20/07/2025
#وحشت او د جهالت اخری حد 🥺🙏
د یوې نجلۍ د وژلو ویډیو مې ولیده چې قرآن شریف یې کلک په سینه پورې نیولی او له ځانه سره یې په ستر ټیکري کې پټ دی. یو سړی ورځي، قرآن شریف ترې را اخلي او دا د وژلو ځای ته ور مخکې کوي. نجلۍ یو لاس پورته کوي او په لوړ غږ شاوخوا ولاړو سړیو ته چې توپنچې او کلاشینکوفونه ورسره دي په بلوڅۍ ژبه وایي “صرف سُم ئنا اجازت اې نمې” یعني یوازې په مرمۍ د ویشتلو اجازه ده، په بل څه به مې نه ولئ. سړي ورته وایي چې راځه راځه، وړاندې شه…
نجلۍ پرته له کوم مقاومته یا ژړا او فریاده مخکې ځي او پر مرمیو د ویشتل کېدو انتظار کوي. له شا پرې ډزې کېږي او دا په څلورم ډز پر ځمکه غورځي. ډزې ډېرېږي او ځینې نور چغې وهي چې بس دی…
له بلوچستانه خبریالان وایي چې د دې نجلۍ نوم (شیتل) و. تور پرې دا و چې ګواکې له (زرک) نومي هلک سره تښتېدلې وه خو دوی ویل چې پخپله خوښه یې حقه حلاله نکاح او واده سره کړی دی. خو د شیتل ورور ته دا د منلو نه وه. وروسته د سیمې د سردارانو او مشرانو پرېکړه دا شوه چې دواړه دې ووژل شي.
وایي زرک نومی هلک هم تړل شوی او پر ځمکه څملول شوی و او تر شیتل دوه درې مېتره هاخوا وویشتل شو.
له دې سره د زرک او شیتل روحونه سره یو ځای شول او په ګډه له دې نړۍ رخصت شول.
𝙲𝚕𝚎𝚊𝚛 𝚖𝚒𝚗𝚍𝚜