03/09/2025
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
د زلزلې د قربانیانو لپاره د کمک راټولولو خبرتیا!
ګرانو وروڼو او خوېندو،
لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، په دې وروستیو کې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې، په ځانګړې توګه کنړ او شاوخوا ولایتونو کې، یوه سخته زلزله شوې ده چې له امله یې درانه ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.
د افغانانو کلتوری ټولنه په مالمو کې پلان لري چې د زلزلهځپلو سره د مرستې په هدف، د پنجشنبې په ورځ ټولې راټولې شوې مرستې و افغانستان ته ولیږي.
له تاسو ټولو څخه په درنښت هیله کېږي چې د خپلو امکاناتو او وس مطابق، له زلزلهځپلو سره مرسته وکړئ — که نقدي وي او که د سویش له لارې.
هیله ده چې دا پیغام خپلو دوستانو، کورنیو او ټولنیزو شبکو ته هم ورسوئ.
د سويش (Swish) معلومات:
شمېره: 0767078163
ترلاسه کوونکی: عزت الله یوسفي
په پیغام کې ولیکئ:
Jordbävningens offer
ستاسو مرسته کولی شي د بېکوره شویو، یتیمو ماشومانو او اړمنو کورنیو ژوند ته هیله ورکړي.
الله تعالی دې ستاسو خیراتونه قبول کړي!
په درنښت،
د افغانانو کلتوری ټولنه – مالمو