خپل ډاکټر

  • Home
  • خپل ډاکټر

خپل ډاکټر زموږ د ټولګې هر يو غړې يا د طب محصل دې او يا هم ډاکټر ډې

01/08/2025

نن د هغه سرطان چې تر ټولو ډیر خلک وژني، نړیواله ورځ ده! یعنې دسږو سرطان!
سږو سرطان د نړۍ یو له خطرناکو او وژونکو ناروغیو څخه دی. په افغانستان کې د سږو سرطان پېښې په چټکۍ سره زیاتېږي. بدبختي داده چې تراوسه لا هم موږ دافغانستان په اړه کره شمیرې نه لرو. د سږو سرطان لوی لامل د سګریټو څکول او د دوړو، لوګي او ککړتیا سره اوږدمهاله تماس دی.

څنګه ځان وساتو؟
۱. سګریټ مه څکوئ او که څکوئ، نن یې پرېږدئ!
۲. له دوړو او ککړتیا ځان وساتئ. ماسک وکاروئ او پاکه فضا غوره کړئ.
۳. که پرله پسې ټوخی، د سینې درد یا د ساه لنډوالی لرئ، ډاکټر ته ورشئ!
۴. د سګرېټ څکولو ضد چاپېریال جوړ کړئ.

خپل ځان، کورنۍ او ټولنه له دې وژونکې ناروغۍ وژغورۍ!

پرون د زړه نړیواله ورځ وه،دا ورځ د عامه پوهاوي په تړاو لمانځل کيږي. موږ  هم په افغانستان کې د زړه ناروغیو او په ځانګړي ډ...
30/09/2024

پرون د زړه نړیواله ورځ وه،دا ورځ د عامه پوهاوي په تړاو لمانځل کيږي. موږ هم په افغانستان کې د زړه ناروغیو او په ځانګړي ډول د لوړ فشار (هایپرټینشن) پر مخ پر زیاتېدونکې ستونزې تمرکز کوو. د صحت نړیوال سازمان د ۲۰۱۵ ارقامو په اساس، افغانستان په عامه وګړو کې د زړه ناروغۍ د ټولو مړینو ۱۸.۶٪ برخه جوړوي، او د دې ناروغۍ یو لوی لامل لوړ فشار دی، چې ۲۲.۵٪ بالغ کسان پرې اخته دي. زه شک نه لرم چې بدبختانه دا اراقام به نور هم ډیر شوي وي( اوس د جنګ نه شتون او د ارقامونیمګړتیاوې په نظر کې نیولو سره)

له بده مرغه، ډېرو خلکو ته خو یا معلومات نه وي چې لوړ فشار لري او که پته ورته وي هم، درملنې او د ژوند د صحي سپارښتنې نه پلي کوي، چې دا د زړه ناروغیو، سکتې، او نورو جدي روغتیایي ستونزو خطر زیاتوي.

لوړ فشار د "پټو قاتلانو" په نوم پېژندل کېږي، ځکه چې دا ناروغي اکثره وختونه د نښو پرته ډېره موده دوام کوي او د زړه او رګونو روغتیا ته لوی زیان رسوي. خو د دې ناروغۍ کنټرولول ممکن دي، او ساده بدلونونه لکه:
۱. د مالګې کمول
۲. منظم فزیکي فعالیت
۳. د سګرټ نه څکول
۴. وزن کمول
۴. او د رواني فشار کمول کولی شي د زړه ناروغیو خطر په ښکاره ډول راکم کړي.

د دې سره سره، په افغانستان کې د دې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی ډېر محدود دی. د عامه پوهاوي د نشتون تر څنګ، د افغانستان روغتیایي سیستم لاهم د لوړ فشار او نورو غیرساري ناروغیو په مدیریت کې جدي ستونزې لري. ډېری وګړي د منظم روغتیایي معایناتو او د ناروغۍ د وختي تشخیص او کنټرول لپاره لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

تاسې خپل زړه د روغتیا او د لوړ فشار مخنیوي یا کنترول په خاطر کوم ګامونه پورته کوئ؟

که له طب او یا نورو صحي علومو فارغ یاست او له افغانستانه مهاجر شوي یاست،  د امریکا طب برخه کې  مشهور پوهنتونJohns Hopkin...
28/09/2024

که له طب او یا نورو صحي علومو فارغ یاست او له افغانستانه مهاجر شوي یاست، د امریکا طب برخه کې مشهور پوهنتونJohns Hopkins University درته د صحت عامي برخه کې سکالرشپ درکوي.

شرایط سخت دي خو لایق خلک لرو. زه هم اضافي معلومات نه فقط هغه څه چې لنک کې دي. تور توتان له تاسې قربان

لنک کمنټ کې

20/08/2024

کاناډا ډیر اعلی سکالرشپونه اعلان کړي. ان تر طبابت پکې شته!
لنک لمړي کمنټ دې او ترجمه کووم یې ځکه نه چې قوي انګلیسي پکې لمړی شرط دی.

سر ورښکاره کړئ!

