ميکروب انتقال د ناپاکو اوبه څښل، پاتې شوني خواړه، نامينځلي مېوه اوترکاري خوړلو څخه انسان پدې ناورغۍ اخته کوي.
د جیارډیا پرازيت نښې نښانې په لاندې ډول دي
لکه اسهال ، د معدې پړسوب ، دنس شديد درد ، قبضيت، بد هاضمې ، د ملا اوسينې درد ، زړه بدوالی ، اسهال ، د معدې دردونه ، د اشتها کمیدل ، د وزن کمیدل، د پوستکي خارښت مګر اسهال ددې ناروغۍ له مهمو نښو نښانو څخه شمېرل کيږي، د Giardia نښې معمولا د انفیکشن څخه 1 اونی څخه تر 2 اونیو وروسته څرګندیږي.
د
يوشمېرکسان دجارديا ناروغي نه پېژني، ځکه ددې ناروغۍ نښې هم داميب، کولرا او سلمونيلاپه څېر اسهال لرونکوناروغيوسره ورته والی لري..
Giardiasis Treatment
د Giardia انفیکشن درملنې لپاره ډیری درمل کارول کیدی شي. په اغیزمنه درملنه کې میټرونیډازول، ټینډازول، او نایټازوکساید شامل دي. په نورو درملو کې پیرومومیسین، کویناکرین، او فیروزولایډون شامل دي.