که افغانستان کې اوسېږئ، انګلیسي مو ښه زده وي او پوهنتون کې یاست یا واست،  نو د نیویارک دغه سازمان درته وړیا د انلااین در...
20/02/2024

که افغانستان کې اوسېږئ، انګلیسي مو ښه زده وي او پوهنتون کې یاست یا واست، نو د نیویارک دغه سازمان درته وړیا د انلااین درس زمینه برابره وي.

نور له الفه تر یا ټول معلومات پهٔ لمړي کمنټ کې ورکړل شوي لینک کې دي.

نوټ: زه شخصي کومه تجربه دغه سازمان یا پروګرام سره نه لرم، پهٔ لینک کې چې څهٔ دې ، همدغه تور توتان او له تاسې قربان.

دیر وخت افغاني کالي زموږ د ناروغیو سبب ګرځيشاید وویاست چې پهٔ ببولالو سر یم، خو یو دقیقه! په طبابت کې دصحت یو لوی دښمن چ...
14/02/2024

دیر وخت افغاني کالي زموږ د ناروغیو سبب ګرځي

شاید وویاست چې پهٔ ببولالو سر یم، خو یو دقیقه!
په طبابت کې دصحت یو لوی دښمن چاغتیا یا غټ بدن دې. خو زموږ پهٔ ټولنه کې ډیرې وازدې د صحتمندتیا او طاقت معنی ورکوي. دا چې زموږ کالي لږ اوږده او ازاد وي نو چې بدن غټ وي کالي هم په بدن ښهٔ ښکاري او په غټو کالو کې غټه خیټه هم په اسانه پټیږي.

په طب کې ډیرې چاغتیا ته Obesity وايي. اوبیزیټي له سرطانه، جیګ فشار، تر زړه حملې او والونو بندیدو سبب ګرځي. هر غټ بدن ضرور نده چې د مرض سبب شي خو که دجیګ والي او وزن تناسب مو سم نه وي ، نو قیصه خرابه ده.

راځۍ چې په دغه “تناسب” خبرې وکړو. پهٔ طب کې ورته BMI وايي. خپل جیګ والې په مترو کې حساب کړئ، مربع یې کړئ او بیا خپل وزن ورباندې تقسیم کړئ!
که لاسته درغلې عدد له مو له27 ځخه زیات وي نو باید خپل وزن کمولو باندې اقدام وکړئ.

مثال: د بریالي جیګ والې ۱.۷۰ متره دې او وزن یې ۹۰ کیلوګرامه دې، د بریالي BMI څو ده؟

اول : جیګ والې باید مربع یا پهٔ ځان کې ضرب کړو.
1.70x1.70= 2.89

دوهم : د بریالي وزن وس باید په 2.89 تقسیم کړو.

90/2.89= 31.41

لکه څرنګه چې د بریالي BMI له 27 څخه زیاته ده، باید ډاکټر سره مشوره وکړي.

نوټ: د پوست لمړئ جملې څخه مې هدف کالیو باندې انتقاد نهٔ دې، فقط دې پټې او وژونکې ناروغئ ته مې ستاسې پام راړول غوښتل.

سرطان د ناروغیو په لست کې ، دوهمه ډیره وژونکې ناروغي ده.  سرطان د کال تر ۴۰ میلیونو ډیر انسانان وژني او هر کال ۲۰ میلیون...
04/02/2024

سرطان د ناروغیو په لست کې ، دوهمه ډیره وژونکې ناروغي ده. سرطان د کال تر ۴۰ میلیونو ډیر انسانان وژني او هر کال ۲۰ میلیونه په سرطان اخته نوي ناروغان تشخیص کیږي.

دسګرټو نه څښل ، مناسب وزن او ورزش مو له سرطانه ساتي!

ایا تاسې ورزش کوئ؟

22/12/2023

پوښتنه په افغانستان کې د طب محصلینو یا استادانو لپاره ( که څوک پیژني، ورسره شریک یې کړئ لطفآ)

افغان طب نصاب کې ریسرچ اساسات/میتودولوژي کوم مضمون شته ؟
که شته په کوم صنف کې او په اساساتو کې کوم موضوعات شامل دي؟
عملي کار طب محصلین په ریسرچ کې کوي؟

یو یوورځنې انلاین ورکشاپ ذهن کې لرو، غواړم پوه شم چې ګټور به وي محصلینو ته او نور ه څنګه مرسته ممکنه ده؟

تاسې د شپې څو ساعته ویده کیږئ؟
05/11/2023

تاسې د شپې څو ساعته ویده کیږئ؟

تير اختر مو مبارک شه
11/07/2022

تير اختر مو مبارک شه

هيوادوالو ، په دغه مشکل وخت کې خپلو د خوست، پکتيا او پکتيکا وروڼو سره کمک وکړئ
22/06/2022

هيوادوالو ، په دغه مشکل وخت کې خپلو د خوست، پکتيا او پکتيکا وروڼو سره کمک وکړئ

د زړه ناکامي يا heart failure :  هغه حالت دې چې زړه نشي کولی د بدن اړتیاو لپاره کافي وینه پمپ کړي.
14/06/2022

د زړه ناکامي يا heart failure : هغه حالت دې چې زړه نشي کولی د بدن اړتیاو لپاره کافي وینه پمپ کړي.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when خپل ډاکټر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram